آنتونیو ګرامشي
آنتونیو فرانچسکو ګرامشي (۲۲ جنوري ۱۸۹۱ – ۲۷ اپرېل ۱۹۳۷ زکال) ایټالوي مارکسېست فیلسوف، خبریال، ژب پوه، لیکوال او سیاستوال و. هغه د فلسفې، سیاسي تیوري، ټولن پوهنې، تاریخ او ژب پوهنې اړوند لیکنې کړې دي. نوموړی د ایټالیا د کمونېست ګوند له بنسټګرو غړو او یو مهال د هغه مشر و. هغه چې د بنیتو موسولیني او فاشیزم تر ټولو سخت سری منتقد و، په ۱۹۲۶ زکال کې بندي شو او تر ۱۹۳۷ کال پورې، هغه مهال چې مړ شو، په بند کې و. [۲۰][۲۱] ګرامشي د خپل بند پر مهال د تاریخ او تحلیل اړوند ۳۰ کتابچې او ۳۰۰۰ پاڼې لیکنې وکړې. د زندان د کتابچو تر نامه لاندې د هغه د مقالو ټولګې د ۲۰ مې پېړۍ له سیاسي تیوري سره زیاته مرسته وکړه. ګرامشي نه یوازې له نورو مارکسیستانو، بلکې له یو شمېر نورو متفکرینو، لکه نیکولو ماکیاولي، ویلفردو پاریتو، جورجس سورل او بندیتو کورچه څخه هم اغېزمن و. د هغه په کتابچو کې ایټالوي تاریخ، ملت پالنې، د فرانسې انقلاب، فاشیزم، تیلوریزم او فوردیزم، مدني ټولنې، فولکلور، مذهب، عامه او عالي کلتور ته اړوندې مقالې شاملېږي. [۲۲] ګرامشي تر ډېره د کلتوري واکمنۍ اړوند خپلو نظریاتو له امله پېژندل کېږي، دغه نظریات توضیح کوي چې څه ډول دولت او واکمنه شتمنه طبقه – بورژوازي – په کپټېلیسټي ټولنو کې د خپل واک ساتلو په موخه له کلتوري بنسټونو ګټنه کوي. د ګرامشي له نظره، بورژوازي د تاوتریخوالي، اقتصادي ځواک او زور پر ځای له نظریاتو څخه په ګټنې کلتوري واک پراخوي. کلتوري واکمني خپل ارزښتونه او معیارونه ترویج کوي، څو د «عقلاني قضاوت» په ارزښتونو بدل شي او له دې لارې خپل واک خوندي ساتي. له همدې امله د نظم ساتلو په موخه د دې پر ځای چې له زوره کار واخیستل شي، د کپیټلیستي نظم څخه د رضایت په موخه له کلتوري واکمنۍ کار اخیستل کېږي. کلتوري واکمني، د واکمنې طبقې د بنسټیزو بنسټونو له خوا تولید او بیا تولید کېږي. ګرامشي همدارنګه هڅه وکړه چې د مارکسیزم د فلسفې له اقتصادي جبر ځان جلا کړي او له همدې امله هم ځینې مهال د نوي مارکسېست په توګه بلل کېږي. هغه له مارکسیزم څخه انسان پال درک درلود او هغه یې د «فلسفې پراکسېس» او «مطلقه تاریخ پالنه» بلله، چې له دودیز ماتریالیزم او عنعنوي آیډیالیزم څخه مخکښ و.[۲۳] ژوند[سمول]
|
- ↑ http://www.antoniogramsci.com/ag_biografia01.htm — د نشر نېټه: ۲۲ جنوري ۲۰۱۵
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ Archivio Storico Ricordi person ID: https://www.digitalarchivioricordi.com/it/people/display/12798 — د نشر نېټه: ۳ ډيسمبر ۲۰۲۰
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ BeWeb person ID: https://www.beweb.chiesacattolica.it/persone/persona/1596/ — د نشر نېټه: ۱۲ فبروري ۲۰۲۱
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ https://cs.isabart.org/person/3305 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ ۵٫۳ subject named as: GRAMSCI, Antonio — Treccani's Biographical Dictionary of Italian People ID: https://www.treccani.it/enciclopedia/antonio-gramsci_(Dizionario-Biografico) — د نشر نېټه: ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۱ — سرليک: Dizionario Biografico degli Italiani
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Грамши Антонио — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
- ↑ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6r22vf8 — subject named as: Antonio Gramsci — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Itaú Cultural ID: https://enciclopedia.itaucultural.org.br/pessoa486810/antonio-gramsci — subject named as: Antonio Gramsci — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Itaú Cultural — خپرونکی: Itaú Cultural — ISBN 978-85-7979-060-7
- ↑ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/10982726 — subject named as: Antonio Gramsci — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/gramsci-antonio — subject named as: Antonio Gramsci — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
- ↑ Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Antonio_Gramsci — subject named as: Antonio Gramsci — سرليک: Store norske leksikon
- ↑ Gran Enciclopèdia Catalana ID: https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0030777.xml — subject named as: Antonio Gramsci — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3111 — subject named as: Antonio Gramsci — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
- ↑ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/140517 — subject named as: Antonio Gramsci
- ↑ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/24252 — subject named as: Antonio Gramsci — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
- ↑ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=23081 — subject named as: Antonio Gramsci — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119056581 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000602277 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
- ↑ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000602277 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
- ↑ کينډۍ:Cite Oxford Dictionaries
- ↑ کينډۍ:Cite American Heritage Dictionary
- ↑ Sassoon 1991d، ص. 446.
- ↑ Haralambos او Holborn 2013، صص. 597–598.
- ↑ Picture of Gramsci's wife and their two sons at the Italian-language Antonio Gramsci Website.
- ↑ Crehan, Kate (2002). Gramsci, Culture, and Anthropology. University of California Press. p. 17. کينډۍ:ISBN.
- ↑ Giuseppe Vacca.Vita e Pensieri Di Antonio Gramsci.Einaudi.Torino 2012
- ↑ Hoare او Smith 1971، ص. lxxxix.
- ↑ Hoare او Smith 1971، ص. xcii.
- ↑ ۲۹٫۰ ۲۹٫۱ Hoare او Smith 1971، ص. xciv.
- ↑ Hoare او Smith 1971، ص. xciii.
- ↑ Jones 2006، ص. 25.
- ليکنې په کومو کې چي د اطالوی ژبې توري موجود دي
- د خاصيت کارولو پاڼې P1559
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- 1937م وفاتونه
- 27 اپرېل وفاتونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P570
- د خاصيت کارولو پاڼې P20
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P1971
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P101
- د خاصيت کارولو پاڼې P737
- د خاصيت کارولو پاڼې P135
- دستخط ویکی ڈیٹا سے ماخوذ
- د خاصيت کارولو پاڼې P345
- د خاصيت کارولو پاڼې P935
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- ليکنې په کومو کې چي د روسي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د ناروېجي بوکمول ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د كتالونیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د انګلیسي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د کروشیائی ژبې توري موجود دي
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره