Jump to content

اسرائيل

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
  
اسرائيل
اسرائيل
اسرائيل
بیرغ
اسرائيل
اسرائيل
نښان

اسرائيل
اسرائيل

شعار
ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۳۱°شمال ۳۵°ختیځ / 31°شمال 35°ختيځ / 31; 35   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۱]
کښتنۍ سيمه مړ سمندر (-437 متر )[۲]  د (P1589) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پراخوالی 20770 کیلومتره مربع   د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلازمېنه
رسمي ژبې عبراني ژبه   د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مشرتابه
د حکومت ډول مرکزي حکومت   د (P122) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
د خپلواکۍ نېټه ۱۴ مې ۱۹۴۸  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د عمر محدودیتونه
د واده عمر 18 کلن   د (P3000) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بې کارۍ کچه 66.36 سلنه (۱۹۵۲)  د (P1198) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نورې عددونه او شمېرې
ملي نښان ښوون   د (P2238) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ترافيکي لورۍ ښي لورۍ [۳]  د (P1622) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي وېب‌پاڼه د تاييدولو سرچينه
د تاييدولو سرچينه
د تاييدولو سرچينه
د تاييدولو سرچينه
د تاييدولو سرچينه
د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ‌‌‌‌‌‌‌‌
د هيواد کوډ IL
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +972  د (P474) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Map

اسرائيل چې په رسمي ډول د اسرائيلو دولت په نوم پېژندل کېږي، په ختېځه اسيا کې پروت هېواد دی. دا هېواد د مديترانې سمندر په سويل ختیځو څنډو او د سره سمندر په شمالي څنډو کې پروت دی، په شمال کې له لبنان، شمال ختیځ کې له سوريې، ختيځ کې له اردن، ختيځ او لويديځ ته د فلسطيني ځمکو د لويديځې څنډې او غزې تړانګې سره يې پولې شریکې دي، مصر يې سويل لويديځ ته پروت دی. تل ابيب د دې هېواد اقتصادي او تيکنالوجيکي مرکز دی، په داسې حال کې چې د حکومت مرکز او اعلان شوې پلازمېنه يې القدس ښار دی، له دې سره سره پر ياد ښار د اسرائيلو پر واکمنۍ نړيوال اعتراف محدود دی.[۴][۵][۶][۷]

اسرائيل له افريقا نه د لومړيو انسانانو د کډوالۍ شواهد لري. د لرغون پېژندنې پر بنسټ کنعاني قبيلې د منځني برونز (ژېړو) له پير نه په دې سيمه کې ثابتې شوې دي، په داسې حال کې چې د اسرائيلو دولت او يهود د اوسپنې په  پير کې منځ ته راغلي دي. نوې اشوري سترواکي له زېږد مخکې په ۷۲۰ کال کې اسرائيل ويجاړ کړل. وروسته يهودا د بابلي، پارسي او هلينستي سترواکيو له خوا ونيول شو او د يهودي خپلواکو ولايتونو په توګه پاتې شو. له زېږد مخکې ۱۱۰ کې د مکابيين بريالۍ بلوا هاموني خپلواکه پاچهي رامنځ ته کړه، دا پاچهي له زېږد مخکې ۶۳ کال کې د رومي جمهوريت تابع وګرځېده او ورپسې له زېږد مخکې په ۳۷ کال کې يې هلته هيرودي واکمني نصب کړه او په شپږم زکال کې يې د رومي يهودي ولايت جوړ کړ. يهودا د يوه رومي ايالت په توګه تر هغه وخته پاتې شو، تر څو د يهوديانو ناکام پاڅون د پراخې ويجاړۍ، د يهوديانو د شړلو او له يهودا نه د سوريې فلسطين ته د دې نوم د بدلېدو لامل وګرځېد. د پېړيو په تېرېدو سره په دې سيمه کې د يهودو شتون دوام پيدا کړ. له زېږېد وروسته په اوومه پېړۍ کې، عربيانو له بيزانس سترواکۍ نه شام ونيو، دا سيمه په ۱۰۹۹ز کال کې تر لومړۍ صليبي جګړې او ورپسې په ۱۱۸۷ز کال کې د ايوبيانو تر نیواک پورې د مسلمانانو تر واکمنۍ لاندې پاتې شوه. په ديارلسمه پېړۍ کې د مصر مملوک سلطنت شام ته خپله واکمني وغځوله، تر څو دوی په ۱۵۱۷ز کال کې د عثماني سترواکۍ له خوا مات شول. په نولسمه پېړۍ کې، د يهوديانو تر منځ ملي بيداري  صهيونستي خوځښت رامنځ ته کړ او له دې وروسته يې فلسطين ته کډوالي پيل کړه.  [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته، بریتانيې ټوله هغه سيمه چې اسرائيل په کې جوړ شوي، فلسطيني ځمکې او اردن د ملتونو د ټولنې له خوا د ورکړل شوي واک په توګه اداره کول. له دويمې نړيوالې جګړې وروسته، د ملګرو ملتونو نوي جوړ شوي سازمان د فلسطين لپاره په ۱۹۴۷ز کال کې د وېش طرحه تر لاسه لاندې ونيوله او په جلا جلا توګه يې د عربي او يهودي هېواد او نړيوال شوي قدس د جوړولو وړانديز وکړ. يهودي استازولۍ دا طرحه ومنله، خو عربي مشرانو رد کړه. په فلسطين کې د يشوف ځواکونو او فلسطيني عربي ځواکونو تر منځ د کورنۍ اجباري جګړې نه وروسته، د بریتانيې د واکمنۍ په پای ته رسولو سره سم اسرائيلو خپلواکي اعلان کړه.  دا جګړه په ۱۹۴۸ز کال کې د عربي-اسرائيلو د جګړې په نوم نړيواله شوه چې د اسرائيلو او ګڼو شا او خوا عربي هېوادونو تر منځ وه، په ۱۹۴۹ز کال کې د جنګ بندۍ پر موافقه پای ته ورسېده چې پر بنسټ يې اسرائيلو د پخوانۍ واکمنۍ زياته برخه په واک کې لرله، په داسې حال کې چې لويديځه تړانګه اردن او غزه مصر واخستل. له هغه وخت راهيسې اسرائيلو له عربي هېوادونو سره ګڼې نښتې کړې او د ۱۹۶۷ز کال د جون په مياشت کې له شپږ ورځنۍ جګړې را وروسته يې زياتې سيمې اشغال کړې دي، د جولان لوړو او فلسطيني لويديځې تړانګې نیواک ته دوام و رکوي چې ختېځ قدس او د غزې تړانګه هم په کې شامل دي. که څه هم په دې خبره اختلاف دی چې د اسرائيلو له جلا کېدو وروسته به د غزې اشغال په خپل ځای پاتې شي که نه. اسرائيلو خپل مدني قوانين د جولان لوړو او قدس ته هم غځولي دي، خو دا کړنې د نړيوالې ټولنې له خوا غیر قانوني بلل شوې او رد شوې دي، اسرائيلو په نيول شوو سيمو کې مېشت ځايونه جوړ کړي چې دا چاره هم نړيواله ټولنه د نړيوال قانون تر مخې ناقانونه بولي، خو بیا هم اسرائيل له دې موضوع سره مخالفت څرګندوي. د اسرائيلو او فلسطين د شخړو د حل هڅې د سولې کوم وروستي تړون ته نه دي رسېدلي، په داسې حال کې چې اسرئيلو هم له مصر او هم له اردن سره د سولې تړونونه لاسليک کړي او په دې وروستيو کې يې له ځینو نورو عربيي هېوادونو سره اړيکې عادي کړې دي.[۲۰][۲۱]

اسرائيل په خپلو بنسټيزو قوانينو کې خپل ځان يو يهودي ديموکراتيک هېواد او د يهوديانو ملي هېواد بولي. دا هېواد يو ليبرال ديموکراتيک نظام، نسبي استازولي او ټولو ته د رايې حق ورکوي. لومړی وزير يې د حکومت مشر او کنست يې مقننه قوه ده. په ۲۰۲۱ز کال کې له نهه ميلیونه نه د زيات نفوس په لرلو سره اسرائيل يو پرمختللی هېواد او د OECD  غړی دی. د ناخالص کورني نومي توليد له پلوه اسرائيل د نړۍ يو دېرشم ستر اقتصاد دی او تر ټولو پرمختللی هېواد دی چې اوس هم په جګړه کې ښکېل دی. اسرائيل په منځني ختيځ کې د ژوند لوړ معيار لرونکی هېواد دی، د وګړو پوځي روزنې، د وګړو لوړو زده کړو د سلنې کچې، د ناخالص کورني توليد سلنې په واسطه څېړنې او پراختيا لګښتونو، د ښځو خونديتوب، ژوند ته د هيله مندۍ نوښتونو او خوښۍ  ته په کتنې سره اسرائيل د نړۍ له مخکښو هېوادونو نه دی. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

رېښه

د بریتانيې ترواکمنۍ لاندې (۱۹۲۰-۱۹۴۸ز)، دا ټوله سيمه د فلسطين په نوم پېژندل کېده. په ۱۹۴۸ز کال کې له خپلواکۍ سره سم، دې هېواد په رسمي ډول د «د اسرائيلو دولت» نوم خپل کړ (په عربي کې دولة اسرائيل او په عبري ژبه کې Medīnat Yisrā'el)، نور ډېر تاريخي او مذهبي نومونه، لکه: «د اسرائيلو ځمکه»، ايفر (چې له ايبر نيکه نه اخیستل شوی و)، صهيون او يهودا هم وړانديز شوي وو، خو دا ټول رد شول، په داسې حال کې چې «اسرائيل» نوم د بن ګوريون له خوا وړانديز شو او د ۶-۳ رايو په اخیستلو سره تصويب شو. د خپلواکۍ په لومړيو اوونيو کې، حکومت «اسرائيلي» اصطلاح، د اسرائيلو د تبعه ښودلو لپاره غوره کړه او د بهرنيو چارو وزير «موشيه شاريت» يې رسمي اعلان وکړ.  [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

له تاريخي پلوه، د اسرائيلو ځمکه نوم د اسرائيلو بايبلي پاچهۍ ته اشاره کوي او د بني اسرائيل نوم ټولو يهوديانو ته اشاره کوي. «اسرائيل» نوم (په عبري کې Yisraʾel, Isrāʾī، اسرائيل، «آل (خدای) په خپل ځای دی واکمني کوي»، که څه هم له هوشع ۱۲:۴ وروسته «له خدای سره د مبارزې» په معنا تفسريږي)، په دې فقرو کې ستر يعقوب ته اشاره کېږي چې د عبري بايبل (سپېڅلي کتاب) په وينا، هغه ته د رب له ملايکې سره بريالۍ غېږنېونې وروسته دا نوم ورکړل شو. د يعقوب دولس زامن د بني اسرائيلو نېکونه شول، دوی د اسرائيلو د دولسو قبيلو يا د بني اسرائيلو په نوم هم يادېږي. يعقوب او د هغه زامن په کنعان کې اوسېدل، خو لوږې او قحطۍ اړ کړل چې د څلورو نسلونو لپاره مصر ته ولاړ شي چې دا موده د ۴۳۰ کلونو لپاره د موسی تر وخته وغځېده، موسی د يعقوب کودی (د لمسي لمسی) و، موسی اسرائيل د «خروج» پر مهال بېرته کنعان ته رهي کړل. د لرغون پېژندنې لومړی پېژندل شوی اثر، چې د «اسرائيلو» کلیمه يې د يوې ټولګې په توګه ياده کړې ده، په لرغوني مصر کې د سټيل مرنپتا ده (چې تاریخ کې له زېږد مخکې د ديارلسمې پېړۍ وروستيو ته رسېږي). [۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

دغه سيمه د سپېڅلې ځمکې په نوم هم پېژندل کېږی، د يهوديت، مسيحيت، اسلام او بهايي عقیدې په ګډون د ټولو ابراهيمي اديانو لپاره سپېڅلې ده. د پېړيو په اوږدو کې، دا سيمه په بېلا بېلو نومونو پېژندل شوې، لکه: کنعان، وجاهي، السامرة، يهودا، يهود، يودع، سوريا فلسطين او سويلي سوريا.

کلتور

جغرافیه

اقتصاد

سرچينې

  1.   د (P402) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ تشه سرچينه (لارښود)
  2. https://data.gov.il/dataset/https-www-data-gov-il-dataset-683/resource/823479b4-4771-43d8-9189-6a2a1dcaaf10
  3. http://chartsbin.com/view/edr
  4. "Palestinian Territories". State.gov. 22 April 2008. لاسرسي‌نېټه ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. "GaWC – The World According to GaWC 2008". Globalization and World Cities Research Network. لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۰۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Akram, Susan M., Michael Dumper, Michael Lynk, and Iain Scobbie, eds. 2010. International Law and the Israeli-Palestinian Conflict: A Rights-Based Approach to Middle East Peace. Routledge. p. 119: "UN General Assembly Resolution 181 recommended the creation of an international zone, or corpus separatum, in Jerusalem to be administered by the UN for a 10-year period, after which there would be a referendum to determine its future. This approach applies equally to West and East Jerusalem and is not affected by the occupation of East Jerusalem in 1967. To a large extent it is this approach that still guides the diplomatic behaviour of states and thus has greater force in international law."
  7. "Jerusalem: Opposition to mooted Trump Israel announcement grows." BBC News. 4 December 2017: "Israeli sovereignty over Jerusalem has never been recognised internationally"
  8. Charles A. Repenning & Oldrich Fejfar, Evidence for earlier date of 'Ubeidiya, Israel, hominid site Nature 299, 344–347 (23 September 1982)
  9. Encyclopædia Britannica article on Canaan
  10. Jonathan M Golden,Ancient Canaan and Israel: An Introduction, OUP, 2009 pp. 3–4.
  11. Finkelstein, Israel; Silberman, Neil Asher (2001). The Bible unearthed : archaeology's new vision of ancient Israel and the origin of its stories (چاپ 1st Touchstone). New York: Simon & Schuster. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-684-86912-4. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. The Pitcher Is Broken: Memorial Essays for Gosta W. Ahlstrom, Steven W. Holloway, Lowell K. Handy, Continuum, 1 May 1995 Quote: "For Israel, the description of the battle of Qarqar in the Kurkh Monolith of Shalmaneser III (mid-ninth century) and for Judah, a Tiglath-pileser III text mentioning (Jeho-) Ahaz of Judah (IIR67 = K. 3751), dated 734–733, are the earliest published to date."
  13. Broshi, Maguen (2001). [[[:کينډۍ:Google books]] Bread, Wine, Walls and Scrolls] تحقق من قيمة |url= (لارښود). Bloomsbury Publishing. مخونه 174. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84127-201-6. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. "British Museum – Cuneiform tablet with part of the Babylonian Chronicle (605–594 BCE)". د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۴ باندې. لاسرسي‌نېټه ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Jon L. Berquist (2007). [[[:کينډۍ:Google books]] Approaching Yehud: New Approaches to the Study of the Persian Period] تحقق من قيمة |url= (لارښود). Society of Biblical Lit. مخونه 195–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-58983-145-2. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Peter Fibiger Bang; Walter Scheidel (2013). [[[:کينډۍ:Google books]] The Oxford Handbook of the State in the Ancient Near East and Mediterranean] تحقق من قيمة |url= (لارښود). Oxford University Press. مخونه 184–187. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-518831-8. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Abraham Malamat (1976). [[[:کينډۍ:Google books]] A History of the Jewish People] تحقق من قيمة |url= (لارښود). Harvard University Press. مخونه 223–239. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-39731-6. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Yohanan Aharoni (15 September 2006). The Jewish People: An Illustrated History. A&C Black. مخونه 99–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8264-1886-9. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Erwin Fahlbusch; Geoffrey William Bromiley (2005). [[[:کينډۍ:Google books]] The Encyclopedia of Christianity] تحقق من قيمة |url= (لارښود). Wm. B. Eerdmans Publishing. مخونه 15–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8028-2416-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Gilbert 2005, p. 1
  21. "Resolution 181 (II). Future government of Palestine". United Nations. 29 November 1947. لاسرسي‌نېټه ۲۱ مارچ ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. "Israel". Freedom in the World. Freedom House. 2020. لاسرسي‌نېټه ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. "How Israel's electoral system works - CNN.com". edition.cnn.com. لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  25. "Israel's accession to the OECD". Organisation for Economic Co-operation and Development. لاسرسي‌نېټه ۱۲ اگسټ ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. IISS 2018, pp. 339–340
  27. Education at a Glance: Israel (Report). Organisation for Economic Co-operation and Development. 15 September 2016. لاسرسي‌نېټه ۱۸ جنوري ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. "Research and development (R&D) – Gross domestic spending on R&D – OECD Data". data.oecd.org. لاسرسي‌نېټه ۱۰ فبروري ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. Australia, Chris Pash, Business Insider (2017). "The 10 safest countries in the world for women". Business Insider. لاسرسي‌نېټه ۲۳ مارچ ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. "Health status – Life expectancy at birth – OECD Data". theOECD. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. (په 22 January 2019 باندې). These Are the World's Most Innovative Countries.
  32. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  33. "Current conflicts". 13 June 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. Noah Rayman (29 September 2014). "Mandatory Palestine: What It Was and Why It Matters". TIME. لاسرسي‌نېټه ۰۵ ډيسمبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  35. (په 7 December 1947 باندې). Popular Opinion. The Palestine Post.
  36. One Day that Shook the world Archived 12 January 2012 at the Wayback Machine. The Jerusalem Post, 30 April 1998, by Elli Wohlgelernter
  37. (په 31 May 1948 باندې). On the Move. Time.
  38. (په 7 November 2000 باندې). See Israel as a Jewish Nation-State, More or Less Democratic. The New York Times.
  39. William G. Dever, Did God Have a Wife?: Archaeology and Folk Religion in Ancient Israel, Wm. B. Eerdmans Publishing, 2005 p. 186.
  40. Geoffrey W. Bromiley, 'Israel,' in International Standard Bible Encyclopedia: E–J,Wm. B. Eerdmans Publishing, 1995 p. 907.
  41. R.L. Ottley, The Religion of Israel: A Historical Sketch, Cambridge University Press, 2013 pp. 31–32 note 5.
  42. Wells, John C. (1990). Longman pronunciation dictionary. Harlow, England: Longman. مخونه 381. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-582-05383-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود) entry "Jacob".
  43. "And he said, Thy name shall be called no more Jacob, but Israel: for as a prince hast thou power with God and with men, and hast prevailed." (Genesis, 32:28, 35:10). See also Hosea 12:5 Archived 2018-10-05 at the Wayback Machine..
  44. کينډۍ:Bibleverse
  45. کينډۍ:Bibleverse
  46. کينډۍ:Harvard citation no brackets. "The Merneptah Stele ... is arguably the oldest evidence outside the Bible for the existence of Israel as early as the 13th century BCE."