ووب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د بوټي ووب

ووب د سلولونو يا ژونکو هغه تنظيم شوی بنسټيز پوړ دی چې د ژونکو او يوه بشپړ اورگانيزم ترمېنځ پروت دی. يو ووب د ژونکو يو جوړښت دی چې ضروري نه ده چې يو ډول ژونکې وي خو د يو آر يا اصل نه د زېږنده ژونکو يوه ټولگه ده چې يو ځانگړی عمل ترسره کوي. په عربي کې ووب ته نسج وايي او په پارسي کې بافت بلل کېږي. په انسانانو، ژويو او بوټو کې يو ډول ژونکې ووبونه رامېنځ ته کوي، بېلابېل ووبونه سره يو ځای يو اورگان رامېنځ ته کوي او بېلابېل اورگانونه سره يو ځای يو سيستم يا غونډال رامېنځ ته کوي چې په اخر کې گڼ شمېر غونډالونه د اورگانيزم د بشپړتابه سبب کېږي.

په ژونپوهنه کې د ووبونو زده کړه د هسټالوژي يا ووبپوهنې په نوم يادېږي، د رنځپوهنې يوه څانگه چې په ووبونو کې د رامېنځ ته شوو رنځونو په اړه بحث کوي، د ووبرنځپوهنې په نوم يادېږي.