مراکش

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د مراکش ولایتونه
(ډېنمارکي: Kongeriget Marokko)
(اراگونېسي: المملكة المغربية)
(فرانسیسی: Royaume du Maroc)[۱]
(انګلیسي: Kingdom of Morocco)
(هسپانوي: Reino de Marruecos د (P1448) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
الشعار:(اراگونېسي: الله، الوطن، الملك د (P1451) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مراکش ولایتونه
د مراکش ولایتونه

کورډېناټونه: ۳۲°شمال ۶°لويديځ / 32°شمال 6°لويديځ / 32; -6  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۲]
د رامنځته کېدو نېټه ۲ مارچ ۱۹۵۶
۷ اپرېل ۱۹۵۶
۱۶۳۱[۳]
۱۵۴۹[۴][۵]
۰۷۸۹[۶]
۰۴۰۰ ق.م  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بنياد ايښودونکی لوېديځ  د (P138) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هېواد مراکش[۷]  د (P17) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلازمېنه ښار ربات  د (P36) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سیمه
 • سیمه 446550 کیلومتره مربع[۸]  د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نفوس شمېرنه 36029138 (۲۰۱۸)[۹]  د (P1082) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آخر معلومات
وخت زون يو ټي سي ٠١:٠٠+ (standard time)  د (P421) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي ژبه عربي[۱۰]  د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جيو کوډ 2542007  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوحة مركبات
MA (۱۹۲۴–)  د (P395) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بيرغ نښان
Map of the Kingdom of Morocco
نخشه
موقعيت Map of the Kingdom of Morocco
نخشه
حکومت
 -  پاچا آلتینجی محمد (مراکش)
 -  لومړی وزیر سعددین عتمانی
Legislature ولسي جرګه
 -  Upper House مشرانو جرګه
 -  Lower House وکیلان
جوړښت
 -  د مراکش ایداري وېش (اول) ۷۸۸ 
 -  Alaouite dynasty (current) ۱۶۳۱ 
 -  Protectorate established ۳۰ مارچ ۱۹۱۲ 
 -  خپلواکي ۷ افریل ۱۹۵۶ 
ارتوالی
 -  ټولټال ۷۱۰,۸۵۰ کيلومتر2 
or ۴۴۶,۵۵۰ km2[b]
(۴۰th or ۵۷th)
۲۷۴,۴۶۰ sq mi
or ۱۷۲,۴۱۳ [b]
 sq mi 
 -  اوبه (%) ۰.۰۵۶ (۲۵۰ km2)
د وگړو شمېر
 -  1 September 2014 census ۳,۸۴۸,۲۴۲[۱۱] 
 -  گڼه گونه ۷۳.۱/km2 
۱۸۹.۳/sq mi
نا خالص داخلي تولید (PPP) ۲۰۱۶ اټکل
 -  ټولټال $۲۸۱.۷۹ بیلیونه[۱۲] 
 -  پر کس $۸,۳۳۰[۱۳] 
GDP (nominal) ۲۰۱۶ اټکل
 -  ټولټال $۱۰۳.۶۲ بیلیونه[۱۴] 
 -  پر کس $۳,۰۶۳[۱۵] 
Gini (2007) ۴۰.۹ 
بشري پرمختيا (۲۰۱۵) ۰.۶۴۷ (۱۲۳th)
د وخت سيمه (UTC&#۸۲۸۸;)
 -  اوړی (DST) وخت+۱ (DST suspended during رمضان) [۱۶] (UTC+۱)
د موټر چلولو سمت ښوی
د انټرنټ مخکښ شپول .ma
پيل گڼ +۲۱۲


مراکش چې رسمي نوم يې د مراکش سلطنت دی،د شمالي افريقا د مغرب سيمې په لرې شمال لويديځ کې پروت دی. شمال لور ته د مديترانې سمندر او لويديځ لور ته د اتلانتيک اقيانوس په لوړو څنډو موقعيت لري، ختيځ لور ته له الجزاير سره ځمکنۍ پوله لري، سويل لور ته يې د سويلي سهارا لانجمنه سيمه پرته ده. مراکش په سبتة، مليله، پنون دي ولز ډي لا ګومرا سيمو هم دعوه لري چې د هسپانيې تر واک لاندې دي، مراکش د هغو ګڼو ټاپوګانو د ملکيت مدعي هم دی چې د هسپانيې په ساحلونو کې د هغه هېواد تر واک لاندې دي. سيمه يې ۴۴۶،۵۵۰ کيلو متره (۱۷۲،۴۱۰ ميل مربع) يا ۷۱۰،۸۵۰ کيلو متره (۲۷۴،۴۶۰ ميل مربع) ده، د وګړو شمېر يې نږدې اووه دېرش ميليونه دی. رسمي او په هېواد کې واکمن دين اسلام دی، رسمي ژبې يې عربي او بربري دي؛ په مراکشي لهجه عربي او فرانسوي هم ډېر خلک خبرې کوي. مراکشي پېژندګلو او کلتور د بربري، عربي او اروپايي کلتورونو ګډوله او خوځنده کلتور دی. پلازمېنه يې رباط او ستر ښار يې دار البيضاء دی.[۱۷][۱۸]

له ۹۰۰۰۰ کلونو نه را پدېخوا د لرغوني ډبرين پير نه په کې انسانان ژوند کوي، لومړی مراکشي دولت په ۷۸۸ ز کال کې د لومړي ادريس له خوا جوړ شوی و. له هغه وروسته پرې يو لړ خپلواکو واکمنيو حکومت وکړ، په يوولسمه او دولسمه پېړۍ کې د المرابطينو او الموحدينو د واکمنيو پر مهال د سيمه یيز ځواک په توګه خپل اوج ته ورسېد، دا هغه مهال و چې يادو واکمنيو د ايبيري ټاپووزمې او مغرب ډېرې برخې په واک کې لرلې. په پنځلسمه او شپاړسمه پېړۍ کې د مراکش خپلواکي هغه مهال له بهرنيو ګواښونو سره مخامخ شوه، کله چې پرتګال د دې هېواد ځينې سيمې ونيولې او عثماني سترواکۍ د ختيځ له خوا تېری وکړ. مريني او سعدي واکمنيو د بهرني نیواک په وړاندې مقاومت وکړ او مراکش يوازینی شمالي افريقايي هېواد و چې له عثماني واکمنۍ بچ پاتې شو. د علويانو سلسلې په ۱۶۳۱ز کال کې واک تر لاسه کړ چې تر اوسه په مراکش حکومت کوي او په دوو پېړيو کې يې له لويديځې نړۍ سره ديپلوماتيکې او سوداګريزې اړيکې پراخې کړې دي. د مديترانې له حوزې سره نږدې د مراکش ستراتيژيک موقعيت يو خل بيا اروپايي لېوالتيا راجلب کړه؛ په ۱۹۱۲ز کال کې فرانسې او هسپانيې دا هېواد په دوه تحت الحمايه برخو ووېشه او په طنجة کې يې يوه نړيواله سيمه وساتله. د نېواکګرو واکمنيو پر ضد د نړيوالو بريدونو او پاڅونونو نه وروسته، په ۱۹۵۶ز کال کې مراکش يو ځل بيا خپلواکي تر لاسه او سره متحد شو. [۱۹]

له خپلواکۍ راهيسې مراکش یو څه ارام او سوکاله پاتې شو. په افريقا کې پنځم ستر اقتصاد دی، په افريقا او عربي نړۍ د پام وړ اغېز لري، په نړيوالو چارو کې منځنی ځواک بلل کېږي، د عربي ټولنې، مديترانې اتحاديې او افريقايي اتحاديې غړيتوب لري. د مراکش اتحادي نيمه مشروطه پاچهي ده چې منتخب پارلمان لري. د اجرائيه برخې مشري يې د مراکش پاچا او لومړی وزير کوي، د قانون جوړولو اختيارات يې د پارلمان دوو خونو ته ورکړل شوي دي؛ د استازو خونه او د شوراګانو خونه. قضايي واک د اساسي قانون له محکمې سره دی، کوم چې د قوانينو د اعتبار، ټولټاکنو او ټول پوښتنې ارزونه کوي. پاچا پراخ اجرائيوي او تقنيني واکونه لري، په ځانګړي ډول پر پوځ، بهرنۍ تګلارې او مذهبي چارو، هغه د الظهير په نوم احکام صادرولای شي، چې همدا احکام د قانون بڼه لري، له لومړي وزير او اساسي قانون له محکمې سره تر مشورې وروسته پارلمان منحل کولای شي.[۲۰][۲۱]

مراکش د لويديځې سهارا د ناخپلواکې سيمې د مالکيت ادعا لري او دې سيمې ته يې د خپلو سويلي ولايتونو نوم ورکړی دی. په ۱۹۷۵ز کال کې، کله چې هسپانيې موافقه وکړه چې پر دې سيمه خپل نیواک پای ته رسوي او خپل واک مراکش او موريتانيې ته ورکوي، د دې خواکونو او سيمه یيزو خلکو تر منځ چريکې جګړې پيل شوې. په ۱۹۷۹ز کال کې، موريتانيا پر ياده سیمه د خپل ملکيت له ادعا تېر شو، خو بيا هم جګړه د تېر په څېر روانه وه. په ۱۹۹۱ز کال کې، د اوربند تړون وشو، خو د خپلواکۍ مسئله ناحله پاتې شوه. اوسمهال مراکش د يادې سيمې دوه په درې برخه په واک کې لري او د دې لانجې د حل لپاره هڅې نه دي توانېدلي چې دا سياسي بندښت مات کړي.

رېښه[سمول]

د مراکش پوره عربي نوم «المملکة المغربية» دی، ښه ژباړه يې دا ده : «د لويديځ پاچهي»، ځکه چې په عربي کې الغرب لويديځ ته وايي. د دې نوم ژباړه داسې هم کېدای شي: «د ماشام پاچهي»؛ د منځنۍ پېړۍ عرب تاريخ پوهان او جغرافيه پوهان کله ناکله مراکش ته (المغرب الاقصی) نوم اخلي، چې معنا يې ده: «لرې لويديځ»، د ګاونډيو سيمو سره د توپير لپاره بيا ورته «المغرب الاوسط» يعنې منځنی لويديځ او (المغرب الأدنی) یعنې نژدې لویديځ نومونه اخلي.[۲۲]

په انګليسي ژبه کې لیکل کېدونکی (Morocco) ټکی له مراکش نه اخیستل شوی دی، د المرابطينو د سلطنت او الموحدينو د خلافت پر مهال دا سيمه د دې هېواد پلازمېنه وه. د مراکش ټکي د اصليت په اړه اختلافات دي، خو دا ډېره نژدې ده چې د بربري ټکي امور او اکوش نه اخیستل شوی چې معنا يې ده «د خدای ځمکه». د مراکش اوسنی بربري نوم « Mṛṛakc» دی. په ترکي ژبه کې مراکش ته فاس ويل کېږي، فاس د دې هېواد د لرغونې پلازمېنې «فس» نه اخیستل شوی دی. خو د اسلامي نړۍ په نورو برخو کې، د بېلګې په ډول: مصري او د شلمې پېړۍ له نيمايي نه مخکې د منځني ختيځ په عربي ادبياتو کې، په عمومي توګه، مراکش ته همدا د مراکش نوم اخیستل کېده. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د فارسي، اردو او پنجابي په ګډون، همدا نوم اوس هم په ځینو ژبو کې  دې هېواد ته کارول کېږي. د انګليسي Morocoo نوم د هسپانوي نوم Marruecos انګليسي شوې بڼه ده. هسپانيايي نوم هم له لرغونې توسکاني کلیمې Morrocco نه اخیستل شوی و او په ايټالوي ژبه کې د دې هېواد لپاره کارېدونکی ټکی Marocco بیا له توسکاني ژبې اخیستل شوی دی.

تاریخچه[سمول]

له تاریخ مخکې او لرغونی[سمول]

د اوسني مراکش په سيمه کې د لرغوني ډبرين پير نه انسانان اوسېدلي دي، چې له زېږد مخکې د ۱۹۰۰۰۰ او ۹۰۰۰۰ تر منځ وختونو نه پيليږي. يوه وروستۍ خپرونه وړانديز کوي، داسې شواهد شته چې ان له دې پير مخکې هم هلته انسانانو ژوند کړی دی: د ۲۰۰۰ لسیزې په وروستيو کې د اتلانتيک اقيانوس په څنډو په جبل ارهود کې د ځيرک انسان د موندل شوو پاتې شونو تاريخ په اټکلي توګه ۳۱۵۰۰۰ کلونه پخوا ته رسېږي. د لوړ ډبرين پير پر مهال مغرب د اوس په پرتله زيات ښېرازه و، چې د اوسنو شاړو طبيعي منظرو پر خلاف ساوانا «زرغونتيا» ته ورته و. دوه وېشت زره وړاندې، له وړاندې نه شته د اتريايي کلتور ځای، ايبروماوروسي کلتور ونيو، کوم چې له ايبيریايي کلتور سره ورته والی لري. د «مچتا-افالو» ايبروماوروس د خښېدو په سيمه کې د موندل شوو انساني پاتې شونو د بدني جوړښت او اروپايي کرومګنون د پاتې شونو د اسکلټونو تر منځ د ورته والي وړانديز شوی دی. په مراکش کې د ايبروماوروسي کلتور ځای بيکر کلتور نيولی و. [۲۷][۲۸][۲۹]

د ميتوکندريايي د ډي اين ای څېړنو کې د بربريانو او سامي سکانډينيويايانو تر منځ د نيکونو د شراکت نژدې اړیکه موندل شوې ده. دا شواهد دا نظر تايیدوي چې، ځينې هغه خلک اروپا ته کوچېدلي دي چې، د کنګلونو په وروستيو کې يې د سويل لويديځې اروپا د فرانسوي-کانتابريايي په خوندي سيمو کې ژوند کاوه او همدوی بيا د کنګل له وروستي پير وروسته د نفوسو په بيا توليد کې مرسته کړې.[۳۰]

ایداري وېش[سمول]

مراکش هیواد د ۲۰۱۵م کال د وروستی بدلون سره په ۱۲ ولایتونو ویشل شوی دی.

د مراکش ولایتي وېش
د ولایت شمېره ولایت ولسوالۍ سیمې کلي نفوس

۲۰۰۴

۱۶ وادی الذهب لکویره ۲ ۲ ۱۱ ۹۹٬۳۶۷
۱۵ عیون بوجذور - ساقیه الحمراء ۲ ۴ ۱۰ ۲۵۶٬۱۵۲
۱۴ کلمیم السماره ۵ ۱۱ ۴۹ ۴۶۲٬۴۱۰
۱۳ سوس ماسه درعه ۷ ۲۴ ۲۱۲ ۳٬۱۱۳٬۶۵۳
۶ لویدیځ شرارده بنی حسین ۲ ۱۱ ۶۱ ۱٬۸۵۹٬۵۴۰
۹ شاویه وردیغه ۳ ۱۵ ۱۰۲ ۱٬۶۵۵٬۶۶۰
۱۱ مراکش تانسیفت الحوز ۵ ۱۵ ۱۹۸ ۳٬۱۰۲٬۶۵۲
۳ الشرقیه ۶ ۲۲ ۹۱ ۱٬۹۱۸٬۰۹۴
۸ دارالبیضاء الکبری ۱۲ ۷ ۱۰ ۳٬۶۳۱٬۰۶۱
۷ رباط سلا زمور زعیر ۴ ۱۰ ۴۰ ۲٬۳۶۶٬۴۹۴
۱۲ دکاله عبده ۲ ۱۰ ۷۷ ۱٬۹۸۴٬۰۳۹
۱۰ تادله ازیلال ۲ ۹ ۷۳ ۱٬۴۵۰٬۵۱۹
۵ مکناس تافیلالت ۵ ۲۳ ۱۱۱ ۲٬۱۴۱٬۵۲۷
۴ فاس بولمان ۴ ۱۲ ۴۸ ۱٬۵۷۳٬۰۵۵
۲ تازه الحسیمه تاونات ۳ ۱۴ ۱۱۸ ۱٬۸۰۷٬۱۱۳
۱ طنجه تطوان ۶ ۱۰ ۸۷ ۳٬۵۵۶٬۷۲۹
مجموع ۷۰ ۱۹۹ ۱۲۹۸ ۳۳٬۸۴۸٬۲۴۲

تاریخ[سمول]

کلتور[سمول]

جغرافیه[سمول]

اقتصاد[سمول]

  1. http://cnig.gouv.fr/wp-content/uploads/2020/02/CNT-PVM_r%C3%A9vis%C3%A9_2020-01-27-1.pdf
  2.   د (P402) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ "د مراکش اړوند په اوپن‌سټرېټ‌مېپ کي". OpenStreetMap. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |تاريخ الوصول= (مساعدة)
  3. https://referenceworks.brillonline.com/entries/encyclopaedia-of-islam-3/*-SIM_0072
  4. https://www.globalsecurity.org/military/world/morocco/history-saadian.htm
  5. https://www.britannica.com/place/Morocco/Education#ref214378
  6. https://www.jewishvirtuallibrary.org/rulers-of-morocco-789-present
  7.   د (P982) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ "د مراکش اړوند په ميوزك برينز کي". MusicBrainz area ID. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |تاريخ الوصول= (مساعدة)
  8. Country Profile
  9. Population, total — د نشر نېټه: ۳ سپټمبر ۲۰۱۹ — خپرونکی: World Bank Open Data
  10. موضوع: 5
  11. Lua error in Module:Citation/CS1/Date_validation at line 303: attempt to compare nil with number.
  12. "Morocco – GDP (PPP based)". Knoema. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Morocco – GDP per capita (PPP based)". Knoema. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Morocco – GDP". Knoema. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Morocco – GDP per capita". Knoema. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. https://support.microsoft.com/en-us/help/4023136/2017-morocco-ramadan-dst-changes
  17. (په 2018 باندې). Ceuta, Melilla profile. BBC News.
  18. Jamil M. Abun-Nasr (20 August 1987). A History of the Maghrib in the Islamic Period. Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-33767-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Hall, John G.; Publishing, Chelsea House (2002). North Africa. Infobase Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7910-5746-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Balfour, Rosa (March 2009). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Transformation of the Union for the Mediterranean"]. Mediterranean Politics 14 (1): 99–105. doi:10.1080/13629390902747491. ISSN 1362-9395. 
  21. Morocco: Remove Obstacles to Access to the Constitutional Court. International Commission of Jurists.
  22. Yahya, Dahiru (1981). Morocco in the Sixteenth Century. Longman. د کتاب پاڼې 18. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Regions of Morocco". statoids.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ سپټمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Shillington, Kevin (2005). Encyclopedia of African history. London/New York: Fitzroy Dearborn. د کتاب پاڼې 948. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Nanjira, Daniel Don (2010). African Foreign Policy and Diplomacy From Antiquity to the 21st Century. ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 208. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Gershovich, Moshe (2012-10-12). French Military Rule in Morocco. doi:10.4324/9780203044988. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780203044988. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Field Projects – Jebel Irhoud Archived 12 January 2017 at the Wayback Machine.. Department of Human Evolution. Max Planck Institute for Evolutionary Anthropology
  28. Oldest Homo sapiens fossil claim rewrites our species' history News. Nature Magazine, International Weekly Journal of Science
  29. Rubella, D. (1984). "Environmentalism and Pi Paleolithic economies in the Maghreb (c. 20,000 to 5000 B.P.)". In J.D. Clark & S.A. Brandt (المحرر). From hunters to farmers the causes and consequences of food production in Africa. Berkeley: University of California Press. د کتاب پاڼي 41–56. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0520045743. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Achilli, A.; Rengo, C.; Battaglia, V.; Pala, M.; Olivieri, A.; Fornarino, S.; Magri, C.; Scozzari, R. et al. (2005). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Saami and Berbers—An Unexpected Mitochondrial DNA Link"]. The American Journal of Human Genetics 76 (5): 883–886. doi:10.1086/430073. PMID 15791543.