منځپانگې ته ورتلل

د امریکایي هېوادونو سازمان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د امریکایي هېوادونو سازمان (OAS؛ هسپانوي کې : Organización de los Estados Americanos, پرتګالي کې: Organización dos Estados Americanos, فرانسوي کې: Organization des États américains; OEA) یو نړیوال سازمان دی، چې د ۱۹۴۸ز کال د اپریل په ۳۰مه د امریکایي هېوادونو د پیوستون او همکارۍ په موخه رامنځته شو. دغه راز د یاد سازمان مرکزي دفتر د امریکا پلازمینه واشنګټن ډي سي کې ده چې ۳۴ غړي لري او ټول خپلواک هېوادونه دي. دغه سازمان له ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې د ټاکنو پر څارنې تمرکز کړی ده. د OAS مشر عمومي منشي ګڼل کېږي او اوسنی مشر یې لوئیس الماګرو د یوراګوای هېواد نه دی.[۱][۲]

بنسټ

[سمول]

د ۱۹۳۰ لسیزې په منځ کې د متحده ایالاتو ولسمشر فرانکلین ډیلانو روزولټ په بیونس ایرس کې یو بین الامریکایي کنفرانس جوړ کړ، چې د دې کنفرانس یو له موخه نه «د امریکا د ملتونو ټولنې» رامنځته کول و چې دا مفکوره د کولمبیا، ګواتیمالا او ډومینیکن جمهوریتونو له خوا وړاندیز شوې وه. دغه راز د سولې د ساتنې په موخه په راتلونکي بین الامریکايي کنفرانس کې ۲۱ هېوادونو ژمنه وکړه چې د دوو غړو ترمنځ د شخړې په صورت کې به بې پرې پاتې شي. همدارنګه د دویمې نړیوالې جګړې له تجربې نه امریکایي حکومتونه په دې باور درلود چې یو اړخیز ګام د بهرني یرغل په صورت کې د امریکایي هېوادونو ځمکنۍ بشپړتیا نشي تضمینولی. نو ځکه له جګړې وروسته له نړیوالو شخړو ننګونو سره د مبارزې لپاره دوی د ډله اېز امنیت سیسټم تصویب کړ او په دې ډول د دوه اړخیزو بین الامریکایې مرستو تړون (ریو تړون) په ۱۹۴۷ز کال کې په ریو ډی جنیرو کې لاسلیک شو.[۳][۴]

د بین الامریکایي هېوادونو نهم نړیوال کنفرانس د ۱۹۴۸ کال د مارچ او مې تر منځ په بوګوتا کې د امریکا د بهرنیو چارو  وزیر جورج مارشال په مشرۍ جوړ شو او په پایله کې یې غړو ژمنه وکړه چې په لوېدیځه نیمه کره کې به د کمونیزم پر وړاندې مبارزه کوي او په دې توګه د ۱۹۴۸ز کال د اپریل په ۳۰مه د امریکایي هېوادونو د سازمان منشور د ۲۱ امریکایي هېوادونو له خوا لاسلیک کولو سره د OAS بنسټ کېښودل شو. همدارنګه په دې غونډه کې د انسان د حقونو او دندو په اړه د امریکا اعلامیه هم تصویب شوه چې په نړۍ کې د بشري حقونو لومړنی نړیوال سند بلل کېږي.[۵]

دغه راز البرټو لیراس کامارګو، د سازمان لومړی منشي په توګه وټاکل شو، خو اوسنۍ عمومي منشي لویس الماگرو د یوراګوای د بهرنیو چارو پخوانی وزیر دی.

ټاکنو کې

[سمول]

OAS په ۲۰۱۹ز کال کې د بولیویا هېواد ټولټاکنو کې یوه پلټنه ترسره کړه، ځکه د اپوزیسیون پلویانو په ټاکنو کې د درغلۍ استدلال کاوه د OAS راپور له مخې د ټاکنو پایلې د «ښکاره لاسوهنې» او د ډېرو بې نظمیو له امله زیانمنې اعلان شوې چې په ۲۰۱۹ز کال کې د بولیویا د سیاسي کړکېچ لامل شو. د بولیویا ولسمشر ایو مورالیس لږ وروسته له هغه استعفا وکړه چې د دې هېواد په پوځ یې باور له لاسه ورکړ او دوی یې د ځان په وړاندې په کودتا تورن کړ. همدارنګه د ډسمبر په ۲۱مه د اروپایي ټولنې له خوا لېږل شوي د ټاکنیزو متخصصینو تخنیکي ټیم د OAS راپور ته ورته کتنو او پایلو سره ۶۷ مخیز راپور خپور کړ او په کې یادونه شوې و چې « د رایې ورکولو په یو شمېر مرکزونو کې په غیر معمول ډول باطلې رایې، خالي رایې او د سلهاوو رایې ورکوونکو ګډون ته اشاره کوله » او د دې بې نظمیو رامنځته کولو کې یې د TSE بشپړه ناکامي په ګوته کړه. همدارنګه  کیڼ اړخه امریکایي فکري خاوندان (CEPR) له خوا ترسره شوي څېړنې د OAS راپور احصایوي تحلیل غلط  او بې اعتباره بللۍ او دغه سازمان د بولیویا په کورنیو چارو کې د مداخلې له امله د مکسیکو او CEPR له خوا تر نیوکه لاندې راغلۍ. دغه راز نیویارک ټایمز دې پایلې ته ورسېد چې درغلۍ شوې وې، خو دا څرګنده نه وه چې د ټاکنو د پایلو د بدلولو لپاره څومره یا کافي دي او وړاندیز یې وکړ چې د OAS لومړنی تحلیل نیمګړی و.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د ۲۰۲۲ز کال اپریل کې نیکاراګوا له OAS نه د وتلو د پروسې بشپړولو راپور ورکړ، چې دا پروسه د ۲۰۲۱ز کال په نومبر کې پیل شوی و. که څه هم OAS څړګنده کړې چې د تړون د شرایطو پر بنسټ تر ۲۰۲۳ز کال پورې د دې هېواد وتل به اجرایي نه شي.[۱۹]

موخې

[سمول]

د منشور د لومړۍ مادې له مخې د OAS په جوړولو کې د غړو هېوادونو موخه «سولې او عدالت ټینګول، د دوی پیوستون ته وده ورکول، د همکارۍ پیاوړي کول او له خپل ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ نه دفاع کول دي»، خو دویمه ماده بیا اته اساسي موخې تعریفوي:

  • د وچې د سولې او امنیت ټینګښت.
  • د نه مداخلې د اصولو په نظر کې نیولو سره د ډیموکراسۍ وده او پیاوړتیا.
  • د ستونزو د احتمالي لاملونو مخنیوی او د هغو شخړو سوله ایز حل لارې موندل چې ممکن د غړو هېوادونو تر منځ رامنځته شي.
  • د یرغل په صورت کې د دغو هېوادونو له خوا د ګډ ګام پورته کول.
  • د سیاسي، قضایي او اقتصادي ستونزو حل لارو موندل چې ګواکې د دوی تر منځ راپورته شي.
  • د همکاری له لارې اقتصادی، ټولنیز او کلتوری پراختیا ته وده ورکول.
  • د سختې بې وزلۍ له منځه وړل، چې د نیمه کرې د خلکو د بشپړ دیموکراتیک پرمختګ په وړاندې خنډ کېدای شي.

د ۱۹۹۰ لسیزې په اوږدو کې د سړې جګړې پای ته رسېدو سره، په لاتینې امریکا کې ډیموکراسۍ ته راستنیدل او د نړیوال کولو په لور حرکت، OAS د نوي شرایطو سره د سمون لپاره لویې هڅې وکړې، چې د دې بیان شوي لومړیتوبونه دا دي:

  • د ډیموکراسۍ پیاوړتیا: د ۱۹۶۲ او ۲۰۰۲ز کلونو ترمنځ سازمان څو مليتي څارونکي ماموریتونه د ازادو او عادلانه ټاکنو څارنه لپاره غړو هېوادونو ته لېږلي. همدارنګه  OAS د ملي او محلي حکومتونو او ټاکنیزو ادارو د پیاوړتیا لپاره کار کوي، دیموکراتیکو کړنو او ارزښتونو ته وده ورکوي او له هېوادونو سره مرسته کوي چې فساد له منځه یوسي.
  • د سولې لپاره کار کول: د OAS ځانګړي ماموریت په نیکاراګوا، سورینام، هایټي او ګواتیمالا کې د سولې پروسې ملاتړ کړی. دې سازمان په غړو هېوادونو کې د ځمکنیو ماینونو په لرې کولو کې مهم رول لوبولی او د هېوادونو پاتې سرحدي شخړو (ګواتیمالا /  پیرو / اکوادور) د حل لپاره د خبرو اترو مشري هم کړې. دغه راز د بین الامریکایي تروریزم ضد د جبهې جوړولو لپاره هم کار روان دی.
  • د بشری حقونو دفاع: د امریکا د بشری حقونو بین المللی سیسټم ادارې په غړو هېوادونو کې د بشري حقونو د عمومي وضعیت څارنه او راپور ورکوي.
  • د ازادې سوادګرۍ وده: OAS یو له درېیو سازمانونو نه دی چې اوس مهال د یو تړون مسوده چمتو کوي چې موخه یې له الاسکا نه تر ټیرا ډیل فیوګو پورې د ازادې سوداګرۍ ساحه رامنځته کول دي.
  • د نشه یي توکو له سوداګرۍ سره مبارزه: د مخدره توکو د ناوړه ګټه اخیستنې د کنټرول بین المللي کمیسون په ۱۹۸۶ز کال کې په دې سیمه کې له پولې هاخوا د هڅو او همکارۍ د همغږي کولو لپاره رامنځته شو.
  • د تلپاتې پراختیا هڅول: د OAS د بین الامریکایي شورا موخه د اقتصادي پراختیا وده او له فقر سره مبارزه ده. دغه راز د OAS تخنیکي همکارۍ پروګرامونه د سیندونو د حوزې مدیریت، د حیاتي تنوع ساتنه، د کلتوري تنوع ساتنه، د نړیوال اقلیم بدلون لپاره پلان جوړونه، پایښت لرونکی ګرځندوی او د طبیعي پیښو کمولو برخه کې کار کوي.

سرچينې

[سمول]
  1. ↑ "The Organization of American States". Council on Foreign Relations.
  2. ↑ Wyss, Jim. "As a Uruguayan is poised to head the OAS, questions swirl about Venezuela". Miami Herald. ترلاسه‌کېدو نېټه 18 March 2015.
  3. ↑ "Americas adopt neutrality pact", The New York Times. December 20, 1936.
  4. ↑ Special to the New York Times. "League of Nations in Americas urged by 3 Latin states", The New York Times. April 13, 1936. p. 1.
  5. ↑ "Organization of American States". Encyclopedia Britannica (in انگليسي). ترلاسه‌کېدو نېټه 2019-09-04.
  6. ↑ "AP Explains: Did a coup force Bolivia's Evo Morales out?". Associated Press. 11 November 2019. ترلاسه‌کېدو نېټه 4 December 2019. Whether the events Sunday in Bolivia constitute a coup d'état is now the subject of debate in and outside the nation. ... Bolivia's "coup" is largely a question of semantics
  7. ↑ Rosenberg, Tina (4 November 2007). "The Perils Of Petrocracy". The New York Times. ترلاسه‌کېدو نېټه 5 October 2014. … Mark Weisbrot, co-director of the Center for Economic and Policy Research, a left-wing Washington policy group.
  8. ↑ Sussman, Anna Louie (7 September 2015). "Are Women the New Face of Organized Labor?". The Wall Street Journal. ترلاسه‌کېدو نېټه 20 September 2015.
  9. ↑ Fox, Maggie (24 July 2013). "Obamacare won't slash workers' hours, report finds". NBC News. ترلاسه‌کېدو نېټه 31 October 2014.
  10. ↑ "Unión Europea Misiónde Expertos Electorales Bolivia 2019 Informe Final" (PDF) (in سپانيايي). European Union in Bolivia. خوندي شوی له the original (PDF) on 6 July 2020. ترلاسه‌کېدو نېټه 15 October 2020.
  11. ↑ "Informe de la UE detectó "numerosos errores" en elecciones de Bolivia | Voice of America - Spanish". www.voanoticias.com (in سپانيايي). Voice of America Spanish. 21 December 2019. ترلاسه‌کېدو نېټه 15 October 2020.
  12. ↑ "Data from Bolivia's Election Add More Evidence That OAS Fabricated Last Year's Fraud Claims". October 21, 2020.
  13. ↑ Nooruddin, Irfan. "Analysis | Yes, Bolivia's 2019 election was problematic. Here's why". The Washington Post (in امريکايي انگليسي). ISSN 0190-8286. ترلاسه‌کېدو نېټه 2021-03-18.
  14. ↑ Garcia, David Alire (March 17, 2021). Esposito, Anthony (ed.). "Mexico to OAS: Stop interfering in Bolivia's internal affairs". Associated Press. Thomson Reuters. ترلاسه‌کېدو نېټه February 14, 2022.
  15. ↑ Hetland, Gabriel (March 7, 2020). "Opinion: The OAS helped undermine, not restore, democracy in Bolivia". The Washington Post. ترلاسه‌کېدو نېټه 14 February 2022.
  16. ↑ Williams, Jack R.; Curiel, John. "Analysis of the 2019 Bolivia Election" (PDF). Center for Economic and Policy Research (CEPR). ترلاسه‌کېدو نېټه February 14, 2022.
  17. ↑ Tancara Castillo, Cándido (23 October 2020). "ONU, OEA y Uniore descartan fraude en elecciones generales". Pagina Siete (in سپانيايي). ترلاسه‌کېدو نېټه 18 September 2022.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
  18. ↑ Kurmanaev, Anatoly (June 7, 2020). "A Bitter Election. Accusations of Fraud. And Now Second Thoughts". The New York Times.
  19. ↑ "Nicaragua announces withdrawal from Organization of American States despite bloc's objections". france24.com. 25 April 2022.