هو چی مین
| هو چی مین | |
|---|---|
|
|
| د شخص مالومات | |
| زېږون نوم |
|
| پيدايښت | ۱۹ می ۱۸۹۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱] |
| مړینه | 2 سېپتمبر 1969 (79 کاله)[۱۲][۳][۴][۵][۶][۸][۹] هانوی |
| د مړینې لامل | زړه نابری |
| استوګنځای | هانوی |
| تابعیت | |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | ليکوال ، شاعر ، سياستوال ، خبريال ، پوځي ځواک |
| مورنۍ ژبه | ويتنامي ژبه |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه ، فرانسوي ژبه ، روسي ژبه ، ويتنامي ژبه [۲][۱۳]، ماندارين ژبه |
| پوځي خدمت | |
| مقام | جنرال |
| جګړه/جګړې | د ویتنام جګړه ، د هندوچین لومړۍ جګړه |
| لاسليک | |
| وېبپاڼه | |
| مخ پر IMDB باندې | |
| سمول |
|
هو چی مین (۱۹ مۍ ۱۸۹۰ – ۲ سپټمبر ۱۹۶۹ زکال) ویتنامي انقلابي او دولت چلونکی و چې په زیږون کې یې نوم نګوین سین شانګ و او همدارنګه د نګوین تات نان، نګوین آی کوش، باش هو، Người cha dân tộc (د وګړو پلار) نومونو یا په ساده ډول د باش (کاکا) په نوم پېژندل کېده. نوموړي له ۱۹۴۵ زکال څخه تر ۱۹۵۵ زکال پورې د ویتنام د دیموکراتیک جمهوریت د لومړي وزیر او له ۱۹۴۵ زکال څخه تر ۱۹۶۹ زکال پورې یې د یاد هېواد د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړه. له آیدیالوژیک پلوه مارکسېست – لینینست و، چې د ویتنام د کارګر ګوند د مشر او لومړي منشي په توګه یې خدمت وکړ.[۱۴][۱۵][۱۶]
هوچي مین د مرکزي ویتنام په نا آن ولایت کې وزېږېد. نوموړي له ۱۹۴۱ ز کال وروسته د ویت مین خپلواکي غوښتونکی خوځښت رهبري کړ. په پیل کې دا د ټولو ګوندونو اړوند چترۍ ډوله ډله وه چې د ویتنام د خپلواکۍ لپاره یې جګړه کوله، خو کمونېست ګوند له ۱۹۴۵ زکال وروسته اکثریت ترلاسه کړ. هو چی مین په ۱۹۴۵ زکال کې د کمونیستانو تر واکمنۍ لاندې د ویتنام د دیموکراتیک جمهوریت رهبري وکړه، په ۱۹۵۴ زکال کې یې په دین پین فو جګړه کې فرانسوي اتحادیې ته ماته ورکړه، د هندوچین لومړۍ جګړه یې پای ته ورسوله ،چې په پای کې یې ویتنام ووېشل شو چې له مخې یې شمالي ویتنام د کمونېستاتو ترواکمنۍ لاندې پاتې شو. هغه د ویتنام د جګړې پر مهال چې له ۱۹۵۵ زکال څخه یې تر ۱۹۷۵ زکال پورې دوام درلود، د ویتنام د خلکو د پوځ او وینت کانګ د ځواکونو له مخکښو څېرو و. هو په ۱۹۶۵ زکال کې په رسمي ډول د روغتیايي ستونزو له امله واک پرېښود او په ۱۹۶۹ زکال کې مړ شو.. شمالي ویتنام بالاخره د سویلي ویتنام او د هغو د متحدینو پر وړاندې بریالی شو او په رسمي ډول په ۱۹۷۶ زکال کې یو موټی شو. د سویلي ویتنام پخوانۍ پلازمېنه سایګون د هغه په ویاړ د هو چی مین په نوم ونومول شوه.
واک ته د نوموړي له رسېدو وړاندې، د هغه د ژوندانه جزئیات نامعلوم دي. هغه له ۵۰ څخه تر ۲۰۰ مستعارو نومونو څخه ګټنه کړې. د هغه د زیږون او د ژوندانه د لومړیو اړوند اطلاعات معلوم نه دي او د علمي بحثونو موضوع ګرځېدلي. لږ تر لږه د نومونو، تاریخونو، ځایونو او نورو حقایقو پر بنسټ د هغه څلور رسمي ژوند لیکونه شته دي، په داسې حال کې چې غیر رسمي ژوند لیکونه یې په پراخه کچه توپیر لري.[۱۷][۱۸][۱۹]
په سیاستوالۍ سربېره، نوموړی لیکوال، شاعر او خبریال هم و. هغه بې شمېره کتابونه، مقالې او اشعار په چینايي، ویتنامي او فرانسوي ژبو لیکلي دي.
لومړی ژوند
[سمول]هوچی مین د نګوین سین شانګ په اصلي نوم په ۱۸۹۰ زکال کې د مرکزي ویتنام په نا آن ولایت کې د خپلې مور په کلي هوانګ ترو کې (لانګ سن ته د نږدې سیمه ئیز معبد نوم و) وزېږید. په داسې حال کې چې په ۱۸۹۰ زکال په بشپړه توګه د هغه د زیږون د کال په توګه منل شوې، خو په بېلابېلو مهالونو کې هغه د زېږون له څلورو نورو کلونو هم ګټنه کړې: ۱۸۹۱، ۱۸۹۲، ۱۸۹۴، ۱۸۹۵ زکال. له ۱۸۹۵ زکال وروسته، هغه د خپل پلار په کلي نګوین سین ساش (نګین سین های)، لانګ سن، کیم لین، نام دان او نا آن ولایت کې را لوی شو. هغه درې وروڼه او خویندې لرلې: خور یې باش لین (نګوین تی تان) د فرانسې د پوځ کارکوونکې وه، ورور یې نګوین سین خیم (نګوین تات دات) بوټی پېژندونکی او دودیز یوناني حکیم و، بل ورور یې (نګوین سین نهوآن) په ماشومتوب کې مړ شو. د یو نوي رالوی شوي ماشوم په توګه شان (هو) د خپل پلار او د نام وونګ توش دو په نوم ښوونکي سره درس ولوست. هغه په چټکی سره د چیني خط لیکل چې د کنفوشیونېزم د لوستلو په موخه اړین و، زده کړل او همدارنګه یې د ویتنامي لیکل هم ورسره زده کړل. هغه په زده کړو سربېره د کاغذ باد د پورته کولو او کب نیولو سره مینه لرله. د کنفوشیونېزم له عنعنو څخه په پیروي، پلار یې په ۱۰ کلنۍ کې په هغه نوی نوم نګوین تات تان (تربیه شوی نګوین) کېښود.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
د هغه پلار د کنفوشیوزم عالم او ښوونکی و چې وروسته د بین خه په نامه په لرې پرتې کوچنۍ سیمه کې سلطنتي قاضي وټاکل شو. هغه له واک څخه د ناوړې ګټې اخیستنې له امله هغه مهال یوه رتبه را ښکته کړای شو، کله چې یو سیمه ییز بانفوذه مشر د ده له خوا د سرغړونو له امله ۱۰۲ قمچینې وخوړې او بیا اووه ورځې وروسته مړ شو. د هغه پلار د سترواکي په اداري تشریفاتو کې د خدمت وړ و، خو له دې امله چې نه یې غوښتل، فرانسویانو ته خدمت وکړي، له هغو یې ډډه وکړه. دغې چارې تان (هو) په کم عمر کې بغاوت ته وهڅاوه او داسې ښکارېده چې دا د دغه ایالت لپاره یوه عادي موضوع وه. په دې سره هغه د فرانسوي زده کړې وکړې او د هوئه په کوش هوش کالج (لیسې یا عالي لیسې) کې زده کړې وکړې. د هغه ملګري فام وان دونګ او وو ګوین جیاپ و. همدارنګه په دغه ښوونځي کې د سویلي ویتنام راتلونکي ولسمشر او دهغه سیاسي سیال نګو دین دیم هم زده کړې کولې. [۲۶][۲۷]
ولسمشر کېدل
[سمول]د جینوا هوکړه په ۱۹۵۴ زکال د فرانسې او ویت مین ترمنځ وشوه او دویم ځواک ته یې اجازه ورکړه څو په شمال کې راغونډ شي په داسې حال کې چې کمونېزم ضد ډلې په سویل کې ځای پر ځای شوې وې. د هغه د ویتنام دیموکراتیک جموریت هانوي ته ولېږدول شو او د شمالي ویتنام په نامه د کمونیستانو تر واکمنۍ لاندې په یو ګوندي دولت واوښت. د جینوا له توافقاتو وروسته په پام کې وه یوه ۳۰۰ ورځنۍ دوره شتون ولري او وګړي وکولای شي په آزادنه توګه د ویتنام د دوه سیمو ترمنځ چې وروسته د شمالي او جنوبي ویتنام په نومونو وپېژندل شوې، تګ راتګ وکړي. په دغو ۳۰۰ ورځو کې دیم او د امریکا د استخباراتي ادارې سلاکار ډګروال ادوارد لنزدیل یو کمپاین پیل کړ او خلک یې هڅول سویلي ویتنام ته کډه وکړي. دغه کمپاین په ځانګړي ډول په ویتنامي کاتولیکانو تمرکز درلود او هڅه یې کوله د دیم د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې په دغه شعار چې «خدای سوېل ته تللی» د هغه د واک ځایګی وساتي. له ۸۰۰،۰۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰۰۰ وګړي سوېل ته کډه شول چې ډېری یې کاتولیک و. د ۱۹۵۵ زکال په پیل کې د فرانسي هندوچین منحل شول او په سوېل کې د دیم لنډ مهالی کنټرول پاتې شو. [۲۸][۲۹]
په جینوا کې ټولو ګوندونو د بیاځلي یوځای کېدو په موخه د ټاکنو غوښتنه وکړه، خو وه یې نشو کولای د جزئیاتو پر سر هوکړې ته ورسېږي. فام وان دونګ چې په وروستیو کې په ویت مین کې د بهرنیو چارو وزارت د واکیال په توګه ټاکل شوی و، وړاندیز یې وکړ چې ټاکنې د «یو سیمه ېیز کمیسیون» تر واکمنۍ لاندې ترسره شي. متحده ایالاتو د بریتانیا او ویتنام ته د اړوندو هېوادونو لاوس او کمبودیا پر ملاتړ د ملګرو ملتونو د څارنې وړاندېز وکړ. دغه طرح د شوروي اتحاد د استازي ویاچسلاو مولوتوف له خوا چې د داسې کمیسیون د جوړېدو وړاندېز یې کړی و چې په مساوي توګه کمونیستي او غیر کمونیستي غړي یې لرل؛ رد شو. مذاکره کوونکو ونشو کولای د بیاځلي یووالي په موخه د ټاکنو د ترسره کېدو د کره نېټې پر سر هوکړې ته ورسېږي. شمالي ویتنام استدلال وکړ چې ټاکنې باید له اوربند وروسته شپږو میاشتو په اوږدو کې ترسره شي، په داسې حال کې چې لویدیځ متحدین د دې په لټه کې و چې ټاکنو ته ضرب الاجل وټاکل شي. مولوتوف د ۱۹۵۵ زکال د جون میاشتې وړاندیز وکړ، وروسته یې د دغه کار لپاره د ۱۹۵۵ زکال هر مهال غوره باله، خو په پای کې د ۱۹۵۶ زکال په جولای میاشت کې هوکړې ته ورسېدل. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]
سرچينې
[سمول]- ↑ پیوستون : 11855168X — خپرېدونېټه: ۹ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb120266704 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6tx3jbt — سکالو پېژند: Ho Chi Minh — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/5740 — سکالو پېژند: Ho Chi Minh — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Ho-Chi-Minh — سکالو پېژند: Ho Chi Minh — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ سکالو پېژند: Ho Chi Minh — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/9f3cad69fd2444e7aa8be531300764dc — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/931229 — سکالو پېژند: Ho Chi Minh
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0032781.xml — سکالو پېژند: Ho Chi Minh — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=sinh+cung;n=nguyen — سکالو پېژند: Sinh Cung Nguyễn
- ↑ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/27107 — سکالو پېژند: Ho-Ši-Min — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
- ↑ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000000716 — سکالو پېژند: Ho Chi-minh — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/11855168X — خپرېدونېټه: ۱۳ اگست ۲۰۱۵ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/104171363
- ↑ "Ho Chi Minh". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
- ↑ Trần Quốc Vượng. "Lời truyền miệng dân gian về Hồ Chí Minh". BBC Vietnamese. ترلاسهکېدو نېټه 10 December 2013.
- ↑ Nguyễn Vĩnh Châu. "Phỏng vấn sử gia Vũ Ngự Chiêu về những nghiên cứu lịch sử liên quan đến Hồ Chí Minh". Hợp Lưu Magazine. خوندي شوی له the original on 3 December 2013. ترلاسهکېدو نېټه 10 December 2013.
- ↑ Duiker, William J. Ho Chi Minh: A Life. New York: Hyperion, 2000.
- ↑ Pike 1976.
- ↑ Duncanson 1957، م. 85.
- ↑ Trần Quốc Vượng. "Lời truyền miệng dân gian về Hồ Chí Minh". BBC Vietnamese. ترلاسهکېدو نېټه 10 December 2013.
- ↑ Nguyễn Vĩnh Châu. "Phỏng vấn sử gia Vũ Ngự Chiêu về những nghiên cứu lịch sử liên quan đến Hồ Chí Minh". Hợp Lưu Magazine. خوندي شوی له the original on 3 December 2013. ترلاسهکېدو نېټه 10 December 2013.
- ↑ Ton That Thien 18, 1890 is the most likely year of his birth. There is troubling conflicting evidence, however. When he was arrested in Hong Kong in 1931, he attested in court documents that he was 36. The passport he used to enter Russia in 1921 also gave the year 1895 as his birth date. His application to the Colonial School in Paris gave his birth year as 1892
- ↑ Yen Son. "Nguyen Ai Quoc, the Brilliant Champion of the Revolution." Thuong Tin Hanoi. 30 August 1945.
- ↑ Duiker, William J. Ho Chi Minh: A Life. New York: Hyperion, 2000.
- ↑ Trần Dân Tiên 1994.
- ↑ "Ngo Dinh Diem and ho Chi Minh". nguoiviet.com. 3 November 2018.
- ↑ Hunt 2016، م. 125.
- ↑ Maclear, pp. 65–68.
- ↑ Jacobs 2006، مم. 43–53.
- ↑ Logevall 2012، م. 604.
- ↑ Logevall 2012، م. 610.
- ↑ Turner 1975، م. 107.
- ↑ Turner 1975، مم. 89, 91, 97.
- ليکنې چې ويوکي په ويتنامي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1969ز مړينې
- 2 سېپتمبر مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P20
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P551
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- د عسکري خدمتونو لړليک د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P607
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
- ليکنې چې ويوکي په کتلونيايي

