مارکسیستي انسان پالنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مارکسیستي انسان پالنه د تفکر او سیاسي عمل هغه نړیواله ټولګه ده چې د کارل مارکس د اثارو په تفسیر کې ریښه لري. دا د دې په اړه څېړنه ده چې «انساني ماهیت له څه جوړ شوی او څه ډول ټولنه د انسان د ودې یا غوړېدو لپاره برابره ده» چې د مارکسیستي فلسفې په انتقادي لیدلوري کې رېښه لري. مارکسیستي انسان پالونکي استدلال کوي چې مارکس خپله د ورته مسائلو په څېړنه لاس پورې کاوه. [۱][۲]

مارکسیستي انسان پالنه په ۱۹۳۲ زکال کې د مارکس د ۱۸۴۴ زکال  دفلسفي او اقتصادي قلمي اثارو په خپرېدو رامنځته شوه چې په ۱۹۵۰ مه او ۱۹۶۰ مه ز لسیزه کې شهرت ته ورسېده. مارکسیست انسان پالونکي ادعا کوي چې د مارکس د لومړنیو فلسفي لیکونو چې په کې یې د پرديتوب نظریې ته وده ورکړې او د کپیټلیسټي ټولنې د جوړښتي توصیف ترمنځ چې د هغه په وروستیو آثارو لکه شتمني (Capital) کې موندل کېږي تداوم شتون لري. هغوی باور درلود چې د مارکس د فلسفي اساساتو درک د هغو د نورو اثارو د سم درک په موخه ضروری دی. [۳]

د شوروي اتحاد د رسمي دیالکتیکي ماتریالېزم او د مارکس د تفاسیرو پر خلاف چې د لویي آلتوسر په جوړښتي مارکسېزم کې ریښه لري، مارکسېست انسان پالونکي استدلال کوي چې د مارکس کار د روڼ آندۍ له انسان پالنې پورته و. چېرې چې ټولې مارکسیستي فلسفې مارکسېزم یو طبیعي علم بولي، مارکسیستي انسان پالنه په دغه نظریه چې «انسان د هر شي لپاره معیار دی» ټینګار کوي – د دغې نظریې له مخې انسانان له پاتې نور ټول طبیعي نظام سره توپیر لري او باید مارکسیستي نظریات له هغو سره دا ډول چلن وکړي. [۴]

ریښې[سمول]

د مارکسیستي انسان پالنې پیل د تاریخ او طبقاتي آګاهي په نامه د ګئورګ لوکاچ د کتاب او د مارکسېزم او فلسفې تر نامه لاندې د کارل کورش د کتاب له خپرېدو سره مل دی. په دغه کتابونو کې لوکاچ او کورش هغه مارکسېزم وړاندې کړی چې د کارل مارکس په هګلي بنسټ لرونکې فلسفې ټینګار کوي. مارکسېزم یوازې د سیاسي اقتصاد یوه تیوري نه ده چې د خپلې مخکښې بورژوازي پر وړاندې یې وده کړې او نه هم د طبیعي علومو په څېر د ټول پوهنې علم دی. مارکسېزم په لومړي ګام کې یو نقد یا – د ټولنې یو باخبره بدلون دی. [۴][۵]

د کوروش کتاب د تیوري او عمل د یووالي اړوند د مارکس په دکتورینو ټینګار کوي او سوسیالیستي انقلاب یې «د فلسفې تحقق» بولی.  د لوکاچ په ټولګه کې تر ټولو مهمه مقاله د «مادیت جوړولو» (reification) اړوند ده – د انساني توکو په ځانګړنو باندې د انساني توکو اړول چې له انسان څخه مستقل شوي او د هغو پر ژوند واک لري او بالعکس په ماده ډوله شیانو باندې د انسانانو اوښتل. لوکاچ استدلال کوي چې د دغه مفهوم عناصر د توکو په فتیشېزم تحلیل کې چې د مارکس د شتمنۍ په کتاب کې دی ضمني دي. بورژوایي ټولنه د انساني غبرګون رول د ټولنیزې معنی په جوړېدو کې له لاسه ورکوي. ارزښت په شیانو کې نغښتی بولی او وګړي توکي بولي. [۶][۷][۸][۹][۱۰]

په ۱۹۳۲ زکال کې د مارکس د اقتصادي او فلسفي قلمي آثارو لومړی ځل چاپ د هغه له آثارو څخه د پراخ هرکلي لامل وګرځېد. د مارکس لومړني اثار – په ۱۸۴۴ زکال کې هغه مهال چې مارکس ۲۵ کلن یا ۲۶ کلن و لیکلي یې و – د سیاسي اقتصاد اړوند د هغه د مطالعې، د ګئورګ ویلهلم، فریدریش هیګل او لودویګ فویرباخ له فلسفو سره د هغه دې اړیکې او په نوي تئوریکي چوکاټ کې د کمونېزم په اړه د هغه د نظریاتو څرګندويي کوي. په دغو آثارو کې مارکس فلسفي اصطلاحات له هګل او فویرباخ څخه په پور اخیستي و څو د «پردیتوب» بر بنسټ د کپیټلیسټي ټولنې نقد ترسره کړي. انسان د خپل فعالیت له امله له خپلو انساني امکاناتو لکه د خپل کار له محصولاتو، له هغه طبیعت سره چې په کې ژوند کوي یا هم له ځان او نورو انسانانو څخه پردی کېږي. دا مفهوم یوازې یو توصیفي مفهوم نه دی بلکې د نړۍ د راډیکال بدلون له مخې د پردیتوب د له منځه وړو په موخه ټول غوښتنه ده. د چاپ پر مهال د دغه اثر اهمیت د یو شمېر مارکسیستانو لکه رایا دونایفسکایا، هربرت مارکوزه او هانري لوفور له خوا وموندل شو. د دویمې نړیوالې جګړې له دورې وروسته، دغه متون ایټالوي ژبې ته وژباړل شول او د ګلوانو دلا ولپه له خوا ورباندې بحث ترسره شو. همدغه مهال موریس مرلوپونتی او ژان پل سارتر د همدغو آثارو له امله مارکسېزم ته واوښت. په ۱۹۶۱ زکال کې د دغو آثارو یو ټوک د سریزې په لرلو د ایریش فروم له خوا په متحده ایالاتو کې خپور شو.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

هماغه ډول چې هغوی د هګلي فلسفې د انسان پالنې او د مارکس د لومړنیو آثارو او د هغو د وروستیو اقتصادي آثارو ترمنځ ورکې شوې اړیکې ته وده ورکړه، د مارکس ګروندریسه اثر د مارکسیستي انسان پالنې لپاره مهمه سرچینه وه. د شتمنۍ نومي (کپیټل) کتاب لپاره د مارکس ۱۰۰۰ پاڼې لرونکي یاددښتونه د لومړي ځل لپاره په ۱۹۳۹ زکال کې په مسکو کې خپاره شول او په ۱۹۵۳ زکال کې د لاسرسي وړ وګرځېدل. ګڼ شمېر تحلیل کوونکو (په ځانګړې توګه رومن روزدولسکی) څرګنده کړه چې ګروندریسه د هغه رول څرګندويي کوي چې د ځان څخه د پردیتوب او د لوی کار په جوړېدو کې د هګلي دیالکتیک مفهوم اړوند د مارکس اندېښنو لوباوه. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

جریانونه[سمول]

د فرانسې له اشغال او دویمې نړیوالې جګړې وروسته په ۱۹۴۶ زکال کې خپلواکه کیڼ اړخې Les Temps modernes مجله تاسیس شوه. د دغې مجلې د اصلي لیکونکي پلاوي په ډله کې اګزیستانسیالیست فیلسوفان لکه ژان پل سارتر او موریس مرلوپونتي هم شامل و. په داسې حال کې چې دواړو د فرانسې د کمونیست ګوند او د شوروي اتحاد له سیاستونو او تاکتیکونو څخه ملاتړ کاوه، هم مهاله یې هڅه وکړه څو phenomenological او اګزیستانسیال مارکسیزم رامنځته کړي چې له ستالینيستي ډول سره مخالف و. د هغوی له نظره، د بریالیو انقلابونو په ترسره کولو کې د لویدیځو کمونیستي ګوندونو ماته او په شوروي اتحاد کې د یو استبدادي دولتي جوړښت رامنځته کېدل دواړه د مارکسیستي ارتودوکس رسمي نظریې له «طبیعت پالنې» او «علم پالنې» سره اړوند دي. ارتودوکس مارکسیزم د ځان د خلاصون یوه انقلابي نظریه نه ده بلکه هغه خپل بللی علم دی چې د «اوسپنیزو قوانینو» په نامه په نه انکار کېدوني ډول یې تاریخ ته لوری ورکړی.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

په ۱۹۳۹ زکال کې هانري لوفور چې هغه مهال د فرانسې د کمونیست ګوند غړی و د دیالکتیک ماتریالېزم په نامه کتاب پور کړ. دغه کتاب چې په ۱۹۳۴- ۱۹۳۵ کلونو کې لیکل شوی و د مارکس آثار یې د هغه د ۱۸۴۴ زکال د قلمي اثارو په رڼا کې بېرته ورغول. لوفور استدلال وکړ چې د مارکس دیالکتیک د «طبیعت دیالکتیک» (هماغه ډول چې د فریدریش انګلز له خوا بیان شوی) نه دی، بلکه د پردیتوب او پراکسیس د مفاهیمو پر بنسټ دی. په ۱۹۵۶ زکال کې د شوروي اتحاد له خوا د هنګري د پاڅون په ځپلو سره لوفور له کوستاس اکسلوس، ژان دووینو، پیرفوګیرولاس او ادګار مورین سره په ګډه Arguments مجله تاسیس کړه. دغه نشریه له ستالینېزم څخه د مارکسیستي انسان پالنې د نقد په مرکز واوښته. لوفور له ځان څخه د پردیتوب په نظریه که نه یوازې له قلمي اثارو بلکې له سارتر یې د داسې نقد په وړاندې کولو کې ګټنه وکړه چې په کې د کپیټلېزم تر ولکې لاندې د لګښت سبک، کلتور، معنايي سیسټمونه، او ژبه شاملېدل. [۲۴][۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. Smith 1998.
  2. Alderson 2017، ص. 17.
  3. Marcuse 1972.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Edgley 1991، ص. 420.
  5. Jacoby 1991، ص. 582.
  6. Soper 1986، ص. 45.
  7. Soper 1986، ص. 44.
  8. Petrović 1991b، ص. 463.
  9. Mészáros 1991، ص. 242.
  10. McLellan 1980، ص. 211.
  11. Colletti 1992، ص. 15.
  12. Anderson 1976، صص. 50-51.
  13. Fromm 1966، ص. 74.
  14. Petrović 1991a، ص. 11.
  15. Arthur 1991، ص. 165.
  16. Harris 1991، ص. 67.
  17. McLellan 1980، ص. 219.
  18. Soper 1986، ص. 85.
  19. McLellan 1991، ص. 224.
  20. Benton 1984، ص. 10.
  21. Benton 1984، ص. 6.
  22. Benton 1984، صص. 5-6.
  23. Anderson 1976، صص. 37-38.
  24. Anderson 1976، ص. 51.
  25. Soper 1986، ص. 84.