Jump to content

اډوارډ برنشټاین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اډوارډ برنشټاین
اډوارډ برنشټاین

د شخص مالومات
پيدايښت
مړینه
برلين [۲]  ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت جرمن سترواکي

د وايمار جمهوريت   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ

نسل يهودی [۳]  ويکيډاټا کې (P172) ځانګړنې بدلې کړئ
دين اصلاح پاله یهودیت [۳]  ويکيډاټا کې (P140) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

اډوارډ برنشټاین (۶ جنوری ۱۸۵۰ زکال – ۱۸ ډسمبر ۱۹۳۲ زکال) جرمنی سوسیال دیموکرات مارکسېست نظریه ورکوونکی او سیاستوال و. د جرمني د سوسیال دیموکرات ګوند د غړي په توګه یې له کارل مارکس او فریدریک انګلز سره نږدې اړیکې لرلې، خو په خپل مارکسیستي تفکر کې یې خپلو تېروتنو ته پام شو او په مارکسېزم یې هغه مهال انتقاد وکړ چې د تاریخ په برخه کې یې د مارکسېستي ماتریالیستي نظریې اړوند څېړنه وکړه او هغه یې وګواښوله. هغه د مارکسېستي تیوري د پام وړهغه برخې چې د هیګلي متافزیک پر بنسټ وې رد کړې او د هیګلي لیدلوري پر بنسټ یې د سوسیالېزم لپاره داخلي اقتصاد ته اړتیا رد کړه. [۴][۵]

لومړی ژوند

[سمول]

برنشټاین د شونبرګ (اوس مهال د برلین برخه ده) په یوه یهودي کورنۍ چې د Johannistrasse د اصلاحاتو په معبد (Reform Temple) کې فعاله و وزېږېد او د هغه لپاره لومړنۍ دیني چارې په یکشنبې ورځ ترسره شوې. پلار یې د لوکوموتیف چلونکی و. وروسته له هغه چې زده کړو ته یې شا کړه له ۱۸۶۶ زکال څخه تر ۱۸۷۸ زکال پورې یې په بانکونو کې د بانکوال کارکوونکي په توګه استخدام شو. [۶]

د برنشټاین سیاسي فعالیت په ۱۸۷۲ زکال کې هغه مهال چې د مارکسیستي عقایدو لرونکي سوسیالیستي ګوند سره چې په رسمي توګه د جرمني د سوسیال دیموکرات کارګر ګوند په توګه پېژندل کېږي یوځای شو؛ پیل شو. دغه ګوند د ایزناخ په سبک د جرمني سوسیالېزم له پلویانو څخه و او خپل نوم یې د جرمني له هغه ښار څخه اخیستی و چېرې یې چې بنسټ کېښودل شو. برنشټاین ډېر ژر د یو فعال په توګه وپېژندل شو.

په پایله کې برنشټاین له اګوست ببل او ویلهلم لیبکنشت سره په ګډه د ګوند د یووالي کانګرس Einigungsparteitag له لاسالیانو او ګوتا سره په ۱۸۷۵ زکال کې چمتو کړ. کارل مارکس په خپل مشهور کتاب «د ګوتا د پروګرام نقد» کې په هغه څه چې هغه یې په صهیونیستي رژیم باندې د لاسالایانو بریا بولي؛ نیوکې وکړې، هغه څه چې دوی ترې ملاتړ کاوه. برنشټاین وروسته څرګنده کړه چې دا لیبکنشت و چې ډیری کسانو په آیزناخر ډله کې د مارکسېزم پیاوړی مدافع باله او وړاندیز یې وکړ چې ډیر هغه نظریات چې مارکس ځوروي، درج کړي.

د ۱۸۷۷ زکال په ټاکنو کې د آلمان سوسیال دیموکرات ګوند ۴۹۳،۰۰۰ رایې ترلاسه کړې. له دې سره د لومړي ویلیهلم د وژنې لپاره دوه ځله هڅو لومړي وزیر اتو فون بیسمارک ته د دې بهانه پیدا کړه چې د ټولو سوسیالېست سازمانونو، اسمبلیو او نشریاتو د بندلو قانون معرفي کړي. د ترور په دغو دواړو هڅو کې سوسیال دیموکراتانو ونډه نه لرله خو د «رایش د دښمنانو» پر وړاندې د خلکو غبرګون د دې لامل وګرځېد څو رایشتاګ د بیسمارک سوسیالېست ضد قوانین تائید کړي. [۷]

د بیسمارک سوسیالېست ضد سخت قوانین د ۱۸۷۸ زکال د اکتوبر په ۱۲ مه تصویب شول. د SPD نږدې ټول عملي اهداف غیرقانوني شول او په فعالانه توګه په ټول جرمني کې وځپل شول. له دې سره لا هم سوسیال دیموکراتانو کولای شول رایشتاګ ته د لارموندنې په موخه مبارزه وکړي او د شدیدې ځورونې او شکنجې سربېره یې دغه کار وکړ. دغه ګوند په واقعي ډول د خپلې ټاکنیزې بریا کچه لوړه کړه چې په ۱۸۸۴ زکال کې یې ۵۵۰۰۰۰ رایې او په ۱۸۸۷ زکال کې یې ۷۶۳۰۰۰ رایې خپلې کړې.

تبعید

[سمول]

د بیسمارک له حکومت سره د برنشټاین د مخالفت شدت د هغه لپاره د جرمني پرېښودل اړین کړل. ډیر ژر وروسته له هغه چې سوسیالیست ضد قوانین پلي شول برنشټاین زوریخ ته تبعید شو او د سوسیال دیموکراسۍ د شتمن ملاتړي کارل هوچپرګ شخصي سکرتریت یې ومانه. وروسته له هغه د نوموړي د نیونې حکم جرمني ته د هغه د بېرته راتګ امکان له منځه یووړ او اړ شو څو له ۲۰ کلونو څخه زیاته موده په جلا وطنۍ کې تېره کړي. په ۱۸۸۸ زکال کې بیسمارک د سویس دولت متقاعد کړ چې د جرمني د سوسیال دیموکراسۍ یو شمېر مخکښ غړي له خپل هېواده وباسي او له همدې امله برنشټاین لندن ته ولاړ؛ چېرې چې هغه له فریدریش انګلز او کارل کوتسکی سره اړیکه ونیوله. سویس ته د هغه له رسېدو ډېر ژر وروسته هغه په دې فکر وکړ چې مارکسېست شي. په ۱۸۸۰ زکال کې هغه لندن ته د ببل ملتیا وکړه څو هغه غلط فکر چې د هوخبرګ د خپرې شوې مقالې سره د هغه د مخالفتنو په اړه رامنځته شوی و او د مارکس او انګلز له خوا «د بورژوزي او جزئي بورژوازي څخه د ډکو نظریاتو په توګه» محکوم شوی و؛ له منځه یوسي. د هغه دغه لیدنه بریالۍ وه او انګلز د برنشټاین د غیرت او نظریاتو تر اغېز لاندې راغی.[۸][۹]

بېرته په زوریخ کې، برنشټاین په مخ پر زیاتېدوني ډول په سوسیال دیموکرات نشریه کې فعال شو او وروسته د ګئورګ فون وولمار پر ځای د دغې نشریې مدیر مسئول شو چې ۱۰ کاله په دغه ځایګي کې پاتې شو. د دغو کلونو په ترڅ کې چې د ۱۸۸۰ زکال او ۱۸۹۰ زکال ترمنځ و برنشټاین د یو ارتدوکسی بې نقص او بې عیبه مارکسېست په توګه خپل ځان د ګوند د اصلي نظریه ورکونکي په توګه تثبیت کړ. له ده سره په دغې چارې کې هغې شخصي نږدې او حرفوي اړیکې له ده سره مرسته وکړه چې له انګلز سره یې جوړه کړې وه. دغه اړیکه تر ډېره بریده له دې واقعیت څخه سرچینه اخیسته چې هغه د انګلز ستراتیژیک لیدلوری خپور کړ او ډیر هغه ځانګړې پالیسۍ یې ومنلې چې انګلز اعتقاد درلود چې ورته اړتیا شتون لري. په ۱۸۷۷ زکال کې د جرمني دولت سویسي چارواکي متقاعد کړل چې یاده نشریه منع کړي. برنشټاین لندن ته کډه وکړه او هلته یې په کنتیش ښارګوټي کې خپل انتشارات بیاځلي پیل کړل. له انګلز سره د هغه اړیکه ډېر ژر په ملګرتیا واوښته. هغه همدارنګه له بېلابېلو انګلیسي سوسیال دیموکراتو سازمانونو په ځانګړې توګه له فابیان ټولنې او د هنري مانیز هنډمن د سوسیال دیموکرات فدارسیون سره اړیکې ټینګې کړي. په وروستیو کلونو کې د هغو مخالفینو په مرتب ډول دا ادعا کوله چې د هغه «د بیاکتنې غوښتنې» (revisionism) له دې سرچینه اخیسته چې هغه نړۍ ته له «انګلیسي عینکو» ګوري. خو له دې سره برنشټاین دغه تورونه رد کړل.[۱۰][۱۱]

په ۱۸۹۱ زکال کې برنشټاین د ارفورت پروګرام لیکونکی و او له ۱۸۹۶ زکال څخه تر ۱۸۹۸ زکال پورې یې د خپلو مقالاتو یوه ټولګه د سوسیالېزم د ستونزو (Probleme des Sozialismus ) تر نامه لاندې خپره کړه چې په سوسیال دیموکرات ګوند کې یې د revisionism بحث رامنځته کړ. هغه همدارنګه په ۱۸۹۹ زکال کې د سوسیالېزم د اړتیاو او د سوسیال دیموکراسۍ د دندو (Die Voraussetzungen des Sozialismus und die Aufgaben der Sozialdemokratie ) په نامه خپل بل کتاب خپور کړ. دغه کتاب تر ډېره د ببل، کائوتسکي او لیبکنشت له دریځونو سره په مخالفت کې و. په ۱۹۰۰ زکال کې د اصلاح یا انقلاب؟ په نامه د روزا لوکزامبورګ مقاله هم د برنشټاین د دریځ په اړه بحث و. په ۱۹۰۰ زکال کې برنشټاین د سوسیالېزم د نظریې او د هغو د تاریخ (Zur Geschichte und Theorie des Sozialismus ) په نامه بل کتاب هم ولیکه.[۱۲][۱۳][۱۴]

مړینه او میراث

[سمول]

برنشټاین د ۱۹۳۲ زکال د ډسمبر په ۱۸ مه نېټه په برلین کې ومړ. د هغه د یادونه په موخه یو یادګار د برلین د شونبرګ په ۱۸م بوزنر واټ کې لګول شوی هغه ځای چې هغه له ۱۹۱۸ زکال څخه تر خپلې مړینې هلته ژوند کاوه. دبرلین په Eisackstrasse هدیره کې د هغه قبر په یو افتخاري قبر (جرمني کې: Ehrengrab) باندې واوښت.

نظریات

[سمول]

بهرنۍ پالیسي

[سمول]

له ۱۹۰۲ زکال څخه تر ۱۹۱۴ زکال پورې د برنشټاین اصلي فکري لیوالتیا له بهرنۍ پالیسي او په سوسیالیستي میاشتنۍ نشریه کې د هغو له مقالاتو سره وه. هغه د جرمني لپاره له هغو سیاسي دریځونو ملاتړ کاوه چې په کلکه سره ملت پالي، امپریالیستي او پراختیا غوښتونکي و. [۱۵][۱۶]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118509993  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. پیوستون : 118509993  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ https://en.wikipedia.org/wiki/Eduard_Bernstein#Zionism
  4. Michael Harrington. Socialism: Past and Future. Reprint edition of original published in 1989. New York, New York, USA: Arcade Publishing, 2011. P. 251.
  5. Berman, Sheri. Social Democracy and the Making of Europe's Twentieth Century. Cambridge University Press, 2006. pp. 38–39.
  6. کينډۍ:Cite EB1922
  7. The Preconditions of Socialism Eduard Bernstein
  8. کينډۍ:Cite Americana
  9. Berstein, Sozialdemokratische Lehrjahre, p.72; Berstein to Bebel, 20.10.1898, Tudor and Tudor, p.324.
  10. This influence is particularly evident in Bernstein's My Years of Exile: Reminiscences of a Socialist (London, 1921).
  11. Bernstein to Bebel, 20.10.1898, Tudor and Tudor, pp. 325-6.
  12. کينډۍ:Cite NIE
  13. Wolfgang Eichhorn: Über Eduard Bernstein. Gegensatz und Berührungspunkte zu Rosa Luxemburg und W. I. Lenin, in: Jahrbuch für Forschungen zur Geschichte der Arbeiterbewegung, No. I/2002.
  14. Engels, Friedrich (2004). Collected Works, Volume 50. New York: International Publishers. p. 86.
  15. Roger Fletcher, "In the interest of peace and progress: Eduard Bernstein's socialist foreign policy." Review of International Studies 9.2 (1983): 79-93.
  16. Roger Fletcher, "Revisionism and Wilhelmine Imperialism" Journal of Contemporary History (1988) 23#3 pp 347-366. online