سوډان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
سوډان
بيرغ نښان
نخشه
موقعيت
پلازمېنه
(او لوی ښار)
خرطوم
حکومت ولسمشريزه


سوډان (په عربي کې السودان) رسمي نوم يې د سوډان جمهوريت دی (په عربي کې جمهورية السودان)، دا هېواد د افريقا په شمال ختيځه سيمه کې پروت دی. د مرکزي افريقا جمهوريت، چاډ، مصر، ايريتريا، ايتوپيا، ليبيا، سويلي سوډان او سور سمندر سره ګډه پوله لري. په ۲۰۲۱ز کال کې يې د وګړو شمېر څلور څلوېښت اعشاريه يونوي ميليونه شمېرل شوی مساحت يې ۱،۸۸۶،۰۶۸ کيو متر مربع (۷۲۸،۲۱۵ ميل مربع) دی، په دې ډول د افريقا په کچه د مساحت له پلوه په افريقا او عربي ټولنه کې درېیم ستر هېواد دی. په ۲۰۱۱ز کال کې د سويلي سوډان تر جلا کده پورې دا هېواد د مساحت له پلوه په افريقا او عربي ټولنه کې تر ټولو ستر هېواد و، خو له هغه وخته دا دواړه امتيازات له الجزاير سره دي. پلازمېنه يې خرطوم او تر ټولو ګڼ مېشته ښار يې أم درمان (د ميترو خرطوم يوه برخه ده) ښار دی. [۱][۲]

د سوډان تاريخ تر فرعوني تاريخ پورې رسېږي، د کرما پاچايي (له زېږد مخکې ۲۵۰۰-۱۵۰۰) د مصر نوي پاچايۍ واکمني (له زېږد مخکې ۱۵۰۰-۱۰۷۰) او د کوش پاچايۍ څرګندېدل (له زېږد مخکې ۷۸۴ -۳۵۰) يې لېدلي دي چې پر مصر يې هم نژدې تر يوې پېړۍ پورې واکمني وکړه. د کوش له نسکورېدو وروسته نوبيانو، مکوريا او الوديا درې پرله پسې  د نوباتيا مسيحي پاچايۍ جوړې کړې چې وروستۍ پاچايي يې تر نږدې ۱۵۰۰ کال پورې دوام وکړ. د نولسمې او پنځلسمې پېړۍ تر منځ، د سوډان په ډېره برخه کې عرب کوچيان مېشت وو. له شپاړسمې او نولسمې پېړۍ راهيسې، مرکزي او ختيځ سوډان د فونج سلطنت تر واکمنۍ لاندې و، ډارفور په لويديځ او عثمانيانو په شمال واکمني کوله. له نولسمې پېړۍ راهيسې ټول سوډان د مصر د محمد علي سلسله واکمنۍ له خوا ونيول شو. د مصري واکمنۍ پر مهال سوډان اوسنۍ پولې خپلې کړې او د سياسي، کرنيزې او اقتصادي ودې بهير يې پيل کړ. په ۱۸۸۱ز کال کې په مصر کې ملي احساسات اروبي پاڅون رامنځ ته کړ، د مصري واکمنۍ ځواک يې کمزوری کړ او په پايله کې مصر د بریتانيې له خوا اشغال شو. په همدې وخت کې په سوډان کې د خپلسري مهدي محمد احمد په مشرۍ په مهدي پاڅون کې مذهبي-ملتپالې لېوالتيا سر راپورته کړ او د أم درمان خلافت تاسيس شو. مصري او بریتانوي پوځي قواوو په ګډه مهدي ځواکونو ته ماتې وکړه او په سوډان کې يې بيا مصري سلطنت پر ځای کړ. له دې وروسته په سوډان کې مصري واکمني تر يو بريده يوازې په نوم پاتې وه، ځکه چې واقعي اختيار هم په مصر او هم په سوډان کې له بریتانيې سره و. په ۱۸۹۹ز کال کې، د بریتانيې تر فشار لاندې مصر موافقه وکړه چې پر سوډان حکومت له بریتانیې سره د شريکې واکمنۍ په توګه شريک کړي. اغېز يې دا شو چې سوډان د بریتانيې د يوه ملکيت په توګه اداره کېده. په شلمه پېړۍ کې هم په مصر او په سوډان کې ملتپالنې وده وکړه چې د بریتانیې د نېواک پر پای ته رسولو يې تمرکز کاوه. په ۱۹۵۲ز کال کې مصري اوښتون سلطنت پای ته ورساوه او له ټول مصر او سوډانه يې د بریتانوي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه. د اوښتون له دوو مشرانو نه يو او د مصر لومړي ولسمشر محمد نجيب، چې نيمه سوډانی او په سوډان کې ستر شوی و، د سوډان خپلواکي ساتنه د انقلابي دولت لومړيتوب وګرځاوه. د مصري او سوډاني فشار له امله، په راتلونکي کال کې بریتانیې د مصر په غوښتنه موافقه وکړه چې دواړه حکومتونه په سوډان شریکه واکمني پای ته ورسوي او سوډان ته خپلواکي ورکړي. د ۱۹۵۶ز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه، په قانوني ډول د يوه خپلواک هېواد په توګه اعلان شو. [۳]

له خپلواکۍ راهيسې سوډان د يو لړناکراره پارلماني حکومتونو او پوځي رژيمونو له خوا اداره شوی دی. د جعفر نميري د واکمنۍ پر مهال سوډان اسلامي حکومت پيل کړ. دې چارې د اسلامي شمال چېرې چې د حکومت مرکز و او په سويل کې د مسيحي او روحانيونو تر منځ درز زیات کړ. د ژبې، دين او سياسي ځواک  توپيرونه، د حکومتي ځواکونو چې د ملي اسلامي محاذ تر اغېز لاندې وو او سويلي باغيانو تر منځ په کورنۍ جګړې بدل شول، چې ډېره اغېزناکه ډله يې د سوډان د خلکو آزادۍ پوځ (SPLA) و، د دې جګړو په پايله کې په ۲۰۱۱ز کال کې سويلي سوډان خپلواکي واخیسته. د ۱۹۸۹ نه تر ۲۰۱۹ز کال پورې سوډان دېرش کلن پوځي ديکتاتوري نظام تجربه کړ، چې مشري يې عمر البشير کوله، په ۲۰۰۳ز کال کې په دارفور سيمه کې د پيل شوې جګړې پر مهال د هغه د حکومت د ونډې له امله نوموړی د ځورولو، لږه کيو د تعقيب، نړيوال تروريزم نه د ملاتړ او توکميزې ټولوژنې په ګډون له بشري حقوقو نه په سرغړونه تورن دی. په ټوله کې د دې حکومت د کارونو له امله د ۳۰۰۰۰۰ او ۴۰۰۰۰۰ تر منځ خلک ووژل شول. په ۲۰۱۸ز کال کې لاريونونه پيل شول، د بشير د استعفا غوښتنه يې کوله، چې د ۲۰۱۹ز کال د اپريل مياشتې د يوولسمې نېټې د کودتا لامل وګرځېدل.  [۴][۵][۶]

اسلام د سوډان دولتي دين و او اسلامي قانون له ۱۹۸۳ز کال نه تر ۲۰۲۰ز کال پورې چې دا هېواد په سيکولر بدل شو عملي کېده. د دې هېواد اقتصاد په ښکته منځنۍ کچه عايد تعريف شوی، که څه هم سوډان د اوږدې مودې نړيوالو بنديزونو له امله په څنډه کې و، بيا هم د دې هېواد اقتصاد د تېلو په توليد تکيه کوي. سوډان د ملګرو ملتونو، عرب اتحاديې، افريقايي اتحاديې، COMESA، بې پرې خوځښت او اسلامي همکاريو سازمان غړی دی. [۷]

رېښه

د دې هېواد نوم سوډان د سهارا په سويل کې يوې جغرافيايي سيمې ته ورکړل شوی نوم دی چې له لويديځې افريقا نه تر ختيځې مرکزي افريقا پورې غځېدلې ده. دا نوم د عربي ژبې (بلاد السودان) نه اخستل شوی دی، يعنې «د تورو ځمکه». دا نوم د جغرافيايي نومونو له څېړنو نه يو نوم دی، چې له نورو سره يو شان رېښې لري او معنا يې ده «د تورو ځمکه» يا دې ته ورته نورې معناوې، چې اشاره د دې سيمې د اوسېدونکو تور پوستکي ته کوي. «سوډاني» اصطلاح، له  افريقايي تور پوستو سره اړيکې لري. د «سوډاني» ملتپالنې نظريې تاريخ ۱۹۳۰ز او ۱۹۴۰ز کلونو ته رسېږي.  [۸][۹]

تاريخچه

له تاریخ مخکې سوډان (له زېږد ۸۰۰ کاله مخکې)

له زېږد مخکې په اتمه زريزه کې، د نوي ډبرين کلتور خلک په دې سيمه کې د خټينو او خښتو په پياوړو کليو کې مېشت شوي دي، چېرته چې دوی د ښکار او په نيل کې د کبانو رانيول د غلو دانو په راټولولو او څارويو په پوولو بشپړ کړي دي. د نوي ډبرين پير خلکو د R12 په څېر هدېرې جوړې کړي. له زېږد مخکې د پنځلسمې زرېزې په اوږدو کې، له وچېدونکې صحراا نه د نوي ډبرين پير خلکو د نيل درې او کروندې لور ته کوچ وکړ. له دې کلتوري او جينيټيکي شراکت نه پیدا شوي نفوس په وروستيو پېړيو کې ټولنيزو توپيرونو ته وده ورکړه او له زېږد مخکې په ۱۷۰۰ کې د کوش پاچهي رامنځ ته شوه (چې پلازمېنه يې کرما وه). د انسان پېژندنې او لرغونې پېژندنې څېړنې ښيي چې، له حکومتي پړاو نه مخکې نوبيا او ناګاډان لوړ مصر په توکميز او کلتوري ډول نږدې يو شان وو، په همدې بنسټ، په يو وخت کې له زېږد مخکې ۳۰۰۰ کال پورې د فرعونانو نظامونو بشپړتيا خپله کړه. [۱۰][۱۱]

د کوش پاچهي (له زېږد مخکې ۱۰۷۰- له زېږد وروسته ۳۵۰)

د کوش پاچهي يو لرغونی نوبي ايالت و چې مرکزيت يې د شين او سپين نيل او عطبرة سمندر او نيل سمندر د يو ځای کېده سيمه وه. د برونز پير په پای ته رسېدو او نوي مصر پاچهۍ چې په لومړيو پړاوونو کې يې مزکز نبتة و، په شيندل کېده سره دا پاچهيي تاسيس شوه.[۱۲]

تاریخ

جغرافیه

کلتور

اقتصاد

  1. "Sudan Population 2021 (Live)". worldpopulationreview.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Area". The World Factbook. U.S. Central Intelligence Agency. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Henehan Jr, Alva D. (2016). For Want Of A Camel : The Story of Britain's Failed Sudan Campaign, 1883–1885. [Place of publication not identified]: Outskirts Press. OCLC 1007048089. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4787-6562-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "عن السودان" (په العربية ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ سپټمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جولای ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  5. Collins, Robert O. (2008). A History of Modern Sudan. Cambridge University Press. کينډۍ:ISBN.
  6. "Omar al-Bashir Fast Facts". CNN. 10 December 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "عن السودان" (په العربية ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ سپټمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جولای ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  8. International Association for the History of Religions (1959), Numen, Leiden: EJ Brill, د کتاب پاڼې 131, West Africa may be taken as the country stretching from Senegal in the West to the Cameroons in the East; sometimes it has been called the central and western Sudan, the Bilad as-Sūdan, 'Land of the Blacks', of the Arabs الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Sharkey 2007، صص. 29–32.
  10. "Sudan A Country Study". Countrystudies.us. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Keita, S.O.Y. (1993). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Studies and Comments on Ancient Egyptian Biological Relationships"]. History in Africa 20 (7): 129–54. doi:10.2307/3171969. 
  12. Edwards, David N. (2005). Nubian Past : an Archaeology of the Sudan. Taylor & Francis. OCLC 437079538. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-203-48276-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)