بې توپيره ټولنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بې طبقې ټولنه يا بې توپيره ټولنه هغه ټولنه ده چې په هغه کې هیڅوک یوازې د کورنيو شرایطو له امله د ټولنیزې طبقې غړی نه ګڼل کیږي. په دې ټولنه کې په شتمنيۍ، عاید ، تعلیم ، کلتور یا ټولنیز شبکه کې توپیر یوازې د شخصي تجربو یا لاسته راوړنو له لارې ترلاسه کېدی شي.

يانې هيڅوک له بل چا څخه يوازې په دې خاطر ښه شخص يا د احترام وړ نه ګڼل کيږي چې د حاجي صيب، خان صيب يا پوهاند صيب زوی دی، محترميت او په درنه سترګه کتل او له نورو قابل د احترام ګڼلو لپاره بايد شخص داسې کار ترسره کړي چې ټولې ټولنې ته يې ګټه ورسيږي.

اړوندې پوښتنې[سمول]

سرچينې[سمول]

  • انګليسي ويکيپېډيا«Classless society».۱۷ جنوري ۲۰۲۱.