عراق
| Iráq
الجمهوریة العراقیة
Al-jumhūriyatu Al-Irāqíyatu کينډۍ:Ar icon |
|||||
|---|---|---|---|---|---|
|
|
|||||
|
نخشه
موقعيت Location of Iraq
|
|||||
| پلازمېنه | بغداد 33°20′N 44°26′E / 33.333°س 44.433°خ |
||||
| حکومت | |||||
| - | President | Jalal Talabani | |||
| - | Prime Minister | Nouri al-Maliki | |||
| جوړښت | |||||
| - | from the Ottoman Empire | 1 October 1919 |
|||
| - | from the United Kingdom | 3 October 1932 |
|||
| - | Republic | 14 July 1958 |
|||
| - | Current constitution | 15 October 2005 |
|||
| ارتوالی | |||||
| - | ټولټال | 438,317 کيلومتر2 (50th) 169,234 sq mi |
|||
| - | اوبه (%) | 1.1 | |||
| د وگړو شمېر | |||||
| - | 2009 estimate | 31,234,000[1] (39th) | |||
| - | گڼه گونه | 71.5/km2 (125th) 184.6/sq mi |
|||
| GDP (PPP) | 2009 اټکل | ||||
| - | ټولټال | $111.500 billion[1] | |||
| - | Per capita | $3,570[1] | |||
| GDP (nominal) | 2009 اټکل | ||||
| - | ټولټال | $65.838 billion[1] | |||
| - | Per capita | $2,108[1] | |||
| د وخت سيمه | (UTC+3) | ||||
| - | اوړی (DST) | not observed (UTC+3) | |||
| د موټر چلولو سمت | right | ||||
| د انټرنټ مخکښ شپول | .iq | ||||
| پيل گڼ | 964 | ||||
عراق ( په عربی: الجمهوریة العراقیة ) یو هېواد دی چی د نژدې ختیځ په مرکز کی پروت دی. عراق په جنوب کی د کوېټ او سعودي عربستان سره، په لویدیځ کی د الاردن سره، په شمال لویدیځ کی د سوریه سره، په شمال کی د ترکیه سره او په ختیځ کی د ايران سره ګډې پولې لری. د عراق په جنوب ختیځ کی لویه ټېټه مځکه کی شته چی د بین النهرین په نوم یادېږی. د بین النهرین په ټېټه مځکه کی د فرات سیند او د دجله سیند بهېږی. د عراق په لویدیځ کی لویه دښته شته. د عراق د جمهوریت مساحت ۴۳۷۳۱۷ کلومتره مربع دی. پایتخت یی بغداد دی. کوه حجی ابراهیم د عراق تر ټولو لوی غر دی. لوړوالی یی ۳۶۰۹ متره ده.
تاریخ
په ۴۰۰۰ ق.م. کال کی د جنوب عراق د سومېر حکمرانان په لاس کی وو. د سومېر حکمرانانو په عراق کی لمړی ښارونه جوړ کړ. دغه ښارونه په اوس وخت کی د ار ( Ur) ، نیپور ( Nipur) او کیش ( Kish ) په نوم یادېږی. په ۱۸۹۴ ق.م. کال کی د بابل امپراطوری تاسیس شو. په ۵۳۸ ق.م. کوروش ۲ د بابل پر امپراطوری برید وکړ او دغه هېواد د ۵۳۸ کال څخه تر ۳۳۱ کال پورې د هخامنشی امپراطوری په لاس کی وو. په ۳۳۱ ق.م. هخامنشی اردو تر ماته کولو وروسته بابل د اسکندر ماکېډونی لاس ته ورغله او د بابل ښار د اسکندر ماکېډونی بایتخت شو. په ۲۲۴ کال کی بابل د ساسانی امپراطوری په لاس کی وو. په ۶۳۳ کال کی د عرب پوځ عراق ونیول او خلکو د اسلام دین قبول کړ. په ۷۶۲ کال کی د بغداد پایتخت د خلیفه المنصور لخوا تاسیس شو. د دی وخت څخه عراق د عرب د امپراطوری مرکز وو. په ۱۲۵۸ کال کی د چنګزخان پوځ عراق ونیول. په ۱۵۳۴ کال کی عراق د ترکی امپراطوری په لاس کی وو. په ۱۹۱۸ کال کی د بغداد د اورګاډی د پټلۍ جوړول پېل شو. دغه د اورګاډی پټلۍ د ترکی څخه بصره ته کشوی. په ۱۹۲۱ کال کی عراق د بریطانیا مستعمره وه. په ۱۹۳۰ کال کی د پاچا فیصل لخوا د عراق استقلال اعلان شو. په ۱۹۵۸ کال کی تر پوځی انقلاب وروسته د عراق جمهوریت تاسیس شو. په ۱۹۷۹ کال کی صدام حسین د عراق ولسمشر شو. په ۱۹۸۰ کال کی عراق پر ایران برید وکړ او لویه جګړه پېل شوه. دغه جګړه په ۱۹۸۸ کال کی پای ته ورسېدله. په ۱۹۹۰ کال کی د عراق پوځ کویټ ونیول. د متحدو ملتونو د سازمان په حکم د نړوال پوځونو پر عراق برید وکړ او عراق مجبور شول چی د کویټ څخه ولاړسی. د متحدو ملتونو سازمان هم د اقتصاد تحریم د عراق په خلاف علان وکړ. په ۲۰۰۲ کال کی عراق د کیمیا د وسلو جوړول متهم شو او په ۲۰۰۳ کال کی د امریکا پوځ عراق ونیول.