د سږو بوغمه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سږو بوغمه (امريکايي انگرېزي: Pulmonary Edema يا په برتانيوي انگرېزي: Pulmonary Odema، په يوناني οίδημα)، د سږو پړسوب او يا په سږو کې د مايعاتو د راغونډېدنې ناروغي ده. د سږو دغه ناروغي په سااخيستنيز غونډال کې ناسوبوالی رامېنځ ته کوي او دا ناروغي د دې سبب گرځي چې په سږو کې د گازونو په ادلون بدلون کې خنډ رامېنځ ته شي چې بيا د ساه اخيستنې عدم کفايه يا ناتواني رامېنځ ته کوي. د سږو بوغمه په دوه حالتونو کې راپېښېدلای شي، لومړی يا خو دا ناروغي د زړه د عدم کفايې په سبب هغه وخت چې زړه د سږو په اکر کې مايعات و نشي وېستلای نو په دغه وخت کې د کارډيوجېنېک پلمونېري ايډيما يا د زړه اړونده د سږو بوغمه پېښېږي. دويم دا چې د سږو د ووبونو د ټپي کېدو په سبب نان کارډيوجېنېک پلمونېري ايډيما يا د زړه نااړونده د سږو بوغمه راپېښېدلای شي.[۱] د دغې ناروغۍ درملنه د ناروغۍ په لامل پورې اړه لري، خو په عين وخت کې د ناروغ د سږو د سااخيستنې د کړنې په ښه والي کې بايد ډېره پاملرنه وشي او هغه لاملونه چې د سااخيستنې خنډ گرځي د هغو له مېنځه وړلو هڅه پکار ده.

نښې نښانې[سمول]

د دغې ناروغۍ نښې، د ساه لنډېدنه او د سا اخيستلو ستونزه، د ټوخي سره د وينې رابرسېرېدنه، غېرنورماله خوله، اضطراب او د جلد زېړوالی دی. د سږو د بوغمې سره يوه عامه ښکاره نښه د گلابي رنگه بلغم راپېدا کېدل دي. که چېرته د دغې ناروغۍ درملنه په وخت سره و نه شي نو دا ناروغۍ د کوما تر کچې او آن د مړينې سبب هم گرځي، خو دا ټول بيا د ساه اخيستنې پېچلتياؤ، لکه هايپوآکسيا يا په وينه کې د آکسيجن د کمښت سره تړلي دي. که چېرته دغه ناروغي په ورو ورو پرمختگ کړی وي، نو په ناروغ کې د مايعاتو پراړوالی (له اندازې زيات د مايعاتو ډېرښت) راڅرگندېږي. چې د همدغه ناانډولتوب په نتيجه کې ناروغ د شپې لخوا له خوبه د ميتيازو لپاره راپورته کېږي، د ناروغ بوجلکو کې بوغمه او پړسوب (پښې پړسېږې، په عامه توگه دغه ډول پړسوب ته پيټينگ بوغمه وايي، چې که چېرته د ناروغ د پښو جلد څوک په دوه گوتو کېښکاږي او بيا گوتې څوک ليري کړي نو جلد به په ځنډ بېرته خپلې نورمالې بڼې ته راوگرځي.) راڅرگندېږي، همدا شان اورتوپنيا يا ستوني ستخ ساه لنډي (کله چې ناروغ ستونې ستخ څملاستلی وي نو د ناروغ ساه لنډېږي او په نورماله توگه ساه نه شي اخيستلی)، او پاراوکسيمال نوکټرنال ډسپنيا يا د شپې لخوا ناڅاپي شديده ساه لنډي (په شپه کې ناڅاپي شديده ساه لنډي پېښېدل) هم څرگنده د دغې ناروغۍ څرگندې نښې نښانې دي.

پېژندنه[سمول]

په يوه ناروغ باندې د سږو د بوغمې د ناروغۍ شک هغه وخت کېږي کله چې يو طبيب د هغه روغتيايي پېښليک راڅرگند کړي، لکه د ناروغ د زړه او رگونو پخوانۍ ناروغي، د ناروغ فيزيکي کتنې: د سږو د غوږکېدو پرمهال د سااخيستنې په پای کې د کراکلز (هغه غږونه چې د سږو په ناروغۍ اخته ناروغ کې د ژورې سااخيستنې وروسته په ستېتوسکوپ اورېدل کېږي) غږ شتون د سږو د بوغمې ښکارندويي کوي. د زړه د درېم غږ (S3) شتون د زړه اړونده د سږو بوغمې يا د کارډيوجېنېک پلمونېري ايډيما وړاندوينه کوي.[۱]

همدا ډول د وينې ځينې آزمېښتونه هم د دغې ناروغۍ په پېژندنه کې مرسته کوي. د ساري په توگه په وينه کې د اېلېکټرولايټونو (سوډيم، پوټاشيم) او د پښتورگو د عمل ښکارندوکو (markers) (لکه کرياتينين، يوريا) د څرگندولو آزمېښتونه بايد ترسره شي. همدا شان د ځيگر د اېنزايمونو، د التهابي ښکارندوکو (چې اکثراً C-تعامل کوونکی پروټين) او د وينې بشپړ شمېر د رامالومولو سره سره د کواگولېشن کتنې (لکه PT, aPTT) عامې طبي آزمېښتي سپارښتنې دي چې طبيبان يې غوښتنه کوي. په ډېرو روغتونونو کې B-ډوله ناټريوريټيک پېپټايډ (BNP) موندل کېږي، , especially in the US, sometimes even as a point-of-care test. Low levels of BNP (<100 pg/ml) make a cardiac cause very unlikely.[۱]

The diagnosis is confirmed on X-ray of the lungs, which shows increased fluid in the alveolar walls. Kerley B lines, increased vascular filling, pleural effusions, upper lobe diversion (increased blood flow to the higher parts of the lung) may be indicative of cardiogenic pulmonary edema, whereas patchy alveolar infiltrates with air bronchograms are more indicative of noncardiogenic edema[۱]

Low oxygen saturation and disturbed arterial blood gas readings may strengthen the diagnosis and provide grounds for various forms of treatment. If urgent echocardiography is available, this may strengthen the diagnosis, as well as identify valvular heart disease. In rare occasions, insertion of a Swan-Ganz catheter may be required to distinguish between the two main forms of pulmonary edema.[۱]

لاملونه[سمول]

هر کله چې د سږو ووبونه د مستقيم زيان په سبب ټپي شي او يا هم د زړه د ناسوبوالي په سبب د وينې د اکرني غونډال په کړنه کې بې کفايتې رامېنځ ته شي نو دا بيا د سږو د بوغمې د ناروغۍ لامل گرځي.

د زړه اړونده د سږو بوغمه[سمول]

د زړه نااړونده د سږو بوغمه[سمول]

May occur after upper airway obstruction, intravenous fluid overload, neurogenic causes (seizures, head trauma, strangulation, electrocution). Can also be seen with ARDS (acute respiratory distress syndrome):

Alveolar[سمول]

نور/ناڅرگنده لاملونه[سمول]

درملنه[سمول]

Focus is initially on maintaining adequate oxygenation. This may happen with high-flow oxygen, noninvasive ventilation (either continuous positive airway pressure (CPAP) or variable positive airway pressure (VPAP)[۸][۹]) or mechanical ventilation in extreme cases.

When circulatory causes have led to pulmonary edema, treatment with intravenous nitrates (glyceryl trinitrate), and loop diuretics, such as furosemide or bumetanide, is the mainstay of therapy. These improve both preload and afterload, and aid in improving cardiac function.

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ۱٫۴ Ware LB, Matthay MA. Acute pulmonary edema. N Engl J Med 2005;353:2788-96. PMID 16382065.
  2. Hampson NB, Dunford RG (1997). "Pulmonary edema of scuba divers". Undersea Hyperb Med 24 (1): 29–33. PMID 9068153. Archived from the original on 2010-06-17. https://web.archive.org/web/20100617040315/http://archive.rubicon-foundation.org/2388. Retrieved 2008-09-04. 
  3. Cochard G, Arvieux J, Lacour JM, Madouas G, Mongredien H, Arvieux CC (2005). "Pulmonary edema in scuba divers: recurrence and fatal outcome". Undersea Hyperb Med 32 (1): 39–44. PMID 15796313. Archived from the original on 2011-01-17. https://web.archive.org/web/20110117001257/http://archive.rubicon-foundation.org/4032. Retrieved 2008-09-04. 
  4. Fremont RD, Kallet RH, Matthay MA, Ware LB (June 2007). "Postobstructive pulmonary edema: a case for hydrostatic mechanisms". Chest 131 (6): 1742–6. doi:10.1378/chest.06-2934. PMID 17413051. http://www.chestjournal.org/cgi/pmidlookup?view=long&pmid=17413051. Retrieved 2008-09-04. 
  5. Chuang YC, Wang CH, Lin YS (September 2007). "Negative pressure pulmonary edema: report of three cases and review of the literature". Eur Arch Otorhinolaryngol 264 (9): 1113–6. doi:10.1007/s00405-007-0379-9. PMID 17598119. http://dx.doi.org/10.1007/s00405-007-0379-9. Retrieved 2008-09-04. 
  6. Luks AM (2008). "Do we have a "best practice" for treating high altitude pulmonary edema?". High Alt. Med. Biol. 9 (2): 111–4. doi:10.1089/ham.2008.1017. PMID 18578641. http://dx.doi.org/10.1089/ham.2008.1017. Retrieved 2008-09-04. 
  7. Bates, M (2007). "High altitude pulmonary edema". Altitude Physiology Expeditions. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ فبروري ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ سپټمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Masip J, Roque M, Sánchez B, Fernández R, Subirana M, Expósito JA (December 2005). "Noninvasive ventilation in acute cardiogenic pulmonary edema: systematic review and meta-analysis". JAMA 294 (24): 3124–30. doi:10.1001/jama.294.24.3124. PMID 16380593. http://jama.ama-assn.org/cgi/content/full/294/24/3124. 
  9. Peter JV, Moran JL, Phillips-Hughes J, Graham P, Bersten AD (April 2006). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Effect of non-invasive positive pressure ventilation (NIPPV) on mortality in patients with acute cardiogenic pulmonary oedema: a meta-analysis"]. Lancet 367 (9517): 1155–63. doi:10.1016/S0140-6736(06)68506-1. PMID 16616558.