کاناډا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
Flag of Canada.svg
Canada (orthographic projection).svg

کاناډا (کينډۍ:IPAEng) د سهېلي امريکا د لويې وچې يو داسې هېواد دی چې د هماغې لويې وچې ډېرۍ برخه همدا هېواد جوړوي. همدا هېواد په خپل ختيځ کې د اطلس سمندر نه نيولې تر لويدځ پورې د آرام سمندر پورې غځېدلې دی او د سهېل لورې ته د سهېلي قطبي سمندر پورې زمکه همدغه هېواد په ځان کې رانغاړي. د ارتوالي له مخې دا د نړۍ دويم لوی هېواد دی[۱]. د کاناډا سوېل او سهېل لوېديځ لور ته د امريکا د متحده ايالاتو هېواد پروت دی. پراخوالی، د غرونو جګې لړۍ او د سمندرونو تاوده او ساړه بهیرونه هغه عوامل دي چې د کاناډا په اقلیم اغېزه کوي. په عمومي توګه دغه هېواد څلور ډوله هوا لري: لومړی، هغه سیمې چې د سمندر سواحلو ته نږدې پرتې دي په اوړي کې یې هوا معتدله او په ژمي کې بیا سړه وي.

دویم، هغه سیمې چې د راکي د غرونو لړیو ته نږدې پرتې دي په اوړي کې یې هوا ګرمه خو په ژمي کې بیا ډېره سړه وي. درېیم، هغه سیمې چې اتلس سمندرګي ته نږدې پرتې دي په اوړي کې یې هوا معتدله او باراني وي، خو په ژمي کې یې بیا هوا سړه او واورینه وي. څلورم، د کاناډا شمالي سیمې دي چې هوا یې ډېره سړه ده، د کال په اتو میاشتو کې د دې سیمې هوا د سانتیګراد تر صفر درجې هم ښکته وي.

د کاناډا پلازمېنه اوتاوا ښار دی. د دغه هېواد د وګړو شمېر تر ۳۵ ميلیونو تنو پورې رسېږي. د نفوسو ګڼوالی یې په هر کیلو متر مربع ساحه کې تر څلورو تنو پورې رسېږي. د دغه هېواد ۸۲ سلنه وګړي په ښارونو او پاتې ۱۸ سلنه نور یې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ يوازې د دوو ماشومانو د لرلو اجازه لري. ۲۳ سلنه وګړي یې کاناډایان ، ۲۰ سلنه فرانسویان، ۱۶ سلنه برېټانويان، ۱۴ سلنه سکاټلنديان، ۱۳ سلنه اېرلنډیان او پاتې نور یې جرمنیان او چینایان دي.

۴۱ سلنه وګړي یې کاتولیکان، ۲۰ سلنه یې پروتستانت، ۶ سلنه یې مسیحیان، ۴ سلنه یې مسلمانان او پاتې نور یې د بودایي او یهودي دینونو پیروان دي . رسمي ژبه یې انګرېزي ده، خو لیکدود یې لاتیني دی. د اداري وېش له مخې کاناډا ۱۰ ايالتونو او درې خپلواکې سیمې لري.

تورنټو، مونټریال، وانکوور، کالګري، اډمېنټن، کیوبېک او سکاربورو یې مهم ښارونه دي.

د کاناډا اساسي قانون دوه لیکلې او نالیکلې برخې لري. د دغه هېواد د قانون لیکلې برخه د شمالي امریکا اساسنامه ده چې د ۱۸۶۷ زېږدیز کال د مارچ په ۲۹مه نافذه شوې ده. اساسنامې هغه وخت د داسې یو فدراسیون د جوړېدلو بنسټ کېښود، چې څلور برخې یې درلودې.

کاناډایان د ۱۹۲۷ او ۱۹۸۱ زېږدیزو کلونو تر منځ د یو بشپړ اساسي قانون د جوړولو په چاره کې ډېر بریالي نه وو، خو وروسته د کاناډا فدارالی دولت، ايالتي حکومتونه، مشرانو جرګه او ولسي جرګه په دې سلا شول چې په خپل لیکلي اساسي قانون کې بدلونونه راولي، دې قانون په کاناډا کې د برېټانیا د پارلمان د واک ټغر ټول کړ.

د کاناډا د نظام بڼه مشروطه پاچايي ده، خو پارلمان یې بیا د ولسواکۍ څرګندونه کوي.

د کاناډا ګونرجنرال د پاچا له خوا د لومړي وزیر په مشوره د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي، البته په هغه صورت کې چې ګوند یې په پارلمان کې ډېرې څوکۍ وګټي. د کابینې وزیران بیا د لومړي وزیر له خوا په پارلمان کې د اکثريت څوکيو لرونکي ګوند یا اېتلاف د غړو له منځه ټاکل کېږي.

د کاناډا حقوقي نظام پر مدني قوانینو ولاړ دی، خو په کیوبېک کې د فرانسوي مدني قوانینوته ورته قوانین عملي کېږي. ستره محکمه د دغه هېواد تر ټولو لوړ قضایي ارګان دی چې یو مشر او ۸ غړي لري، ټول د لومړي وزیر له خوا د ګورنر جنرال او قضایي شورا په مشوره ټاکل کېږي او تر ۷۵ کلنۍ پورې کار کولی شي.

بلاک کیوبېکس، د کاناډا محافظه کار ګوند، زرغون ګوند، لېبرال ګوند او نوی ولسواک ګوند د دغه هېواد مشهور او لوی ګوندونه دي. یاد هېواد د ۱۸۶۷ زېږدیز کال د جولای په لومړۍ له برېټانیا څخه خپلواکي ترلاسه کړه چې اوس هم په دغه هېواد کې د جولای لومړۍ نېټه د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت نمانځل کېږي.

طبيعي زېرمې، کرنه، فعال انساني ځواک، په پراخه پیمانه اوبه او ځنګلونه د کاناډا د اقتصادي ودې عمده او مهم لاملونه دي.

کاناډا اوس د نړۍ له ډېرو پرمختللو هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې د کرنې، صنعت، ترانسپورټ، مخابراتو، کانونو او خدماتو سکټورونه یې په ډېره پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال شوي. له دويمې نړیوالې جګړې وروسته د کاناډا د کانونو استخراج او پروسس، صنعتي تولیداتو او د خدماتو سکټورونو دومره پرمختګ کړی چې دغه هېواد اوس له روسیې وروسته د نړۍ اتم لوی صنعتي هېواد دی.

د کاناډا ۷۵ سلنه صادراتي توکي امریکا ته ځي. د ناخالصو کورنيو تولیداتو کچه يې هر کال تر ۱.۸۰ ټرېلیونو ډالرو پورې رسېږي. د سړي سر کلني عاید کچه یې ۴۰۴۰۹ ډالرو او کاري ځواک یې بیا تر ۲۰ مېلیونو تنو پورې رسېږي.

اوسپنه، پولاد، المونیم، نقلیه وسایط، بېړۍ، الوتکې، لوی او کوچني موټر، د اورګاډي پټلۍ، د کانونو د ایستلو او د لارو او ډګرونو د جوړولو لوی ماشینونه، دچاپ ماشینونه، کېمیاوي توکي، پلاستیک، ربړ او درمل د دغه هېواد له مهمو صنعتي تولیداتو څخه شمېرل کېږي.

د کاناډا ۶ سلنه ځمکه د کرکيلې وړ ده. ۲ سلنه یې څړځایونو، ۳۵ سلنه يې ځنګلونو او پاتې یې غرونو، غونډیو، سیندونو، ښارونو، د کار او تولید ځایونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده.

کاناډا د کرنې لوی سکټور لري. د دغه سکټور د ښه پرمختګ له امله کاناډا د ځان بسياینې تر څنګ، نورو هېوادونو ته هم په پراخه پیمانه کرنیز محصولات صادروي.

کاناډا په نړۍ کې د غنمو شپږم لوی تولیدوونکی او د امریکا له متحدو ایالتونو څخه وروسته دويم ستر صادروونکی هېواد دی.

سیاحت د کاناډا په ناخالص کورني تولید کې ۴ سلنه ونډه لري. دغه هېواد په یوه وخت کې درې لکو سیلانیانو ته د ټولو اسانتیاوو د برابرولو وړتیا لري. په کاناډا کې ۷۲۰۰۰ هوټلونه، رسټوانټونه او ۳۱۰۰ ترانسپورټي شرکتونه فعال دي. د دغه هېواد د صادراتو ټوله کچه ۴۸۵ ميلياردو ډالرو او د وارداتو ټوله کچه یې بیا ۳۷۵ ميلياردو ډالرو ته رسېږي.

د امریکا متحد ایالتونه، جاپان، برېټانیا، جنوبي کوریا، جرمني، چین، اسټرالیا، برازیل، ډنمارک، فرانسه، مالېزیا، مکسیکو، نایجيریا، ناروې، سعودي عربستان، تایوان، او سویډن هغه هېوادونه دي چې کاناډا ورسره په لویه کچه سوداګریزه راکړه ورکړه لري.

د کاناډا پولي واحد کاناډایي ډالر دی. مالي کال یې د اپرېل له لومړۍ ورځې پیل او د بل کال د مارچ تر ۳۱ مې پورې دوام کوي.

کاناډا د پراخوالي له پلوه د نړۍ دويم، خو د وګړو د شمېر له پلوه بيا په نړۍ کې ۲۸م هېواد دی. دغه هېواد ۱۸۱ سوداګریزې بېړۍ او ۱۴۶۷ هوایي ډګرونه لري چې له دې ډلې يې ۵۳۳ ډګرونه په پاخه او اساسي ډول رغول شوي دي.

کاناډا دولتي ټلوېزیون او چاپي رسنۍ نه لري او ټولې په عامه شرکتونو او خصوصي سکټور پورې اړه لري. ۱۴۸ ټلوېزیونونه او ۲۰۰۰ راډیوګانې لري چې په بېلا بېلو برخو کې نشرات لري. د دې تر څنګ ۲۵ ورځپاڼې او ۱۴۰۰ مجلې هم په دغه هېواد کې فعالیت کوي. همدا راز په دغه هېواد کې هر کال ۲۰۰۰۰ نوي علمي، هنري او ادبي لیکلي یا ژباړلي کتابونه خپرېږي.

کاناډا د نړۍ د سترو او هوسا هېوادونو څخه دی. د کاناډا ۹۹ سلنه وګړي په لیک او لوست پوهېږي او منځنۍ، مسلکي او یا لوړې زده کړې لري. د دغه هېواد د قانو ن له مخې زده کړې له ۶ کلنۍ تر ۱۵ کلنۍ پورې وړیا او اجباري دي.

په کاناډا کې د ژوند چاپېریال د ښه جغرافیایي موقعیت، اوبو، ځنګلونو، پارکونو، د خلکو د لوړ پوهاوي او سم مدیریت له امله زرغون او پاک دی. د خلکو روغتیايي حالت یې ښه دی او داسې ټولنیزې بیمې لري چې له خلکو سره د زړښت، ناروغتیا وزګارتیا، معلولیت، تقاعد او مړینې په صورت کې مرسته کوي.

د کاناډا لومړني اوسېدونکي اینویت او نور هغه قومونه دي چې د اسیا له ختیځو برخو څخه د بینک تنګي له لارې دې سیمې ته تللي دي. دا خلک ډېره موده په شمال، لویدیځ او نورو سیمو کې په غلو، دانو او د ښکار په غوښو ژوندي وو او هڅه یې کوله چې له طبعیت سره په جګړه کې بریالي راووځي او پر مختګ وکړي.

په ۱۶۱۰ زېږدیز کال کې برېټانوي سمندري سیلاني او کاشف هېنري هوډسن یو خلیج وموند چې وروسته د ده په نامه ونومول شو. په ۱۶۲۹ زېږدیز کې برېټانویانو د کیوبېک ښارګوټی ونیو. په ۱۶۳۱ زېږدیز کې دویم برېټانوی توماس جامس له خپلو ملګرو سره کاناډا ته په سفر لاړ چې اوس یې یو خلیج په نامه یادېږي. برېټانویانو په ۱۶۶۳ زېږدیز کال کې د کیوبېک ښارګوټی فرانسویانو ته پرېښود.

له کاناډا سره د افغانستان اړیکې د ۱۹۷۰ زېږدیز کال د جون په پنځمه په واشنګټن کې افغان سفیر عبدالله خان ملکیار او په اسلام اباد کې د کاناډا سفیر مک کوکي د خپلو متبوعو دولتونو په استازیتوب د کابل - اوتاوا تر منځ د نا استوګنو سفیرانو په کچه د ډیپلوماټیکو اړیکو د پیل هوکړه لاسلیک کړه او د ۲۰۰۳ زېږدیز کال دسپټمبر په ۵ مه په کابل کې د کاناډا سفارت پرانيستل شو.

له افغانستان څخه تر کاناډا پورې د هوا له لارې ۱۰۰۰۸ کیلومتره واټن پروت دی. د کابل او اوتاوا تر منځ د وخت توپير نهه نيم ساعته دی


سرچینې[سمول]

  1. Central Intelligence Agency (په 2006-05-16 کې). The World Factbook: Canada. Central Intelligence Agency