Jump to content

سنګاپور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
  
سنګاپور
سنګاپور
سنګاپور
بیرغ
سنګاپور
سنګاپور
نښان


شعار
ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۱°۱۸′شمال ۱۰۳°۴۸′ختیځ / 1.3°شمال 103.8°ختيځ / 1.3; 103.8   ويکيډاټا کې (P625) ځانګړنې بدلې کړئ[۱]
پراخوالی 719.1 کیلومتره مربع   ويکيډاټا کې (P2046) ځانګړنې بدلې کړئ
پلازمېنه سنګاپور   ويکيډاټا کې (P36) ځانګړنې بدلې کړئ
رسمي ژبې انګرېزي ژبه [۲]،  مالېزيايي ژبه [۲]،  معياري چينايي ژبه [۲]،  تاميلي ژبه [۲]  ويکيډاټا کې (P37) ځانګړنې بدلې کړئ
مشرتابه
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
خپلواکۍ نېټه ۹ اگسټ ۱۹۶۵  ويکيډاټا کې (P571) ځانګړنې بدلې کړئ
د عمر محدودیتونه
د واده عمر 21 کلن   ويکيډاټا کې (P3000) ځانګړنې بدلې کړئ
بې کارۍ کچه 2.1 سلنه (۲۰۱۶)[۳]  ويکيډاټا کې (P1198) ځانګړنې بدلې کړئ
اوسط عاید
نور مالومات
تګلوری کيڼ [۴]  ويکيډاټا کې (P1622) ځانګړنې بدلې کړئ
رسمي وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
هېواد کوډ SG
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +65  ويکيډاټا کې (P474) ځانګړنې بدلې کړئ
Map

سنګاپور (sɪŋ(ɡ)əpɔːr) په رسمي توګه د سنګاپور جمهوریت، په سمندري سویل ختیځې اسیا کې یو خپلواک ټاپو ښاري دولت دی. د استوا په شمال کې د جغرافیايي عرض البلد په یوې درجه کې (۱۳۷ کیلومټره یا ۸۵ مایله) پروت دی، چې د مالایا ټاپو وزمې سویلي څنډه کې، په لویدیځ کې د مالاکا تنګی، په سویل کې د ریاو ټاپو (اندونیزیا) سره پروت دی.

د دې هېواد خاوره له یوې اصلي ټاپو، ۶۳ خوروورو ټاپوګانو او له یوې لرې ټاپو څخه جوړه ده، چې د ځمکې مساحت یې د هېواد د خپلواکۍ راهیسې د پراخو پروژو په پایله کې ۲۵٪ ډېر شوی دی. دا هېواد په نړۍ کې درېیم ګڼ نفوس درلودونکی هېواد دی.

سنګاپور د ګڼ کلتوري نفوس په درلودلو سره او د کلتوري هویت د درناوي د اړتیا له مخې څلور رسمي ژبې لري: انګلیسي، مالایي، ماندارین او تامیل. عصري سنګاپور په ۱۸۱۹ کې د سر سټامفورډ رافلس له خوا د برتانیوي سترواکۍ د سوداګریزې پوستې په توګه تاسیس شو.[۵]

تاریخچه

[سمول]

لرغونی سنګاپور

[سمول]

په ۱۲۹۹ ز کال کې، د مالایي د تاریخچې له مخې، د سنګاپور پاچاهۍ په ټاپو کې د سنګ نیلا اوتاما له خوا تاسیس شوه. که څه هم د مالایي تاریخچې د وړاندې شویو تاریخي حسابونو تاریخ، د علمي بحثونو موضوع ده. سره له دې د بېلابېلو اسنادو څخه څرګنده شوه چې سنګاپور په ۱۴ پېړۍ کې، چې په هغه وخت کې د Temasek په نوم  پېژندل کېده، د دواړو د ماجپاهیت سترواکۍ او د سیامي پاچاهۍ تر نفوذ لاندې سوداګریز بندر و، او د اندوسفیر یوه برخه وه. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

حکومت او سیاست

[سمول]

سنګاپور د ویسټ منسټر سیسټم پر بنسټ یو پارلماني جمهوریت دی. د سنګاپور اساسي قانون د هېواد تر ټولو ستر قانون دی، چې د حکومت جوړښت او مسوولیت جوړوي. ولسمشر د دولت مشر دی او د خپلو وزیرانو په سلا اجراییوي واک کاروي.[۱۹]

لومړی وزیرد حکومت مشر دی او د ولسمشر له خوا د هغه کس په توګه ټاکل کېږي، چې د پارلمان د اکثریت څخه یې د باور رایه ترلاسه کړې وي. کابینه د لومړي وزیر له خوا ټاکل کېږي او په رسمي توګه د ولسمشر له خوا ګومارل کېږي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

بهرنۍ اړیکې

[سمول]

د سنګاپور د بهرني سیاست لومړیتوب د سویل ختیځې اسیا او شاوخوا سیمو د امنیت ساتل دي. یو اساسي اصل یې په سیمې کې سیاسي او اقتصادي ثبات دی. دا هېواد له ۱۸۰ څخه ډېرو خپلواکو هېوادونو سره ډیپلوماټیکې اړیکې لري.[۲۴][۲۵]

د ASEAN  د پنځو بنسټ ایښودونکو غړو په توګه، سنګاپور د ASEAN  ازادې سوداګرۍ سیمې (AFTA) او د ASEAN  د پانګونې سیمې (AIA) قوي ملاتړی دی، ځکه چې اقتصاد یې د ټولې سیمې له اقتصاد سره نږدې تړاو لري.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

اقلیم

[سمول]

سنګاپور د استوايي باراني ځنګلونو اقلیم لري؛ پرته له ځانکړو موسمونو، یوشان تودوخه او فشار، لوړ لندبل او ډېر باران لري. د تودوخې درجه معمولا له ۲۳ څخه تر ۳۲ سانتیګراد درجې (۷۳ څخه تر ۹۰ د فارنهایت درجې) پورې وي. په داسې حال کې، چې تودوخه په ټول کال کې ډېر توپیر نه کوي، د موسمي بارانونو موسم له نومبر څخه تر فبروري پورې وي.[۳۵][۳۶][۳۷]

اقتصاد

[سمول]

سنګاپور په تاریخي لحاظ د پراخې سوداګرۍ پر بنسټ خورا پرمختللی اقتصاد لري. سنګاپور له هانګ کانګ، سویلي کوریا او تایوان سره یوځای یو له څلورو اسیایي پړانګانو څخه ګڼل کېږي او د سړي سر ناخالص کورني تولید (GDP)  له مخې له خپلو سیالانو څخه مخکې دی. د ۱۹۶۵ او ۱۹۹۵ کلونو ترمنځ، د ودې کچه په کال کې شاوخوا ۶ سلنه وه، چې د خلکو د ژوند معیارونه یې بدل کړل. [۳۸]

ګمارنه

[سمول]

سنګاپور د یو پرمختللي هېواد په توګه د بېکارۍ ټیټه کچه لري، له ۲۰۰۵ نه تر ۲۰۱۴ پورې د بېکارۍ کچه له ۴ سلنې څخه لوړه شوې نه ده. او په ۲۰۰۵ کال کې ۳.۱٪ او د ۲۰۰۹ کال نړیوال مالي ناورین په بهیر کې ۳٪ ته رسیدلې؛ دا د ۲۰۱۵ کال په لومړۍ ربع کې ۱.۸٪ ته راښکته شو. سنګاپور تر ټولو لږ معاش نه لري او په دې باور دی چې خپله د سیالۍ کچه راکمه کړي. دا هېواد د پرمختللو هېوادونو ترمنځ د عوایدو ترټولو لوړه نابرابرۍ لري.[۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

د صنعت برخې

[سمول]

سنګاپور د نړۍ درېیم لوی د بهرنیو اسعارو مرکز دی، شپږم لوی مالي مرکز، دویم د کاسینو قمار بازار، درېیم لوی د تیلو د تصفیې او سوداګرۍ مرکز، د تیلو ترټولو لوی تولید کوونکی او د کښتۍ د رغولو او د لوژیستیکي خدماتو تر ټولو لوی مرکز دی. اقتصاد یې توپیر لري او په لوړه کچه مرسته کوونکي یې مالي خدمتونه، تولید او د تیلو تصفیه دی.[۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶]

زېربینا

[سمول]

دین

[سمول]

په سینګاپور کې بودیزم په پراخه کچه تر ټولو ډېر منل شوی دین دی، په وروستیو سر شمېرنو کې ۳۱٪ خلکو ځانونه د همدې دین پیروان اعلان کړي. تر بودیزم وروسته د عیسویت دین او ورپسې د اسلام دین، تائوئیسم او هندویزم دي. ددې هېواد ۲۰٪ نفوس مذهبي تړاو نه لري. د عیسویانو، ټاویسټانو او غیر مذهبي خلکو تناسب د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ د هر یو په سلو کې ۳ سلنه زیاتوالی راغلی، په داسې حال کې چې د بودایانو تناسب راکم شوی دی. [۵۷][۵۸][۵۹]

ژبې

[سمول]

انګلیسي ژبه نړیواله ژبه او اصلي ژبه ده چې په سوداګرۍ، حکومت، قانون او تعلیم برخې کې کارول کېږي. د سنګاپور اساسي قانون او د حکومت ټول قوانین په انګلیسي ژبې لیکل شوي او که چېرې د سنګاپور په محکمو کې له انګلیسي پرته بله ژبه کارول کېږي نو ژباړونکو ته اړتیا پېښېږي. قانوني شرکتونه خپلې سوداګرۍ په انګلیسي ژبې ترسره کوي، په داسې حال کې چې کوم رسمي اسناد چې په غیر انګلیسي رسمي ژبې لیکل شوي وي لکه مالایي، مانډرین او یا ټامیل په عمومي توګه په انګلیسي ژبې ژباړل کېږي توڅو د کارولو لپاره ومنل شي.[۶۰][۶۱][۶۲][۶۳][۶۴][۶۵][۶۶][۶۷][۶۸][۶۹][۷۰][۷۱]

زده کړه

[سمول]

د لومړنيو، ثانوي او درېیمې درجې زده کړې تر ډېره د دولت له خوا ملاتړ کېږي. ټولې خصوصي او عامه ادارې باید د پوهنې له وزارت سره ثبتې وي. انګلیسي ژبه په ټولو دولتي ښوونځیو کې د پوهولو ژبه ده او ټول مضمونونه په انګلیسي ژبې تدریس کېږي. په داسې حال چې د «مورنۍ ژبې» اصطلاح په عمومي ډول په نړیواله توګه لومړنۍ ژبې ته اشاره کوي، د سنګاپور په تعلیمي سیسټم کې دا د دویمې ژبې لپاره کارول کېږي، ځکه چې انګلیسي یې لومړنۍ ژبه ده.[۷۲][۷۳][۷۴][۷۵][۷۶][۷۷][۷۸]

روغتیایي خدمات

[سمول]

سنګاپور په عمومي توګه د روغتیايي خدماتو غوره سیسټم لري. د روغتیا نړیوال سازمان په نړیوال روغتیا راپور کې د سنګاپور د روغتیايي خدماتو سیسټم په نړیوالې کچې ډلبندي کې په شپږم ځای کې راغلی. په عموم کې سنګاپور په تېرو دوو لسیزو کې په نړۍ کې د ماشومانو د مړینې ټیټه کچه درلوده.   [۷۹][۸۰][۸۱][۸۲][۸۳]

کلتور

[سمول]

سنګاپور د خپلې کوچنۍ اندازې سره سره، د بېلابېلو ژبو، مذهبونو او کلتورونو درلودونکی دی. د سنګاپور پخواني لومړي وزیران لي کوان ییو او ګوه چوک تونګ دوی دا واقعیت په ګوته کوي چې سنګاپوریان ټول په یوې ژبې  خبرې نه کوي، او وایي چې سنګاپور د یوه ملت له دودیز بیان سره سمون نه خوري او دا په ټولنې کې د لېږد په حال کې بولي.[۸۴][۸۵][۸۶][۸۷][۸۸][۸۹][۹۰]

سرچینې

[سمول]
  1.   ويکيډاټا کې (P402) ځانګړنې بدلې کړئ {{cite web}}: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link)
  2. https://sso.agc.gov.sg/Act/CONS1963?ProvIds=pr153A-#pr153A — موضوع: 153A
  3. http://www.singstat.gov.sg/docs/default-source/default-document-library/publications/publications_and_papers/reference/yearbook_2017/yos2017.pdf
  4. http://chartsbin.com/view/edr
  5. Lee Kuan Yew (2012). From third world to first: The Singapore story, 1965-2000. Marshall Cavendish International Asia.
  6. Malay Annals. Translated by Leyden, John. 1821. p. 43.
  7. Dixon, Robert M.W.; Alexandra, Y. (2004). Adjective Classes: A Cross-linguistic Typology. Oxford University Press. p. 74. ISBN 0-19-920346-6.
  8. Matisoff, James (1990), "On Megalocomparison", Language, 66 (1): 106–120, doi:10.2307/415281, JSTOR 415281
  9. Enfield, N.J. (2005), "Areal Linguistics and Mainland Southeast Asia" (PDF), Annual Review of Anthropology, 34: 181–206, doi:10.1146/annurev.anthro.34.081804.120406, hdl:11858/00-001M-0000-0013-167B-C
  10. Lavy, Paul A. "As in Heaven, So on Earth: The Politics of Visnu Siva and Harihara Images in Preangkorian Khmer Civilisation". Journal of Southeast Asian Studies. 34 (1). academia edu: 21–39. doi:10.1017/S002246340300002X. S2CID 154819912. بياځلي په 23 December 2015.
  11. "Results of the 1995–1996 Archaeological Field Investigations at Angkor Borei, Cambodia" (PDF). University of Hawai'i-Manoa. خوندي شوی له the original (PDF) on 23 September 2015. بياځلي په 5 July 2015.
  12. Leitch Lepoer, Barbara, ed. (1989). Singapore: A Country Study. Country Studies. GPO for tus/singapore/4.htm. بياځلي په 18 February 2010.
  13. Borschberg, P. (2010). The Singapore and Melaka Straits. Violence, Security and Diplomacy in the 17th century. Singapore: NUS Press. pp. 157–158. ISBN 978-9971-69-464-7.
  14. "Country Studies: Singapore: History". U.S. Library of Congress. بياځلي په 1 May 2007.
  15. Pierre-Yves Manguin, "From Funan to Sriwijaya: Cultural continuities and discontinuities in the Early Historical maritime states of Southeast Asia", in 25 tahun kerjasama Pusat Penelitian Arkeologi dan Ecole française d'Extrême-Orient, Jakarta, Pusat Penelitian Arkeologi / EFEO, 2002, p. 59-82.
  16. Miksic 2013، مم. 155–163.
  17. Miksic 2013، مم. 183–185.
  18. Miksic 2013، م. 154.
  19. Morgan, Grace, ed. (2016). A Guide to the Singapore Constitution. Singapore Management University. pp. 33–36.
  20. کينډۍ:Singapore legislation
  21. "The President". Singapore Government. 19 December 2010. خوندي شوی له the original on 11 June 2011. بياځلي په 26 June 2011.
  22. Morgan, Grace, ed. (2016). A Guide to the Singapore Constitution. Singapore Management University. p. 27.
  23. Morgan, Grace, ed. (2016). A Guide to the Singapore Constitution. Singapore Management University. pp. 63–67.
  24. "Singapore country brief". Department of Foreign Affairs and Trade. بياځلي په 15 November 2016.
  25. "Singapore Missions Overseas". Ministry of Foreign Affairs. خوندي شوی له the original on 15 March 2018. بياځلي په 27 January 2014.
  26. "Overview". ASEAN. 2009. خوندي شوی له the original on 9 January 2008. بياځلي په 18 February 2011.
  27. "Open Regionalism and Deeper Integration: The Implementation of ASEAN Investment Area (AIA) and ASEAN Free Trade Area (AFTA)". www.members.tripod.com. بياځلي په 16 February 2021.
  28. "Ex-Singapore leader hopes ASEAN integration can be global model". Nikkei Asia (in بريتانوی انګلیسي). بياځلي په 16 February 2021.
  29. Amt, Auswärtiges. "Regional organisations in Asia". German Federal Foreign Office (in انګليسي). بياځلي په 16 February 2021.
  30. "APEC is established". National Library Board. بياځلي په 4 July 2018.
  31. "Member States". Commonwealth Secretariat. بياځلي په 18 February 2011.
  32. "Histories and Milestones". MFA. بياځلي په 5 October 2019.
  33. "PECC – PECC :: The Pacific Economic Cooperation Council – International Secretariat". pecc.org. بياځلي په 2022-02-17.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  34. "G20". Ministry of Foreign Affairs. خوندي شوی له the original on 17 September 2018. بياځلي په 26 March 2017.
  35. "Climate of Singapore |". www.weather.gov.sg. بياځلي په 28 May 2020.
  36. McKnight, Tom L. (Tom Lee); Hess, Darrel (2000). Physical geography : a landscape appreciation. Internet Archive. Upper Saddle River, N.J. : Prentice Hall. بياځلي په 28 May 2020.
  37. "Singapore National Environment Agency Weather Statistics". خوندي شوی له the original on 31 October 2016. بياځلي په 24 November 2016.
  38. Baten, Jörg (2016). A History of the Global Economy. From 1500 to the Present. Cambridge University Press. p. 292. ISBN 978-1-107-50718-0.
  39. "Unemployment". Ministry of Manpower. 2015. بياځلي په 25 December 2015.
  40. "Minimum wage not a solution". MyPaper. Singapore. 12 January 2011. خوندي شوی له the original on 20 January 2013.
  41. "Countries with the Biggest Gaps Between Rich and Poor". Yahoo. 16 October 2009. خوندي شوی له the original on 8 October 2011.
  42. "Singapore may cap low-skilled foreign workers". TV New Zealand. 2 February 2010. خوندي شوی له the original on 4 February 2010. بياځلي په 11 April 2011.
  43. "Executive summary" (PDF). Building and Construction Authority. بياځلي په 11 April 2011.
  44. Sudderuddin, Shuli (22 February 2009). "Singapore's phantom workers". The Straits Times. Singapore. خوندي شوی له the original on 25 February 2009. بياځلي په 11 April 2011.
  45. "The Global Financial Centres Index 28" (PDF). Long Finance. September 2020. بياځلي په 26 September 2020.
  46. Adam, Shamim (10 August 2011). "Singapore Miracle Dimming as Income Gap Widens Squeeze by Rich". Bloomberg. New York. خوندي شوی له the original on 16 August 2011.
  47. Facts and Figures – Singapore Economic Development Board. Archived 20 July 2012 at the Wayback Machine.
  48. Burton, John (10 April 2006). "Singapore economy grows 9.1% in first quarter". Financial Times. London.
  49. "Facts and Figures". Singapore Economic Development Board. 30 January 2012. خوندي شوی له the original on 18 April 2012. بياځلي په 21 April 2012.
  50. Yang Huiwen (7 November 2007). "Singapore ranked No. 1 logistics hub by World Bank". The Straits Times. Singapore. p. 69.
  51. "Gross Domestic Product by Industry" (PDF). Singapore Statistics. 2007. خوندي شوی له the original (PDF) on 24 June 2008. بياځلي په 22 April 2010.
  52. "Release of the Global Innovation Index 2020: Who Will Finance Innovation?". www.wipo.int (in انګليسي). بياځلي په 2021-09-02.
  53. "Global Innovation Index 2019". www.wipo.int (in انګليسي). بياځلي په 2021-09-02.
  54. "RTD - Item". ec.europa.eu. بياځلي په 2021-09-02.
  55. "Global Innovation Index". INSEAD Knowledge (in انګليسي). 2013-10-28. بياځلي په 2021-09-02.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  56. "Heng upbeat about semiconductor industry's prospects". Straits Times (in انګليسي). 18 September 2019.
  57. "Census of population 2010: Statistical Release 1 on Demographic Characteristics, Education, Language and Religion" (PDF) (Press release). Singapore Department of Statistics. 12 January 2011. خوندي شوی له the original (PDF) on 24 January 2011. بياځلي په 16 January 2011.
  58. "Modernity in south-east Asia". Informaworld. 2 December 1995.
  59. Khun Eng Kuah (2009). State, society, and religious engineering: toward a reformist Buddhism in Singapore. Singapore: Institute of Southeast Asian Studies. ISBN 978-981-230-865-8. بياځلي په 1 November 2010.
  60. Gupta, A.F. Fischer, K. (ed.). "Epistemic modalities and the discourse particles of Singapore". Approaches to Discourse Particles. Amsterdam: Elsevier: 244–263. خوندي شوی له the original (DOC) on 5 February 2011. بياځلي په 2 February 2011. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= and |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= and |archive-url= specified (help)
  61. Dixon, L. Quentin. (2005). The Bilingual Education Policy in Singapore: Implications for Second Language Acquisition. In James Cohen, J., McAlister, K. T., Rolstad, K., and MacSwan, J (Eds.), ISB4: Proceedings of the 4th International Symposium on Bilingualism. p. 625-635, Cascadilla Press, Somerville, MA.
  62. "Global Literacy: The advantage of speaking good English" (Press release). Ministry of Education. 31 March 2000. خوندي شوی له the original on 6 March 2012. بياځلي په 27 January 2011.
  63. Tan, Sherman, p. 340-341. "The four recognised official languages are English, Mandarin, Tamil, and Malay, but in practice, English is Singapore's default lingua franca."
  64. کينډۍ:Singapore legislation, s7.
  65. "Education UK Partnership – Country focus". British Council. October 2010. خوندي شوی له the original on 2 April 2011. بياځلي په 27 February 2011.
  66. "Speech by Mr S. Iswaran, Senior Minister of State, Ministry of Trade and Industry and Ministry of Education". Ministry of Education. 19 April 2010. خوندي شوی له the original on 19 May 2011.
  67. "What do I do if I can't speak English?". Singapore Subordinate Courts. خوندي شوی له the original on 9 July 2010. بياځلي په 11 October 2011.
  68. کينډۍ:Singapore legislation
  69. "Public Agencies". 6 January 2015. خوندي شوی له the original on 6 January 2015. بياځلي په 21 September 2018.
  70. Dixon, L. Quentin. (2005). The Bilingual Education Policy in Singapore: Implications for Second Language Acquisition. In James Cohen, J., McAlister, K. T., Rolstad, K., and MacSwan, J (Eds.), ISB4: Proceedings of the 4th International Symposium on Bilingualism. p. 625-635, Cascadilla Press, Somerville, MA.
  71. "31 March 2000". Moe.gov.sg. خوندي شوی له the original on 6 March 2012. بياځلي په 27 January 2011.
  72. "Private Education in Singapore". Ministry of Education. 2011. بياځلي په 2 July 2011.
  73. "International Student Admissions: General Information on Studying in Singapore". Ministry of Education. خوندي شوی له the original on 4 March 2011. بياځلي په 27 February 2011.
  74. "ASEAN Scholarships: Frequently Asked Questions". Ministry of Education. خوندي شوی له the original on 6 April 2008. بياځلي په 27 February 2011.
  75. "Speech by Tharman Shanmugaratnam, Senior Minister of State for Trade & Industry and Education at the Seminar on "The Significance of Speaking Skills For Language Development", organised by the Tamil Language and Culture Division of Nie on 15 February 2003" (Press release). Ministry of Education. 2 January 2008. خوندي شوی له the original on 15 May 2011. بياځلي په 27 February 2011.
  76. "Mandarin is important but remains a second language in S'pore MM Lee". Singapore: Channel NewsAsia. 26 June 2010. خوندي شوی له the original on 30 June 2017. بياځلي په 27 February 2011.
  77. "Returning Singaporeans – Mother-Tongue Language Policy". Ministry of Education. خوندي شوی له the original on 8 April 2008. بياځلي په 27 February 2011.
  78. "Refinements to Mother Tongue Language Policy" (Press release). Ministry of Education. خوندي شوی له the original on 24 February 2011. بياځلي په 27 February 2011.
  79. Tucci, John (2010). "The Singapore health system – achieving positive health outcomes with low expenditure". Towers Watson. خوندي شوی له the original on 10 December 2012. بياځلي په 16 March 2011.
  80. "World Health Organization Assesses the World's Health Systems" (Press release). Geneva: World Health Organization. 21 June 2000. بياځلي په 2 November 2011.
  81. "Latest Data – Births & Deaths". Department of Statistics. 2014. خوندي شوی له the original on 29 November 2015. بياځلي په 26 April 2015.
  82. "Singaporeans have world's longest life expectancy at 84.8 years". Straits Times. 20 June 2019.
  83. "The World's Best Countries For Food Security". worldatlas.com. 18 April 2019.
  84. "Speech by Prime Minister Goh Chok Tong on Singapore 21 Debate in Parliament". singapore21. 5 May 1999. خوندي شوی له the original on 10 February 2001. بياځلي په 27 October 2011.
  85. "MM Lee says Singapore needs to do more to achieve nationhood". Singapore: Channel NewsAsia. 5 May 2009. خوندي شوی له the original on 30 June 2017. بياځلي په 27 October 2011.
  86. B. H. Goh, Robbie (2009). "Christian identities in Singapore: religion, race and culture between state controls and transnational flows". Journal of Cultural Geography. 26. routledge: 1–23. doi:10.1080/08873630802617135. S2CID 144728013.
  87. Siddique, Sharon (1981). "Some Aspects of Malay-Muslim Ethnicity in Peninsular Malaysia". Contemporary Southeast Asia. 3 (1): 76–87. doi:10.1355/CS3-1E. JSTOR 25797648.
  88. Prystay, Chris. "Bit of Malay Culture Is Now Vanishing Under Muslim Rules". Yale GlobalOnline. Yale University. بياځلي په 17 November 2018.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  89. "PM Lee on racial and religious issues (National Day Rally 2009)". Singapore United. 16 August 2009. خوندي شوی له the original on 20 February 2010. بياځلي په 27 February 2011.
  90. Prystay, Chris. "Bit of Malay Culture Is Now Vanishing Under Muslim Rules". YaleGlobal Online. Yale Universal. بياځلي په 17 November 2018.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)