د کيوبا اوښتون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی


د کيوبا اوښتون (هسپانوي: ) يو وسله وال پاڅون و، چې د کيوبا د ولسمشر Fulgencio Batista د فوځي استبدادۍ پر وړاندې د د فيډل کاسترو (Fidel Castro) او د نوموړی د جولای د ۲۶ خوځښت د ملګرو اوښتون کوونکو او د خوځښت د متحدينو له لورې وشو. یاد اوښتون د ۱۹۵۳ ز کال جولای کې پيل شو او په پاشلي ډول يې تر هغې دوام وکړ، چې سرکښانو يا ياغيانو په پای کې د ۱۹۵۸ ډسبر پر ۳۱ نېټه بټسټا (Batista) له واکه لرې او د نوموړي حکومت يې بدل کړ. د ۱۹۵۳ ز کال د جولای ۲۶ په کيوبا کې د Dia de la revolucion (د اوښتون ورځ) په توګه نمانځل کېږي. د جولای د ۲۶ خوځښت وروسته د مارکس او لينن پلوۍ ليکو کې سمون وکړ او د ۱۹۶۵ ز کال په اکتوبر کې د کيوبا کمونيست ګوند جوړشو. [۱][۲]

د کيوبا اوښتون پياوړي کورني او نړيوال غبرګونونه درلودل. په ځانګړي ډول ياد اوښتون د کيوبا او متحده ايالتونو اړيکې بدلې کړې، که څه هم د سياسي اړيکو د پرمختګ په موخه هڅې لکه د کيوبا تودوالی (Cuban thaw)؛ د ۲۰۱۰ ز لسيزې پر مهال پرمختګ يا چټکتيا تر لاسه کړه. له اوښتون نه سمدستي وروسته د کاسټرو حکومت د ملي کولو، د مطبوعاتو د متمرکز کولو او سياسي پياوړتيا يوه خپرونه پيل کړه، چې د کيوبا اقتصاد او مدني ټولنه يې بدله کړه. اوښتون همدرانګه د کيوبا د طبي نړيوالتوب او افريقا، لاتيني امريکا، سويل ختيځې اسيا او منځني ختيځ په باندينيو شخړو کې د کيوبا د لاس وهنې (مداخلې) د يوې دورې زېری ورکړ. له ۱۹۵۹ ز کال څخه وروسته په شپږو کالونو کې څو سرکښۍ يا بغاوتونه وشول، چې د Escambray غرونو سرکښي يې په ځانګړي ډول د يادونې وړ ده. يادې سرکښۍ د اوښتنيز (انقلابي) حکومت له لورې ماتې شوې. [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

مخینه[سمول]

کيوبا کې فساد[سمول]

د شلمې پېړۍ په بدلېدنه کې د کيوبا جمهوريت د فساد د ژورو غځېدلو ريښو له مخې په پراخه ډول مشخص شو، چې سياسي ګډون په کې د ممتازو وګړو لپاره د شتمنۍ راټولولو کې د ښکېل کېدلو موکې برابرې کړې. له ۱۹۰۲ ز کال څخه تر ۱۹۰۶ ز کال پورې د Don Tomas Estrade Palma په مشرۍ د کيوبا لومړۍ ولسمشريزه دوره د کيوبا جمهوريت په تاريخ کې د اداري بشپړتيا او سپېڅلتوب د غوره معيارونو رامنځته کوونکې ګڼل کېږي. که څه هم په ۱۹۰۶ کې د متحده ايالتونو د لاسوهنې په پايله کې د Charles Edward Magoon په نوم د متحده ايالتونو يو سياستمدار تر ۱۹۰۹ پورې واک تر لاسه کړ. په دې اړه بحث شوی دی، چې ايا د Magoon حکومت د فساد په لارو چارو سترګې پټې کړې او که په قيقت کې فساد کې ښکېل و. Hugh Thomas وړانديز کوي، هغه مهال چې Magoon د فساد کړنې ونه منلې، نو په اداره کې يې فساد لا هم ټينګ پاتې شو او نوموړي د دولت د قضايه ځواک او محکمې د پرېکړو خپلواکي زيانمنه کړه. د کيوبا راتلونکی ولسمشر Jose Miguel Gomez لومړنی شخص و، چې په پراخه فساد او د حکومتي فساد په سپکاوي يا تور کې شامل (دخيل) شو. په دې رسوايۍ کې هغه رشوتونه شامل وو، چې په ناقانونه ډول د کيوبا چارواکو او قانون جوړونکو ته د Havana بندر د پلټنې په موخه د يو تړون له مخې ورکړل شوي وو. د حکومت اړوند [کارکوونکو] او لوړ پوړو چارواکو ته د مزد اداينه هم پکې شامل وه. د Gomez ځايناستي Mario Garcia Menocal د فساد تورونو پای ته رسول غوښتل او ادعا يې وکړه چې اداري سپېڅلتوب ته به ژمن وي؛ لکه څرنګه چې نوموړی د «سپېڅلتوب، سولې او کار» شعار پر مخ یووړ. د نوموړي له ارادو سره سره له ۱۹۱۳ څخه تر ۱۹۲۱ ز کال پورې د نووړي تر حکومت لاندې فساد په ريښتيني ډول پياوړی شو. د درغلۍ بېلګې خورا عامې شوې، په داسې حال کې چې خصوصي فعالانو او تړون کوونکو له دولتي چارواکو او قانون جوړونکو سره په پرله پسې ډول جوړجاړی وکړ. چارلس ايډوارډ چپمېڼ (Charles Edward Chapman) د بورې لوړېدنې (sugar boom) د فساد د زياتوالي لامل ګڼي، چې د Menocal تر ادارې لاندې کيوبا کې پېښ شو. برسېره پر دې د لومړۍ نړيوالې جګړې راڅرګندېدنې د کيوبا حکومت ته توان ورکړ، چې د بورې بيې او د لېږد او رالېږد جوازونو خرڅلاو په ښه ډول اداره کړي. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

الفريدو زاياس (Alfredo Zayas) له ۱۹۲۱ څخه تر ۱۹۲۵ ز کال پورې د Menocal ځایناستی شو او په هغه څه کې ښکېل شو، چې Calizto Maso يې «د اداري فساد د تر ټولو لوړه فقره يا څرګندونه» ګڼي. وړوکی او ستر فساد دواړه د دولتي ژوند پّ نږدې ټولو اړخونو کې خپور شو او د کيوبا اداره په پراخه ډول د خپل پلوۍ له مخې ځکه مشخص شوه، چې Zayas شتمنۍ ته په ناقانونه ډول د پراخه لاسرسي تر لاسه کولو په موخه پر خپلو ملګرو او خپلوانو باندې تکيه يا باور وکړ. د Zaya د پخوانيو سياستونو يا تګلارو له امله Gerardo Machado له ۱۹۲۵ څخه تر ۱۹۳۳ ز کال پورې د خپلې بريالۍ ادارې له مخې، د فساد له منځه وړل او د دولتي برخې (سکتور) کړنو سرته رسونو ته وده ورکول په نښه کړل. په داسې حال کې چې نوموړي په برياليتوب سره د ټيټې کچې او کوچني فساد د له منځه وړلو وړتيا درلودله، مګر ستر يا لوی فساد لا هم په پراخه ډول پاتې شو. Machado پر پرمختيايي پروژو باندې په چټکۍ سره کار وکړ، چې د پورته شويو بيو او «پراخه څنډو» د رامنځته کېدنې له لارې يې د لوی فساد ټينګار يا پايښت ته لاره هواره کړه، چې دې چارې په خپل وار سره دولتي چارواکو ته په ناقانونه ډول د پيسو ټاکلو يا ځانګړې کولو توانايي ورکړه. د نوموړي د ادارې له مخې فساد لپاره موکې د د حکومت د متمرکزې رانيونې تګلارو او د بيوروکراتانو او اداري کارکوونکو د يو کوچني شمېر تر منځ د فساد په ټولګې سره، په يو څو لاسونو کې متمرکز شول. د رښتيني ملکيتونو د زېربنا د پرمختګ او د کيوبا د چکر (سياهت) صنعت د ودې له لارې د Machado حکومت د دې وړتيا درلوده، چې د خصوصي برخې له سوداګريزو راکړو ورکړو څخه د ګټې په موخه دنني معلومات وکاروي. [۲۱]

سناتور Eduardo Chilbas ځان د کيوبا حکومت کې د فساد سپړنې ته ځانګړی کړ او د موخې د رسېدلو لپاره يې په ۱۹۴۷ ز کال کې د کيوبا د خلکو ګوند جوړ کړ، چې هسپانويان ورته (Partido Ortodoxo) وايي. Argote-Freyre بيانوي چې: د جمهوريت تر واکمنۍ لاندې د کيوبا نفوس د فساد لوړ زغم درلود. برسېره پر دې د کيوبا وګړو فاسد وپېژنده او نيوکه يې پرې وکړه، مګر لکه د «معافيت لرونکو مجرمينو» په توګه د دوی د عمل کولو وړتيا يې وستايله. فاسد چارواکي د هغو پوځي چارواکو د رانغاړلو په موخه د کانګرس د غړو تر شا ولاړل، چې خپله لېوالتيا يې ځايي خلکو ته ورکړې وه او رشوتونه يې ومنل. په فوځ کې د قمار د يو ناقانونه شبکې رامنځته کولو ځيني پوځي غړو لکه ډګروال Pedraza او تورن Marine ته د دې وړتيا ورکړه، چې د قمار په پراخه ناقانونه فعاليتونو کې ښکېل شي. موريسيو اګسټو فنټ (Mauricio Augusto Font) او الفونسو کويروز (Alfonso Quiroz) چې د کيوبا جمهوريت (The Cuban Republic) ليکوالان دي او جوسي مارټي (Jose marti) وايي، چې د Ramon Grau او Carlos Prio Socarras ولسمشرانو په ادارو کې په دولتي کچه فساد خپور شو. د پرايو (Prio) په اړه راپور ورکړل شوی دی، چې په دولتي پانګه کې يې له ۹۰ ميليون څخه زيات دالر غلا کړي دي. د پيسو ياده کچه د کلنۍ ملي بوديجې له څلورمې برخې سره برابره وه. له کمونيست اوښتون څخه وړاندې کيوبا له ۱۹۴۰ څخه تر ۱۹۴۴ ز کال پورې د Fulgencio Batista د ټاکل شوي حکومت له لورې اداره کېدله. د دوې دورې په ټوله موده کې د باټيسټا (Bastista) د ملاتړ بنسټ په اصلي ډول د فاسدو سياسيونو او پوځي چارواکو شامل شو. نوموړي په خپله کولی شول مخکې له دې چې واک ته راشي، د پرېمانه حکومتي تړونونو او قمار خپرولو له لارې له نظام څخه ډېره ګټه تر لاسه کړي. په ۱۹۴۲ ز کال کې د بریتانيې د باندينيو چارو ادارې راپور ورکړ، چې د متحده ايالتونو د دولت څانګه د ولسمشر Fulgencio Batista په مشرۍ د فساد په اړه خورا اندېښمنه وه. ياده اداره ستونزه د هر هغه څه د پای ته رسونکې او له اندازې تېرېدونکې په توګه وګڼله، چې وار له مخه تېر شوي وو. برتانوي ديپلوماتانو باور درلود، چې فساد د کيوبا په تر ټولو ځواکمنو بنسټونو کې رېښې وکړې او تر څنګ يې په حکومت کې خورا زيات اشخاص او پوځي غړي په قمار او د نشه یی سوداګرۍ کې په پراخه کچه ښکېل وو. د مدني ټولنې په اړه ايډوارډو ساينز روفنر (Eduardo Saenz Rovner) ليکي، چې په پوليسو او حکومت کې فساد، کيوبا کې د جرمي بنسټونو د پراختيا سبب شو. باټيسټا (Batista) د متحده ايالتونو د ولسمشر فرنکلين روزوليټ (Franklin Roosevelt) هغه وړانديز رد کړ، چې د کيوبا د ملکي خدماتو په سمون کې د مرستې په موخه په کار پوه خلک ورواستوي. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. Faria, Jr., Miguel A. (27 جولای 2004). "Fidel Castro and the 26th of July Movement". Newsmax Media. مؤرشف من الأصل في 22 اګست 2015. د لاسرسي‌نېټه 14 اګست 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Cuba Marks 50 Years Since 'Triumphant Revolution'" Archived 27 May 2018 at the Wayback Machine.. Jason Beaubien. NPR. 1 January 2009. Retrieved 9 July 2013.
  3. "Cuba receives first US shipment in 50 years". Al Jazeera. 14 جولای 2012. مؤرشف من الأصل في 16 جولای 2012. د لاسرسي‌نېټه 16 جولای 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "On Cuba Embargo, It's the U.S. and Israel Against the World – Again". The New York Times. 28 اکتوبر 2014. مؤرشف من الأصل في 6 جولای 2017. د لاسرسي‌نېټه 31 اکتوبر 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Cuba off the U.S. terrorism list: Goodbye to a Cold War relic". Los Angeles Times. 17 اپریل 2015. مؤرشف من الأصل في 18 اپریل 2015. د لاسرسي‌نېټه 18 اپریل 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "US flag raised over reopened Cuba embassy in Havana". BBC News. 15 اګست 2015. مؤرشف من الأصل في 18 اګست 2015. د لاسرسي‌نېټه 27 اګست 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Lazo, Mario (1970). American Policy Failures in Cuba – Dagger in the Heart. Twin Circle Publishing Co.: New York. pp. 198–200, 204. Library of Congress Card Catalog Number: 68-31632.
  8. Nash, Gary B.; Roy Jeffrey, Julie; Howe, John R.; Frederick, Peter J.; Davis, Allen F.; Winkler, Allan M.; Mires, Charlene; Gardina Pestana, Carla (2007). The American People, Concise Edition: Creating a Nation and a Society, Combined Volume (الطبعة 6th). New York: Longman. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "The Cuban Army Abroad – Meet Castro's Foreign Cold Warriors". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Parameters: Journal of the US Army War College. U.S. Army War College. 1977. د کتاب پاڼې 13. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Foreign Intervention by Cuba" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Makers of the Twentieth Century: Castro". History Today. 1981. مؤرشف من الأصل في 11 نومبر 2013. د لاسرسي‌نېټه 9 جولای 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Tamayo, Juan O. "El alzamiento más prolongado contra Castro". elnuevoherald (په هسپانوي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Los rostros del Escambray". elnuevoherald (په هسپانوي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "¿Quien era el Capitan Tondique? – Proyecto Tondique". ¿Quien era el Capitan Tondique? – Proyecto Tondique (په هسپانوي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "New Clashes Reported In Cuban Countryside". www.latinamericanstudies.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Diaz-Briquets, Sergio (2006). Corruption in Cuba : Castro and beyond. Pérez-López, Jorge F. (الطبعة 1st). Austin: University of Texas Press. OCLC 64098477. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780292714823. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Masó y Vázquez, Calixto (1976). Historia de Cuba : la lucha de un pueblo por cumplir su destino histórico y su vocación de libertad (الطبعة 2nd). Miami, Fla.: Ediciones Universal. OCLC 2789690. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0897298759. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Chapman, Charles E. (2005) [1927]. A history of the Cuban Republic : a study in Hispanic American politics. Whitefish, Mont.: Kessinger. OCLC 67235524. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1417903115. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Thomas 1998.
  21. Schwartz, Rosalie (1997). Pleasure Island : tourism and temptation in Cuba. Lincoln: University of Nebraska Press. OCLC 45733547. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0585300610. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Hunt, Michael (2014). The World Transformed 1945 to the Present. New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 257. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. The Cuban Republic and José Martí : reception and use of a national symbol. Font, Mauricio A. (Mauricio Augusto), Quiroz, Alfonso W. Lanham, MD: Lexington Books. 2006. OCLC 61179604. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0739112250. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: آخرون (link)
  24. Martínez-Fernández, Luis (2014). Revolutionary Cuba : a history. Gainesville. OCLC 896824646. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780813049953. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Sáenz Rovner, Eduardo (2008). The Cuban connection : drug trafficking, smuggling, and gambling in Cuba from the 1920s to the Revolution. Chapel Hill: Univ. of North Carolina Press. OCLC 401386259. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780807831755. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)