بحرین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بحرين (البحرين)، رسمي نوم يې د بحرين سلطنت (مملکة البحرين) دی، دا هېواد د فارس په خليج کې پروت دی. دا د ټاپوګانو هېواد دی چې له پنځوسو طبيعي ټاپوګانو او درې دېرشو جوړو شوو (مصنوعي) ټاپوګانو نه جوړ له يو کوچني مجمع الجزاير نه تشکيل شوی، مرکز يې د بحيرين ټاپو دی چې دې ټاپوګانو د بحرين دري اتيا سلنه ځمکه نېولې ده. بحرين د قطري ټاپووزمې او شمال ختيځ ساحل ته د سعودي عربستان تر منځ پروت دی، د پنځه ويشت کيلومتره اوږدې (۱۶ميله) ملک فهد لارې په مټ له سعودي عربستان سره وصل شوی. د ۲۰۲۰ز کال د شمېرې تر مخې د بحرين د وګړو شمېر ۱،۵۰۱،۶۳۵ دی چې ۷۱۲،۳۶۲ يې د بحرين اصلي اوسېدونکی دي. د ۷۶۰ کيلو مترمربع (۲۹۰ميل مربع) مساحت په لرلو سره له مالديف او سينګاپور وروسته په اسيا کې درېيم کوچنی هيواد دی. پلازمېنه اوستر ښار يې عمان دی.[۱][۲][۳]

بحرين د لرغوني ديلمون تمدن سيمه ده. دا هېواد له لرغونې زمانې نه په بحر کې د ملغلرو د موندلو له امله شهرت لري چې دا ملغلرې تر نولسمې پېړۍ پورې په ټوله نړۍ کې تر ټولو غوره وې. بحرين يو له لومړيو هغو سيمو نه دی چې د حضرت محمد(ص) د ژوند پر مهال په ۶۲۸ز کال کې له اسلام نه اغېزمن شوی دی. د عربانو له واکمنۍ وروسته له ۱۵۲۱ نه تر ۱۶۰۲ز کال پورې تر هغه مهاله پرتګالي سترواکۍ پر بحرين واکمني وکړه، کله چې د صفوي واکمنې کورنۍ شاه لومړي عبدالله پرتګاليان له بحرين وايستل. په ۱۷۸۳ز کال کې، د بني عتبه قبيلې بحرين له نصر المذکور نه ونيو او له هغه وخته تر اوسه پورې د ال خليفه سلطنتي کورنۍ له خوا اداره کېږي، احمد ال فاتح د بحرين لومړی حکيم و. [۴]کينډۍ:Sfnp

د ۱۸۰۰ز کلونو په وروستيو کې، له بریتانويانو سره تر برياليو تړونونو وروسته، بحرين د بریتانيې تحت الحماية هېواد شو. په ۱۹۷۱ز کال کې يې خپلواکي اعلان کړه. پخوا يې نظام امارت و، خو په ۲۰۰۲ز کال کې بحرين يو اسلامي مشروطه شاهي نظام اعلان شو. په ۲۰۱۱ز کال کې، د سيمه یيز عرب پسرلي نه په الهام اخیستلو سره په دې هېواد کې لاريونونه وشول. د بحرين واکمنه الخليفه شاهي کورنۍ د مخالفينو، سياسي مخالفو څېرو او اکثريت شيعه مسلمانانو له حقوقو نه د سرغړونو له امله تر نیوکو لاندې ده.[۵][۶][۷]

بحرين په پارس خليج کې د تیلو له کشف وروسته لومړي اقتصاد ته وده ورکړه، د بانکدارۍ او ګرځندوی په برخو کې د لسيزو پانګونې د پايلې په توګه د نړۍ ګڼې مالي پانګونکې ادارې د دې هېواد په پلازمېنه کې شته. بحرين د ودې لوړ بشري شاخص لري او د نړيوال بانک له خوا د لوړ عايد اقتصاد په توګه پېژندل شوی دی. بحرین د ملګرو ملتونو، بې پری خوځښت، عرب اتحاديې، اسلامي همکاريو سازمان او خليج د همکاريو شورا غړی دی. [۸][۹][۱۰]

رېښه

بحرين د عربي ژبې بحر (سمندر) تثنيه ده، نو په همدې بنسټ د بحرين معنا ده «دوه سمندرونه». په داسې حال کې چې دا نوم د ښځينه صيغې په توګه لغوي شوی خاص نوم دی او د تثنيې لپاره د پښويې (ګرامر) هېڅ راز اصول نه عملي کوي، په همدې بنسټ د نوم دا بڼه د تل لپاره بحرين ده او هېڅکله بحران نه شي کېدای چې له اصولو سره سم د دې نوم تمه کېده (بحران، په عربي ژبه کې د صرف او نحوې سره سم د بحر تثنيه ده يعنې دوه بحرونه). له دې نوم سره په پای کې بې له بدلونونو زیاتونې شوې دي، لکه په ملي ترانه کې دا نوم «بحرينونا» (زموږ بحرين) راغلی، يا لکه اصلي اوسېدونکي ته چې بحريني ويل کېږي. د منځنيو پېړيو نحوي الجواهري په دې اړوند ويلي دي چې: تر ټولو سمه اصطلاح بحري دی (يعنې تر بحر پورې اړوند) شونې ده چې د دې معنا سمه نه وي اخستل شوې او په همدې لامل دا نوم نه دی کارول شوی.[۱۱]

دا خبره لا هم نه ده حل، چې د بحرين په نوم کې کومو «دوه سيندونو» ته اشاره شوې ده. دا اصطلاح، په عظیم الشان قرآن کې پنځه ځلې راغلې ده، خو اوسني ټاپو ته اشاره نه کوي، چې عربان يې د اوال په نوم پېژني. [۱۲]

اوسمهال، د بحرين د « دوو سيندونو» په اړه  په عمومي توګه د دې ټاپو ختيځ او لويديځ لور ته پرتې ابنا، د ټاپو شمال او سويل لو رته سمندرونو، يا هغو تروشو او خوږو اوبو ته اشاره کوي چې د ځمکې د پاسه او تر ځمکې لاندې موجودې دي. پر څاه ګانو سربېره، د بحرين په شمال کې د سمندر داسې سيمې شته، چېرې چې خوږې اوبه د تروشو اوبو په منځ کې راخوټېږي، چې له لرغونې زمانې نه لیدل شوي دي. د بحرين د نوم په اړه يو بل اند د الأحساء سيمې له خوا وړاندې شوې ده، دا نظر دا وړانديز کوي، چې دوه سيندونه ستر شين اقيانوس (د فارس خليج) او په عربي خاوره کې ارام سمندرګی دی. [۱۳][۱۴][۱۵]

د منځنيو پېړيو تر وروستيو پورې، بحرين د عربو ختيځو سيمو ته ويل کېده چې سويلي عراق، کويټ، الحساء، قطيف او بحرين په کې شامل وو. دا سيمه په عراق کې له بصرې نه په عمان کې د هرمز تر تنګي پورې غځېدلې وه. دا «بحرين ولايت» اقلیم البحرين و. دا کره نېټه چې له کله راهيسې مجمع الجزاير ته د بحرين نوم اخستل پيل شول معلومه نه ده. د يوې زريزې لپاره د عربو ټولې ساحلي تړانګې د بحرين په نوم پېژندل کېدې. په ۱۹۵۰ز کال کې دې ټاپو او پاچهي ته په عمومي توګه بحرين ليکل کېده.[۱۶][۱۷]کينډۍ:Sfnpکينډۍ:Sfnp

تاریخچه

لرغونی تاريخ

بحرين د ديلمون کور و، دا د ژېړو د عصر يو مهم سوداګريز مرکز و چې بين النهرين او د سیند دره يې له يو بل سره نښلول. وروسته بابليانو او اشوريانو هم پر بحرين واکمني کړې ده.[۱۸]

له زېږد مخکې له شپږمې او درېيمې پېړۍ راهيسې، بحرين د هخامنشيانو د سترواکۍ يوه برخه وه. له زېږد مخکې نږدې ۲۵۰ کې، پارتيا د پارس خليج تر خپل واک لاندې راوست او تر عمان پورې يې خپلې اغېزې پراخې کړې. پارتيانو د فارس خليج په سويلي څنډو کې لښکرکوټونه جوړ کړل، چې سوداګريزې لارې سمبال کړي.[۱۹]

په کلاسيک پړاو کې لرغونو يونانيانو بحرين ته د (Tylos)نوم اخيست، کله چې د ستر سکندر تر قوماندې لاندې کار کوونکی يوناني امير البحر «نيرچس» بحرين ته ورسېد، دا سيمه د ملغلرو د سوداګرۍ مرکز و. باور کېږي چې «نيرچس» د سکندر لومړی قوماندان و چې له دې ټاپو نه يې لیدنه وکړه، هغه دا يوه ښېرازه ځمکه وموندله، چې د يوه پراخ سوداګريز جال يوه برخه وه؛ هغه وايي: «د تيلوس په ټاپو کې چې د پارس په خليج کې پروت دی، د پنبې د ونو سترې کروندې دي، له دې نه لباس جوړېږي چې سيندوس ورته ويل کېږي، د دې ارزښت سره زيات توپير لري، ځينې يې لوړ قيمت لري، ځينې يې ارزانه دي». يوناني تاریخ پوه «تيوپراسټس» وايي چې: د بحرين ډېره برخه د پنبې په دې ونو پوښلې وه او دا چې بحرين د تګ د امساوو پر صادراتو شهرت درلود او داسې نښې پرې کښل شوې وې چې په عمومي توګه په بابل کې له ځان سره وړل کېدې.  [۲۰][۲۱]

ستر سکندر غوښتل چې، په بحرين کې يوناني نیواکګر ځای پر خای کړي، دا نه ده معلومه چې دا چاره په هغه اندازه تر سره شوې وه ،چې هغه په پام کې نيولې وه، خو بيا هم بحرين تر ډېره بريده د هلينستي شوې نړۍ برخه وګرځېده: د لوړې کچې خلکو ژبه يوناني وه (که څه هم ارامي ژبه په ورځني کارونه کې وه). په سيمه یيزو سیکو د ناست زيوس (د يونانيانو رب النوع) کاري شونې ده چې په دې سيمه کې د هغه عبادت شوی وي او د عربو د لمر د رب النوع «شمس» په دی ډول توحيد شوی وي. Tylos د يوناني لوبو د سياليو ځای هم و.[۲۲][۲۳]

اقتصاد

کلتور

تاریخ

جغرافیه

  1. "Bahrain 2020 Census". Information and eGovernment Authority. 28 February 2021. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ مې ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Bahrain - the World Factbook". 19 October 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Area of Bahrain Expands to 765.3 square kilometres". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ فبروري ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Oman: The Lost Land Archived 6 October 2014 at the Wayback Machine.. Saudi Aramco World. Retrieved on 7 November 2016.
  5. "The history of British involvement in Bahrain's internal security". openDemocracy (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 1 November 2012 باندې). Bahrain says ban on protests in response to rising violence. CNN
  7. . How Bahrain uses sport to whitewash a legacy of torture and human rights abuses | David Conn | Sport.
  8. . Bahrain: Reform-Promise and Reality. J.E. Peterson
  9. "Bahrain's economy praised for diversity and sustainability". Bahrain Economic Development Board. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ ډيسمبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جون ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Bahrain". IMUNA | NHSMUN | Model UN (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Faroughy, Abbas. The Bahrein Islands (750–1951): A Contribution to the Study of Power Politics in the Persian Gulf. Verry, Fisher & Co. (New York), 1951.
  12. Houtsma, M. Th. (1960). "Baḥrayn". Encyclopedia of Islam I. Leiden: E.J. Brill. 
  13. Room, Adrian (2006). Placenames of the World: Origins and Meanings of the Names for 6,600 Countries, Cities, Territories, Natural Features, and Historic Sites. McFarland. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7864-2248-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. First encyclopaedia of Islam 1913–1936. E.J. Brill. 1993. د کتاب پاڼې 584. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-09796-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Rice, Michael (1994). The Archaeology of the Arabian Gulf, c. 5000–323 BC. Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-415-03268-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Rentz, G. "al- Baḥrayn". Encyclopaedia of Islam. Edited by: P. Bearman, Th. Bianquis, C.E. Bosworth, E. van Donzel and W.P. Heinrichs. Brill, 2008. Brill Online. 15 March 2008 [۱][مړه لينکونه]
  17. Holes, Clive (2001). Dialect, Culture, and Society in Eastern Arabia: Glossary. Clive Holes. د کتاب پاڼي XIX. د کتاب نړيواله کره شمېره 9004107630. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Larsen, Curtis E. (1984). Life and Land Use on the Bahrain Islands: The Geoarchaeology of an Ancient Society. University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 52–55. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-46906-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Federal Research Division (2004). Bahrain. Kessinger Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4191-0874-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Arnold Hermann Ludwig Heeren, Historical Researches Into the Politics, Intercourse, and Trade of the Principal Nations of Antiquity, Henry Bohn, 1854 p38
  21. Larsen 1983، ص. 13.
  22. Potts, D.T., in: Coinage of the Caravan Kingdoms: Studies in Ancient Arabian Monetization, Huth, Martin, and van Alfen, Peter G., (editors), Numismatic studies, The American Numismatic Society, New York, 2010, p. 36
  23. W. B. Fisher et al. The Cambridge History of Iran, Cambridge University Press 1968 p40