شورایي کمونیزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

شورايي کمونیزم، د کمونیستي نظریې هغه جریان دی چې په ۱۹۲۰ مه ز لسیزه کې رامنځته شو. د نومبر له انقلاب څخه په الهام اخیستوسره شورايي کمونیزم د دولتي سوسیالېزم مخالف و او له کاریګري شوراګانو او شورايي دیموکراسي څخه یې ملاتړ کاوه. شورايي کمونیزم د ۱۹۲۰ مې  ز لسیزې پرمهال په جرمني او هالنډ کې پیاوړی و او تر اوس مهاله د یوه کوچني کیڼ لږه کي په توګه دوام لري.

تاریخچه[سمول]

رامنځته کېدل(ظهور)[سمول]

شورايي کمونیزم له ۱۹۱۸ ز کال وروسته کلونو کې رامنځته شو، ځکه په جرمني او هالنډ کې یو شمېر کمونیستان دې پایلې ته رسېدلي وو چې د روسیې انقلاب د نویو سیاسي اشرافو لاسونو ته د واک د رسېدو لامل ګرځېدلی. له لومړنیو مخکښو ملاتړو څخه یې جرمني ښوونکی اتو روهله، هالنډي ستور پېژوندونکی انتون پانه کک او هالندي شاعر هرمان ګورتر و. دوی په پیل کې د بلشویکانو او روسي انقلاب له شوره ډک ملاتړي و. په ۱۹۱۸ زکال کې ګورتر وویل چې: د بلشویکانو رهبر ولادمیر لینن «له نورو ټولو پرولتاري مشرانو توپیر لري» او یوازې لینین له کارل مارکس سره په یوه کچه کې دی. په ۱۹۱۹ زکال کې پانه کک ولیکل چې: «دوه کاله کېږي په روسیه کې کمونیزم پلی کېږي».[۱][۲]

هغه مهال چې د ۱۹۱۸ زکال په ډسمبر میاشت کې د جرمني کمونیست ګوند(KDP)  رامنځته شو، په دغه ګوند کې اکثریت له انتخاباتي سیاستونو او کارګري اتحادیو سره مخالف و. دغه دریځ هغوی ته د بلشویک ارتودوکسي په کیڼ اړخ کې ځای ورکړ. په ۱۹۱۹ زکال کې کمونیست انټرنشنال (کمنټرن) یا د کمونیستي ګوندونو نړیواله اتحادیه رامنځته شوه څو په نړیواله کچه بلشویکي پالیسۍ دود کړي. د ۱۹۱۹ زکال په اکتوبر میاشت کې د جرمني د کمونیست ګوند د مشرتابه پلاوي رئیس پاول لوی له کمنټرن پالیسیو څخه په پیروي د دغه ګوند خط مشې(لیدلوری) وټاکه. دغه لیدلوري په پارلماني ټاکنو کې د ګډون او د کارګري اتحادیو په جوړېدو باندې د کڼترول په موخه رامنځته شوی و. دغه چاره په حقیقت کې د دې لامل وګرځېده، څو د ګوند اکثریت کین اړخی ګوند پرېږدي چې په پایله کې د ګوند له۰۰۰ ۱۰۰ غړو څخه نږدې نیمايي یې ګوند هم پرېښود. د ۱۹۲۰ زکال په اپرېل میاشت کې کیڼ اړخو د جرمني د کمونیستي کارګرانو ګوند (KAPD) جوړ کړ چې په پیل کې یې د غړو شمېر نږدې ۳۸۰۰۰ تنه و. د دغه حرکت انګېزه تر یوه بریده دا وه چې کیڼ اړخو له کاپ کودتاه سره د د جرمني د کمونیست ګوند چلن کمزوری ولید. په همدغه کال کې د جرمني د عامه کارګرانو اتحایه (AAUD) د یوې انقلابي کارګري اتحادیې په توګه تر یوه بریده په امریکا کې د نړۍ د صنعتي کارګرانو له اتحادیې ((IWW  څخه الهام اخیستی و. چې د یو شمېر کسانو له خوا د KAPD سره د تړلې اتحادیې په توګه هم ورته کتل کېږي. [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

په ۱۹۱۸ زکال کې ګورتر د نړیوال انقلاب تر نامه لاندې رساله ولیکله او په هغو کې یې د لویدیځې اروپا او روسیې د حالت ترمنځ توپیرونو ته اشاره وکړه. پانه کک هم د نړیوال انقلاب او کمونیستي تاکتیکونو ترنامه لاندې خپله رساله کې چې په ۱۹۲۰ زکال کې خپره شوه، څرګنده کړه چې په لویدیځه اروپا کې کمونیستي تاکتیکونه په لازمي ډول د روسي تاکتیکونو سره توپیر لري. هغه استدلال وکړ چې په لویدیځه اروپا کې پانګوالي پیاوړې او ډېره مخینه لري چې له امله یې طبقاتي مبارزه باید له یو لړ پانګوالي بنسټونو لکه پارلمان او کارګري اتحادیو سره وشي. هغه د وګړو ټولګو ته په طبقاتي پوهاوي ورکولو ټینګار کاوه او د بلشویکانو له خوا ملاتړکېدونی avant-garde ګوندي ماډل یې د انقلاب پر وړاندې بالقوه خنډ باله. [۱][۱۰][۱۱]

KAPD له جوړېدو ډېر ژر وروسته په کمنټرن کې د شاملېدو په هڅه کې و. په ۱۹۲۰ زکال کې د کمنټرن په دویم نړیوال کانګرس کې د کمنټرن رهبرانو: لینین، لئون تروتسکي او ګریګوري زینوویف د رایو په اتفاق سره د KAPD ځایګی رد کړ. د کمنټرن اجرایوي کمېټې په یوه پرانستي لیک کې KAPD ته خبر ورکړ چې کمنټرن له کیڼ اړخو سره د مخالفت په برخه کې په بشپړ ډول له KPD ملاتړ کوي. د KAPD یو شمېر مذاکره چیانو د اعتراض په ډول کانګرس پرېښود. لینین په ۱۹۲۰ زکال کې په خپله رساله "Left-Wing" Communism: An Infantile Disorder («کیڼ اړخی کمونېزم»: یو نوی زیږېدلی اختلال) کې په KAPD، پانه کک او نورو کیڼ اړخو نیوکه وکړه او دوی یې د ګډوډۍ په خپرولو تورن کړل. هغه ادعا وکړه چې په پارلمان او کارګري اتحادیو کې له کار څخه ډډه کول کارګران د ارتجاعي رهبرانو تر اغېز لاندې راولي. هغه اعتراف وکړ چې د روسیې او د لویدیځې اروپا د ډېرو پرمختللو هېوادونو ترمنځ پام وړ توپیرونه شتون لري خو باور یې درلود چې «دا روسي ماډل دی چې یو څه – ډېر مهم څه – او نه ډډه کېدونې راتلونکې په ډېر نږدې مهال کې ټولو هېوادونو ته څرګندوي» او همدارنګه د روسي انقلاب ځانګړې ځانګړتیاوې نړیوال اعتبار لري. ګورتر لینین ته د ځواب ویلو مسئولیت پر غاړه واخیست. هغه په خپل پرانستي لیک کې ملګري لینین ته دا استدلال تکرار کړ چې د لویدیځ او ختیځ طبقاتي جوړښت په کمونیستي تکتیکونو کې توپیر ضروري دی. [۱۲][۱۳][۱۴]

د دغه اختلاف سره KAPD او نورې ورته ډلې په پیل کې د کمونېزم د نړیوال خوځښت دننه د بدلون راوړو په هڅه کې وې. په ۱۹۲۱ زکال کې د کمنټرن په درېیم نړیوال کانګرس کې KAPD ونه شو کولای، کیڼ اړخی اپوزیسیون راغونډ کړي او له همدې امله له انټرنشنال څخه واېستل شو. له بلشوېزم څخه د شورایي کمونېزم انتقاد لا اساسي بڼه ومونده. شورايي کمونېستان دې پایلې ته ورسېدل چې بلشویکان په واقعیت کې سوسیالېزم نه جوړوي. په ۱۹۲۱ زکال کې پانه کک استدلال وکړ چې روسي انقلاب د فرانسوي انقلاب په څېر یوازې بورژوازي انقلاب دی. ګورتر په پیل کې هغه یو دوه ګونی انقلاب وباله، د سرمایه دارۍ(کپیټلیزم) پر وړاندې د کاریګري طبقې انقلاب او د فیوډالیزم پر ضد یې کپیټلیسټي انقلاب وباله، خو استدلال یې وکړ چې دغه دوه ګوني توب یې د ۱۹۲۱ زکال په نوې اقتصادي پالیسۍ سره حل شو او شوروي روسیه له ابهام پرته په یو کپیټلیستي هېواد واوښته. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د تاریخ پوه مارسل ون درلیندن په خبره تر ۱۹۲۱ زکال پورې شورايي کمونېزم له رسمي کمونېست خوځښت څخه جلا شو او یو جلا جریان یې رامنځته کړ. ګڼ شمېر لیکوالان په ۱۹۲۰ مه لسیزه کې د شورايي کمونېزم د ظهور د تاریخ په اړه له ون در لیندن سره یوه خوله دي، خو یو شمېر نور لکه فیلیپ بورنیت او جان ګربر په دغه دوره کې یاد لیدلوری د چپ کمونېزم هالنډي – جرمني ډول بولي او د شورايي کمونېزم د رامنځته کېډو تاریخ ۱۹۳۰ مې لسیزې ته اړوند بولي. د فریتس کول په خبره د شورايي کمونیزم اصطلاح د لومړي ځل لپاره په ۱۹۲۱ زکال کې د فرانز پفیمفیرت له خوا وکارول شوه. د ون درلیندن په خبره شورايي کمونېزم د لاندې پنځو اساسي اصولو پر بنسټ تعریف کېږي:[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

  • کپیټلېزم له زوال سره مخ و او باید په چټکۍ لغو شوی وای.
  • دا اړینه وه چې کارګرانو باید اقتصادي واګې د شورايي دیموکراسي له مخې ترلاسه کړې وای.
  • بورژوازي له خپلو سوسیال دیموکرات متحدینو سره په ګډه د کپیټلېزم د خوندیتوب په موخه په کارګري طبقاتو کې لاسوهنه وکړه.
  • له دغې لاسوهنې سره باید د ټاکنیزو پالیسو په تحریم کولو او له سنتي کارګري اتحادیو سره د مبارزې په واسطه مقاومت شوی وای.
  • شوروي اتحاد د کپیټلېزم له لومړیتوبنو څخه نه و، خو د کپیټلېزم د نوي ډول لومړیتوب و. [۲۶]

د جرمني او هالنډ کیڼ اړخي د پراخ کیڼ کمونېست خوځښت برخه وو چې په لویدیځه اروپا کې یې د بلشویکي ماډل د تحمیل کېدو له امله پر شا تګ کړی و. په ویانا کې ګئورګ لوکاچ د کارګري طبقې په بې مخینې اهمیت ټینګار درلود. په ایټالیا کې امادئو بوردیګا د ټاکنیزو سیالیو پر خلاف و، خو د شوراګانو پر بنسټ یې د ټولنې بیاځلي مدیریت ته چندان پام نه کاوه او د لینین پر څېر یې له مخکښو ګوندونو ملاتړ کاوه.[۲۷]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Van der Linden 2004، ص. 28.
  2. Van der Linden 2004، ص. 27–28.
  3. Van der Linden 2004، ص. 28–29.
  4. Shipway 1987، ص. 105–106.
  5. Gombin 1978، ص. 100–101, 104.
  6. Gerber 1989، ص. 140–141.
  7. Bock 1976، ص. 92, 98.
  8. Shipway 1987، ص. 105.
  9. Bock 1976، ص. 90.
  10. Gerber 1989، ص. 142–144.
  11. Shipway 1987، ص. 106.
  12. Gerber 1989، ص. 146.
  13. Gerber 1989، ص. 144–145.
  14. Bock 1976، ص. 106.
  15. Van der Linden 2004، ص. 30.
  16. Shipway 1987، ص. 107.
  17. Van der Linden 2004، ص. 29.
  18. Bock 1976، ص. 106–107.
  19. Shipway 1987، ص. 108.
  20. Muldoon 2019، ص. 339.
  21. Kool 1970، ص. 575.
  22. Gombin 1978، ص. 106.
  23. Gerber 1989، ص. 164.
  24. Bourrinet 2017، ص. 278.
  25. Bock 1976، ص. 74.
  26. Van der Linden 2004، ص. 30–31.
  27. Gerber 1989، ص. 146–147.