جمايکا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جمیکا ( /dʒəˈmeɪkə/  (واورئ)؛ جمیکا پټویس: Jumieka) یو ټاپو هېواد دی چې د کارابیَن په سمندرګي کې پروت دی. د پراخوالي له پلوه 10,990 کیلومتره مربع (4,240 مربع میله) مساحت لري، دا هېواد د لوی انټیلیس او کارابین  (له کیوبا او هسپانیولا وروسته) درېیم لوی ټاپو دی. جمیکا د کیوبا سویل شاوخوا 145 کیلومتره (90 میله) او د هسپانیولا (هغه ټاپو چې د هایټي او ډومینیکا جمهوریت په کې پراته دي) 191 کیلومتره (119 میله) لویدیځ ته موقعیت لري؛ د برییتانیا ماوراء بحري قلمرو د کیمن ټاپوګان يې شمال لویدیځ ته نژدې 215 کیلومتره (134 میله) لرې، موقعیت لري. .[۱]

دا ټاپو چې اساساً د یتایینو قومونو هستوګنځای ؤ، په 1494 کې د کریسټوف کلمب له راتګ وروسته د هسپانیې تر واک لاندې راغی. زیاتره ځایی خلک وروسته له هغه چې هسپانويانو لوی شمېر افریقایي غلامان د کارګرانو په توګه جمیکا ته راوړل، یا وژل شوي یا د ناروغیو له امله مړه شوي. د هسپانويانو له خوا د سانټیاګو په نوم نومول شوی، دا ټاپو تر 1655ز کال  پورې د هسپانیا ملکیت پاتې شو، کله چې انګلسیتان (وروسته لویه برییتانیا) دا هېواد فتح کړ، د جمیکا په نوم یې ونوماوه. د بریتانیا تر استعماري واکمنۍ لاندې جمیکا په داسې حال کې چې د کښت کولو اقتصاد په افریقایي غلامانو او وروسته د دوی په بچیانو پورې تړلی ؤ، د بورې مخکښ صادرونکی شو. انګریزانو په 1838ز کال  کې ټول غلامان په بشپړه توګه آزاد کړل او ډېری آزادشویو د کښت کولو پر ځای له اړتیا سره سم معیشتي فارمونه غوره کړل. د 1840مې ز لسیزې په پیل کې، انګریزانو د چینایي او هندي قراردادي کارګرانو څخه په کښت کې کار اخیستل پیل کړل. دې ټاپود 1962ز کال د اګست په 6 مه نېټه له انګلسیتان څخه خپلواکي ترلاسه کړه. [۲]

جمیکا د 2.9 میلیون وګړو په درلودلو سره ، په امریکاګانو کې (له متحده ایالاتو او کاناډا وروسته) درېیم ډېر نفوس لرونکی انګلوفون(انګلیسي ژبی) هېواد دی او په کارابین کې څلورم ډېر نفوس لرونکی هېواد دی. کنگسټن د هېواد پلازمېنه او لوی ښار دی. د جمیکا اکثریت د فرعي سهارا افریقایي نژاد څخه دي، د پام وړ اروپایي، ختیځ- آسیایي (په عمده توګه چینایي)، هندي، لبناني او د مختلط نژاد اقلیتونه لري. د 1960 لسیزې راهیسې، د کار لپاره د کډوالۍ د لوړې کچې له امله، جمیکا لوی شمېر بې ځایه شوي درلودل، په ځانګړې توګه په کاناډا، انګلیستان او متحده ایالاتو کې. دا هېواد سره له دې چې د مساحت له پلوه کوچنی دی، خو یو نړیوال نفوذ لري، نوموړی هېواد د رسیتافاري مذهب، رګ موسیقۍ (او اړونده ژانرونو، لکه: ډوب، سکا او ډانس هال) د زیږدنې ځای ؤ او په نړیواله کچه په سپورتونو کې مخکښ دی، په ځانګړې توګه په کریکټ، د منډې لوبو او پهلوانۍ کې. جمیکا د خپل وزن څخه ډېر لوړ الوتلو سره، زیاتره وختونه د نړۍ ترټولو لږ نفوس لرونکی کلتوري ځواک ګڼل کیږي. [۳][۴][۵][۶][۷][۸]

جمیکا د یو لوړ منځنۍ کچې ​​عاید لرونکی هېواد دی چې اقتصاد یې په ژوره توګه په سیاحت پورې تړلی دی. دا هېواد په منځني ډول په کال کې 4.3 میلیونه سیلانیان لري.   جمیکا د رسنیو د آزادۍ او ډیموکراتیکې حکومتولۍ په اندازه کولو کې په ښه بڼه ځلېدلی دی. دا هېواد د  2021 لپاره د نړۍ د خوښۍ راپور کې په کارابین کې لومړی ځای لري. په سیاسي لحاظ دا هېواد یوه مشترک المنافع ټولواکي ده، چې الیزابیت II یې ملکه ده. په هېواد کې د هغې ټاکل شوی اسیتازې د جمیکا والي-جنرال (Governor-General) هغه دفتر دی، چې له 2009 ز کال راهیسې د پیټریک الن له لوري اداره کېږي. اندریو هولنس د 2016 ز کال له مارچ راهیسې د جمیکا د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړې. جمیکا د پارلماني اساسي قانون یوه ټولواکي ده چې مقننه واک  د جمیکا دوه اړخیزه پارلمان په واک کې لري، چې د ټاکل شویو مشرانو جرګې او د اسیتازو د مستقیم ټاکل شوي مجلس څخه جوړ دی. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

رېښه[سمول]

د یتایینو ځايي وګړي په خپله ژبه کې دا ټاپو د Xaymaca په نوم یادوي، چې معنا یې "د لرګیو او اوبو ځمکه" یا "د چینو ځمکه" ده. یامای د نوموړې جزیرې لپاره د لومړني یتایینو نوم په توګه وړاندیز شوی، لکه څنګه چې د کریسټوف کُلمب له خوا ثبت شوی دی. [۱۳][۱۴][۱۵]

زیاتره اوسني جمیکایان خپل کور ټاپو ته په عامیانه بڼه د "راک" په توګه اشاره کوي. په جمیکایی پاټویس ژبه کې عامیانه نومونه، لکه "Jamrock"، "Jamdown" ("Jamdung")، یا په لنډه توګه "Ja" له دې څخه اخیستل شوې ده. [۱۶][۱۷]

تاریخچه[سمول]

مخکینې تاریخ[سمول]

انسانان په جمیکا کې ان له 4000-1000 ق.م څخه اوسېږي. د دغو لومړنیو خلکو په اړه لږ څه معلومات شته دي. یوه بله ډله چې د "ریډوېر وګړو" په نوم پیژندل کېږي، د دوی د لوښو له تر لاسه کېدو وروسته، شاوخوا 600 ز کال ته رسېږي، وروسته د 800 م ټایینو دي، چې په ډېر احتمال له سویلي امریکا څخه راغلی ؤ. دوی یو کرنیز او د کب نیولو اقتصاد درلود او د دوی په سیمو کې اټکل کیږي چې شاوخوا 60,000 خلک اوسېدل، چې په کابو200 کلیو کې یې د کاکیک (مشرانو) مشري کوله. د جمیکا سویلي ساحل تر ټولو ډېر نفوس درلود، په ځانګړې توګه د هغې سیمې چاپېره چې اوس د زاړه بندر په نوم پیژندل کیږي.  [۱۸][۱۹][۲۰]

که څه هم زیاتره وختونه فکر کیده چې له اروپایانو سره له اړیکو وروسته له منځه تللي دي، یتایینو په حقیقت کې لا تر هغه پورې چې کله انګریزانو په 1655ز کال کې د نوموړي ټاپو کنټرول ترلاسه کړ، په جمیکا کې اوسېدل.   ځینې ​​​​یې داخلي سیمو ته وتښتیدل، د افریقایي مارون ټولنو سره یوځای شول. د جمیکا ملي میراث باور اداره هڅه کوي چې د یتاینو پاتې نښې نښانې ومومي او مستندې یې کړي. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

هسپانوي واکمني (۱۵۰۹-۱۶۵۵ (ز[سمول]

کریسټوف کُلمب لومړنی اروپایی ؤ چې جمیکا یې ولیده، وروسته له هغه چې په 1494ز کال کې امریکاګانو ته د خپل دویم سفر په بهیر کې هلته له ښکته کیدو وروسته یې د هسپانیا لپاره د دغه ټاپو دعوه وکړه، د هغه احتمالي ښکته کېدو نقطه وچ بندر ؤ چې د کشف خلیج په نوم یادیږي ، او د سینټ اینز خلیج د کلمب له لوري د دې ځمکې د لومړي لید په توګه "سینټ ګلوریا" ونومول شو. هغه وروسته په 1503ز کال کې راوګرځېد،  په هر حال، بېړۍ یې ډوبه شوه او هغه او د هغه عمله مجبوره شوه چې د یوه کال لپاره په جمیکا کې و اوسېږي، په داسې حال کې چې د ژغورلو په انتظار کې وو. [۲۵][۲۶][۲۷]

په دې ټاپو کې د سینټ اینز خلیج یو نیم کیلومتره  لویدیځ ته د هسپانويانو لومړی میشت ځای دی، سیویلا، چې په 1509 کې د جوآن دی ایسکویل له خوا یتاسیس شوه، مګر د 1524 په شاوخوا کې بېرته پریښودل شوه، ځکه چې غیر صحي ګڼل کیده. . پلازمینه د 1534 م په شاوخوا کې هسپانوي ښارګوټي ته چې وروسته د سینټ جاګو دې لا ویګا په نوم یاد شو، ولیږدول شوه (د نن ورځې سینټ کاترین). په عین حال کې، یتایینو د معرفي شویو ناروغیو او د هسپانوي غلامۍ له امله په زیات شمېر کې مړینه پیل کړه.[29] په پایله کې، هسپانویانو له افریقا څخه نوموړي ټاپو ته د غلامانو په واردولو پیل وکړ.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

زیاتره غلامان په تیښته بریالي شول، د جمیکا په دننه کې په لرې پرتو او په اسانۍ سره  دفاع کېدونکو سیمو کې د خپلواکو ټولنو په جوړولو سره، د پاتې ټایینو سره مخلوط شول؛ دا ټولنې د مارون په نوم پېژندل کېدې. زیات شمېر یهودان د هسپانويانو له تحقیقاتو څخه وتښتیدل، ترڅو په ټاپو کې ژوند وکړي. دوی د بدل شوو(conversos) په توګه ژوند کاوه او زیاتره وخت د هسپانوي واکمنانو له خوا ځورول کیدل او ځینې یې د هسپانوي سترواکۍ د بېړیو په وړاندې سمندري غلو ته مخه کړه. [۳۲][۳۳]

د 17مې پیړۍ په لومړیو کې اټکل کیږي چې په جمیکا کې له 2,500-3,000 څخه ډېر خلک نه اوسیدل.[۳۴]

جغرافیه[سمول]

تاریخ[سمول]

اقتصاد[سمول]

کلتور[سمول]

سرچينې[سمول]

  1. "CIA World Factbook – Jamaica". مؤرشف من الأصل في ۱۱ جنوري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "CIA World Factbook – Jamaica". مؤرشف من الأصل في ۱۱ جنوري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Athletics in Jamaica". My island Jamaica. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ اگسټ ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Reggae." Encyclopedia of Popular Music, 4th ed. Ed. Colin Larkin. Oxford Music Online. Oxford University Press. Web. 16 February 2016.
  5. "Jamaica". State.gov. 14 September 2007. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جولای ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Jamaica (country)". World Bank. مؤرشف من الأصل في ۲۲ فبروري ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "How Jamaica conquered the world". the Guardian (په انګلیسي ژبه کي). 2012-08-04. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Smith, Noah (2021-10-27). "What makes a cultural superpower?". Noahpinion. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Jamaica (country)". World Bank. مؤرشف من الأصل في ۲۲ فبروري ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Record 4.3 Million Tourist Arrivals in 2017". Jamaica Information Service (Government of Jamaica). مؤرشف من الأصل في ۲۱ فبروري ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "CIA World Factbook – Jamaica". مؤرشف من الأصل في ۱۱ جنوري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. ohtadmin (22 March 2021). "Jamaica, the happiest nation in the Caribbean for 2021 | New York Carib News". www.nycaribnews.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ سپټمبر ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. As represented in Old Spanish orthography, meaning it began with a "sh" sound.
  14. Atkinson, Lesley-Gail (2006). The Earliest Inhabitants: The Dynamics of the Jamaican Taíno (په انګلیسي ژبه کي). University of the West Indies Press. د کتاب پاڼې 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-976-640-149-8. مؤرشف من الأصل في ۲۰ مې ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Taíno Dictionary" (په الإسبانية ژبه کي). The United Confederation of Taíno People. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ اکتوبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  16. "Jamaica - Caribbean Customs Law Enforcement Council". Caribbean Customs Law Enforcement Council. 2018. مؤرشف من الأصل في ۳۰ جون ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۲۰. Colloquially Jamaicans refer to their home island as the "Rock".. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "CIA World Factbook – Jamaica". مؤرشف من الأصل في ۱۱ جنوري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "The Taino of Jamaica (Jamaica)". Jamaicans.com. 1 April 2001. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ اپرېل ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جولای ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Jamaica" Archived 20 April 2019 at the Wayback Machine., Encyclopædia Britannica.
  20. Atkinson, Lesley-Gail. "The Earliest Inhabitants: The Dynamics of the Jamaican Taíno."
  21. Fuller, Harcourt; Torres, Jada Benn (2018-01-02). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Investigating the "Taíno" ancestry of the Jamaican Maroons: a new genetic (DNA), historical, and multidisciplinary analysis and case study of the Accompong Town Maroons"]. Canadian Journal of Latin American and Caribbean Studies 43 (1): 47–78. doi:10.1080/08263663.2018.1426227. ISSN 0826-3663. 
  22. Madrilejo, Nicole; Lombard, Holden; Torres, Jada Benn (2014-11-13). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Origins of marronage: Mitochondrial lineages of Jamaica's Accompong Town Maroons"]. American Journal of Human Biology 27 (3): 432–437. doi:10.1002/ajhb.22656. ISSN 1042-0533. PMID 25392952. 
  23. "'I am not extinct'—Jamaican Taino proudly declares ancestry". jamaica-gleaner.com. 2014-07-05. مؤرشف من الأصل في ۰۶ فبروري ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Jamaican National Heritage Trust". 28 September 2007. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جون ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Jamaica" Archived 20 April 2019 at the Wayback Machine., Encyclopædia Britannica.
  26. Pickering, Keith A. "A Christopher Columbus Timeline". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ اپرېل ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Samuel Eliot Morison, Admiral of the Ocean Sea: A Life of Christopher Columbus, 1942, pp. 653–54. Samuel Eliot Morison, Christopher Columbus, Mariner, 1955, pp. 184–92.
  28. "History of Jamaica". Jamaica National Heritage Trust. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ سپټمبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Jamaica" Archived 20 April 2019 at the Wayback Machine., Encyclopædia Britannica.
  30. "Spanish Town". Jamaica National Heritage Trust. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Jamaican History I". Discover Jamaica. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ اگسټ ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Kritzler, Edward, The Jewish Pirates of the Caribbean, Anchor, 2009, p. 15, کينډۍ:ISBN
  33. Arbell, M. (2000). The Portuguese Jews of Jamaica. Canoe Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789768125699. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Parker, Matthew (2011). The Sugar Barons. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)