جرمن سترواکي
د جرمني سترواکي (په جرمني ژبه: Deutsches Kaiserreich) چې د شاهي جرمن، کایسررایش (Kaiserreich)، یا دوم رایش (دوهم شاهي جرمن)، یا په په ساده ډول جرمني په نامه هم یادېږي، په ۱۸۷۱ کال کې د جرمني د یووالي راهیسې، د ۱۹۱۸ کال د نومبر تر انقلاب پورې، د جرمني د رایش دوره وه، چې په دې وخت کې د جرمني رایش خپل حکومت بڼه له شاهي څخه جمهوریت ته واړوله. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
دا سترواکي د ۱۸۱۷ کال جنوري په ۱۸ نېټه هغه مهال تاسیس شوه، چې د سوېلي جرمني ایالتونه، پرته له اتریش نه، د شمالي جرمني له تړون (کنفدراسیون) سره یوځای شول او د اپرېل په ۱۶ نېټه نوی اساسي قانون نافذ شو او د فدرالي دولت نوم یې د جرمني سترواکۍ ته بدل کړ او د اول وېلهېم، د پروشیا پاچا چې د هوهینزولرن له کورنۍ څخه و، د جرمني سترواک لقب یې معرفي کړ. برلین یې پلازمینه پاتې شو، او د پروشیا رئیس الوزا اوټو ون بسمارک د حکومت مشر، یا لومړی وزیر شو. لکه چې دا پېښې رامنځ ته کېدې، د پروشیا تر مشرۍ لاندې د شمالي جرمني کنفدراسیون او د هغې د سویلي جرمني متحدین لکه باډن، باویریا، وورتمبورګ او هیس، لاهم د فرانس-پروشیا په جګړه کې ښکېل وو. [۱۰]
د جرمني سترواکي له ۲۵ دولتونو، چې هر یو یې خپله اشرفي کورنۍ درلوده، څلور سلطنتونو چې د اساسي قانون د تعدیل حق یې درلود، شپږ لویو دوچیانو (د ډوک قلمرونو)، پنځه دوچیانو (چې د ۱۸۷۶ کال څخه مخکې شپږ وو)، اوه شهزاده مېشته دولتونو، دری هانزایي آزاد ښارونو، او یوې شاهي سیمې، څخه را منځ ته شوې وه. پداسې حال کې چې پروشیا په د دې جوړښت له څلورو سلطنتونو څخه و، خو د سترواکۍ شاوخوا دوه پر دریمه نفوس او ساحه یې درلوده، او د پروشیا واکمني هم په اساسي پر بنسټ تاسیس شوې وه، نو له همدې امله د پروشیا پاچا د جرمني سترواک (Deutcher Kaiser) هم و.
له ۱۸۵۰ کال نه وروسته، د جرمن دولتونه د ډبرو سکرو، اوسپنې (او وروسته فولادو)، کیمیاوي موادو او ریل پټلۍ کې په ځانګړي ځواک سره، په چټکۍ صنعتي شول. په ۱۸۷۱ کال کې جرمني ۴۱ میلیونه نفوس درلود. په ۱۹۱۳ کال کې، دا شمېر ۶۸ میلیونو ته لوړ شو. د ۱۸۱۵ کال د پراخه کلیوالي ټولګې د ایالتونه، په متحد جرمني کې په پراخه کچه ښاري شول. د شلمې پېړۍ له پیل راهیسې د جرمني د صنعتي کېدو بریالیتوب په دوه بڼو را څرګند شو، چې د جرمني فابریکې د دوی د بریتانوي او فرانسوي سیالانو په پرتله خورا لویې او عصرې وې. په طبيعي علومو، په تېره بيا په فزيک او کيميا کې د جرمني د سترواکۍ برلاسي داسې وه، چې د نوبل د ټولو جايزو يو پر دريمه برخه جرمني اختراع کوونکو او څېړونکو ته ورسېده. د جرمني سترواکۍ د خپلې ۴۷ کلن موجودیت په اوږدو کې، د اروپا صنعتي، ټیکنالوژیکي او ساینسي لوی هېواد شو او په ۱۹۱۳ کال کې، جرمني په اروپا کې ترټولو لوی اقتصاد او په نړۍ کې دریم لوی اقتصادي ځواک و. همدارنګه، جرمني هم یو لوی ابر ځواک شو، چې د اروپا تر ټولو اوږده د اورګاډي شبکه، د نړۍ تر ټولو پیاوړی پوځ، او د چټکې ودې صنعتي اډه یې را منځ ته کړه. د دې هېواد سمندري ځواک چې په ۱۸۱۷ کال کې خورا کوچنی پیل شو، په یوه لسیزه کې د برتانیا د شاهي سمندري ځواک څخه وروسته یې دویم ځای خپل کړ. په ۱۸۹۰ کال کې د دوهم وېلهليم لخوا د اوټو ون بسمارک له ګوښه کوولو وروسته ، سترواکي د نړیوال سیاست (Weltpolitik) په لور لاړه – چې دا یو جنګ غوښتونکی نوی مسیر و چې په په پایله کې یې د لومړۍ نړیوالې جګړې په بلېدو کې مرسته وکړه. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
له ۱۸۱۷ کال څخه تر ۱۸۹۰ کال پورې، د اوټو وان بسمارک دوره د اول لومړي وزیر او تر ټولو اوږدې دورې په توګه په پیل کې د لیبرالیزم نسبې نښې درلودې، خو د وخت په تېرېدو سره ډېر محافظه کار شو. د نوموړي د دندې دروې پراخو اصلاحات او فرهنګي مبارزې ځانګړتیاوې درلودې. د بسمارک د صدارت په وروستیو کې او د هغه د پخوانیو شخصي مخالفتونو سربېره، جرمني په استعمار پالنه کې ښکېل شو. د افریقا په وېش کې یې د زیاتې پاتې خاورې ادعا کول چې لا تر هغه وخت په دې کچه ادعا شوې نه وه او په دې توانېد چې هغه وخت کې له انګلستان او فرانسې وروسته دریمه لویه مستعمېره سترواکي را منځ ته کړي. جرمني د یو استعماري دولت په توګه، ځینې وختونه د نورو اروپایي ځواکونو، په ځانګړې توګه د بریتانوي سترواکۍ له ګټو سره په ټکر کې راته. د خپل استعمار د پراختیا په اوږدو کې، د جرمني سترواکي د هریرو او نامیبیا د نسل وژنې مرتکب شوه. [۱۶][۱۷]
د دې ترڅنګ، د بسمارک جایناستو د دې توان نه درلود چې د خپل مخکیني پیچلی، بدلیدونکی او یو بل سره تړلی یوالی وساتي چې جرمني یې له ډیپلوماټیک پلوه له انزوا څخه ساتلی و. دې دورې د ډول ډول فکتورونو له ځانه سره درلودل چې د سترواک په پرېکړو اغېز کاوه، چې زیاتره د خلکو له لوري متضاد یا له توقع لرې ګڼل کېدل. د جرمني سترواکۍ په ۱۸۷۹ کال کې د اتریش- هنګري سره دوه اړخیز یوالی پیاوړې کړ، چې ورپسې په ۱۸۸۲ کال کې د ایټالیا سره د دری اړخیز یوالی لامل شو. همدارنګه، له عثماني سترواکۍ سره یې پیاوړې ډیپلوماتیکي اړیکې هم ساتلې. کله چې د ۱۹۱۴ کال ستر ناورین پیل شو، ایټالیا له یوالي څخه ووته او عثماني سترواکي په رسمي توګه د جرمني سره متحده شوه.
په لومړۍ نړیواله جګړه کې د ۱۹۱۴ کال په مني کې د پاریس د چټک نیولو لپاره د جرمني پلانونه ناکام شول او په لوېدیځه جبهه کې جګړه له خنډونو سره مخ شوه. د متحدینو سمندري کلابندي د خوراکي توکو د سخت کمښت لامل شوه. خو شاهي جرمني په ختیځه جبهه کې بریالیتوب درلود؛ دوی د بریسټ-لیتوسک د تړون څخه وروسته ډېرې سیمې په ختیځ لور کې اشغال کړې. د ۱۹۱۷ کال په پیل کې د جرمني له لوري د اوبتلو پر مټ د نامحدوده سمندري جګړې اعلامیې، متحده ایالات جګړې ته را کش کړل. د ۱۸۱۷ کال. د ۱۹۱۸ کال د اکتوبر په میاشت کې د پسرلي له ناکامو خوځښتونو وروسته د جرمني پوځونه د شاتګ په حال کې وو، متحدین اتریش- هنګري او عثماني سترواکۍ سقوط وکړی و او بلغاریا تسلیم شوه. د ۱۹۱۸ کال د نومبر په انقلاب کې، دا سترواکۍ د خپلو پاچاهانو په ګوښه کولو سره ړنګه شوه، چې د جګړې وروسته فدرالي جمهوریت ته یې د ویجاړ شوي د حکومت په میراث پرېښود. د وارسای تړون له جګړې وروسته د ۱۳۲ میلیاردو سرو زرو سکو (چې په ۲۰۱۹ کال کې شاوخوا ۲۶۹ میلیارد ډالر یا ۲۴۰ میلیارده یورو کېږي، یا په ۱۹۲۱ کال کې شاوخوا ۳۲ میلیارد ډالر کېدل)، غرامت وټاکل شو او همدارنګه پوځ ۱۰۰۰۰۰ کسان ته محدود شو او جلب او جذب ته یې اجازه نه وه جازه نه وه، زغره وال وسایط، اوبتلونه، الوتکو ته او له شپږو څخه زیات جنګی بېړیو ته اجازه نه وه. په پایله کې اقتصادي ویجاړتیا، چې وروسته د ستر ناورین له امله لاپسې زیاته شوه، او همدارنګه د جرمن وګړو له لوري تجربه شوي سپکاوی او قهر د اډولف هټلر او نازیزم د ودې مخکښ لاملونه ګڼل کېږي. [۱۸][۱۹][۲۰]
سرچينې
[سمول]- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Herbert Tuttle wrote in September 1881 that the term "Reich" does not literally connote an empire as has been commonly assumed by English-speaking people. The term Script error: The function "Lang" does not exist. literally denotes an empire – particularly a hereditary empire led by an emperor, although Script error: The function "Lang" does not exist. has been used in German to denote the Roman Empire because it had a weak hereditary tradition. In the case of the German Empire, the official name was Script error: The function "Lang" does not exist., which is properly translated as "German Empire" because the official position of head of state in the constitution of the German Empire was officially a "presidency" of a confederation of German states led by the King of Prussia who would assume "the title of German Emperor" as referring to the German people, but was not emperor of Germany as in an emperor of a state. – "The German Empire." Harper's New Monthly Magazine. vol. 63, issue 376, pp. 591–603; here p. 593.کينډۍ:POV statement
- ↑ World Book, Inc. The World Book dictionary, Volume 1. World Book, Inc., 2003. p. 572. States that Deutsches Reich translates as "German Realm" and was a former official name of Germany.
- ↑ Joseph Whitaker. Whitaker's almanack, 1991. J Whitaker & Sons, 1990. Pp. 765. Refers to the term Script error: The function "Lang" does not exist. being translated into English as "German Realm", up to and including the Weimar period.
- ↑ See, for example, Roger Chickering, Imperial Germany and the Great War, 1914–1918. 3rd ed. Cambridge: Cambridge University Press, 2014; Cornelius Torp and Sven Oliver Müller, eds., Imperial Germany Revisited: Continuing Debates & New Perspectives. Oxford: Berghahn, 2011; James Retallack, ed., Imperial Germany 1871–1918. Oxford: Oxford University Press, 2008; Isabel V. Hull, Absolute Destruction: Military Culture and the Practices of War in Imperial Germany. Ithaca: Cornell University Press, 2005.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Michael Kotulla: Deutsches Verfassungsrecht 1806–1918. Eine Dokumentensammlung nebst Einführungen. 1. Band: Gesamtdeutschland, Anhaltische Staaten und Baden. Springer, Berlin 2006, pp. 231, 246
- ↑ J. H. Clapham, The Economic Development of France and Germany 1815–1914 (1936)
- ↑ Germany article of Encyclopedia Britannia, Link :
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Alfred Vagts, "Land and Sea Power in the Second German Reich." The Journal of Military History 3.4 (1939): 210+ کينډۍ:JSTOR
- ↑ Paul Kennedy, The Rise and Fall of the Great Powers: Economic Change and Military Conflict from 1500 to 2000 (1987)
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).