تجربهپالنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

په فلسفه کې، تجربهپالنه (empiricism) یوه تیوري ده چې وایي پوهه یوازې یا په بنسټیزه توګه د حواسو یا حسي تجربې له لارې ترلاسه کېږي. دا د عقلیت یا عقل‌پالنې شکاکیت یا شک‌پالنې ترڅنګ، د پوهنپوهنې (epistemology) د څو نظریاتو له ډلې څخه یو نظر دی. تجربېزم یا تجربه‌پالنه د نظریو او مفکورو په جوړولو کې د فطري نظرونو او دودونو پرځای د تجربي شواهدو پر رول ټینګار کوي. که څه هم، تجربه‌پالان ښایي استدلال وکړي چې دودونه (یا اداب او رسوم) هم له مخکېنیو حسي تجربو سره د اړیکو له کبله رامنځته کېږي.[۱][۲][۳]

له تاریخي پلوه، تجربه‌پالنه د "خالي تختې" له مفهوم یعني تابولا راسا (tabula rasa) سره تړلې وه، چې له مخې چې د انسان ذهن د زیږون پر مهال "خالي" ګڼل کېږي او یوازې د تجربې له لارې خپلو افکارو او نظرونو ته وده ورکوي.[۴]

د علم یا ساینس په فلسفه کې تجربه‌پالنه پر شواهدو ټینګار کوي، په ځانګړې توګه هغه چې په ساینسي تجربو کې کشف شوي. تجربه‌پالنه یا تجربېزم د علمي مېتود یوه بنسټیزه برخه ده چې پکې ټولې فرضیې او تیورۍ باید د طبیعي نړۍ د مشاهدو پر وړاندې وازمویل شي، نه دا چې یوازې پر پسیني او پېشیني (a priori) استدلال، شعور او ادراک یا حدس (intuition) او یا هم وحیې (revelation) تکیه وکړل شي.

تجربېزم، چې ډېر کله د طبیعي علومو د پوهانو لخوا کارېږي، وايي چې "پوهه پر تجربه ولاړه ده" او همدا راز "پوهه ازمایشي او احتمالي ده او د دوامدارې بیاکتنې او غلط‌والي تابع ده". تجربوي څېړنې، د علمي تجربو او د سنجش یا اندازه‌ګیرۍ د معتبرو وسایلو په ګډون، د علمي مېتود لارښوونه کوي.[۵]

د کلمې ریښه[سمول]

انګلیسي اصطلاح "empirical" له لرغونې یوناني کلمې "ἐμπειρία" (empeiria) څخه اخیستل شوې، چې هم‌ریښه کلمه او ژباړه یې لاتیني کلمه "experientia" ده، چې تجربه (experience) او علمي تجربه (experiment) کلمې ترې اخیستل شوې دي.[۶]

شالید[سمول]

په علومو او علمي مېتود کې یو مرکزي مفهوم دا دی چې پایلې باید په تجربوي ډول د حواسو د شواهدو پربنسټ وي. دواړه طبیعي او ټولنیز علوم له داسې کاري فرضیو څخه کار اخلي چې په مشاهدې او تجربې سره د ازموینې وړ وي. د نیمه-تجربي اصطلاح ځینې وختونه د هغو تیوریکي یا نظري مېتودونو د تشریح کولو لپاره کارېږي، چې له بنسټیزو بدیهیاتو یا منل شوو حقیقتونو، منل شوو علمي قوانینو، او د پخوانیو تجربو له پایلو څخه کار اخلي ترڅو منطقي ماډل جوړونه او نظري څېړنه راونغاړي.

فلسفي تجربه‌پالان تر هغه پورې د هېڅ پوهې استنتاج یا استنباط نه شي کولی، ترڅو چې هغه پوهه د یو چا د حواسو پربنسټ ترلاسه شوې تجربې څخه نه وي اخیستل شوې. دا نظر عموما له عقلیت یا عقل‌پالنې سره توپیر لري او په تقابل کې ورسره واقع کېږي، کوم چې وایي چې پوهه ښایي له حواسو څخه پرته په خپلواکه توګه د عقل له لارې ترلاسه شي. د بېلګې په توګه، جان لاک په دې نظر و چې ځینې پوهې (لکه د خدای "ج" د وجود پوهه) یوازې د الهام یا حدس او استدلال له لارې ترلاسه کېدای شي. په همدې توګه رابرټ بویل، چې د تجربوي میتود یو نامتو مدافع و، ویل چې موږ طبیعي یا فطري افکار او ایډیاوې لرو. اصلي اروپایي عقل‌پالان (دیکارت، سپینوزا او لایبنېتس) هم د تجربوي "علمي مېتود" پلویان او ملاتړي وو.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

تاریخچه[سمول]

د تجربه‌پالنې لومړني پړاوونه[سمول]

د ۶۰۰ او ۲۰۰ قبل المیلاد ترمنځ، د هندو فلسفې د ویشیشیکا مکتب چې د لرغوني هندي فیلسوف کانادا لخوا یې بنسټ اېښودل شوی، درک او استنتاج د پوهې د یوازېنیو دوو باوري سرچینو په توګه ومنلې، چې د هغه په ​​اثر ویسیسیکا سوترا کې یې یادونه شوې ده. د چارواکا مکتب هم ورته باورونه لرل او پر دې یې ټینګار کاوه، چې ادراک د پوهې یوازېنۍ معتبره سرچینه ده، په داسې حال کې چې استنتاج یا استنباط بیا په بې‌باوره او ناڅرګنده توګه پوهه ترلاسه کوي.[۱۲][۱۳][۱۴]

لومړني لوېدیځ پروتو-تجربه‌پالان بیا د لرغوني یونان د طبي متخصصینو د تجربي مکتب اړوند پوهان وو چې په ۳۳۰ قبل المیلاد کې جوړ شوی و. د دغه مکتب غړو د دګماتیک یا عقیدوي مکتب درې باورونه رد کړل او دا یې غوره وګڼله چې د پیرهونېزم (یعني ښکارندو او ظواهرو) پر مشاهدو باندې تکیه وکړي. د تجربه‌پالنې مکتب د فلسفې له پیرهونېزم مکتب سره نږدې تړاو درلود، کوم چې د دوی د پروتو-تجربه‌پالنې لپاره یې فلسفي قضیه رامنځته کړه.[۱۵][۱۶]

د تابولا راسا مفهوم ("پاکه لوحه" یا "خالي تخته") ذهن ته د یوه له اصله سپین یا خالي ریکارډر په توګه اشاره کوي (لاک د "سپینې پاڼې" کلمه کارولې) په کوم کې چې تجربه نښې پرېږدي. دا نظریه بیا دا ردوي چې انسانان فطري نظریات لري. د دغې مفکورې یا تصور ریښې ارسطو (۳۵۰ قبل المیلاد) ته رسېږي.[۱۷][۱۸]

هغه څه چې ذهن (nous) فکر پرې کوي باید په ذهن کې په هماغه معنا وي لکه څنګه چې لیکونه په تخته (grammateion) کې وي، چې هېڅ واقعي لیکنه (grammenon) نه لري؛ دا یوازې هماغه څه دي چې د ذهن په قضیه کې پیښیږي. (ارسطو، د روح په اړه، ۳.۴.۴۳۰ْ۱)

زرینه اسلامي دوره او تر رنسانس مخکې پړاو (له ۵ تر ۱۵ پېړۍ پورې)[سمول]

د منځنیو پېړیو په جریان کې (له ۵مې تر ۱۵مې پېړۍ پورې) د ارسطو د تابولا راسا (tabula rasa) تیورۍ یا نظریې ته د اسلامي فیلسوفانو لخوا پراختیا ورکړل شوه چې له الفارابي (۸۷۲ – ۹۵۱) سره پیل شوه، او د ابن سینا (۹۸۰ – ۱۰۳۷) لخوا پر یوه مفصله تیورۍ بدله کړای شوه، او د ابن طفیل لخوا د فکري تجربې په توګه وښودل شوه. د بېلګې په توګه، ابن سینا تابولا راسا یو داسې سوچه ظرفیت او وړتیا ګڼي چې د زده‌کړې له لارې تحقق مومي، او پوهه "په دې نړۍ کې له شیانو سره د تجربوي اشنایۍ له لارې ترلاسه کېږي چې بیا ترې یو څوک نړیوالې مفکورې راباسي" او دا د "استدلال د یوه داسې قیاسي (syllogistic) مېتود له لارې پراختیا مومي، چې پکې مشاهده وړاندیزي بیانونو ته لاره هواروي او کله چې سره ترکیب شي د نورو خلاصه مفاهیمو لامل کېږي." انساني عقل او هوش په خپله له یوه مادي عقل (al-'aql al-hayulani) څخه وده یا پراختیا مومي، چې هغه استعداد یا وړتیا ده چې کولی شي د فعال عقل (al-'aql al-fa'il) لپاره پوهه ترلاسه کړي، یعني د انسان د عقل حالت د پوهې له بشپړې سرچینې سره یوځای". له دې کبله غیر مادي "فعال عقل"، له هر فرد څخه جلا، د پوهېدو او تفاهم د تحقق لپاره لاهم اړین دی.[۱۹][۲۰]

منطقي تجربه‌پالنه[سمول]

منطقي تجربه‌پالنه (چې منطقي مثبتیت یا نیو-پازیټیوېزم هم بلل کېږي) د ۲۰مې پېړۍ د پیل یوه هڅه وه څو د برتانوي تجربېزم یا تجربه‌پالنې اړین نظرونه (د بېلګې په توګه، د پوهې د بنسټ په توګه د حواسو پر تجربې کلک ټینګار) د ریاضيکي منطق له مشخصو نظریاتو سره ترکیب کړي چې د ګوتلوب فرېګه او لوډویګ ویټګینسټین لخوا رامنځته شوي وو. د دغه غورځنګ ځینې مهمې څېرې اوټو نویرات، موریتز شلیک او د ویانا حلقې نور غړي فیلسوفان وو، او همدا راز آلفرډ جې آیر، روډولف کارناپ او هانس ریشنباخ هم پکې شامل دي.[۲۱][۲۲]

پراګماتېزم یا واقعیتپالنه[سمول]

د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو او د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې د پراګماتیکې فلسفې څو ډولونه راڅرګند شول. د پراګماتېزم نظریات، په بېلابېلو بڼو کې، عمدتا د چارلز سنډرز پیرس او ویلیم جیمز ترمنځ له بحثونو څخه هغه مهال راټوکېدلي، کله چې دواړه په ۱۸۷۰مه لسیزه کې په هاروارډ کې وو. جیمز د "پراګماتېزم" اصطلاح مشهوره کړه، او پیرس ته بیا د دغه غورځنګ ورپاتې کېدو بشپړ کریډیټ ورکړ، مګر پیرس وروسته بیا له هغو کرښو لاره بېله کړه چې دغه غورځنګ پر مخه کړي وو، او هغه څه یې چې نوموړي اصلي مفکوره ګڼله د "پراګماتیکېزم" په نوم بدله کړه. د حقیقت د عمل‌ګرا یا پراګماتیکې تیورۍ ترڅنګ، دا لیدلوری د تجربوي (تجربې پر بنسټ) او منطقي (د مفهوم پر بنسټ) فکر بنسټیز نظریات سره رایوځای کوي.[۲۳]

سرچینې[سمول]

  1. Psillos, Stathis; Curd, Martin (2010). The Routledge Companion to Philosophy of Science (الطبعة 1. publ. in paperback). London: Routledge. د کتاب پاڼي 129–38. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0415546133. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Baird, Forrest E.; Walter Kaufmann (2008). From Plato to Derrida. Upper Saddle River, New Jersey: Pearson Prentice Hall. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-13-158591-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Page needed
  3. Hume, D. "An Enquiry Concerning Human Understanding", in Enquiries Concerning the Human Understanding and Concerning the Principles of Morals, 2nd edition, L.A. Selby-Bigge (ed.), Oxford University Press, Oxford, UK, 1902 [1748].کينډۍ:Page needed
  4. Scheibe, Erhard. (2001). Between rationalism and empiricism : selected papers in the philosophy of physics. Springer. OCLC 45888831. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-387-98520-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Shelley, M. (2006). Empiricism. In F. English (Ed.), Encyclopedia of educational leadership and administration. (pp. 338–39). Thousand Oaks, CA: Sage Publications, Inc.
  6. "Definition of EMPIRIC". www.merriam-webster.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Markie, P. (2004), "Rationalism vs. Empiricism" in Edward D. Zalta (ed.), Stanford Encyclopedia of Philosophy, Eprint.
  8. Loeb, Luis E. (1981), From Descartes to Hume: Continental Metaphysics and the Development of Modern Philosophy, Ithaca, Cornell University Press.کينډۍ:Page needed
  9. Engfer, Hans-Jürgen (1996), Empirismus versus Rationalismus? Kritik eines philosophiegeschichtlichen Schemas, Padeborn: Schöningh.کينډۍ:Page needed
  10. Buckle, Stephen (1999), "British Sceptical Realism. A Fresh Look at the British Tradition", European Journal of Philosophy, 7, pp. 1–2.
  11. Peter Anstey, "ESP is best Archived 2013-12-31 at the Wayback Machine.", Early Modern Experimental Philosophy, 2010.
  12. DPS Bhawuk (2011), Spirituality and Indian Psychology (Editor: Anthony Marsella), Springer, کينډۍ:ISBN, page 172
  13. Eliott Deutsche (2000), in Philosophy of Religion : Indian Philosophy Vol 4 (Editor: Roy Perrett), Routledge, کينډۍ:ISBN, pages 245-248
  14. John A. Grimes, A Concise Dictionary of Indian Philosophy: Sanskrit Terms Defined in English, State University of New York Press, کينډۍ:ISBN, page 238
  15. "Greek Medicine: Alexander the Great". www.greekmedicine.net. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Sini, Carlo (2004), "Empirismo", in Gianni Vattimo et al. (eds.), Enciclopedia Garzanti della Filosofia.
  17. Bardzell, Jeffrey (June 11, 2014). Speculative Grammar and Stoic Language Theory in Medieval Allegorical Narrative: From Prudentius to Alan of Lille. Routledge. د کتاب پاڼي 18–19. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Diels-Kranz 4.11 translated by Long, A. A.; Sedley, D. N. (1987). The Hellenistic Philosophers: Vol. 1. Cambridge, Ma: Cambridge. د کتاب پاڼې 238. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Sajjad H. Rizvi (2006), Avicenna/Ibn Sina (c. 980–1037), Internet Encyclopedia of Philosophy
  20. G. A. Russell (1994), The 'Arabick' Interest of the Natural Philosophers in Seventeenth-Century England, pp. 224–62, Brill Publishers, کينډۍ:ISBN
  21. Achinstein, Peter, and Barker, Stephen F. (1969), The Legacy of Logical Positivism: Studies in the Philosophy of Science, Johns Hopkins University Press, Baltimore, MD.کينډۍ:Page needed
  22. Barone, Francesco (1986), Il neopositivismo logico, Laterza, Roma Bari.کينډۍ:Page needed
  23. Burch, Robert (2017). Zalta, Edward N. (المحرر). The Stanford Encyclopedia of Philosophy (الطبعة Fall 2017). Metaphysics Research Lab, Stanford University. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)