د ویتنام جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ویتنام جګړه< چې په ویتنامي ژبه ورته چن ترن ویتنام (Chiến tranh Việt Nam) ویل کېږي، د هند او چین د دویمې جګړې په نامه هم پېژندل کېږي، د ۱۹۵۵ز کال د نومبر له لومړۍ نه د سایګون تر سقوط د ۱۹۷۵ ز د اپریل تر ۳۰ مې پورې د ویتنام، لاؤس او کامبوډیا تر منځ شخړه وه. دا د اندوچینا (هند او چین) دویمه جګړه وه او په رسمي ډول د شمالي ویتنام او سویلي ویتنام تر منځ پېښه شوې وه. شمالي ويتنام د شوري اتحاد، چین او نورو کمونیستي متحدینو له ملاتړ سره مل و، سویلي ویتنام د متحده ایالاتو، سویلي کوریا، فلیپین، استرالیا، ټایلنډ او د کمونسیت ضد نورو هېوادونو ملاتړ له ځان سره درلود. یاده جګړه، چې ځینې يې د سړې جګړې د دوران نیابتي جګړه بولي، شاوخوا شل کاله یې دوام وکړ، چې په ۱۹۷۳ز کال کې د متحده ایالاتو له مستقیمې لاسوهنې  سره پای ته ورسېده او د لاؤس او کامبودیا(Cambodian) داخلي جګړې په کې شاملې وې، چې په ۱۹۷۵ ز کې د درېو واړوهېوادونو په کمونیست کېدو سره پای ته ورسېده. [۱][۲][۳][۴]

دا شخړه، د هند او چین له لومړۍ جګړې نه د فرانسې د استعماري دولت او د ويت مین (Viet Minh) په نوم یو کيڼ انقلابي غورځنګ تر منځ رامنځته شوه. په ۱۹۵۴ز کال کې له اندوچین نه د فرانسې تر پوځي خروج وروسته، متحده ایالتونو د سویلي ویتنام د دولت مالي او نظامي مسؤلیت پر غاړه واخیست. ویت کونګ / Việt Cộng (VC) چې فرانټ نشنل ډی لېبرېشن ډو سد ویت/ Front national de libération du Sud-Viêt (NLF) چې د ملي آزادۍ د جبهې په معنا ده، د شمالي ویتنام تر لارښوونې لاندې د سویلي ویتنام د مشترکې جبهې په نوم پېژندل کېږي، په سویل کې یوه چریکي جګړه پيل کړه. شمالي ویتنام هم  د۱۹۵۰ز لسیزې په منځ کې د یاغیانو په ملاتړ پر لاؤس برید وکړ او د هوچي مېن ټرېیل (Ho Chi Minh Trail) لاریې د وېټ کونګ (Việt Cộng) د پياوړتیا او خوندیتوب لپاره رامنځته کړه. په ۱۹۶۴ ز کال کې د ولسمشر جان کېنيډي په مشرۍ د MAAG پروګرام له لارې، د متحده ایالتونو ښکېلتیا ۲۳۰۰۰ پوځي سلاکارانو ته لوړه شوه، چې په ۱۹۵۹ز کال کې دا شمېره يوازې زر وه، تر ۱۹۶۳ز کال پورې شمالي ویتنام، سویلي ویتنام ته د جګړې لپاره ۴۰۰۰۰ سرتېري لېږلي وو.  [۵][۶][۷]

د 1964 ز کال د اګېست په لومړیو کې د تونکېن خلیج په پېښه کې ادعا شوې، چې امریکایي ویجاړوونکی، د شمالي ویتنام د چټک برید له بېړۍ سره ټکر شوی. په ځواب کې یې د متحده ایالتونو کانګرېس د تونکېن خلیج پرېکړه لیک تصویب کړ او ولسمشر لېندون بي جانسن Lyndon B. Johnson ته یې په ویتنام کې د امریکا د پوځي حضور د زیات والي پراخ واک ورکړ. جانسن د لومړي ځل لپاره د جنګي واحدونو د ځای پر ځای کولو امر وکړ او د سرتېرو شمېره یې 184000 ته لوړه کړه. د ویتنام د خلکو اردو (PAVN) چې د شمالي ویتنام د اردو (NVA) په نوم هم پېژندل کېږي، د سویلي ویتنام او متحده ایالتونو له ځواکونو سره په دودیزو جګړو کې ښکېل وو. متحده ایالتونو له لږ پرمختګ سره سره د خپلو ځواکونو ډېرولو ته د پام وړ دوام ورکړ. د 1966 ز کال  په وروستیو کې د امریکا د دفاع وزیر مک نامارا (McNamara)  چې د جګړې له اصلي بنسټ اېښودونکو نه و، د بریا په اړه شکمنې څرګندونې پیل کړې. د متحده ایالتونو او سویلي ویتنام ځواکونه، د لټون او تخریب عملیاتو د تر سره کولو لپاره په هوایي برترۍ او پراخ اورځواک تکیه وو چې ځمکني ځواکونه، توپخونې او هوایي بریدونه په کې شامل وو. متحده ایالتونو د ویتنام  او لاؤس پر وړاندې په لویه کچه ستراتيژیکې بمبارۍ هم تر سره کړې. چین او شوروي اتحاد د سویلي ویتنام تر شا ولاړ وو.[۸][۹]

په 1969 ز کال کې په لویه کچه د تتو بریدونو په بهیر کې، د VC او PAVN بریدونو له زیاتېدو سره له جنګ نه د امریکا داخلي ملاتړ مخ په کمېدو شو. تر  تتو بریدونو وروسته، د ویتنام جمهوري ځواکونو (ARVN) د غفلت یوې دورې له تېرولو سره پراختیا ومونده او د متحده ایالتونو تر دوکتورین وروسته ماډل شو. VC د 1968 کال په پاتې برخه کې د تت برید او ورپسې د متحده ایالاتو د ARVN عملیاتو په بهیر کې درانه زیانونه وليدل او له ۵۰۰۰۰ نه زیات کسان یې له لاسه ورکړل. د کال تر پایه پورې VC یاغیانو په سویلي ویتنام کې هېڅ کوم قلمرو په واک کې نه درلود او په ۱۹۶۹زکال یې ګومارل ۸۰ سلنه راکم شول، چې دا د چریکي عملیاتو سخت کمښت ښیي، چې له شمال نه د PVAN له عادي سرتېرو نه د کار اخیستلو اړتیا پېښوي. په 1969 ز کال کې شمالي ویتنام په سویلي ویتنام کې یو لنډمهالی انقلابي حکومت اعلام کړ، تر څو راکم شوي VC ته لا نړیواله بڼه ورکړي، خو له هغه مهال وروسته سویلي چریکیان په شا وتمبول شول، ځکه د PAVN ځواکونو د ترکیبي دودیزو وسلو جګړه پیل کړه. په ۱۹۷۰ ز کال کې په سویل کې له ۷۰ سلنه نه زیات کمونیستي سرتېري له شمال نه وو او د سویل تر ولکه لاندې VC واحدونه نور نه وو. عملیات له ملي پولو نه تېر شول: شمالي ویتنام په لومړیو کې له لاؤس نه په داسې حال کې د تدارکاتي او اکمالاتي لارې په توګه کار واخیست، چې په ۱۹۶۹ز کال کې يې له کامبوډیا نه هم کار اخیستی و. د کمبوډیا لار، په ۱۹۶۹ز کال کې د متحده ایالتونو له خوا بمبار شو، په داسې حال کې چې لاؤس په ۱۹۶۴ ز کې په سخت ډول بمبار شوی و. د کمیر روج (Khmer Rouge) په غوښتنه، د کمبوډیا ملي شورا له خوا د پاچا نوردوم سیهانوک (Norodom Sihanouk) ګوښه کول، په هېواد کې د PAVN د برید لامل شول او د کمبوډیا کورنۍ جګړې ته يې وده ورکړه او د متحده ایالتونو ـ ARVN د مخالف یرغل لامل شو.  [۱۰][۱۱]

په ۱۹۶۹ ز کال کې د متحده ایالاتو د ولسمشر ريچارډ نیکوسن (Richard Nixon) تر ټاکلو وروسته، د ویتنامي کولو سیاست پيل شو، چې د ARVN له خوا د یوې پراخې جګړې شاهد و، د متحده ایالتونو ځواکونه په شا وتمبول شول او په مخ پر زیاتېدونکي ډول د داخلي مخالفانو له خوا کمزوري شول او په اردو کې جذب هم راکم شو. د متحده ایالتونو ځمکنيو ځواکونو، د ۱۹۷۲ز کال د اپریل تر لومړیو پورې شاتګ کړی و او ملاتړ پر هوایي ملاتړ، توپچي ملاتړ، د مشاورینو پر ملاتړ او توکو په لېږد پورې محدود و. په ۱۹۷۲ زکال کې ARVN د متحده ایالتونو پر ملاتړو د فشار راوړلو له لارې د ایسټر برید په بهیر کې د PAVN لومړی میکانیز شوی برید ودراوه. یاد برید، دواړو لورو ته درانه زیانونه واړول او پر سویلي ویتنام کې د PAVN د واکمنۍ د ماتې لامل شوه، خو ARVN خپله ونه شو کولی، بشپړ قلمرو بېرته ترلاسه کړي، پوځي وضعیت یې په ستونزمن حالت کې پرېښود. د ۱۹۷۳ ز په جنورۍ کې د پاریس د سولې تړون د متحده ایالتونو ټول ځواکونه بهر کړل؛ د کلیسا د سمون- قضیه د ۱۹۷۳زکال د اګست په ۱۵ مه د متحده ایالتونو د ګانګرېس له خوا تصویب او متحده ایالتونو له مستقیمې نظامي ښکېلتیا سره په رسمي توګه پای ته ورسېده. د سولې تړون تقریباً سملاسي مات شو او جګړې دوه کاله نور دوام وموند. پونم پن (Phnom Penh) د ۱۹۷۵ز کال د اپریل په دېرشمه د کمیر روج (Khmer Rouge) لاس ته ولوېد، په داسې حال کې چې PAVN د سایګون د نیولو پسرلنی برید هم د ۱۹۷۵ ز د اپریل په ۳۰ و. دا د جنګ پای و، چې شمالي اوسویلي ویتنام له کلونو وروسته بیا سره یو ځای شول.    [۱۲]

د جګړې کچه ډېره لویه وه. تر ۱۹۷۰ز کال پورې ARVN د نړۍ څلورمه لویه اردو وه او PVAN له شاوخوا یو میلیون منظمو سرتېرو له لرلو سره ډېر واټن ترې نه درلود. جنګ له درانه انساني زیان سره مل و. د ویتنامي سرتېرو او ملکي وژل شوو شمېر، له ۹۶۶۰۰۰ نه تر درې میلیونه پورې اټکل شوی دی. څه د پاسه ۲۷۵۰۰۰ - ۳۱۰۰۰۰ کمبوډيایي، ۲۰۰۰۰ - ۶۲۰۰۰ پورې لتوانیایي/ لاؤسي او د متحده ایالاتو ۵۸۲۲۰ پوځیان، په دې جګړه کې ووژل شول او ۱۶۲۶ کسان نور په عملیاتو کې ترې تم شول.[۱۳]

سرچینې[سمول]

  1. Factasy. "The Vietnam War or Second Indochina War". PRLog. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جون ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Vietnam War". Encyclopædia Britannica. “Meanwhile, the United States, its military demoralized and its civilian electorate deeply divided, began a process of coming to terms with defeat in its longest and most controversial war” 
  3. Friedman, Herbert. "Allies of the Republic of Vietnam". د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. . Vietnam, The Necessary War: A Reinterpretation of America's Most Disastrous Military Conflict.
  5. Eckhardt, George (1991). Vietnam Studies Command and Control 1950–1969. Department of the Army. د کتاب پاڼې 6. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Ang, Cheng Guan (2002). The Vietnam War from the Other Side. RoutledgeCurzon. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7007-1615-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Vietnam War Allied Troop Levels 1960–73". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ اگسټ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Vietnam War Allied Troop Levels 1960–73". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ اگسټ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Li, Xiaobing (2010). Voices from the Vietnam War: Stories from American, Asian, and Russian Veterans. University Press of Kentucky. د کتاب پاڼې 85. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8131-7386-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Kiernan, Ben. "Viet Nam: A History from Earliest Times to the Present". Oxford University Press, Feb. 2017, page 447.
  11. Military History Institute of Vietnam 2002، صص. 247–249.
  12. Kolko, Gabriel (1985). Anatomy of a War: Vietnam, the United States, and the Modern Historical Experience. Pantheon Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-394-74761-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Pilger, John (2001). Heroes. South End Press. د کتاب پاڼې 238. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-89608-666-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)