تروتسکیزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تروتسکېزم مارکسیزم ته اړونده سیاسي آیډیالوژي او د هغو څانګه ده چې د اوکرایني – روسي انقلابي لئون تروتسکي، د کیڼ اپوزیسیون د یو شمېر نور غړو او څلورم انټرنشنال په واسطه یې پراختیا ومونده. تروتسکي خپل ځان یو ارتودوکس مارکسېست، انقلابي مارکسیستي، بلشویک – لینینیست؛ د مارکس انګلز او درې واړو (ولادمیر لینین، کارل لیبکنشت، روزا لوکزامبورګ) پیرو باله. هغه د کارګري طبقې د خپلواکۍ او ټولیزې دیموکراسۍ پر بنسټ د مخکښ پرولتاریا ګوند، پرولتاري اڼټرنشنلېزم او پرولتاري دیکتاتورۍ (د «بورژوازي دیکتاتورۍ» پر خلاف چې مارکسېستانو هغه کپیټلېزم بلله) د رامنځته کولو ملاتړ وکړ. تروتیسکانو په ستالینیزم نیوکه کوله، ځکه دوی د تروتسکي د دایمي انقلاب له نظریې څخه په ملاتړ په یو هېواد کې د سوسیالیزم اړوند د ستالین د نظریې مخالفت کاوه. تروتسکي همدارنګه په بروکراسي او دیموکراتیک ضد جریانونو نیوکې کولې ،هغه چې د ستالین تر مشرۍ لاندې شوروي اتحاد کې یې وده کړې وه.

ولادمیر لینین او تروتسکي په ایدیالوژیکي اختلافاتو سربېره، په ۱۹۰۳ زکال کې په لندن کې د سوسیال دیموکراتانو له کانګرس وړاندې او د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال له یو بل سره نږدې و. لینین او تروتسکي هم له ایدیالوژیکي او هم له شخصي پلوه د روسیې د انقلاب او د هغو د پایلو پر مهال یو بل ته نږدې و او تروتیسکانو او یو شمېر نورو تروتسکي «د رهبر همکار/دویم رهبر» باله. تروتسکي له انقلاب وروسته د سرو لښکرو اصلي رهبر و. په پیل کې یې د لینینېزم له یو شمېر اړخونو سره مخالفت وکړ، خو بالاخره دې پایلې ته ورسېد چې د منشویکانو او بلشویکانو ترمنځ اتحاد ناشونی دی او له بلشویکانو سره مل شو. تروتسکي د اکتوبر په انقلاب کې له لینین سره په خوا کې کلیدي رول درلود. لینین د تروتسکي په اړه ولیکل: «تروتسکي لا له ډېر وړاندې دا ویلي و چې اتحاد ناشونی دی. هغه دا درک کړې وه او له هغه مهاله له ده غوره بل هېڅ بلشویکي شتون نه درلود».[۱][۲][۳][۴]

د ۱۹۲۷ زکال په پیل کې، تروتسکي له کمونېست ګوند او د شوري اتحاد له سیاستونو واېستل شو. تروتسکي د همدغه کال په اکتوبر میاشت کې د ستالین په امر له واکه ګوښه کړای شو او په نومبر میاشت کې د شوروي اتحاد له کمونېست ګوند (بلشویکي ډلې) وایستل شو. د ۱۹۲۸ زکال په جنوري میاشت کې آلما – آتا (اوسني الماتي) ته تبعید شو او بیا د ۱۹۲۹ زکال په فبروري میاشت کې د شوروي اتحاد له جمهوریتونو تبعید شو. تروتسکي د څلورم انټرنشنال د مشر په توګه د هغه څه له امله چې ده په شوروي اتحاد کې د کارګرانو پرولتاریايي اداره بلله (degenerated workers' state) خپل تبعید ته دوام ورکړ. د ۱۹۴۰ زکال د اګست په ۲۰ مه تروتسکي په مکسیکو ښارکې د شوروي اتحاد د داخلي امنیت د هسپانوي الاصله جاسوس رامون مرکادر تر برید لاندې راغی او راتلونکې ورځ په روغتون کې ومړ. د هغه وژنه سیاسي ترور بلل کېږي. د کمونېست ګوند نږدې ټول تروتیسکان له ۱۹۳۷-۱۹۳۸ زکال پورې د لویې تصفیې پر مهال اعدام شول او عملا په شوروي اتحاد کې د تروتسکي ټول داخلي نفوذ له منځه لاړ. نیکیتا خرشچوف واک ته ورسېد او د نورو تروتیسکانو د اعدام لیست یې لاسلیک کړ او د ستالین شخصیتي نقد یې بېرته راژوندی کړ. تروتسکي او د هغه ګوند د خرشچوف د حکومت پر مهال هم د شوروي اتحاد دښمن بلل کېده.[۵][۶]

په ۱۹۳۸ زکال کې د فرانسې په درېیم جمهوریت کې د تروتسکي د څلورم انټرنشنال بنسټ هغه مهال کېښودل شو، کله چې تروتسکیستانو استدلال وکړ چې کمینټرن یا درېیم انټرنشنال په نه جبران کېدوني ډول د ستالینېزم پر وړاندې له منځه تللی او له همدې امله په نړیواله کچه سیاسي قدرت ته د کارګري طبقې د هدایت توان نه لري. [۷][۸]

تروتسکیستي خوځښتونه[سمول]

لاتین امریکا[سمول]

تروتسکېزم په یو شمېر وروستیو ټولنیزو بدلونونو په ځانګړې توګه د لاتین امریکا په ټولنیزو بدلونونو کې ونډه لرلې.

د بولیویا تروتسکیست ګوند (Partido Obrero Revolucionario, POR) د ۱۹۴۰ مې ز لسیزې په وروستیو او د ۱۹۵۰ مې ز لسیزې په لومړیو کې په یو لوی ګوند واوښت او له نورو ډلو سره په خوا کې یې د بولیویا د ملي انقلاب پر مهال او له هغو وروسته یې اصلي رول ولوباوه.[۹]

په ارجنټاین کې د کارګرانو انقلابي ګوند (Partido Revolucionario de los Trabajadores, PRT) په ۱۹۶۵ زکال کې د دوه کیڼ اړخو سازمانونو، د امریکا د انقلابي او وګړیزې جبهې (Frente Revolucionario Indoamericano Popular, FRIP) او ورکرز ورډ (Worker's Word) ډلې له یوځای کېدو رامنځته شو. په ۱۹۶۸ زکال کې د کارګرانو انقلابي ګوند په پاریس کې له څلورم انټرنشنل سره یوځای شو. همدغه کال د خلکو د انقلابي ځواک (ERP) په نامه هغو ته اړوند سازمان په ارجنټاین کې رامنځته شو چې د ۱۹۷۰ مې ز لسیزې پر مهال په سویلي امریکا کې په پیاوړي کلیوالي چریکي خوځښت واوښت. PRT په ۱۹۷۳ زکال کې څلورم انټرنشنال خوشی کړ. د کثیفې جګړې پر مهال PRT او ERP دواړه د ارجنټاین د نظامي رژیم له خوا وځپل شول. د ERP قوماندان رابرټو سانتوچو د ۱۹۷۶ زکال په جولای کې ووژل شو. د PRT د بې رحمانه  د ځپلو له امله له ۱۹۷۷ زکال وروسته دغه ګوند هېڅ فعالیت ترسره نه کړ. [۱۰]

د ونزویلا ولسمشر هوګو چاوېز د ۲۰۰۷ زکال د جنوري په لسمه د خپلې لوړې د مراسمو څخه دوه ورځې وړاندې د خپلې کابینې ترمنځ د قسم کولو پر مهال ځان تروتسکېست وباله. د ونزویلا تروتسکېستي سازمانونه چاوز تروتسکېست نه بولي او یو شمېر هغه د بورژوايي ملت پال په توګه توصیف کوي؛ په داسې حال کې چې نور هغه یو ریښتونی انقلابي رهبر بولي چې د مارکسیستي تحلیل د نه لرلو له امله ترې لویې تېروتنې شوې دي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

آسیا[سمول]

د ۱۹۲۰ مې لسیزې په وروستیو کې په چین کې بېلابېلې کیڼ اړخې مخالفې ډلې د کمینټرن سیاست پر ضد له کومینتانګ څخه د ملاتړ په موخه له تروتسکي سره د تعامل په لټه کې وې. په ۱۹۳۱ زکال کې د تروتسکي په ټینګار، د چین په کمونیستي ټولنه کې بېلابېلې ډلې له یو بل سره یو موټۍ شوې او د تروتسکي سند (په چین کې د سیاسي وضعیت او د بلشویک – لینینېست اپوزیسیون د دندې سند) یې تصویب کړ. د دغې اتحادیې په مخکښو غړو کې Chen Duxiu، Wang Fanxi او Chen Qichang شاملېدل. دغه اتحادیه د ملت پال دولت او د چین کمونیست ګوند تر تعقیب لاندې ونیوله.[۱۵][۱۶]

د ۱۹۳۰ مې لسیزې پر مهال په فرانسوي هندوچین کې د تاتوتاو تر مشرۍ لاندې ویتنامي تروتسکېزم په ځانګړي دول کوچینچین په سایګون کې تر ټولو مهم جریان و. په ۱۹۲۹ زکال کې د فرانسې په کیڼ اپوزیسیون La Vérité کې تا تو تاو کمنټرن تورن کړ چې چینايي کمونیستان یې (په ۱۹۲۷ زکال کې) له کومینتاګ څخه د ملاتړ له امله هدیرو ته لېږلي. [۱۷][۱۸]

اروپا[سمول]

د څلورم انټرنشنال فرانسوي برخه، انټرنشنلېست کمونېست ګوند (PCI) و. هغه مهال چې په ۱۹۵۲ زکال کې څلورم انټرنشنال خپله مرکزي کمېټه له واکه ګوښه کړه، ګوند وپاشل شو؛ بیاځلي په ۱۹۵۳ زکال کې هغه مهال وپاشل شو کله چې خپله څلورم انټرنشنال ووېشل شو. نورې جنجالونه د دې پر سر راپیدا شول چې د الجزایر په جګړه کې له کومې خپلواکې ډلې باید ملاتړ وشي.

د ۱۹۸۰ مې  ز لسیزې پر مهال د بریتانیا په کارګر ګوند کې انټرېسټ ملیشه ډلې د پارلمان د درېیو غړو په لرلو او د لیورپول په ښاري شورا د اغېزمن کنټرول په لرلو سره په کارګر ګوند کې فعالیت کاوه. دغه ګوند چې په ۱۹۸۶ زکال کې د خبریال مایکل کرېک له خوا د «بریتانیا پنځم مهم سیاسي ګوند» وبلل شو، چې د ۱۹۸۹ – ۱۹۹۱ زکلونو ترمنځ په رایو ضد مالیاتي خوځښت کې یې مهم رول ولوباوه او ان په پراخه کچه دا فکر کېده چې د بریتانیا د لومړۍ وزیرې مارګرت تارچر د دولت د سقوط لامل به وګرځي.[۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. "Revolutionary Communist Party: Revolutionary in Name Only". Workers Vanguard. العدد 823. 2 April 2004. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ اپرېل ۲۰۲۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Trotsky, Leon. Our Political Tasks. Marxists.org. تُرجم بواسطة New Park Publications. New Park Publications. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Lenin, Vladimir (1974). "Judas Trotsky's Blush of Shame". Lenin Collected Works. Marxists.org. 17. تُرجم بواسطة Cox, Dora. Moscow: Progress Publishers. د کتاب پاڼې 45. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Trotsky, Leon (1937). "The Lost Document". The Stalin School of Falsification. Marxists.com. تُرجم بواسطة Shachtman, Max. Pioneer Publishers. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 21 July 2010 باندې). Stalin banishes Trotsky - Jan 11, 1928.
  6. Taubman, William (2003). Khrushchev: The Man and His Era. Simon & Schuster. د کتاب پاڼي 56–57. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-393-32484-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Trotsky, Leon (May–June 1938). "The Transitional Program". Bulletin of the Opposition. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ نومبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: تنسيق التاريخ (link)
  8. کينډۍ:Cite dictionary
  9. Alexander, Robert J. (1991). International Trotskyism, 1929–1985: A Documented Analysis of the Movement. Duke University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Partido Socialista dos Trabalhadores Unificado. "Um pouco de nossa história" [A little bit of our history]. Partido Socialista dos Trabalhadores Unificado (په پرتگیزی ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ اگسټ ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. PRT Argentina. Junta de Coordinación Revolucionaria (JCR) (August 1973). "Por qué nos separamos de la IV Internacional" [Why we separated from the IV International] (PDF) (په هسپانوي ژبه کي). مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په 10 January 2007 باندې). Chavez accelerates on path to socialism. BBC News.
  13. Sanabria, William. "La Enmienda Constitucional, Orlando Chirino y la C-CURA" [The Constitutional Amendment, Orlando Chirino and the C-CURA] (په هسپانوي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ ډيسمبر ۲۰۰۹ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Declaración Polãtica de la JIR, como Fracción Pública del PRS, por una real independencia de clase (Extractos) – Juventud de Izquierda Revolucionaria" [Political Declaration of the JIR, as a Public Fraction of the PRS, for a real class independence (Excerpts) - Juventud de Izquierda Revolucionaria] (په هسپانوي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ جولای ۲۰۱۳ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Alexander, Robert J. "International Trotskyism". Encyclopedia of Trotskyism Online.
  16. "International Trotskyism - China: Early Years of the Chinese Communist Party". www.marxists.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Vietnam & Trotskyism: A series of articles by Simon Pirani reprinted from the Workers Press together with supplementary material. https://www.marxists.org/history/etol/document/vietnam/pirani/hochiminh.htm
  18. "Leftist Parties of the World - China". Marxists Internet Archive
  19. Crick, Michael, The March of Militant, p.2
  20. (په 14 August 1990 باندې). BBC ON THIS DAY – 14 – 1990: One in five yet to pay poll tax.
  21. Margaret Thatcher, The Downing Street Years (1993) pp.848–9