Jump to content

ژونکه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ژونکه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځانګړې وېشنيزه
نور اړين مالومات
برخې
برخه د
د يوه کورک د جوړښت انځور چې روبېرټ هوک ته د مايکروسکوپ لاندې ښکاره شوی. دا هغه مهال و چې د سېل يا سلول لغت د لومړي ځل لپاره د ژوانديو د بنسټيز واحد د څرگندولو لپاره وکارېده
يوه سټېن شوې ژونکه

حجره (له لاتیني کلمې cellula 'کوچنۍ کوټه' څخه اخیستل شوې) د ژوند بنسټیز جوړښتي او وظیفوي واحد دی. هره حجره (cell) له سایتوپلازم څخه جوړه ده چې په یوه غشا کې پوښل شوې او ګڼ شمېر بایو مالیکولونه لري، لکه پروټینونه او نیوکلیک اسیدونه.[۱][۲]

د نباتاتو او څارویو ډېری حجرې یوازې تر رڼا مایکروسکوپ لاندې د لیدو وړ دي، او د ۱ او ۱۰۰ مایکرومترو ترمنځ ابعاد لري. الکترون مایکروسکوپ خورا لوړ ریزولوشن ورکوي او د حجرو خورا مفصل جوړښت ښيي. ژوندي موجودات د یوني سیلولر یا وحید الحجروي (چې له یوې حجرې څخه جوړ دي لکه باکتریا) یا مولټي سیلولر یا کثیر الحجروي (د نباتاتو او حیواناتو په شمول) دوو کټګوریو لاندې ډلبندي کېدای شي. ډېری وحید الحجروي ارګانیزمونه د مایکرو ارګانیزمونو په توګه طبقه بندي شوي. په نباتاتو او حیواناتو کې د حجرو شمېر له یوې نوعې څخه تر بلې نوعې پورې توپیر لري؛ داسې اټکل شوی چې د انسان بدن شاوخوا ۴۰ ټریلیون (4×1013) حجرې لري. یوازې دماغ له شاوخوا ۸۰ ملیارده دغو حجرو څخه جوړ دی.[۳][۴][۵][۶]

د حجرو بیولوژي د حجرو مطالعه ده، چې په ۱۶۶۵ کال کې د رابرټ هوک لخوا کشف شوه، چا چې په یوه خانقاه کې د عیسوي راهبانو له حجرو سره د دوی د ورته‌والي له امله دا نوم ورکړ. د حجرو تیوري چې په لومړي ځل په ۱۸۳۹ کال کې د ماتیاس یکوب شلیډن (Matthias Jakob Schleiden) او تیودور شوان (Theodor Schwann) له لوري رامنځته شوې، وایي چې ټول ژوندي موجودات له یوې یا ډېر, حجرو څخه جوړ شوي او دا حجرې په ټولو ژوندیو موجوداتو کې د جوړښت او فعالیت بنسټیز واحد دی، او دغه راز ټولې حجرې له مخکې شته حجرو څخه راجوړېږي. حجرې شاوخوا ۴ ملیارده کاله وړاندې د ځمکې پر مخ راڅرګندې شوې دي.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د حجرو ډولونه

حجرې په دوه ډوله دي: یوکاریوټیک حجرې، چې یوه هسته لري، او پروکاریوټیک حجرې، چې هسته نه لري، خو بیا هم هستوي سیمه پکې شته ده. پروکاریوټونه یو حجروي ژوندي موجودات دي، په داسې حال کې چې یوکاریوټونه ښایي یو حجروي یا څو حجروي وي.[۱۴]

پروکاریوټیک حجرې

په پروکاریوټونو کې باکتریا او آرکیا شاملېږي، چې د ژوند له دریو حوزو څخه دوې یې جوړوي. پروکاریوټیک حجرې پر ځمکه د ژوند لومړنی شکل و، چې د حجروي پیغام رسونې په شمول د حیاتي بیولوژیکي پروسو ځانګړتیا لري. دا حجرې د یوکاریوټیک حجرو په پرتله ساده او کوچنۍ دي، چې هسته او نور له غشا سره تړلي ارګانیلونه نه لري. د پروکاریوټیک حجرې ډي اېن اې (DNA) له یوه واحد دایروي کروموزوم څخه جوړه ده چې له سایټوپلازم سره په مستقیم تماس کې وي. په سایتوپلازم کې اټومي یا هستوي سیمه د نیوکلیوډ په نوم یادیږي. ډېری پروکاریوټونه تر ټولو کوچني ژوندي موجودات دي چې قطر یې له ۰.۵ څخه تر ۲.۰ مایکرومترو پورې دی.[۱۵]

یوکاریوټیک حجرې

نباتات، حیوانات، فنجي، پروتوزوا او اوبړۍ ټول یوکاریوټیک دي. دا حجرې د یوه عادي پروکاریوټ په پرتله پنځلس ځله پراخ دي او کېدای شي په حجم کې زر ځله ترې لوی وي. د پروکاریوټونو په پرتله د یوکاریوټونو اصلي توپیروونکې ځانګړنه جلاوالی یا برخه بندي ده: له غشا سره د تړلو ارګانیلونو (کمپارټمینټونو یا برخو) شتون چې ځانګړي فعالیتونه پکې ترسره کېږي. په دې منځ کې ترټولو مهمه د حجرې هسته ده، هغه ارګانیل چې د حجرو ډي اېن اې (DNA) پکې وي. دا هسته یوکاریوټ ته خپل نوم ورکوي، چې معنا یې "واقعي زړی (هسته)" ده.[۱۶]

د فرعي حجرو اجزاء

ټولې حجرې، هغه که پروکاریوټیک وي او که یوکاریوټیک وي، یوه غشا لري چې حجره پوښي او هغه څه تنظیموي چې داخل او بهر ته حرکت کوي (په انتخابي ډول د نفوذ یا تېرېدو وړ)، او همدا راز د حجرې برېښنایي وړتیا ساتي. په غشا کې دننه، سایتوپلازم د حجرو ډېری حجم نیسي. ټولې حجرې (د وینې له سرو حجرو یا سرو کرویاتو پرته چې د هیموګلوبین لپاره د اعظمي ځای برابرولو لپاره د حجرې هسته او ډېری ارګانیلونه نه لري) د ډي اېن اې (DNA) لرونکې دي، چې د جینونو ارثي مادې پکې وي، او همدا راز د آر اېن اې (RNA) لرونکې دي، چې د انزایمونو په څېر د مختلفو پروټینونو د جوړولو لپاره اړین معلومات لري او د حجرو لومړنی ماشین بلل کېږي. په حجرو کې نور بایو مالیکولونه هم شته دي.

د حجرې له غشا بهر جوړښتونه

ډېری حجرې داسې جوړښتونه هم لري چې په بشپړه یا جزوي توګه د حجرو له غشا څخه بهر وي. دا جوړښتونه ځکه پام وړ دي چې دوی د سیمیپرمیبل حجرو د غشا په وسیله له بهرني چاپیریال څخه خوندي نه دي. د دغو جوړښتونو د راټولولو لپاره، د دوی اجزا باید د صادراتي پروسو له لارې د حجرو غشا ته انتقال شي.

د حجرو دېوال

د پروکاریوټیک او یوکاریوټیک حجرو ډېری ډولونه د حجرو دېوال لري. د حجرو دېوال حجره له میخانیکي او کیمیاوي پلوه د هغې له چاپیریال څخه ساتي، او د حجرو غشا ته د محافظت اضافي لایه ده. د حجرو بېلابېل ډولونه له مختلفو موادو جوړ شوي حجروي دېوالونه لري؛ د نبات د حجرو دېوالونه په ټولیزه توګه له سیلولوز څخه جوړ شوي دي، د فنجي حجرو دېوالونه له کیتین څخه جوړ شوي او د بکتیریا د حجرو دېوالونه بیا له پیپتیډوګلیکان څخه جوړ شوي دي.

حجروي پروسې

تکثیر

د حجرو په وېش کې یوه واحده حجره شامله ده (چې د مور حجرې په نوم یادېږي) او پر دوو لوڼو حجرو وېشل کېږي. دا د کثیر الحجروي موجوداتو د ودې (د نسج د ودې) او په وحید الحجروي موجوداتو کې د تولید (نباتي تکثیر) لامل کېږي. پروکاریوټیک حجرې د دوه پټه چاکېدو په واسطه وېشل کېږي، په داسې حال کې چې یوکاریوټیک حجرې معمولا د اټومي وېش له پروسې څخه تېرېږي، چې د مایتوسېس په نوم یادیږي، او وروسته بیا د حجرې وېش رامنځته کېږي چې د سایټوکینیسېس په نوم یادېږي. یوه ډیپلوید حجره هم ښایي د هاپلوید حجرو د تولید لپاره، چې معمولا څلور وي، میوسېس پروسې څخه تېره شي. هاپلوید حجرې په کثیر الحجروي ژوندیو موجوداتو کې د ګیمیټ حجرې په توګه کار کوي او د نوو ډیپلوید حجرو جوړولو لپاره ترکیب کوي.[۱۷]

د DNA تکثیر یا نقل کول، یا د حجرې د جینوم د تکثیر پروسه، تل هغه وخت پیښیږي کله چې حجره د مایتوسېس یا دوه پټه چاکېدو له لارې وېشل کېږي. دا د حجروي دورې د S پړاو په جریان کې پیښیږي.

په مییوسس کې، DNA یوازې یو ځل نقل کېږي، په داسې حال کې چې حجره دوه ځله وېشل کېږي. د DNA تکثیر یوازې تر مییوسس-یو وړاندې واقع کېږي. د DNA نقل کول هغه وخت نه پیښیږي کله چې حجرې په مییوسس-دوه کې دویم ځل ووېشل شي. نقل کول یا تکثیر هم د حجرو د ټولو فعالیتونو په څېر، د دغه کار ترسره کولو لپاره ځانګړو پروټینونو ته اړتیا لري.[۱۸]

ریښه یا اصل

د حجرو اصل او ریښه د ژوند له اصل سره تړاو لري، چې پر ځمکه د ژوند له تاریخ سره پیلېږي.

د لومړۍ حجرې ریښه

د هغو کوچنیو مالیکولونو د اصل په اړه ګڼې تیورۍ شته دي، چې پر ځمکه د لومړیو ژوندونو لامل شوي. ممکن دوی ځمکې ته پر اسماني ډبرو (meteorites) لېږدول شوي وي (وګورئ مرچیسن مېټیورایټونه)، او د سمندر په ژورو ځایونو کې رامنځته شوي وي، یا هم په کمېدونکي اتموسفیر کې د برېښا او رعد او برق په واسطه سینتیسایز یا ترکیب شوي وي (د ملر – یوري تجربه وګورئ). کم داسې پر تجربه ولاړ معلومات شته چې ښيي د لومړي ځل خپله تکثیر (self-replicating) بڼې څه وې. RNA د خپله-تکثیر لومړنی مالیکول ګڼل کېږي، ځکه چې دا د جینیاتي معلوماتو ذخیره کولو او د کیمیاوي تعاملاتو کتلایز کولو توان لري (د RNA نړیواله فرضیه وګورئ)، مګر ځینې نور موجودات چې د خپله-تکثیر وړتیا لري ممکن تر RNA مخکې وي، لکه خاوره یا پیپټایډ نیوکلییک اسید.[۱۹]

اناتومي

سرچينې

  1. کينډۍ:Multiref
  2. Cell Movements and the Shaping of the Vertebrate Body in Chapter 21 of Molecular Biology of the Cell fourth edition, edited by Bruce Alberts (2002) published by Garland Science. The Alberts text discusses how the "cellular building blocks" move to shape developing embryos. It is also common to describe small molecules such as amino acids as "molecular building blocks".
  3. Campbell NA, Williamson B, Heyden RJ (2006). Biology: Exploring Life. Boston, Massachusetts: Pearson Prentice Hall. ISBN 9780132508827.
  4. کينډۍ:NCBI-scienceprimer 30 March 2004.
  5. Bianconi E, Piovesan A, Facchin F, Beraudi A, Casadei R, Frabetti F, et al. (November 2013). "An estimation of the number of cells in the human body". Annals of Human Biology. 40 (6): 463–71. doi:10.3109/03014460.2013.807878. PMID 23829164. S2CID 16247166. These partial data correspond to a total number of 3.72±0.81×1013 [cells].
  6. Azevedo FA, Carvalho LR, Grinberg LT, Farfel JM, Ferretti RE, Leite RE, et al. (April 2009). "Equal numbers of neuronal and nonneuronal cells make the human brain an isometrically scaled-up primate brain". The Journal of Comparative Neurology. 513 (5): 532–41. doi:10.1002/cne.21974. PMID 19226510. S2CID 5200449.
  7. Karp G (19 October 2009). Cell and Molecular Biology: Concepts and Experiments. John Wiley & Sons. p. 2. ISBN 9780470483374. Hooke called the pores cells because they reminded him of the cells inhabited by monks living in a monastery.
  8. Tero AC (1990). Achiever's Biology. Allied Publishers. p. 36. ISBN 9788184243697. In 1665, an Englishman, Robert Hooke observed a thin slice of" cork under a simple microscope. (A simple microscope is a microscope with only one biconvex lens, rather like a magnifying glass). He saw many small box like structures. These reminded him of small rooms called "cells" in which Christian monks lived and meditated.
  9. Maton A (1997). Cells Building Blocks of Life. New Jersey: Prentice Hall. ISBN 9780134234762.
  10. Schopf JW, Kudryavtsev AB, Czaja AD, Tripathi AB (2007). "Evidence of Archean life: Stromatolites and microfossils". Precambrian Research. 158 (3–4): 141–55. Bibcode:2007PreR..158..141S. doi:10.1016/j.precamres.2007.04.009.
  11. Schopf JW (June 2006). "Fossil evidence of Archaean life". Philosophical Transactions of the Royal Society of London. Series B, Biological Sciences. 361 (1470): 869–85. doi:10.1098/rstb.2006.1834. PMC 1578735. PMID 16754604.
  12. Raven PH, Johnson GB (2002). Biology. McGraw-Hill Education. p. 68. ISBN 9780071122610. بياځلي په 7 July 2013.
  13. "First cells may have emerged because building blocks of proteins stabilized membranes". ScienceDaily (in انګليسي). بياځلي په 2021-09-18.
  14. "Differences Between Prokaryotic Cell and Eukaryotic Cell @ BYJU'S". BYJUS (in American English). بياځلي په 2021-09-18.
  15. Microbiology : Principles and Explorations By Jacquelyn G. Black
  16. کينډۍ:NCBI-scienceprimer 30 March 2004.
  17. کينډۍ:NCBI-scienceprimer 30 March 2004.
  18. Campbell Biology—Concepts and Connections. Pearson Education. 2009. p. 138.
  19. Orgel LE (December 1998). "The origin of life--a review of facts and speculations". Trends in Biochemical Sciences. 23 (12): 491–5. doi:10.1016/S0968-0004(98)01300-0. PMID 9868373.