د کیوبا د توغندیو کړکېچ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کیوبا د توغندیو کړکېچ، چې د ۱۹۶۲ز کال د اکتوبر د کړکېچ په نوم هم یادیږي (په هسپانوي: Crisis de Octubre)، د کارابین کړکېچ (په روسي لیک دود: Карибский кризис,، په لاتیني لیک دود:  Karibsky krizis، په بین المللی فونېټیک الفباء(IPA) سره: [kɐˈrʲipskʲɪj ˈkrʲizʲɪs] د متحده ایالاتو او شوروي اتحاد تر منځ یوه ۳۵ ورځنۍ (۱۹۶۲ز کال د اکتوبر له ۱۶مې څخه د همدې کال د نومبر تر ۲۰مې پورې) ډغره وهنه وه چې هغه وخت په یوه نړیوال کړکیچ واوښته کله چې په اېټالیا او ترکیه کې د امریکا له لوري د توغندیو د ځای پرځای کولو په غبرګون کې د شوروي اتحاد له خوا په کیوبا کې د ورته بالستیکو توغنديو د ځای پر ځای کولو سیالي پیل شوه. که څه هم د کیوبا د توغندیو کړکېچ له مهالني لحاظه د ډېرې لنډې مودې لپاره و، اما یاد کړکېچ د متحده ایالاتو د ملي امنیت او اټومي جګړې ته په تابیا نیولو کې د یوې  پرېکړې کوونکې شېبې په توګه ګڼل کېږي. دغه ډغره ونه کله کله تر ټولو نږدې هغه صحنه ګڼل کېږي چې سړه جګړه پکې په یوه پراخه اتومي جګړه باندې د اوښتو پولې ته رسېدلې وه. [۱]

په اېټاليا او ترکيه کې د امريکا د جوپېټر بالستيک توغنديو (Jupiter ballistic missiles) د موجودیت پر غبرګون او د ۱۹۶۱ز کال د خنزيرانو د خليج د ناکامې حملې (Bay of Pigs Invasion) په ځواب کې، د شوروي اتحاد لومړي سرمنشي نېکيتا خروشچوف (Soviet First Secretary Nikita Khrushchev) په راتلونکې کې د بلې دا ډول حملې د خنثی کولو په موخه د کیوبا په ټاپو کې د اتومي توغندیو د ځای پر ځای کولو په تړاو د کيوبا هېواد غوښتنه ومنله. د ۱۹۶۲ز کال د جولای په میاشت کې د خروشچوف او د کیوبا د لومړي وزیر فېډل کاسترو تر منځ د یوې محرمې غونډې په ترڅ کې یو توافق وشو، او د همدې کال د دوبي موسم په وروستیو کې د یو شمېر توغندیو د توغولو د تأسیساتو د نصبولو کار پیل شو.

په همدې وخت کې، د امریکا د متحده ایالاتو د ۱۹۶۲ز کال د ټاکنو کمپاین په لاره اچول شوی و، او سپینې ماڼۍ په میاشتو میاشتو هغه ادعاې ردولې چې له فلوريډا ایالت څخه یواځې ۹۰ میله (۱۴۰ کیلو متره) لرې د شورویانو خطرناک توغندي یې له پامه غورځولي دي. د یادو توغندیو اړوند تابیاوې هغه وخت په ډاګه شوې چې د متحده ایالاتو د هوایی ځواک یوې U-2 جاسوسي الوتکې د منځني واټن R-12 (چې د ناټو د کوډ نوم یې SS-4 دی) او د منځني واټن R-14 (چې د ناټو کوډ نوم یې SS-5 دی) بالېستیکو توغندیو د تأسیساتو څرګند انځورونه راوویستل.

کله چې ولسمشر جان اېف کېنیډي په دې اړه ریپوټ ورکړای شو، نوموړي له هغه وروسته ژر تر ژره د ملي امنیت شورا د نهو غړو او پنځو نورو جګ پوړو سلاکارانو یوه غونډه راوغوښته، چې دغې ډلې ته د ملي امنیت د شورا د اجرائیوي کمېټې (EXCOMM) نوم ورکړل شو، د غونډې په بهیر کې ولسمشر کېنېډي ته لومړی دا مشوره ورکړل شوې وه چې کیوبا ته د شورویانو د توغوندیو د عرضه کولو په ځواب کې د کیوبا په خاوره هوایي برید او ورپسې د کیوبا په اصلي خاوره ځمکنی یرغل وکړي. له محتاطانه غور وروسته، ولسمشر کېنېډي د دې لپاره چې د جنګ له علان څخه مخنیوی وشي، یو څه د ټيټې کچې تعرضي دریځ غوره کړ. د ملي امنیت شورا د اجرائیوي کمېټې (EXCOMM) سره تر سلا مشورې وروسته، کېنېډي کیوبا ته د نورو توغندیو د لېږد د مخنیوي په پار د اکتوبر په ۲۲مه نېټه د سمندریز قرنطین امر وکړ. د بندیز (چې په قانوني تعریف سره یو جنګي اقدام دی) پر ځای د قرنطین اصطلاح په کارولو سره، د امریکا متحده ایالات په دې وتوانېدل چې د یو جنګي حالت له ښکاره کولو څخه ډډه وکړي. متحده ایالاتو اعلان وکړ چې دوی به کیوبا ته د یرغلیزو وسلو لېږد ته اجازه ورنکړي او تقاضاء یې وکړه چې هغه وسلې چې له مخکې په کیوبا کې نصب شوې دی، باید راخلاصې او بېرته شوروي اتحاد ته ولېږدول شي.[۲][۳]

له څو ورځو ترینګلو بحثونو وروسته، کېنېډي او خروشچوف یو تړون ته سره ورسېدل: شورویان به په څرګند ډول د ملګرو ملتونو په تائیدۍ سره په کیوبا کې نصب شوې خپلې یرغلیزې وسلې راخلاصوي او شوروي اتحاد ته به یې راستنوي، په بدل کې به یې متحده ایالات په عامه توګه اعلانوي چې بیا به په کیوبا یرغل نه کوي. متحده ایالاتو له شورویانو سره په محرمانه ډول په دې هم توافق وکړ چې دوی به خپل هغه جوپيټر ام آر بي ام ډوله توغندي (Jupiter MRBMs) چې په ترکیه کې یې د شوروي اتحاد پر وړاندې ځای پر ځای کړي وو، راخلاصوي. دا ناندریزه موضوع ده چې آیا اېټالیا هم په دې توافق کې شامله وه او که نه. سره له دې چې شورویانو خپل توغندي له نصب کړي حالت څخه راخلاص او غیر فعال کړل، اما د شوروي اتحاد ځینې بم اچوونکې الوتکې په کیوبا کې پاتې شوې، او متحدو ایالاتو سمندریز قرنطین د ۱۹۶۲ز کال د نومبر تر شلمې نېټې پورې پر ځای ساتلی و. [۳]

له هغه وروسته چې ټول یرغلیز توغندي او اېلیوشین Il- سپکې بمبارد کوونکې الوتکې له کیوبا څخه ایستل شوې وې، نوموړی بندیز د نومبر په ۲۰مه نېټه په رسمي ډول پای ته ورسېد. د متحده ایالاتو او شورویي اتحاد تر منځ خبرو اترو د دغو زبر ځواکونو تر منځ د چټکو، روښانه او مستقیمو اړیکو یوې لیکې ته اړتیا په ګوته کړه. د پایلې په توګه د مسکو-واشنګټن هاټ لاین (Moscow–Washington hotline) رامنځته شو. له هغه وروسته، د تړونونو یوې لړۍ د څو کلونو لپاره د متحده ایالاتو او شوروي تر منځ ترینګلتیاوې راکمې کړې، تر دې چې  دواړو خواوو په پای کې د خپلو اتومي وسله تونونو پراختیا له سره ونیوه.

پخوانی وضعیت[سمول]

کیوبا او د برلین دیوال[سمول]

د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو او د سړې جګړې په پیل کېدو سره، د امریکا متحده ایالات په مخ پر زیاتېدونکې توګه د کمونېزم د پراختیا په اړه اندېښمن وو. په لاتیني امریکا کې د پراته یو هېوا په څرګند ډول له شوروي اتحاد سره ملګرتیا متحده ایالاتو ته د زغملو وړ نه بلل کېده. دغه کار د ولسمشر مونرو له دوکتورین سره د ټکر یوه بېلګه وه، یاد دوکتورین د متحده ایالاتو هغه پالیسي وه چې په اروپایي مستعمرو کې او د اروپا په چارو کې یې د متحده ایالاتو مداخله محدودوله مګر د یادې پاليسۍ له مخې لوېدیځه نیمه کُره، د متحده ایالاتو تر نفوذ لاندې یوه سیمه (sphere of influence) بلل کېده

د ولسمشر کېنېډي اداره د ۱۹۶۱ز کال د خنزیرانو د خلیج د ناکامې حملې (Bay of Pigs Invasion) له امله چې د ولسمشر جان اېف. کېنېډي په امر د امریکا د مرکزي استخباراتو له خوا د روزل شوو کیوبایي جلا وطنو په واسطه تر سره شوې وه، په عامه توګه شرمېدلې وه. وروسته، پخواني ولسمشر ډېوېټ آیزن هاور کېنېډي ته په خطاب کې داسې وویل، "د خنزیرانو د خلیج ناکامي به شورویانو ته د هغه څه د کولو زړه ورکړي چې له هغې پرته یې جرئت نشوی کولی". دغه نیم زړې حملې د شوروي لومړي سر منشي نېکیتا خروشچوف او د هغه سلاکارانو ته دا تأثر ورکړ چې کېنېډي مذبذب و، لکه چې یو شوروي سلاکار لیکلي، "ډېر ځوان، ذهین، په ترینګلو حالاتو کې د پرې کړې کولو ته په سمه توګه ناچمتو... ډېر هوښیار او ډېر کمزوری". د کیوبا پر وړاندې د متحده ایالاتو پټ عملیات په ۱۹۶۱ز کال کې د مونګوس له ناکامو عملیاتو سره ادامه لرله.[۴][۵]

برسېره پر دې، د کېنېډي د کمزورتیا په اړه د خروشچوف تأثر د برلین د ۱۹۶۱ز کړکېچ په اړه، په ځانګړې توګه د برلین د دېوال د جوړېدو په اړه د یاد ولسمشر په غبرګون کې ثابت شو. خروشچوف چې شوروي افسرانو ته یې د یاد کړکېچ د عواقبو په اړه خبرې کولې په ټینګار سره وویل، "زه په یقیني توګه پوهېږم چې کېنېډي نه کومه ځواکمنه مخینه لري، او نه هم په عمومي توګه د یو ګواښونکي چلنج پر وړاندې د درېدو زړورتیا لري". ده همداراز خپل زوی سرګې (Sergei) ته وویل چې، د کیوبا په اړه به کېنېډي "یو جنجال رامنځته کړي، ډېر جنجالونه به وکړي، خو وروسته به بیا روغې ته غاړه ږدي"

د ۱۹۶۲ز په جنورۍ کې د متحده ایالاتو د اردو یو جنرال اډوارډ لانسډل (Edward Lansdale) په یو فوق-محرمانه راپور کې (چې په نسبي ډول په ۱۹۸۹ز کې افشاء شو) چې کېنېډي او د مونګوس په عملیاتو کې ښکېلو چارواکو ته یې وړاندې کړ، د کیوبا د حکومت د راپرځولو پلانونه بیان کړل. د متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو استازي یا د ځانګړو فعالیتونو له څانګې څخه "لار بلدي" باید په پټ ډول کیوبا ته ننوتلی وای، تر څو یې سبوتاژ رامنځته کړی وای او د رادیو د خپرونو په شمول یې د ادارو کنترول تر لاسه کړی وای. د ۱۹۶۲ز په فبرورۍ کې متحده ایالاتو په کیوبا باندې بندیزونه ولګول، او لانسډل په اګسټ او سپټمبر کې د پیلېدونکو ګوریلایي عملیاتو په قوماندې ورکولو سره د کیوبا د حکومت د راپرځولو لپاره یو ۲۶-مخیز فوق محرمانه مهال وېش وړاندې کړ. "عمومي پاڅون او د کمونېست رژیم رانسکورول باید د اکتوبر په لومړیو دوو اونیو کې واقع شوي وای. "[۶][۷]

سرچينې[سمول]

  1. Scott, Len; Hughes, R. Gerald (2015). The Cuban Missile Crisis: A Critical Reappraisal. Taylor & Francis. د کتاب پاڼې 17. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781317555414. مؤرشف من الأصل في July 29, 2016. د لاسرسي‌نېټه December 31, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Society, National Geographic (2021-04-21). "Kennedy 'Quarantines' Cuba". National Geographic Society (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Jonathan, Colman (April 1, 2019). "The U.S. Legal Case for the Blockade of Cuba during the Missile Crisis, October-November 1962". Journal of Cold War Studies. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Absher, Kenneth Michael (2009). "Mind-Sets and Missiles: A First Hand Account of the Cuban Missile Crisis". Strategic Studies Institute, United States Army War College. مؤرشف من الأصل في April 20, 2010. د لاسرسي‌نېټه April 29, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  5. Franklin, Jane (1997). Cuba and the United States: A Chronological History. Melbourne: Ocean Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-875284-92-4. د لاسرسي‌نېټه February 11, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Rodriguez (October 1989). Shadow Warrior: The CIA Hero of 100 Unknown Battles. John Weisman. Simon & Schuster. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-671-66721-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Proclamation 3447 – Embargo on All Trade With Cuba" (PDF). U.S. Government Printing Office. February 3, 1962. مؤرشف (PDF) من الأصل في June 5, 2015. د لاسرسي‌نېټه September 28, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)