بوغمه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بوغمه

بوغمه په امريکايي انگريزي کې (Edema) ايډيما او په برتانيوي انگرېزي (Oedema) اوډېما بلل کېږي. پخوا د dropsy ډروپسي يا hydropsy هايډروپسي په نومونو هم پېژندل کېده. بوغمه د بدن په بين البيني فضاگانو کې او يا هم د پوستکي تر لاندې د مايعاتو غيرنورمالې راغونډېدنې ته وايي. په ټولگړي توگه، په نورماله حالت کې د بين البيني مايعاتو کچه د هوميوسټاتيک توازن له مخې برابر ساتل کېږي، نو کله چې په بين البيني فضاگانو کې د حد نه ډېر د مايعاتو ترشح وشي او يا هم د مايعاتو د باندې وېستلو په کړنه کې کوم خنډ پيدا شي بيا نو همدا د بوغمې سبب گرځي.

د بوغمې ۵ اهم عاملونه[سمول]

داسې پينځه عاملونه دي چې په بدن کې د بوغمې د جوړېدنې سبب گرځېدلای شي.

  1. د هايډروسټېټيک فشار د لوړوالي په وخت کې، په پښتورگي کې اوبه او سوډيم په بېرته جذبېږي چې همدا بېرته پاتې کېدنه د بوغمې د غبرگون په توگه راڅرگندېږي.[۱]
  2. د وينې په رگونو کې د اونکوټيک فشار د راټيټېدنې په وخت کې.
  3. د التهاب په وخت کې چې کله د وينې د رگونو شفافيت ډېرېږي نو په دې وخت کې هم بوغمه پېښېدونکې ده.
  4. د ليمفاوي سيستم له مخې د مايعاتو د وېستلو په لار کې خنډ بوغمې جوړوي.
  5. ووبونو (انساجو) د اوبو ساتلو په ځانتياو کې بدلونونه هم بوغمه رامېنځ ته کوي.

ميکانيزم[سمول]

د بين البيني فضاگانو د مايعاتو جوړېدنه د سټارلېنگ معادلې د قوې له مخې اداره کېږي.[۲] د وينې په رگونو کې د هايډروسټېټيک فشار، ووب ته د اوبو د ورننوتلو لامل دی. دا کړنه په ووب او د وينې په پلازما کې د پروټين د غلاظت توپير ته لاره هواروي او په نتيجه کې د پلازما د پروټينو لوړ اونکوټيک فشار د دې سبب گرځي چې اوبه له ووب نه د وينې د رگونو لور ته راوکاږي. د سټارلېنگ معادله وايي چې د مايعاتو د ليکاژ (څڅېدنه) کچه، د دوه قوؤ ترمېنځ د توپير او د اوبو په وړاندې د رگونو د دېوال شفافيت په توگه څرگندېدلای شي کوم چې د يوې قوې د تول د نابرابرۍ په توگه د مايعاتو د بهېدنې کچه جوتوي. د اوبو ډېر ليکاژ په کاپېلري او پوسټ کاپېلري وېنيولونو کې پېښېږي. دا په دې خاطر چې د همدې نومېدلو رگونو دېوالونه د نيم-شفافه مېمبرانونو نه جوړ شوي چې د پروټينو په پرتله د اوبو د وتلو توان يې ډېر دی.

عامه بوغمه[سمول]

د بدن غړو ته اړونده بوغمه[سمول]

ځانگړو غړو ته اړونده بوغمه[سمول]

د بدن د ځينو ځانگړو غړو د التهاب په وخت کې بوغمه رامېنځ ته کېدلای شي، لکه د ستوني د التهاب، د پلو التهاب او يا د پانکراس التهاب دا ټول بوغمه رامېنځ ته کوي. د بدن ځينې نور غړي د ووبونو د خاص ميکانيزم له مخې بوغمه کېږي. په ځانگړو غړو کې د بوغمې بېلگې:

  • مغزي بوغمه په ماغزو کې د سلولونو د خارجي مايع د راغونډېدلو په پايله کې رامېنځ ته کېږي. دا د زهرجن او غيرنورمال ميټابوليک دريځ او حالتونو لکه د سيسټېميک لوپس ناروغۍ په وخت کې هم راپېښېدلای شي. داسې حالت په ناروغ کې سربدالي او بې هوشي رامېنڅ ته کوي.
  • د سږو بوغمه هغه وخت پېښېږي کله چې د سږو د وينې په رگونو کې فشار جگېږي. د وينې په رگونو کې د فشار د لوړوالي سبب د وينې د بهېدو په بهير کې خنډ او بنديز دی. چې د سږو د وريدونو له لارې د خنډونو او بنديزونو د ليرې کولو لپاره فشار جگېږي. او بل سبب يې د زړه ا کيڼ بطن د ناسوبوالي له امله هم راپېښېږي. دا ډول بوغمه په لوړو سطحو کې او د کيميايي زهرجنو توکيو د تنفس کولو په سبب هم مېنځ ته راځي. د سږو د بوغمې د راپېښېدلو سره د ناروغ ساه لنډه لنډه کېږي. همدا راز په ناروغ کې د سږو په پوښل شوې پرده يا پليورا کې هم اوبلنه ماده راغونډېدلی شي.
  • کله چې د سترگو قرنيې د گلاوکوما په ناروغۍ اخته وي نو په هغو سترگو کې بوغمه هم راپېښېدلی شي، د کانجنکټيواټېس يا کيراټايټس او يا هم د سترگو د عمليات نه وروسته هم بوغمه رامېنځ ته کېږي.

د بوغمې سببونه د بدن يوه غړي پورې نه دي محدوده او په عام ډول ټول بدن بدن کې هم د گڼو غړيو بوغمن کېدلو امکان هم شته. د ساري په توگه د زړه د حاد ناسوبوالي په نتيجه کې د سږو بوغمه، په پليورا کې د اوبلنې مادې راغونډېدنه، د نس ډډ بډ والی، او د بدن د خارجي اعضاؤ بوغمې ډېر راپېښېږي، چې په دغو ټولو کې د بدن د باندنيو غړو بوغمه، ناروغ ته د ډېره جدي روغتيايي ستونزه نه ده.[۳]

د پوستکي د بوغمې عامې نښې د ماشې او غومبسې د چيچلو وروسته راښکاره کېږي. (wheal and flare), همداراز د ځينو زهري بوټو سره تماس لکه د پېچک زهر، او يا هم د لوېديځې څېړۍ زهر [۴] هم ځينې حساسيتي جلدي راپارېدنې رامېنځ ته کولای شي. خو دا وروستی نومېدلی بوټی بيا اکثراً د contact dermatitis سبب گرځي.

بوغمه په بوټو کې[سمول]

بوغمه په بوټو کې هم پېښېږي او دا د بوټو په اورگانونو کې هغه غځېدلی پړسوب دی چې په اصلي توگه د ډېرو اوبو د راغونډېدنې په سبب رامېنځ ته کېږي. دا چې سلولي دېوال د ارتجايي سلولوز نه جوړ شوی نو په همدې دليل د ډېرو اوبو راغونډېدنه سلولوز د اوبو د فشار په سمت ټېلوهي او په بوټي کې ځرگنده بوغمه ښکاري.

سرچينې[سمول]

  1. Kumar, Abbas, Fausto (1999). Pathologic Basis of Disease, 7th edition. China: Elsevier Saunders. د کتاب پاڼې 122. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7216-0187-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  2. Walter F., PhD. Boron. Medical Physiology: A Cellular And Molecular Approaoch, Elsevier/Saunders. ISBN 1-4160-2328-3.
  3. Cho S, Atwood J (2002). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Peripheral oedema"]. Am J Med 113 (7): 580–6. doi:10.1016/S0002-9343(02)01322-0. PMID 12459405. 
  4. C.Michael Hogan (2008) "Western poison-oak: Toxicodendron diversilobum" Archived 2009-07-21 at the Wayback Machine., GlobalTwitcher, ed. Nicklas Strömberg

باندنۍ تړنې[سمول]

کينډۍ:عامې نښې نښانې کينډۍ:هېموډايناميک