د همګټو هېوادونو قلمرو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د همګټو هېوادونو قلمرو یا د مشترک المنافع هېوادونو قلمرو هغه خپلواک دولتي جوړښت دی چې اوس مهال یې دریم چارلز، پاچا او دولت مشر دی. چارلز د ۲۰۲۲ زکال د سپټمبر په ۸ مه د خپلې مور، دویمې الیزابت له مړینې وروسته د هغې ځای ناستی او د همګټو هېوادونو د قلمرو پاچا وګرځېد. دغه قلمرو ته اړوند ټول هېوادونه له یو بل سره برابر او له یو بل خپلواک دي، په داسې حال کې چې یو کس د ټولو د پاچا په توګه عمل کوي. [۱][۲]

په ۲۰۲۳ زکال کې دغه قلمرو ته اړوند ۱۵ همګټي قلمروونه شتون لري: انتیګوا او باربودا، اسټرالیا، باهاما، بلیز، کاناډا، ګرانادا، جامایکا، نیوزلنډ، نوې پاپوا ګینه، سنټ کیټس، سنټ لوسیا، سنټ وینسنټ او ګرانادین، سولمن ټاپوګان، تووالو او بریتانیا. د دغه همګټي قلمرو غړي د همګټو دولتونو د بین الدولتي سازمان غړي دي چې ۵۶ خپلواک هېوادونه په کې شامل دي او له دغو ۵۲ یې د پخوانۍ بریتانوي سترواکۍ برخه و. ورته مهال دریم چارلز د دغو ټولو ۵۶ غړو هېوادونو مشر بلل کېږي چې په یو شمېر دغو هېوادونو کې د اساسي قانون له مخې کوم رول نه لري.

دغه انګېرنه چې غړي دولتونه د خپل پاچا پر وړاندې یو ډول شخصیت لري؛ ۱۸۶۷ زکال ته اړوندېږي هغه مهال چې کاناډا د بریتانیا د سترواکۍ په لومړي خودمختاره قلمرو واوښت. د ۱۹۲۰مې لسیزې پر مهال د اړوندو قلمروونو مخ پر زیاتوالي خپلواکۍ غوښتنې لامل وګرځېدې چې په ۱۹۲۶ زکال کې د بالفور د اعلامیې پر بنسټ د همګټو دولتونو مشترک اصل رامنځته شي چې له مخې یې اړوند هېوادونه «د برابر موقعیت په لرلو ... ولیعهد ته د مشترکې ژمنتیا پر بنسټ متحد وبلل شول». په ۱۹۳۱ زکال د ویسټ مینسټر د اساسنامې پر بنسټ د تاج او قلمروونو ترمنځ اړیکه له بل هر مهال زیاته روښانه شوه چې د ځای ناستوب په لړۍ کې هر ډول بدلون ته اړوند دغه میثاق په کې شامل و چې باید په داوطلبانه توګه د ټولو له خوا تائید شي. له دې وروسته د همګټو هېوادونو معاصر رسمي جوړښت وروسته له هغه په ۱۹۴۹ زکال کې د لندن د اعلامیې له مخې رامنځته شو چې هند غوښتل د همګټو دولتونو له اتحادیې څخه له وتلو پرته په یو جمهوري هېواد واوړي. له دې سره هم اووه نور خپلواک هېوادونه په تاج کې شریک پاتې شول: بریتانیا، کاناډا، اسټرالیا، نیوزلنډ، سویلي افریقا، پاکستان او سیلون (اوسنۍ سریلانکا). له دې وروسته د پخوانیو مستعمراتو او اړوندو برخو په خپلواکیو سره نوي قلمروونه رامنځته شول او آن یو شمېر یې په جمهوریتونو واوښتل. باربادوس یې تر ټولو وروستی قلمرو دی چې د ۲۰۲۱ زکال د نومبر په ۳۰مه جمهوریت ته واوښت. [۳][۴]

اوسني قلمروونه[سمول]

اوس مهال ۱۵ همګټي قلمروونه شتون لري چې په دریو لویو وچو (۹ په شمالي امریکا، پنځه په اقیانوسیې او یو په اروپا) کې موقعیت لري چې بشپړ مساحت یې (د سویلي قطب له ادعاوو پرته) ۱۸.۷ میلیون کیلومتر مربع (۷.۲ میلیون مایل مربع) او د وګړو شمېر یې څه باندې ۱۵۰ میلیونه تنه کېږي. [۵]

د قلمروونو ترمنځ اړیکې[سمول]

همګټي قلمروونه د خپلواکو هېوادونو څخه جوړ دي. هغوی یوازې په داوطلبانه ډول د سلطنت، ځای ناستوب او خپله د پاچا پر بنسټ متحد دي. په ۱۹۳۶ زکال کې دا څرګنده شوه چې حاکم شخص او تاج د دغو قلمروونو ترمنځ «تر ټولو مهم او حیاتي پیوند» دی. د سیاسي چارو شنونکی پیټر بیوس په دغه توګه د اړوندو هېوادونو ډلبندي «د نړیوالو اړیکو یا د اساسي قوانینو په تاریخ کې بې مثاله لاسته راوړنه» بللې ده. د نورو عباراتو ترمنځ د شخصي اتحاد د ډول په توګه د یو شمېر عباراتو لکه د شخصي اتحادیې او مشترک سلطنت تعریفونه د شلمې پېړۍ له پیله را وروسته وړاندې شوي، په داسې حال کې چې د هغو د کره تعریف اړوند هېڅ توافق شتون نه لري. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۹]

په ۱۹۲۶ زکال کې د بالفور د اعلامیې پر بنسټ دغه قلمروونه «د برابر وضعیت په لرلو هېڅکله هم په خپلو کورنیو او بهرنیو چارو کې د یو بل تابع نه دي، له دې سره چې تاج او تخت ته د مشترکې وفادارۍ پر بنسټ له یو بل سره متحد دي» او پاچا «په مساوي، رسمي او څرګنده توګه د ټولو دغو خپلواکو او جلا قلمروونو [پاچا]» دی. اندرو میچي په ۱۹۵۲ زکال کې ولیکل چې «دویمه الیزابت په یوازې ځان د ګڼو پاچاهیو واکمنه ده: هغه د لویې بریتانیا ملکه ده، خو په همدې کچه د کاناډا، اسټرالیا، نیوزلنډ، پاکستان، سویلي افریقا او سیلان [...] ملکه هم ده؛ اوس مهال د دویمې الیزابت لپاره دا شونې ده چې په عملي او همدارنګه تیوریکي بڼه د خپلو ټولو قلمروونو لپاره په مساوي کچه ملکه واوسي». [۲۰][۲۱]

له دې امله چې د دغو ټولو قلمروونو پاچا یو دی، د سفیرانو د لېږلو دیپلماتیکه کړنلار د یوه دولت مشر له خوا بل دولت مشر ته د اعتبار لیک په لېږلو نه ترسره کېږي. له همدې امله د دوی ترمنځ دیپلماتیکې اړیکې یوازې د کابینې په کچه دي او د قلمروونو لپاره عالي کمیشنران ټاکل کېږي (په داسې حال کې چې د همګټو دولتونو په اتحادیه کې نور ټول هېوادونه هم د سنتي دلایلو له امله له همدغې کړنلارې پیروي کوي). [۲۲]

په قلمروونو کې د پاچا رول[سمول]

حاکم یا پاچا په خپل تر ټولو لرغوني قلمرو یا بریتانیا کې استوګن دی. پاچا د قانوني او تشریفاتي چارو د ترسره کولو په موخه په نورو قلمروونو کې خپل نایب السلطنت ټاکي؛ په هر دغه قلمرو کې د هماغه قلمرو څخه استازيتوب کوونکی یو ګورنر جنرال، د کاناډا په هر ایالت کې یو مرستیال والي او د اسټرالیا په هر ایالت کې یو والي د هغه د استازي په توګه چارې مخته وړي. دغه ټاکنې د اړوند هېواد د لومړي وزیر یا د ایالتونو د منتخب اجرایوي مشر په مشوره کېږي، په داسې حال کې چې کېدای شي نور اضافي الزامات هم ولري. د قلمروونو په یو شمېر چارو کې چې ملي اهمیت لري، کېدای شي پاچا ته مشوره ورکړل شي چې شخصا خپله خپلې قانوني دندې ترسره کړي د بېلګې په توګه د سلطنتي موافقې د ورکړې یا هم د سلطنتي اعلامیې د صدور اړوند. له دې پرته د سلطنتي حق په ګډون نور ټول سلطنتي اختیارات د پاچا د موکل یا نایب السلطنت له خوا کارول کېږي. په بریتانیا کې پاچا دولتي سلاکاران ګماري چې د ده په غیاب کې یې قانوني دندې ترسره کړي. [۲۳][۲۴]

د پاچا مذهبي رول[سمول]

یوازې په انګلستان کې پاچا د دغه هېواد په تنظیم شوو مذهبي چارو کې ونډه لري، نوموړی په دغه هېواد کې د انګلستان د لویې کلیسا د تر ټولو عالي ګورنر په توګه عمل کوي او په اسمي بڼه د هغو کشیشان او لوی کشیش ټاکي. په سکاټلنډ کې بیا لوړه کوي چې د سکاټلنډ له کلیسا به ملاتړ او ساتنه کوي، همدارنګه یو لارډ عالي کمیشنر د خپل استازي په توګه هلته ګماري څو د شخصي غیابت پر مهال هغه د ده په استازولۍ د کلیسا په عمومي غونډو کې ونډه واخلي. [۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. Trepanier, Peter (2004). "Some Visual Aspects of the Monarchical Tradition" (PDF). Canadian Parliamentary Review. 27 (2): 28. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Bogdanor, Vernon (1998), The Monarchy and the Constitution, New York: Oxford University Press, د کتاب پاڼې 288, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-829334-7 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 29 November 2021 باندې). Insight: Barbados becomes a republic. British Parliament
  4. Trepanier, Peter (2004). "Some Visual Aspects of the Monarchical Tradition" (PDF). Canadian Parliamentary Review. 27 (2): 28. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "World Population Prospects – Population Division – United Nations". population.un.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Trepanier, Peter (2004). "Some Visual Aspects of the Monarchical Tradition" (PDF). Canadian Parliamentary Review. 27 (2): 28. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Berriedale, A. Keith (1936), "The King and the Imperial Crown: The Powers and Duties of His Majesty", in Coates, Colin MacMillan (المحرر), Majesty in Canada: essays on the role of royalty, Toronto: Dundurn Press Ltd (نشر 2006), د کتاب پاڼې 12, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55002-586-6, د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۱۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Boyce, Peter (2008). The Queen's Other Realms. Annandale: Federation Press. د کتاب پاڼې 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-86287-700-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Black v Chrétien: Suing a Minister of the Crown for Abuse of Power, Misfeasance in Public Office and Negligence". Murdoch University Electronic Journal of Law. 9 (3). September 2002. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اکتوبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Trepanier 2004, p. 27
  11. Corbett, P.E. (1940). "The Status of the British Commonwealth in International Law". The University of Toronto Law Journal. 3 (2): 348–359. doi:10.2307/824318. JSTOR 824318. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Oppenheim, Lassa (1952). Lauterpacht, Hersch (المحرر). International law: a treatise. 1. London: Longmans. د کتاب پاڼې 163. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-58477-609-3. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Clerk of the House of Commons (1947). Debates: official report. 1. Ottawa: King's Printer for Canada. د کتاب پاڼې 591. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Coolidge, Archibald Cary; Armstron, Hamilton Fish (1927). Foreign affairs. 6. New York: Council on Foreign Relations. د کتاب پاڼي 124–125, 127. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ نومبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Library of Parliament (1947). Special war session, Volume 1. Ottawa, BC: Queen's Printer for Canada. د کتاب پاڼې 591. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ نومبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Personal Union". Crowned Republic. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ نومبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Hudson, Wayne (2004). Restructuring Australia: Regionalism, Republicanism and Reform of the Nation-State. Sydney, NSW: Federation Press. د کتاب پاڼې 86. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781862874923. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Torrance, David (11 January 2023), The Crown and the Constitution (PDF), House of Commons Library, د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۲۳ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
  20. Michie 1952, p. 52
  21. Boyce 2008, p. 23
  22. "British Flag Protocol > Order for Commonwealth Events Held in the UK (but not the Commonwealth Games)". Flag Institute. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Queen and anniversary messages – Who is entitled?". Royal Household. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ ډيسمبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ فبروري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "The current Royal Family". Royal Household. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ جولای ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جولای ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "The Monarchy Today > Queen and State > Queen and Church > Queen and Church of Scotland". Royal Household. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ اکتوبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اکتوبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)