جوچه
جوچه (په انګلیسي: /ˈdʒuːtʃeɪ/ JOO-chay)، په رسمي ډول جوچه آیډیا (په کوریايي ژبه: 주체사상; RR: Juche sasang) چې د جوچه تفکر او جوچیزم په توګه هم ژباړل شوې، د شمالي کوریا دولتي آیډیا ده چې د دغه هېواد د دولت له خوا «د ملي او نړیوال تفکر په توګه د کیم ایل سونګ اصلي، ځلېدونکی او انقلابي لیدلوری» بلل شوی. د دغې نظریې له مخې «انسان د خپل برخلیک واکمن دی»، وګړیزې ټولګې باید د «انقلاب او رغاونې» د ماسټرانو په توګه چلن وکړي او همدارنګه یو ملت په ځان باندې د بسیا کېدو او پیاوړي کېدو په حالت کې کولای شي، واقعي سوسیالیزم ته لاسرسی ومومي. [۱][۲] کیم ایل سونګ دغې ایدیالوژي ته چې په اصل کې د مارکسېزم- لینېنزم ډول بلل کېده، تر هغه مهاله وده ورکړه، کله چې د هغه د ځای ناستي زوی کیم جونګ ایل له خوا د شمالي کوریا لپاره جلا ایدیالوژي اعلان شوه؛ د شمالي کوریا دولت جوچه د سیاسي خپلواکۍ، اقتصادي پرځان بساینې او په پوځي برخه کې د پرځان باور په برخو کې د ګټه اخیستونکو اصولو په توګه ومنله. په جوچه کې د مارکسېزم- لینینېزم تاریخي ماتریالیستي نظریات شاملېږي، خو په کلکه سره په فردیت، ملي دولت او د هغو پر حاکمیت ټینګار لري. هماغه ډول چې په ۱۹۷۰ مه لسیزه کې کیم جونګ ایل د کیم د احتمالي ځای ناستي په توګه وبلل شو، رهبر ته وفاداري د جوچه د اساسي برخې په توګه هماغه ډول چې د یو موټي ایډیالوژیک سیسټم د ټینګښت په لسو اصولو کې بیان شوې وه، د تایید وړ وګرځېده. جوچه آیډیالوژي د هغو د منتقدینو له خوا افراطي ملت پالنه او همدارنګه له مارکسېزم – لینینېزم څخه انحراف بلل شوی. تاریخچه[سمول]رېښه[سمول]د شمالي کوریا د دولت له رسمي اعلامیې د جوچه رېښه په ۱۹۳۰ زکال کې په امپریالیزم ضد ځوانانو لیګ کې د کیم ایل سونګ تجاربو او د دغه لیګ آزادي غوښتونکو او جاپان ضد مبارزاتو ته اړونده بولي. د یوې آیډیالوژي په توګه جوچه ته لومړۍ مستنده نغوته په ۱۹۵۵ زکال کې د کیم ایل سونګ له خوا د « مذهبي تعصب د له منځه وړو او په ایډیالوژیکي برخه کې د جوچه د فورمولبندۍ او بنسټ اېښودو» اړوندې وینا پر مهال وشوه. دغه وینا په چین کې د یانانیانو مخکني اصلاحي خوځښت ته د ورته او مشابه پاکسازۍ د ترویج په موخه وشوه. [۳][۴][۵] د آیډیالوژي په برخه کې څېړونکي او د کیم ستر سلاکار هوانګ جانګ یوپ د کیم دغه د ۱۹۵۵ زکال وینا ،د ۱۹۵۰ مې لسیزې په وروستیو کې لیکلې وه، هغه مهال چې کیم خپل شخصیتي ځایګی جوړاوه او هڅه یې کوله چې د مارکسېزم او لینینېزم په برخه کې خپلې نسخې ته وده ورکړي. [۶][۷][۸] وده[سمول]کیم ایل سونګ د ۱۹۶۵ زکال په خپله وینا کې چې د اپرېل په ۱۴ مه نېټه یې وکړه،«د کوریا د خلکو په دیموکراتیک جمهوریت او د سویلي کوریا په انقلاب کې د سوسیالېزم د رامنځته کولو اړوند» د جوچه درې اساسي اصول بیان کړل:
د جوچه په اړه د کار اصلي پایله د کیم جونګ ایل په نامه د On the Juche Idea تر عنوان لاندې رساله کې په ۱۹۸۲ زکال کې خپره شوه. دغه رساله په شمالي کوریا کې د «جوچه د معتبرې او جامعې شرحې» په توګه عمل کوي. د دغې رسالې پر بنسټ د کوریا کارګري ګوند (WPK) د جوچه د تفکر له مخې د وګړیزو ټولګو د روزنې مسئولیت پر غاړه لري. د دغې رسالې له مخې جوچه په بشپړ ډول کیم ایل سونګ ته اړونده ده چې «د کوریا د انقلاب د مشر د آیډیا استازیتوب کوي ... موږ د جوچه په آیډیا باندې د ټولې ټولنې د برابرولو سپېڅلې دنده پر غاړه لرو». کیم جونګ ایل په دغه اثر کې بیانوي چې جوچه له مارکسېزم – لینینېزم څخه خلاقانه ګټنه نه ده، بلکې د «بشریت د تاریخ په پراختیا کې نوې دوره ده». په داسې حال کې چې د ۱۹۲۰ مې لسیزې په «کمونېستانو او ملت پالو» باندې یې د هغو د اشرافیت پلوه درېځونو له امله نیوکه کوله او ادعا یې کوله چې دوی «له وګړیزو ټولګو طلاق اخیستی اوجلا شوي». د مارکسېزم – لینینېزم له مقدماتو څخه د WPK لرې والی په ښکاره ډول د «راځئ چې د مارکسېزم – لینینېزم او جوچه نظریې تر بیرغ لاندې لاریون وکړو» تر عنوان لاندې مقاله کې څرګندېږي.[۱۰][۱۰][۱۱][۱۱][۱۰] د ۱۹۹۷ زکال په اګست میاشت کې د کوریا د خلکو د جمهوریت مرکزي کمېټې د جوچه کالیزې د کارونې اړوند یو لړ مقرارت وټاکل. له ۱۹۱۲ زکال (د کیم ایل سونګ د زیږون کال دی) وړاندې کلونو لپاره میلادي کلونه کارول کېږي، خو له ۱۹۱۲ زکال وروسته کلونه د جوچه د کلونو په نوم یادېږي. د بېلګې په توګه: ۲۰۲۲ ز کال د جوچه کال له مخې «۱۱۱ جوچه کال» کېږي؛ ځکه 2022 − 1911 = 111 کېږي. کله چې له جوچه کال څخه ګټنه کېږي، تر ډېره یې میلادي معادل هم ورسره په خوا کې لیکل کېږي، لکه "Juche 111, 2022" یا «Juche 111 (2022)». [۱۲] د نړۍ پراختیا[سمول]د شمالي کوریا دولت د جوچه نظریې نړیوال بنسټ (په پیل کې د جوچه نړیوال څېړنیز مرکز) په ۱۹۷۸ زکال کې په توکیو کې پرانیست، څو د جوچه نړیوال څېړنیز مرکز په چارو څارنه وکړي. په پیونګ یانګ کې د جوچه برج په ۱۹۸۲ زکال کې بشپړ شو چې په کې له ټولې نړۍ څخه د جوچه د پلویانو او څېړونکو ډلو ستاینه شوې وه. د ۱۹۶۰ مې لسیزې په وروستیو کې د متحده ایالاتو د تور پړانګ ګوند (Black Panther Party) د جوچه آیدیالوژي سره خپله همفکري اعلان کړه. په ۲۰۱۶ زکال کې د نیپالي کاریګرو او بزګرانو ګوند په باکتاپور ښار باندې په خپله اداره کې جوچه آیډیا د خپل لارښود په توګه معرفي کړه.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹] سرچينې[سمول] |
- ↑ Juche Idea: Answers to Hundred Questions. Pyongyang: Foreign Languages Publishing House. 2014. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ French 2014، م. 45.
- ↑ Juche Idea: Answers to Hundred Questions. Pyongyang: Foreign Languages Publishing House. 2014. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Hyung-chan Kim and Tong-gyu Kim. Human Remolding in North Korea: A Social History of Education. Lanham, MD: University Press of America. 2005. p. 10.
- ↑ Journal of Asiatic Studies. 高麗大學校亞細亞問題硏究所. 13 (3–4): 63. 1970. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)ساتنه CS1: بې سرليکه مهالنۍ (link) - ↑ Choe, Yong-ho., Lee, Peter H., and de Barry, Wm. Theodore., eds. Sources of Korean Tradition, Chichester, NY: Columbia University Press, p. 419, 2000.
- ↑ Becker, Jasper (2005). Rogue Regime: Kim Jong Il and the Looming Threat of North Korea. New York City: Oxford University Press. مخونه 65–66. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-517044-3. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ French, Paul (2007). North Korea: The Paranoid Peninsula – A Modern History (چاپ 2nd ed. Print.). New York: Zed Books. مخونه 30. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Cumings 2005، مم. 421–22.
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ Kwak 2009، م. 19.
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Kwak 2009، م. 20.
- ↑ "Rules on use of Juche Era adopted". Archived 13 March 2010 at the Wayback Machine. KCNA.
- ↑ Cumings 1997، م. 404.
- ↑ Juche, the Banner of Independence. Pyongyang: Foreign Languages Publishing House. 1977. مخونه 11. OCLC 4048345. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ ""Our Common Struggle Against Our Common Enemy": North Korea and the American Radical Left" (PDF). WilsonCenter.org. Woodrow Wilson International Center for Scholars. خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۰۶ مارچ ۲۰۱۶. لاسرسينېټه ۲۶ مې ۲۰۱۵. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "The Black Panther's Secret North Korean Fetish". NKNEWS.ORG. 20 December 2012. خونديځ د اصلي څخه ۱۰ مې ۲۰۱۵. لاسرسينېټه ۲۶ مې ۲۰۱۵. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Seulki Lee (په 25 April 2016 باندې). City of devotees devotes itself to development. Nepali Times
- ↑ Abt 2014، مم. 73–74.
- ↑ Lynn 2007، مم. 107–108.