فیډل کاسټرو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
فیډل کاسټرو
(هسپانوي: Fidel Alejandro Castro Ruz د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاسټرو په 1959 کال کی متحده ایالاتو ته د سفر او هلته د وینا په حال کی
کاسټرو په 1959 کال کی متحده ایالاتو ته د سفر او هلته د وینا په حال کی

د واکمنۍ دوران
دسمبر 2, 1976 – فبروري 24, 2008 (طبي رخصتي پيل جولای 31, 2006)
لومړی وزیر خپله
مرستيال راول کاسټرو
Fleche-defaut-droite-gris-32.png  
راول کاسټرو Fleche-defaut-gauche-gris-32.png
ولسمشر خپله
د شخص معلومات
زیږون نوم Fidel Alejandro Castro Ruz
پيدايښت اګست 13, 1926
مړینه 25 نومبر 2016 (90 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هاوانا  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت Flag of Cuba.svg کیوبا  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
خبريال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه هسپاني  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) هسپاني[۱۴][۱۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياست  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د کيوبا اوښتون
د کیوبا د توغندیو کړکېچ  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
فیډل کاسټرو

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
یادښتونه ددنیا د هغه مشرانو نه وو چی په سر یی انعام وو


فیډل الخاندرو کاسټرو رز (زوکړه: د ۱۹۲۶ زکال د اګست ۱۳ مه – مړینه: د ۲۰۱۶ زکال د نومبر ۲۵ مه) کیوبايي انقلابي او سیاستوال و چې له ۱۹۵۹ زکال څخه تر ۲۰۰۸ زکال پورې د کیوبا رهبر پاتې شو، نوموړی له ۱۹۵۹ زکال څخه تر ۱۹۷۶ زکال پورې د کیوبا لومړي وزیر او له ۱۹۷۶ زکال څخه تر ۲۰۰۸ زکال پورې د کیوبا ولسمشر و. له آیډیالوژیک پلوه نوموړی مارکسېست – لېنینېست کیوبايي ملت پال و چې له ۱۹۶۱ زکال څخه یې تر ۲۰۱۱ زکال پورې د کیوبا د کمونېست ګوند د لومړي منشي په توګه خدمت وکړ. د نوموړي د واکمنۍ پر مهال کیوبا په یو ګوندي کمونیست هېواد واوښت، صنعت او سوداګرۍ ملي شوې او په ټولنه کې دولتي سوسیالیستي اصلاحات رامنځته شول. [۱۶]

کاسټرو د کیوبا د اورینټ ایالت په بیرن کلي کې وزېږېد، هغه د بډایه هسپانوي بزګر زوی و او هغه مهال یې کیڼ اړخی او امپریالېزم ضد لیدلوری وموند کله چې یې د هاوانا په پوهنتون کې د حقوقو په څانګه کې زده کړې کولې. په ډومنیکا جمهوریت او کولمبیا کې د ښي اړخي دولت پر ضد پاڅونونو کې له ګډون وروسته هغه د کیوبا د ولسمشر فولخنسیو باټیسټا د راپرځولو په موخه په ۱۹۵۳ زکال کې په مونکادا پوځي مرکز ناکامه برید وکړ. له یوه کال بند وروسته، کاسترو مکسیکو ته ولاړ او هلته یې له خپل ورور راول کاسټرو او ارنستو چې ګوارا سره په ګډه د جولای د ۲۶ مې د خوځښت په نامه انقلابي ډله رامنځته کړه. کیوبا ته په راګرځېدو سره کاسټرو د کیوبا په انقلاب کې د دغه خوځښت په مشري کولو مهم رول ولوباوه او په سیرامائسترا کې یې د باټیسټا له ځواکونو سره چریکي جګړه وکړه. په ۱۹۵۹ زکال کې د باټیسټا په راپرځولو سره، کاسټرو د لومړي وزیر په توګه د کیوبا پوځي او سیاسي ځواک په لاس کې ونیو. متحده ایالاتو د کاسټرو د دولت پر ضد مټې راونغاړلې او هڅه یې وکړه د نوموړي د ترور د هڅو، اقتصادي بندیزونو، انقلاب ضد چارو او همدارنګه په ۱۹۶۱ زکال کې په پېګ خلیج باندې په برید سره هغه له واکه ګوښه کړي، خو بریالي نه شول. د دغو ګواښونو په غبرګون کې کاسټرو له شوروي اتحاد سره لاس یو کړ او اجازه یې ورکړه خپلې اټومي توغندي په کیوبا کې نصب کړي – د سړي جګړې ټاکونکې چاره – چې له امله یې په ۱۹۶۲ زکال کې د کیوبا توغندويي کړکېچ رامنځته شو. 

کاسټرو د مارکسېزم – لینېنېزم د پراختیايي ماډل څخه په ګټنې کیوبا د کمونیست ګوند تر واکمنۍ لاندې په لویدیځه نیمه کره کې په لومړني یو ګوندي سوسیالیست هېواد بدله کړه. د مرکزي اقتصاد د جوړونې پلانونه، د روغتیا پالنې د خدمتونو او زده کړو پراختیا د مطبوعاتو له دولتي کنټرول او د داخلي مخالفینو له ځپلو سره مل و. له هېواده بهر کاسټرو له امپریالېزم ضد انقلابي ډلو او همدارنګه په چلي، نیکاراګوا او ګراناډا کې د مارکسیستي حکومتونو ملاتړ وکړ، له دې سربېره نوموړي په یوم کیپور، اوګادن او همدارنګه د انګولا په کورنۍ جګړه کې د خپلو متحدینو څخه د ملاتړ په موخه سرتېري ولېږل.

دغه چارې او سربېره پر دې له ۱۹۷۹ زکال څخه تر ۱۹۸۳ زکال پورې د کاسټرو له خوا د ناپیلي خوځښت مشري او همدارنګه د کیوبا روغتیايي نړیوال توب د کیوبا ځایګی په نړیواله صحنه کې لوړ کړ. په ۱۹۹۱ زکال کې د شوروي اتحاد له پاشل کېدو وروسته کاسټرو د اقتصادي ماتې «په ځانګړې دوره» کې د کیوبا مشري وکړه او د چاپېریال ساتنې او نړیوال توب ضد نظریات یې ومنل. په ۲۰۰۰ مه لسیزه کې کاسټرو په لاتین امریکا کې د «کیڼ څرخ» په نامه – د وینزویلا له هوګو چاوېز – او د امریکا لویې وچې لپاره د بولیواري اتحادونه رامنځته کړل. په ۲۰۰۶ زکال کې کاسټرو خپل مسئولیتونه خپل مرستیال رائول کاسټرو ته ولېږدول چې بیا هغه (رائول کاسټرو) په ۲۰۰۸ زکال کې د ملي شورا له خوا ولسمشر وټاکل شو

کاسټرو چې په ۲۱ مه پېړۍ کې یې تر ټولو اوږد مهاله غیر سلطنتي واکمني وکړه، په نړۍ کې یې سیاسي افکار دوه قطبي کړل. د هغه ملاتړي نوموړی امپریالېزم ضد د سوسیالېزم اتل بولي چې انقلابي دولت یې اقتصادي او ټولنیز عدالت رامنځته او همدارنګه یې د متحده ایالاتو له اغېز څخه د کیوبا خپلواکي خوندي کړه. منتقدین یې بیا نوموړی هغه دیکتاتور بولي چې دولت یې له بشري حقونو څخه په سرغړونو، د ګڼ شمېر کیوبايي وګړو په کډوالۍ او همدارنګه د هېواد په اقتصادي کمزورتیا کې ښکېل و.

وروستي کلونه[سمول]

له واکه ګوښه کېدل: ۲۰۰۶- ۲۰۰۸ زکال[سمول]

کاسټرو د کولمو د وینې بهېدنې له امله عملیات شو او د ۲۰۰۶ زکال د جولای په ۳۱ مه یې د ولسمشرۍ اړوند خپل واکونه یې رائول کاسټرو ته تفویض کړل. د ۲۰۰۷ زکال په فبروري میاشت کې رائول اعلان وکړ چې د فیډل روغتیايي وضعیت مخ پر ښه کېدو دی او د دولت په مهمو مسائلو کې خپله ونډه اخلي. د همدغې میاشتې په وروستیو کې فیډل کاسټرو د هلو ولسمشر (Aló Presidente) په نامه راډیويي خپرونه کې له ولسمشر هوګو چاویز سره خبرې وکړې. د اپرېل په ۲۱ مه کاسټرو د چین د کمونیست ګوند د سیاسي دفتر له دایمي غړي وو ګوانژګ، په اګست میاشت کې له هوګو چاوېز او په سپټمبر میاشت کې له مورالس سره وکتل. همدغه میاشت د ناپیلي خوځښت د مشرانو څوارلسمه کلنۍ غونډه په هاوانا کې جوړه شوه چې په دغه غونډه کې کاسټرو د یو کال لپاره د دغه سازمان مشر وټاکل شو. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د کاسټرو د روغتیايي وضعیت په ښه کېدو سره د متحده ایالاتو ولسمشر جورج ډبلیو. بوش وویل: «یوه ورځ به ښه خدای فیډل کاسټرو له موږ څخه واخلي». د دغې خبرې په اورېدو سره له خدایه منکر کاسټرو ځواب ورکړ: «زه اوس پوهېږم چې څه ډول زه د بوش او د متحده ایالاتو د ولسمشرانو له توطئو څخه ژوندی راوتلی یم هغه هم دا چې: ښه خدای زما ساتنه کړې». دغه څرګندونو په ټولو نړیوالو رسنیو کې انعکاس وموند.[۲۴]

د ۲۰۰۸ زکال د فبروري په میاشت کې کاسټرو د یوه لیک په لیکلو اعلان وکړ چې دغه میاشت د ملي شورا په عمومي ناسته کې د دولتي شورا د مشرۍ او اعلی سرقومانداني څوکۍ نه مني او څرګنده یې کړه چې «د دغو څوکیو منل به زما له وجدان سره خیانت وي ځکه بشپړ تحرک او له ځانه تېرېدل غواړي او زه اوس په داسې جسماني حالت کې نه یم چې د دې جوګه دې اوسم». د ۲۰۰۸ زکال د فبروري په ۲۴ مه ملي شورا د هغه ورور رائول د رایو په اکثریت د «نه بدلېدونکي» ولسمشر په توګه وړاندیز کړ چې په مهمو موضوعاتو کې به له فیډل څخه مشوره اخلي، هغه وړاندیز چې د ملي شورا د ۵۹۷ غړو د رایو په مطلق اکثریت تصویب شو. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

تقاعد او وروستي کلونه: ۲۰۰۸-۲۰۱۶ زکال[سمول]

له تقاعد وروسته، د کاسټرو روغتايي حالت مخ پر خرابېدو شو. نړیوالو رسنیو اټکل کاوه چې هغه د کولمو د التهاب (ډیورټیکولیټ) په ناروغۍ اخته دی، خو د کیوبا دولت د دغې موضوع له منلو ډډه وکړه. هغه د کیوبا له وګړو سره خپل تعامل ته دوام ورکړ او خپل نظریات یې په ګراناما ورځپاڼه کې د «انعکاس/ ریپلکشن) تر عنوان لاندې خپرول، له ټویټر څخه یې ګټنه کوله او کله کله به یې هم په عمومي محضر کې وینا کوله. د ۲۰۰۹ زکال په جنوري کې کاسټرو له کیوبایي وګړو وغوښتل چې د هغه د لیکنو د کمښت او روغتیا اندېښنه دې نه کوي او د مړینې په حالت کې یې دې نه خواشیني کېږي. هغه له بهرنیو چارواکو سره لیدنو ته دوام ورکاوه او همدغه میاشت د ارجنټاین له ولسمشر کریسټینا فرناندز سره د هغه د لیدنې عکس خپور شو. [۲۹][۳۰][۳۱]

د ۲۰۱۰ زکال په جولای میاشت کې هغه د خپلې ناروغۍ وروسته د لومړي ځل لپاره د عامو وګړو ترمنځ راڅرګند شو، د علمي مراکزو له کارکوونکو سره یې ستړي مشي وکړه او له میزا رېډونډا سره یې تلویزیوني مرکه وکړه چې په کې یې د متحده ایالاتو، ایران او شمالي کوریا ترمنځ د اټومي ناندریو اړوند خبرې وکړې. د ۲۰۱۰ زکال د اګست په اوومه کاسټرو له څلورو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره په ملي شورا کې وینا وکړه او له متحده ایالاتو یې وغوښتل چې د دغه ملتونو پر وړاندې له نظامي اقداماتو لاس پر سر واخلي او د اټومي هلوکاسټ خبرداری یې ورکړ. [۳۲][۳۳][۳۴]

د ۲۰۱۱ زکال د اپرېل په ۱۹ مه کاسټرو د کمونېست ګوند له مرکزي کمېټې استعفا ورکړه، په همدې سره نوموړی د ګوند له لومړي منشي توب ګوښه شو. رائول د هغه ځای ناستی وټاکل شو. له دې وروسته نوموړي د هېواد په حکومت کې هېڅ رسمي رول وه نه لوباوه خو بیا یې هم د تر ټولو ستر چارواکي ځای یې درلود. د ۲۰۱۱ زکال په مارچ میاشت کې کاسټرو په لیبیا کې د ناټو پوځي مداخله وغندله. د ۲۰۱۲ زکال په مارچ میاشت کې شپاړلسم پاپ بندیکیت چې د دریو ورځو لپاره کیوبا ته په سفر تللی و، په داسې حال کې چې پاپ د کیوبا له دولت سره صریح مخالفت درلود، خو بیا یې هم د لنډ مهال لپاره له کاسټرو سره ولیدل. [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]

د ۲۰۱۵ زکال په جنوري میاشت کې نوموړي په عامه محضر کې د متحده ایالاتو او کیوبا ترمنځ د اړیکو د ګرمېدو «Cuban Thaw» اړوند نظر ورکړ او څرګنده یې کړه په داسې حال کې چې دغه چاره په سیمه کې د سولې د ټینګښت په موخه ده خو د متحده ایالاتو په دولت بې باوری دی. هغه د ۲۰۱۶ زکال په مارچ میاشت کې د متحده ایالاتو له ولسمشر بارک اوباما سره له لیدو ډډه وکړه چې د دویم ځل لپاره کیوبا ته تللی و، خو هغه ته یې لیک ولیکه او په کې یې څرګنده کړې وه چې «د سترواکۍ له خوا ډالیو ته اړتیا نه لري». د همدغه کال په اپرېل میاشت هغه د کمونېست ګوند اړونده وینا کې چې په وروستیو کې به یې تر ډېره پورې په عمومي محضر کې وینا کوله څرګنده کړه چې ډېر ژر ۹۰ کلن کېږي، او کېدای شي په نږدې راتلونکي کې مړ شي خو له ټولو خلکو یې وغوښتل خپل کمونیستي ارمانونه وساتي. د ۲۰۱۶ زکال په سپټمبر میاشت کې هغه په هاوانا کې په خپل کور کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني او راتلونکې میاشت د جاپان له لومړي وزیر شینزو آبې سره ولیدل. نوموړي د ۲۰۱۶ زکال په اکتوبر میاشت کې د پرتګال له ولسمشر مارسلو ربلو دسوزا سره ولیدل او همدا وروستی بهرنی مشر و چې ده ورسره ولیدل. [۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]

مړینه[سمول]

کاسټرو د ۲۰۱۶ زکال د نومبر په ۲۵ مه په هاوانا کې ومړ. د هغه د مړینې لامل اعلان نه شو. د هغه ورور او ولسمشر راوئل کاسټرو په یوه لنډه وینا کې د هغه د مړینې خبر تائید کړ او څرګنده یې کړه چې: «د کیوبا د انقلاب اعلی سرقوماندان نن ماښام په ۲۲:۲۹ بجو ومړ».[۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳]

سرچينې[سمول]

  1. http://www.nytimes.com/2016/11/26/world/americas/fidel-castro-dies.html
  2. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/173186052 — subject named as: Fidel Castro — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/448393 — subject named as: Fidel Castro (2) — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. subject named as: Fidel Castro — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/be9ab3cea2c841d08bcddf977d2aaad2 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. Muere Fidel Castro a la edad de 90 años — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. https://brockhaus.de/ecs/julex/article/castro-ruz-fidel — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  7. Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11885942z — subject named as: Fidel Castro — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  8. Gran Enciclopèdia Catalana ID: https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0016359.xml — subject named as: Fidel Castro Ruz — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia Catalana
  9. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=castrofidel — subject named as: Fidel Castro
  10. Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=http://roglo.eu/roglo?&id=p=fidel;n=castro — subject named as: Fidel Castro
  11. General Diamond Catalogue ID: https://opac.diamond-ils.org/agent/51963 — subject named as: Fidel Castro
  12. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000008520 — subject named as: Fidel Castro — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  13. Le Monde ID: https://www.lemonde.fr/ameriques/article/2016/11/26/fidel-castro-est-mort_5038433_3222.html/ — سرليک: Le Monde — خپرونکی: Societe Editrice Du Monde
  14. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11885942z — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  15. NKCR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990001367 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  16. "Castro". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  17. "Reaction Mixed to Castro's Turnover of Power". Pbs.org. 1 August 2006. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ جنوري ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Castro, Fidel (22 March 2011). "My Shoes Are Too Tight". Juventud Rebelde. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ اپرېل ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); (په 22 March 2011 باندې). Castro says he resigned as Communist Party chief 5 years ago. CNN
  18. (په 28 February 2007 باندې). Cuba's Castro says recovering, sounds stronger. Reuters.
  19. "Acting president Raul Castro says brother Fidel getting better". CBC News. Associated Press. 9 February 2007. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په 21 April 2007 باندې). Castro resumes official business. BBC News.
  21. (په 16 September 2006 باندې). Castro elected President of Non-Aligned Movement Nations. People's News Daily
  22. Sivak 2010، ص. 52.
  23. Marcano او Barrera Tyszka 2007، ص. 287.
  24. (په 28 June 2007 باندې). Bush wishes Cuba's Castro would disappear. Reuters.
  25. Castro, Fidel (په 18 February 2008 باندې). Message from the Commander in Chief. Diario Granma. Comité Central del Partido Comunista de Cuba; (په 18 February 2008 باندې). Fidel Castro announces retirement. BBC News.; (په 18 February 2008 باندې). Fidel Castro stepping down as Cuba's leader. Reuters.
  26. (په 24 February 2008 باندې). Raul Castro named Cuban president. BBC News.
  27. (په 19 February 2008 باندې). Fidel Castro announces retirement. BBC News.
  28. "CUBA: Raúl Shares His Seat with Fidel". Inter Press Service. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ مې ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Franks, Jeff (په 12 August 2012 باندې). Fidel Castro to turn 86, but out of view since June. Reuters.
  30. (په 23 January 2009 باندې). Fidel Castro sends farewell message to his people. The Daily Telegraph.کينډۍ:Cbignore
  31. (په 23 January 2009 باندې). Fidel contemplates his mortality. BBC News.
  32. (په 13 July 2010 باندې). Cuba's Fidel Castro makes rare state TV appearance. BBC News.
  33. "Fidel Castro addresses parliament after four-year gap", BBC News, 7 August 2010. Retrieved 8 August 2010.
  34. (په 8 August 2010 باندې). Fidel Castro warns of nuclear risk in 1st speech to Cuban parliament in 4 years.; "Fidel Castro Addresses Parliament on Iran Issue". The New York Times. 8 August 2010. Retrieved 25 September 2011.
  35. "Fidel quits Communist Party leadership as Cuba looks to reform". Euronews.net. 19 April 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ اپرېل ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. (په 19 April 2011 باندې). Cuban communists opt for old guard to lead reforms. Reuters.
  37. "Castro condemns NATO's 'inevitable' war on Libya". CNN News. 3 March 2011.
  38. Franks, Jeff (په 12 August 2012 باندې). Fidel Castro to turn 86, but out of view since June. Reuters.
  39. (په 29 March 2012 باندې). Pope meets Cuba's Fidel Castro, slams US embargo. Reuters.
  40. Beaumont, Peter (په 13 October 2012 باندې). Fidel Castro and Hugo Chávez played role in Colombia's peace talks with Farc. The Observer.
  41. (په 5 April 2013 باندې). Fidel Castro to North Korea: nuclear war will benefit no one. The Guardian.
  42. Daniel Trotta (په 26 January 2015 باندې). Fidel Castro appears to lend support to Cuba talks with U.S.. Reuters.
  43. "Marcelo foi um dos últimos líderes a estar com Fidel Castro". Tvi24. 26 November 2016. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. (په 23 September 2016 باندې). Japan's Shinzo Abe meets Fidel Castro, discusses North Korea. Deutsche Welle
  45. (په 20 September 2016 باندې). Iran: Hassan Rouhani meets with Cuban leader Fidel Castro during one-day state visit in Havana.
  46. (په 19 April 2016 باندې). Fidel Castro gives his 'last' party address. Deutsche Welle
  47. (په 28 March 2016 باندې). Fidel Castro writes caustic note to Obama after Cuba visit. Deutsche Welle
  48. Daniel Trotta (په 26 January 2015 باندې). Fidel Castro appears to lend support to Cuba talks with U.S.. Reuters.
  49. (په 26 November 2016 باندې). Cuba's former leader Fidel Castro dead at 90. Al Jazeera
  50. (په 26 November 2016 باندې). Fidel Castro obituary: The Cuban revolutionary who defied 10 US presidents.
  51. (په 4 December 2016 باندې). Fidel Castro Laid to Rest in Cuba, Ending Nine Days of Mourning. Fortune
  52. (په 26 November 2016 باندې). Cuba's Fidel Castro dies aged 90. BBC News.
  53. (په 4 December 2016 باندې). Fidel Castro's ashes buried in Santiago de Cuba. BBC News.