اپلاتون او دولت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اپلاتون

اپلاتون له میلاد څخه ۴۲۷ کاله مخکې د یونان په پلازمېنه اتن (Athens) کې و زیږېد. مورنی نوم یې اسطاکلیس و. نوموړي د خپل وخت له لوی استاد سقراط څخه زده کړې وکړې. ساینس ، فلسفه ، ټولنپوهنه او ادبیات یې زده کړل. سیاسي زده کړي هم په دې کې د اهمیت وړ دي. اپلاتون چې د مثالي دولت په ترڅ کې لومړی د دولت د پنځوني (تخلیق) کومه نظریه وړاندې کړه له هغې نظریې سره سم د یوې ټولنې اړتیاوې بې شمېره او بېلابېلې دي چې د وخت او استعداد د محدودیت له امله په یواځې سر نشي پوره کېدلی نو اړینه ده چې په کډه سره کار وکړي. د بېلگې په ډول څوک ټوکر جوړ کړي، ځینې بزگري وکړي او نور یې بیا د ټولنې د اړتیا وړ نور کارونه وکړي. په دې ډول وگړي سره نژدې کېږي او دا نژدېوالی اړتیاوې ایجادوي او په دې ډول یو اقتصادي نظام ترتیب پیداکوي. همدا اقتصادي نظام چې مخ ته ولاړ شي د یوه دولت بڼه غوره کوي. ددې دولت د چلولو لپاره او د دولت د غوښتنو د پوره کولو لپاره چې اپلاتون د کوم ډول حکمران په لټه کې دی هغه وایې چې: نېکي علم دی او د لوړې سطحې د ښېگړې لپاره د لوړې پوهې درلودل اړین دي. دنېکي کولو وړتیا په بېلابېلو طبقو او وگړو کې بېله بېله وي. په زړوره طبقه کې د ښېگڼې وړتیا لږ وي. په هوښیاره طبقه کې د ښېگنې وړتیا ډیره وي. ځکه نو په نېکي کې د غوره توب له امله فیلسوفان د حکومت کولو ډیر حقدار دي. ځکه چې د حکومت کولو هنر تر ډېره بریده د عقل تابع دی ددې تړاو له جرآت او اشتها سره نه دی ځکه نو فیلسوفان د حکومت کولو مستحق دي. اپلاتون د حکومت کولو مستحق یواځې فېلسوفان گڼي او هغوی د حکومت کولو وړ بولي. نوموړی ددې خبرې د ثبوت لپاره دا منطق او دلیل راوړي چې ترڅو پوري فیلسوف د حکومت پر گدۍ ناست نه وي تر هغه وخته پورې له اتباعو څخه بدۍ نشي لیري کیدی. د هغه په نزد حکومت په پوهه پورې اړه لري او پوهه په فلسفه پورې مربوط ده. په دې ډول داپلاتون په نزد فیلسوف یو ښه باچا کېدلی شي. ځکه چې فیلسوف خپله دنده پاکه او مقدسه گڼي له دې امله چې فیلسوف د ژوند په ټولو معاملو پوهېږي. هغه د ښېگڼې او ریښتونولۍ په لټه کې وي او ټول علمونه سره یو ځای کوي. فیلسوف پوهېږي چې عدل، ښکلا او ضبط نفس څه شی دی او دهغوی په مرسته د عوامو اخلاق او کردارښه کوي. د فیلسوف مقام تر حرص او تمې لوړ دی . د ښه عدل او انصاف لرلو په سوب د بېلابېلو شیانو په منځ کې توازن پیداکوي. په دې ډول اپلاتون په یوه فیلسوف کې ټولې ښېگڼې یو ځای کوي. همدا لامل دی چې د اپلاتون په آند فیلسوف یو ښه او نمونوي واکمن کېدلی شي اود دولت نظام په ښه ډول پر مخ بیايي.

اپلاتون د سقراط شاگرد ؤ او له هغه څخه ډیر متاثر شوی ؤ. په دې سوب هغه د سقراط د هوښیارو امیرانو حکومت تاییدوي.

هغه وایي چې فیلسوف تل د عقل په رڼا کې قوانین پلي کوي او دهغه رایه له نه بدلېدونكي قانون څخه ښه وي. د اپلاتون واکمن له قانون څخه لوړ وي خو خپل چاری نه وي. نوموړی وایي چې د قانون پېټی باید د باچا په اوږو باندې بار نه وي. د هغه په وینا نېکي او بدي پوهه ده او هغه پوهه چې بنسټ یې په فلسفه او ساینس باندې ولاړ وي تر هغې پوهې ښه ده چې اساس یې په رایو ، عقایدو او رواجونو باندې ولاړ وي. یو فیلسوف باچا د لوړې پوهې او کړو وړو خاوند وي د هغه په نظر باچا د قانون تابع کېدلی نشي. لیکلي قوانین د نیمگړې ټولنې لپاره وی او فیلسوف باچا یو نا لیکلی قانون لري مگر اپلاتون فیلسوف حکمران یواځې د ټولنې او دولت د مبادیاتو پابند بللی دی چې یو فیلسوف حکمران یې هم په خپله خوښه نشي بدلولی. هغه فیلسوف باچا ته د قانون جوړولو ټول واک ورکوي او له قانون څخه یې مبرا بولي او هغه ته یې د یوه خود مختار او ازاد با چا درجه ورکړې ده. ددې لپاره چې د ابلاتون ددې فیلسوف باچا د ملوکیت ښه اندازه ولگوو یو تنقیدي تحلیل یې په لاندې ډول وړاندې کوو-

تنقیدي تحلیل:

د اپلاتون د مثالي دولت نظریه د ولسواکۍ له اصولو سره بېخي مخالفه ده ځکه چې ولسواکي د قانون تر سیوري لاندې د مساوات ، خپلواکۍ او ازاد تابعت نوم دی. مگر دا اصول او قوانین د اپلاتون د فیلسوف باچا تر واک لاندې پر مخ نشي بېول کېدی ځکه چې د فیلسوف حکمران واک د یوه یا څو تنو په لاس کې وي چې دا ډول حکومت تر ډېره بریده د عادلانه پر ځای ظالمانه وي. دا نظام د عملي انسانانو پر ځای مفکرین پیداکوي. مفکر د عامو خلکو ژوند ته نژدې نه وي. او د عوامو په چارو باندې ښه نه پوهېږي. ځکه نو د عوامو ارادو ته د گټې په ځای تاوان رسوي. تجربو ښوولې ده چې عملي نمایندگان د فلسفي استاذو په پرتله د عامو وگړو د چارو د حل لپاره گټور ثابتېږي.

اپلاتون چې د فیلسوف حکمران کوم آمرانه تصور ورکړی دى هغه په یو سولیزه او لوستې ټولنه کې شاید تر یوه بریده د عمل وړ وي. مگر د انساني فطرت ضد دی دا ځکه چې انساني ټولنه تر ډېرې اندازې د انتشار او جنگ وجگړې ښکار ده. په داسې ټولنه کې د فیلسوف پر ځای د یوه منظم عزم لرونکي او تصمیم لرونکي ا و په خلکو کې د یوه منلي او بارسوخه شخصیت حکومت پکار دی چې عوام یې خپل وبولي. کچېرې حکمران په یوه ځانگړې ډله پورې تړلی وي او تر قانون هم لوړ وي نو عوام به یې څنگه خپل حکمران وبولي. چېرې چې قانون نه وي او دیوه یا څو تنو حکمونو ته قانون ویل کېږي نو هلته به د عامو خلکو گټې څنگه خوندي شي. د مشرتابه لپاره د فلسفې نه بلکه د ټولنې د ریښتینو چارو د پوهې او عمل اړتیا ده. لکه څنگه چې لیدل شوي دي چې فیلسوف خیال او فکر په عمل کې نشي پیاده کولی یواځې وضاحت یې کولی شي. نو له دې څخه معلومه شوه چې د اپلاتون فیلسوف حکمران د تصوراتو تر بریده ښه دی خو په عملي ژوند کې دده کردار ډیره لږه برخه لري.