لویدیځ(غربي) مارکسيزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لویدیځ مارکسیزم د مارکسیستي نظریې هغه بهیر دی چې په روسیه کې د ۱۹۱۷ زکال له انقلاب او د لینینیزم له واکمنېدو راوروسته په لویدیځه او مرکزي اروپا کې رامنځته شو. دغه اصطلاح د نظریه ورکوونکو هغې ټولګې ته اشاره کوي چې له کلاسیک او ارتودوکس مارکسیزم او همدارنګه د شوروي اتحاد د مارکسیزم – لینینېزم څخه یې جلا د مارکسیزم تفسیر وړاندې کړ. [۱]

لویدیځ مارکسیزم د پخوانیو مارکسیسټ مکتبونو په پرتله په ډېره کمه کچه اقتصادي تحلیل ته پام درلود او پر ځای یې د کپیټلیسټي(سرمایه داري) ټولنو د کلتوري بهیرونو په مطالعه ټینګار کاوه. د مارکسیزم له فلسفي او ذهني اړخونو یې ګټه کوله او د کلتور او تاریخي ودې د ارزولو په موخه یې له غیر مارکسیستي لارو چارو کار اخیست. تر ټولو مهمه موضوع هم د جورج ویلهلم فریدریش هیګل په فلسفه کې د کارل مارکس د نظریې د اصل رامنځته کول او بېرته رغول و چې دوی هغه د «ځوان مارکس» (د مارکس لومړني بشري آثار) په نامه یادوله.په دې سربېره یو شمېر مخکنۍ څېرې لکه ګیورګ لوکاچ، آنتونیو ګرامشي له سیاسي پلوه مخکښې وې، د ۱۹۷۰ مې لسیزې په نیمايي کې پري اندرسون له دویمې نړیوالې جګړې وروسته لویدیځ مارکسیزم تر ډېره د پوهنتوني فیلسوفانو، د بېلګې په توګه: د نورو ترمنځ د تئودور آدورنو، ګالوانو دلا ولپه او هربرت مارکوز په ګډون مشخص کړ. [۲][۳][۴][۵]

له ۱۹۶۰ مې لسیزې راهیسې دغه مفهوم، له نوي کیڼ اړخ سره نږدې اړیکې لرلی. په داسې حال کې چې ګڼ شمېر لویدیځ مارکسیستان د مارکسیستي انسان پالنې (Marxist humanism) پیرو و، هغه اصطلاح چې یو شمېر شخصیتونه او فکري مکتبونه، لکه: د لوئیس آلتوسر جوړښتي مارکسیزم او نیکوس پولانزاس په کې شامل و او په کلکه سره یې په هیګلنیزم او د هغوی په انسان پالنې نیوکې کولې.[۶]

اصطلاح[سمول]

په ۱۹۲۰ مه لسیزه کې درېیم انټرنشنال (کمینټرن یا د نړۍ د کمونیستي ګوندونو ټولنې) په خپلو لیکو کې په توهین کوونکي ډول یو لړ ځانګړي لیدلوري د «لویدیځو اروپایي» نظریه ورکوونکو په نوم معرفي کړل. په ۱۹۳۰ زکال کې د کارل کورش په نامه یوه نیوکه کوونکي د «لویدیځ کمونېست» په توګه د ځان په معرفي کولو پیل وکړ. موریس مرلو- پونټي په ۱۹۵۵ زکال کې په خپل کتاب( Adventures of the Dialectic )کې د لویدیځ مارکسیزم اصطلاح مشهوره کړه. مرلو پونټي له ګیورګ لوکاچ سره په ګډه د مارکسیستي فکر ټولګه جوړه کړه چې هم یې له مارکسیزم څخه د شوروي له تفسیر او هم یې له هغو د وړاندې دویم انټرنشنال تفسیر سره توپیر درلود. [۷][۸][۹]

تاریخچه[سمول]

پري اندرسون څرګندوي چې لویدیځ مارکسیزم د لویدیځې اروپا په ګڼ شمېر پرمختللو کپیټلیسټي ټولنو کې جرمني، اطریش، هنګري او ایټالیا  د پرولتاري انقلابونو له پاتې راتلو وروسته د لومړۍ نړیوالې جګړې له امله رامنځته شو. هغه استدلال کوي چې دغه کلتور د سوسیالیستي تیوري او کارګري طبقې د چارو ترمنځ د جلاتوب څرګندويي کوي چې په ۱۹۲۰ زکال کې د لویدیځې کاریګري طبقې له پاتې راتلو او رکود څخه سرچینه اخلي. [۱۰][۱۱][۱۲]

د لویدیځ مارکسیزم رېښې ۱۹۲۳ زکال ته رسېږي، هغه مهال چې د  History and Class Consciousness په نامه د ګئورګ لوکاچ کتاب او د کارل کورش د مارکسیزم او فلسفې په نامه کتاب خپور شو. په دغو کتابونو کې لوکاچ او کورش داسې مارکسېزم وړاندې کړ چې د مارکس د نظریې په هګلي بنسټ یې ټینګار کاوه. دوی استدلال کاوه چې مارکسیزم یوازې د سیاسي اقتصاد ساده نظریه نه ده او باید د خپلو پخوانیو بورژوازي په پرتله پراختیا ومومي، خو د طبیعي علومو په څېر د ټولن پوهنې علمي نظریه هم نه ده. د دوی لپاره مارکسیزم په لومړي پړاو کې یو نقد و او د ټولنې یو باخبره بدلون. هغوی روښانه کوي، چې مارکسیزم هغه ډول چې «مبتذل» مارکسیزم باور لري، فلسفه نه منسوخه کوي، پر ځای یې مارکسیزم فلسفي حقایق تر هغه مهاله ساتي، ترڅو چې یو رښتینی انقلابي بدلون نه وي رامنځته شوی. [۱][۱۳]

د دوی دغه چارې د درېیم انټرنشنال له مخالفت سره مخامخ شوې، هغو چې مارکسیزم د تاریخ او طبیعت نړیوال علم باله. په دې سره په ۱۹۳۰ مه لسیزه کې د مارکسیزم دغه ډول د جرمني فرانکفورت ښوونځي غوره کړ. د ایټالوي کمونیست انتونیو ګرامشي د زندان یادښتونه چې لویدیځ مارکسیزم ته اړوند طبقه بندي شول، په همدغه دوره کې ولیکل شول ،خو تر ډېر وروسته خپاره نه شول. ارنست بلوخ یو له هغو معاصرو څېرو څخه دی چې ځینې مهال د لویدیځ مارکسیزم د بنسټ اېښودونکو پلرونو له ډلې شمېرل کېږي.[۱][۱۴]

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، د یو شمېر ژورنالونو، لکه :Les Temps Modernes او Socialisme ou Barbarie پربنسټ، یو شمېر نظریه ورکوونکو، لکه: لوسین ګولدمن، آنري لوفور، موریس مرلو- پونټي او ژان پاول سارتر د فرانسوي لویدیځ مارکسیزم بنسټ کېښود. د لویدیځ مارکسیزم په دغه نسل کې تر ډېره حرفوي علمي وګړي او په زیاته کچه د فلسفې ښوونکي شاملو و. [۴]

ځانګړي عناصر[سمول]

په داسې حال کې چې د مارکسیستي فکر داسې ډېر مکتبونه شته چې په کلکه سره له مارکسیزم – لینینیزم سره توپیر لري، لکه: استرومارکسیزم او د انتون پانه کک او هرمان ګورتر هالنډي چپ کمونیزم، خو هغه نظریه ورکوونکي چې اقتصادي ارزونې ته لومړیتوب نه ورکوي د لویدیځو مارکسیستانو په توګه په پام کې نیول کېږي. په داسې حال کې چې سرمایه داري اقتصاد، د مارکسیزم په لومړیو بنسټونو تمرکز کوي، خو لویدیځ مارکسیزم د زیربناوو په ستونزو تمرکز کوي، ځکه د دوی پام په کلتور، فلسفې او هنر باندې دی.[۱][۱۵]

لویدیځ مارکسیزم تر ډېره د یوې ټولنې د مارکسیستي درک په موخه د کلتور، طبقاتي وېش او فردیت د مطالعې پر اهمیت ټینګار کوي. لویدیځ مارکسیستان ډېره لېوالتیا لري چې د مارکس توکو ته د ارزښت ورکولو له نظریې، مفکورې او له ځانه د جلاتوب له نظریې ډېره ګټنه وکړي او هڅه کوي، څو دغو موضوعاتو ته له نوو مفاهیمو، لکه: واقعي کولو او کلتوري برترۍ سره یوځای وده ورکړي. [۱۶][۱۷]

له غیر مارکسیستي سیسټمونو سره تعامل هغه ځانګړنه ده چې لویدیځ مارکسیزم د هغو له مخکنیو مکتبونو څخه جلا کوي. ګڼ شمېر لویدیځ مارکسیستان له اروايي تحلیل څخه په فردي اګاهي باندې د کلتوري اغېز د توضیح کولو په موخه کار اخلي.

د مارکس د معرفت پوهنې اصول د لویدیځ مارکسیزم تر ټولو مهمه موضوع جوړوي. په دغه لار کې، لویدیځ مارکسیستان د فریدریک انګلز انټي دورینګ نظریات، د مارکس تحریف بولي. په داسې حال کې چې انګلز دیالکتیک د طبیعت نړیوال او علمي قانون بولي، لویدیځ مارکسیستان، بیا مارکسیزم د یو عمومي علم په توګه نه پېژني او هغو ته یوازې د ټولنې د کلتوري او تاریخي جوړښت د یوې نظریې په توګه ګوري. [۱۸]

ګڼ شمېر لویدیځ مارکسیستان باور لري چې، د مارکسیزم فلسفي کیلي د ځوان مارکس په آثارو کې موندل کېدای شي، چېرې چې له هېګل، ځوانو هېګلیانو او لوډویګ فورباخ سره یې په مخ کېدو د مارکسیستي نظریې د انسان پالنې مرکز څرګندوي. په داسې حال کې چې د لوئیس التوسر جوړښتي مارکسیزم چې لویدیځ مارکسیزم ته اړوند دی، هڅه کوي چې مارکسېزم له هنګلېزم او هیومنېزم پاک کړي. هماغه ډول چې د ګلوانو دلا ولپ هنګلېزم ضد یې اجرا کوي. آلتوسر باور درلود چې د مارکس اصلي فلسفي مخینه هګل او فیورباخ ته نه اړوندېږي، بلکې باروخ سپینوزا ته اړوند ده. دلا ولپ ادعا کوي چې ژان ژاک روسو د مارکس لپاره مخکښ و، په داسې حال کې چې د دلاولپ شاګرد لوسیو کولتي باور لري چې د کارل مارکس رښتینی مخکښ امانوئل کانټ دی. کينډۍ:Sfnm[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

سیاسي ژمنتیا[سمول]

په داسې حال کې چې لویدیځ مارکسیزم د شوروي اتحاد له مارکسیزم سره په مخالف لوري کې ځای لري، لویدیځ مارکسیستان د هغه (شوروي) او نورو ټولو مارکسیست – لینینیست دولتونو اړوند نظریاتو له مخې سره وېشل شوي. یو شمېر د شرایطو له مخې ملاتړ وړاندېز کوي، یو شمېر نور بیا په کلکه پرې نیوکې کوي او یو شمېر نورو بیا د وخت په اوږدو کې خپل لیدلوري بدل کړي: لوکاچ، ګرامشي او دلاولپه د شوروي پلوه ګوندونو غړي وو، کورش، هربرت مارکوزه او ګای ډبورډ د شوروي له کمونیزم سره دښمني لرله او له شورايي کمونیزم یې ملاتړ کاوه، سارتر، مارلو پونټي، التوسر او لوفور په بېلابېلو دورو کې د فرانسې د شوروي پلوه کمونېست ګوند ملاتړي و چې وروسته بیا ټول ترې ناهیلي شول، ارنست بلوخ په ختیځ بلاک کې ژوند کاوه او له هغو یې ملاتړ هم کاوه، خو د خپل عمر په وروستیو کې یې په شوروي کمونیزم باور له لاسه ورکړ. نیکوس پولنزاس چې له وروستیو لویدیځو مارکسېستانو څخه و، د اروپايي کمونیزم ملاتړی و.[۲۴][۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ Jacoby 1991، ص. 581.
  2. "Western Philosophy". Encyclopedia Britannica. د لاسرسي‌نېټه March 28, 2021. Western Marxists were concerned less with the actual political or economic practice of Marxism than with its philosophical interpretation, especially in relation to cultural and historical studies. In order to explain the inarguable success of capitalist society, they felt it necessary to explore and understand non-Marxist approaches and all aspects of bourgeois culture. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Jacoby 1981، ص. 109.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Anderson 1976، صص. 49-50.
  5. Anderson 1976، ص. 30.
  6. Jay 1984، صص. 3-4.
  7. Merquior 1986، ص. 3.
  8. Korsch 1970، صص. 119-120.
  9. Jay 1984، ص. 2.
  10. Anderson, Kevin (1995). Lenin, Hegel, and Western Marxism. University of Illinois Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Anderson 1976، صص. 15-17.
  12. Anderson 1976، صص. 92-93.
  13. Jacoby 1991، ص. 582.
  14. Kołakowski 2005، صص. 994–995, 1034.
  15. Anderson 1976، صص. 75.
  16. Jacoby 1991، ص. 583.
  17. Jacoby 1991، ص. 581-582.
  18. Anderson 1976، صص. 56-57.
  19. Jay 1984، ص. 3.
  20. Anderson 1976، صص. 64.
  21. Anderson 1976، صص. 63.
  22. Anderson 1976، صص. 59-60.
  23. Anderson 1976، صص. 52-53.
  24. Soper 1986، صص. 89.
  25. Jay 1984، صص. 7–8.