لیبریا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له لايبېريا نه مخ گرځېدلی)
بيرغ نښان
Location of  لیبریا  (dark blue) in Africa  (light blue)
Location of  لیبریا  (dark blue)

in Africa  (light blue)

نخشه
موقعيت
Location of  لیبریا  (dark blue)

in Africa  (light blue)

حکومت
 -  ولسمشر ګورګ وا
 -  لومړی وزیر ژول تایلور
 -  د ولسي جرګې رئیس بوفال چامبرس
 -  چیف جوستیک فرانکس کورکپور
Legislature ولسي جرګه
 -  Upper House مشرانو جرګه
 -  Lower House ټولپښتنه
جوړښت
 -  د امریکا ورتګ جنوري ۷, ۱۸۲۲ 
 -  د خپواکې اعلان جولای ۲۶, ۱۸۴۷ 
 -  د ماریلانډ سره یوځای کیدل مارچ ۱۸, ۱۸۵۷ 
 -  د امریکا لخوا په رسمیت پیژندنه فبروري ۵, ۱۸۶۲ 
 -  د ملګرو ملتونو منځګړیتوب ملګري ملتونه نوامبر ۲, ۱۹۴۵ 
 -  د لیبریا لومړنی آساسی قانون جنوري ۶, ۱۹۸۶ 
ارتوالی
 -  ټولټال ۱۱۱,۳۶۹ کيلومتر2 (۱۰۲nd)
۴۳,۰۰۰ sq mi 
 -  اوبه (%) ۱۳.۵۱۴
د وګړو شمېر
 -  ۲۰۱۵ estimate ۵,۰۷۳,۲۹۶[۱] (۱۲۶th)
 -  ۲۰۰۸ census ۳,۴۷۶,۶۰۸ 
 -  ګڼه ګونه ۴۰.۴۳/km2 (۱۸۰th)
۹۲.۰/sq mi
نا خالص داخلي تولید (PPP) ۲۰۱۹ اټکل
 -  ټولټال $۶.۴۶۸ میلیونه 
 -  پر کس ۱,۴۱۳[۲] 
GDP (nominal) ۲۰۱۹ اټکل
 -  ټولټال $۳,۲۲۱ میلیونه 
 -  پر کس $۷۰۴[۲] 
Gini (۲۰۱۶) ۳۵.۳ 
بشري پرمختيا (۲۰۱۸) ۰.۴۶۵ (۱۷۶th)
د وخت سيمه (UTC )
د موټر چلولو لوری ښوی لاس
د انټرنټ مخکښ شپول .lr
پيل ګڼ +۲۳۱

لیبیریا په انګلیسي Republic of Liberia) چې رسمي نوم یې د لایبیریا جمهوریت دی د افریقا په لویدیځ کې پروت یو هیواد دی. پلازمینه یې د مونروویا ښار او رسمی ژبه یې انګلیسي ده، لیبیریا ۳۶۹'۱۱۱ کیلومتره مساخت او ۰۰۰'۴۸۹'۳ میلیونه وګړي لري، د یاد هیواد د پیسو واحد د لیبریا ډالر دی (LRD).

ليبريا (/laɪˈbɪəriə/) چې په رسمي ډول د ليبريا جمهوريت دی، د لويديځې افريقا پر ساحل باندې پروت هېواد دی. شمال لويديځ ته له سيراليون، شمال ته له ګينه، ختيځ ته له ايوري ساحل (Ivory Coast) او سوېل او سوېل لويديځ ته له اتلانتيک سمندر سره پوله لري. نږدې ۵ ميليونه نفوس لري او ۱۱۱۳۶۹ کېلو متر (۴۳۰۰۰ ميل مربع) سيمه پوښي. انګليسې يې رسمي ژبه ده، مګر له ۲۰ څخه زياتې هېوادنۍ ژبې په کې ويل کېږي، چې د هېواد توکميز او کلتوري راز راز والی (تنوع) په ډاګه کوي. د هېواد پلازمېنه او لوی ښار مورنوويا (Mornovia) ښار دی.

ليبريا د امريکايې استعمار ټولنې (American Colonization Society (ACS)) د يوې پروژې په توګه د ۱۹ پېړۍ په لومړيو کې پيل وکړ، چې د باور له مخې به تور پوستي وګړي په افريقا کې د متحده ايالتونو په پرتله د خپلواکۍ او نېکمرغۍ له غوره موکو سره مخامخ شي. د ۱۸۲۲ او په ۱۸۶۱ کې د امريکا د کورنۍ جګړې د پيل تر منځ له ۱۵۰۰۰ څخه زيات خپلواک شوي يا په خپلواک ډول زېږېدلي تور پوستي د ۳۱۹۸ افريقايي الاصل کارابيني وګړو تر څنګ، چې په متحده ايالتونو کې له ټولنيز او حقوقي فشار سره مخامخ شول؛ بېرته په ليبريا کې ځای پر ځای يا استوګن شول. يادو استوګنو چې په پرله پسې ډول يې «امريکايي ليبريايي» پېژندنه (شناخت) رامنځته کړ، له خپل ځان سره خپل کلتور او دود ولېږداوه. د ليبريا اساسي قانون او توغ د متحده ايالتونو له اساسي قانون او توغ څخه وروسته موډل شول، په داسې حال کې چې پلازمېنه يې د امريکايې استعمار ټولنې (ACS) د ملاتړ کوونکي او د متحده ايالتونو د ولسمشر جيمز مونرو (James Monroe) څخه وروسته نومول شوې وه. ليبريا د ۱۸۴۷ جولای پر ۲۶ خپلواکي اعلان کړه، چې متحده ايالتونو د ۱۸۶۲ فبروري تر ۵ نېټې پورې په رسميت ونه پېژندله. د ۱۸۴۸ جنوري پر ۳ جوزف جنکينس روبرټس (Joseph Jenkins Roberts) چې د متحده ايالتونو د ويرجينيا ايالت يو خپلواک زېږېدلی افريقايي الاصله امريکايی او د ليبريا استوګن و، د خلکو له لورې د خپلواکۍ له اعلان څخه وروسته د ليبريا د لومړني ولسمشر په توګه وټاکل شو. [۳][۴]

ليبريا لومړنی افريقايي جمهوريت و، چې خپله خپلواکي يې اعلان کړه او د افريقا لومړنی او تر ټولو لرغونی معاصر جمهوريت دی. دا هېواد د هغو محدودو هېوادونو له ډلې څخه و، چې افريقا لپاره د تيت او پرک کولو (Scramble) پر مهال يې خپله خپلواکي وساتله. د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال دې هېواد د المان پر وړاندې د متحده ايالتونو د جګړې د هڅې ملاتړ وکړ او په خپل وار سره يې په جوړښت کې د پام وړ امريکايي پانګه اچونه ترلاسه کړه، چې د هېواد له شتمنۍ او پرمختګ سره يې مرسته وکړه. ولسمشر ويليم ټبمېن (William Tubman) سياسي او اقتصادي بدلونونه وهڅول، چې د هېواد نېکمرغي يا هوساينه او نړېواله څېره يې هسکه کړه. ليبريا د ملتونو ټولنې، ملګرو ملتونو او د افريقايي يووالي سازمان بنسټګره غړې وه.

د امريکا ليبريايي استوګنو په هغو ذاتي يا هېوادنيو وګړو پورې په ښه ډول اړه نه درلوده، چې دوی يې مخالفت وکړ؛ په ځانګړي ډول له هغو خلکو سره چې په يو څه ګوښه دننيو سيمو کې يې ژوند کاوه. “Kru” او “Grebo” له خپلو کورنيو مشريو څخه پر مستعمراتي اوسېدونکو باندې بريدونه وکړل. د امريکا ليبريايي وګړو د اصلي وګړو د ماموريتونو او ښوونځيو د جوړولو په موخه مذهبي بنسټونو ته وده ورکړه، چې د هېواد اصلي وګړي وروزي. ياد ليبريايي وګړي په يوه کوچنۍ ځانګړې او ممتازه ډله کې رامنځته [راټول] شول، چې نابرابر سياسي واک يې وساته او بومي يا ذاتي افريقايان تر ۱۹۰۴ پورې د هغوی په خپله خاوره کې له طبيعي حق څخه بې برخې وو.  [۵][۶]

په ۱۹۸۰ کال کې د ويليم ار ټولبرټ (William R. Tolbert) له حکومت څخه سياسي کړکېچونه د پوځي کودتا لامل شو، چې پر مهال يې ټولبرټ ووژل شو؛ يادو پېښو په هېواد کې د امريکايي ليبريايي حکومت پای او له دوه لسيزو څخه د زياتې سياسي بې ثباتۍ پيل په نښه کړ. د خلکو د پېر شورا (People’s Redemption Council) له لورې د پينځه کالونو پوځي او د ليبريا د ملي ديموکراتيک ګوند له لورې پينځه کالونه ملکي حکومتونه د ليبريا له لومړۍ او دويمې کورنۍ جګړو څخه مخکې وو. يادې جګړې د ليبريا اقتصاد تر ٪۹۰ پورې د ټيټېدلو تر څنګ د ۲۵۰۰۰۰ تنو (نږدې ٪۸ نفوس) د مړينې او د نورو زياتو د بې ځايه کېدنې لامل شوې. په ۲۰۰۳ کال کې د سولې يو تړون په ۲۰۰۵ کې ديموکراتيکو ټاکنو ته لاره هواره کړه، چې “Ellen Johnson Sirleaf” په کې ولسمشره وټاکله شوه او په دې سره يې په لويه وچه کې د لومړنۍ ښځينه ولسمشرې تاريخ جوړ کړ. ملي جوړښت (زېربنا) او بنسټيز ټولنيز خدمتونه د شخړو او همدارنګه د (۲۰۱۶-۲۰۱۳) کالونو د ايبولا د خپرېدنې له امله سخت اغېزمن شول، چې تر ۲۰۱۵ پورې د هېواد ٪۸۳ وګړو د نړېوال فقر تر کرښې لاندې ژوند کاوه. [۷][۸]

تاريخچه

بومي وګړي

په لويديځه افريقا کې د اولډووان لرغونې تېږي دورې (Oldowan Earlier Stone Age (earliest ESA)) د لاسي صنعتونو شتون د مايکل اوميليوا (Michael Omelewa) له لورې تاييد شوی دی، چې د لرغونو انسانانو شتون ثابتوي. [۹]

د تېږې لرغونې دورې د بې نېټې “Acheulean” دورې لاسي صنعتونه په ټوله لويديځه افريقا کې په ښه ډول لاسوند (مستند) شوي دي. د تيږې د منځنۍ دورې د نېټې معلومونې د ثبت راڅرګندېدل څرګندوي، چې لږ تر لږه د منځنۍ پليسټوسين «Middle Pleistocene» (۱۲۶-۷۸۰ زره کالونه زرګونه کاله پخوا) راهيسې د لويديځي افريقا په شمالي، پرانيستو ساحلي (Sahelian) حوزو او هغو سيمو کې د هستې او پتري ټيکنالوژي شته دی، چې دوی د لويديځ افريقا په شمالي او سويلي دواړو سيمو کې د پليسټوسين يا هولوسين تر وروستنۍ (Terminal Pleistocene/Holocene) پولې (۱۲ زره کالونو) پورې پرې ټينګار وکړ. دا حالت دوی په افريقا کې د بل هر ځای په پرتله، د منځنۍ تيږې دورې (Middle Stone Age (MSA)) د دې ډول ټيکنالوژۍ ځوانه بېلګه جوړوي. په ځنګلونو کې د MSA شتون يوه پرانيستې پوښتنه پاتې کېږي، که څه هم ښايي ټيکنالوژيکي توپيرونه د ژوند چاپيريال په بېلابېلو سيمو پورې اړه ولري. د تيږې وروستۍ دورې (Later Stone Age (LSA)) وګړي د کوچنيو او سترو ډبرينو دودونو په ګډون د پام وړ ټيکنالوژيکي توپير ثابتوي. [۱۰]

ثبت ښيي چې په لويديځه افريقا کې د تيږې وروستۍ دورې د سيراميک يا کلالۍ او اسيراميک ټولنې په تاريخي ډول يو بل رانغاړي او له ساحل څخه د شمال پر لور د مايکرولايتيک يا د کوچنۍ ډبرې د صنعتونو بدليدونکي تراکمونه په جغرافيوي ډول جوړ شوي دي. دا بڼې کېدای شي ټولنيزې شبکې يا د ژوند چاپيريال له بدلون سره د يو ځای شوې کلتوري خپرېدنې يو څه بڼه وړاندې کړي.[۱۰]

له کلالۍ سره يو ځای د مايکرولايتيک يا د کوچنۍ ډبرې صنعتونه د ژوو يا ځنګي خواړو څخه د ګټې اخيستنې د يوې روښانه سختۍ په ملتيا د منځنۍ هولوسين “Mid-Holocence” دورې له لورې عام شول. دا ټولنې د له ۳،۵ څخه تر ۴ زره کالونو تر منځ په پرله پسې ډول د خواړو توليدونکو ټولنو ته بدلې شوې. يادې ټولنې ښايي د شمال له کرنيزو او کليوالو وګړو سره د اړيکې له لارې ځکه بدلې شوې وي، چې چاپيريال ورته خورا شاړ يا وچ شو. که څه هم ښکاري راټولېدونکي تر ډېره وروسته مودې پورې د لويديځې افريقا په يو څه ځنګلي برخو کې ژوندي پاتې شوي دي، چې په ياده سيمه کې د ايکولوژيکي پولو پياوړتيا ثابتوي. [۱۰]

د Mande پراختيا

د مرچک ساحل “Pepper Coast” کې چې د غلې ساحل (Grain Coast) په نوم هم پېژندل کېږي، لږ تر لږه ۱۲ پېړۍ کې د افريقا اصلي وګړي استوګن شول. د Mande ژبې ويونکي وګړي له سوډان څخه د لويديځ پر لور وغځېدل، چې زياتې کوچنۍ توکمي ډلې يې سوېل لور ته د اتلانتيک سمندر پر لور اړ کړل. د Dei, Bassa, Kru, Gola او Kissi په سيمه کې د لرغونو مستندو وګړو ځيني توکمونه يا خلک وو. [۱۱]

د يادو ډلو نفوذ په ۱۳۷۵ کې د سويلي سوډان د مالي سترواکۍ او په ۱۵۹۱ کې د “Songhai” سترواکۍ په شاتګ يا زوال په واسطه يو ځای شوی و. دا چې د هېواد (کورني) مذهب د دښتې له منځه وړنه وزغمله، اوسېدونکي يو څه لوند ساحل ته لاړل. دې نويو اوسېدونکو د پنبې د څرخولو، د ټوکر اوبدلو، د اوسپنې ويلي کولو، وريجې او sorghum د کښت په ګډون له مالي او سونغای سترواکيو څخه ټولنيز او سياسي بنسټونه له ځان سره راوړل. لږه موده وروسته له هغې چې “Mane” سيمه فتحه کړه، د پخوانۍ مالي سترواکۍ د “Vai” توکم وګړي د (Grand Cape Mount County) سيمې ته کډوال شول. د “Kru” توکم د “Vai” توکم د نفوذ مخالفت وکړ، چې د “Vai” د زيات نفوذ د مخنيوي په موخه يې له “Mane” توکم سره يو اتحاد رامنځته کړ. [۱۲]

ایداري وېش

لیبریا هیواد په ټوله کې په ۱۵ ایداري برخو ویشل شوې. تڼۍ

  1. بومی (Bomi)
  2. بونګ (Bong)
  3. (Gbarpolu)
  4. ګراند باسا (Grand-Bassa)
  5. ګراند کیپ مونت (Grand Cape Mount)
  6. ګراند ګده (Grand-Gedeh)
  7. راند کرو (Grand-Kru)
  8. لوفا (Lofa)
  9. مارګیبی (Margibi)
  10. مریلنډ (Maryland)
  11. مونتسرادو (Montserrado)
  12. نیمبا (Nimba)
  13. ریور سس (River Cess)
  14. (River Gee)
  15. سینویه (Sinoe)

تاریخ

A European map of West Africa and the Grain Coast, 1736. It has the archaic mapping designation of Negroland.

کلتور

جغرافیه

A map of Liberia
Liberia map of Köppen climate classification.

اقتصاد

  1. "Liberia". The Central Intelligence Agency side for Liberia. Central Intelligence Agency. 2019. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ اگسټ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه جون ۱, ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |accessdate= (مساعدة)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ "Report for Selected Countries and Subjects". www.imf.org. د لاسرسي‌نېټه September ۱, ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |accessdate= (مساعدة)
  3. "Background on conflict in Liberia" Archived February 14, 2007, at the Wayback Machine., Friends Committee on National Legislation, July 30, 2003
  4. "July 26, 1847 Liberian independence proclaimed", This Day In History, History website.
  5. Nelson, Harold D.; American University (Washington, D. C. ) Foreign Area Studies (January 24, 1984). "Liberia, a country study". Washington, D.C. : The Studies : For sale by the Supt. of Docs., U.S. G.P.O. – عبر Internet Archive. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. . Constitutional history of Liberia.
  7. "Liberia | World Food Programme". www.wfp.org. د اصلي آرشيف څخه پر August 12, 2019 باندې. د لاسرسي‌نېټه September 1, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په October 5, 2017 باندې). Praise for the woman who put Liberia back on its feet. The Economist.
  9. Michael, Omolewa (1986). Certificate history of Nigeria. Longman. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780582585188. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ اپرېل ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ Eleanor, Scerri (1986). T Certificate history of Nigeria. Oxford University Press. doi:10.1093/acrefore/9780190277734.013.137. Archived from the original on April 14, 2021. https://web.archive.org/web/20210414143441/https://www.africabib.org/s/rec.php?RID=406720584. Retrieved July 26, 2020. 
  11. Dunn-Marcos, Robin; Kollehlon, Konia T.; Ngovo, Bernard; Russ, Emily (April 2005). Ranar, Donald A.. ed. "Liberians: An Introduction to their History and Culture". Culture Profile (Center for Applied Linguistics) (19): 5–6. Archived from the original on June 25, 2008. https://web.archive.org/web/20080625062344/http://www.cal.org/co/liberians/liberian_050406_1.pdf. Retrieved July 23, 2011. 
  12. Jesse N. Mongrue M. Ed (2011). Liberia-America's Footprint in Africa: Making the Cultural, Social, and Political Connections. iUniverse. د کتاب پاڼې 24. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1462021642. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)