صدام حسین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Saddam Hussein
صدام حسين
(اراگونېسي: صدام حسين د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
صدام حسین
صدام حسین

د عراق ولسمشر
د واکمنۍ دوران
۱۶ جون ۱۹۷۹ – ۹ افریل ۲۰۹۳
لومړی وزیر حمادي
محمد حمضا زوباید
احمد حسین حضیر سامرایي
احمد حسن البکر
جی ګارنر (د بیارغورنې او بشري خدمتونو د دفتر رئیس)
د عراق لومړی وزیر
د واکمنۍ دوران
۲۹مې ۱۹۹۴ – ۹افریل ۲۰۰۳
احمد حسین خدیراس-سماري
محمدال بحر-علوم (د حاکمیت شورا)
د واکمنۍ دوران
۱۶جون ۱۹۷۹ – ۲۳مارچ ۱۹۹۱
احمد حسن البکر
سادون حمیدي
د عراق بعث ګوند رئیس
د واکمنۍ دوران
۲۳ جون ۱۹۸۹ – ۳۰ډسمبر ۲۰۰۶
میخایل افلاق
عزت ابراهیم دوري
د عراق د انقلابي قماندانۍ رئیس
د واکمنۍ دوران
۱۶جون ۱۹۷۹ – ۹افریل ۲۰۰۳
حسن ال-بکر
لغوه موقیعت
د شخص معلومات
پيدايښت ۲۸ اپریل ۱۹۳۷(۱۹۳۷-04-۲۸)
العوجا, د عراق ټولواکمني (۱۹۳۲–۵۸)|عراق
مړینه ۳۰ ډيسمبر ۲۰۰۶ (۶۹ کال کلنۍ کي)
کدینیا, عراق
هديره wano  د (P119) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت P27
قد 186 سانتي متره  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند د عراق بعث ګوند
ښځه ساجده طلفاح (۱۹۵۸–۳۰ ډيسمبر ۲۰۰۶)  د (P26) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد عدای حسین
قسی حسین
راجاد حسین
رانا حسین
حلا حسین
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال[۱]
پوځي ځواک
ليکوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) عربي[۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک د عراق د پرمختګ ملي جبهه
الزام
الزامات د بشريت ضد جرمونه
نسل وژنه  د (P1399) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
مقام مارشال  د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې د ایران او عراق جګړه
ګولف وار
د عراق جګړه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
صدام حسین
صدام حسین

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

صدام حسین عبدالمجید التکریتي د ۱۹۳۷ ز کال د اپرېل میاشتې په ۲۸ مه زېږېدلی او د ۲۰۰۶ ز کال د دسمبر په ۳۰ مه وفات شوی دی. یو عراقي سیاستوال و چې د ۱۹۷۹ز کال د جولای له ۱۶ مې څخه د ۲۰۰۳ ز کال د اپرېل تر نهمې نېټې پورې يې د عراق د پنځم ولسمشر په توګه خدمت وکړ. د عرب سوسیالست بعث انقلابي ګوند یو مخکښ غړی و او وروسته په بغداد کې د مېشت  بعث ګوند- چې د عرب نشنلیزم(ملت پالنې) او عرب سوسیالیزم ترکیب و، ملاتړ کاوه. صدام د ۱۹۶۸ ز کال په کودتا (چې وروسته د جنوري د ۱۷ مې نېټې د انقلاب په نامه یاد شو) کې د پام وړ رول ولوباوه. هغه په عراق کې یاد ګوند واک ته ورساوه. [۳][۴]

صدام د ناروغ جنرال احمد حسن البکر د ولسمشرۍ پرمهال، د مرستیال ولسمشر په توګه، په داسې حال کې چې ډېرو ډلو د دولت د نسکورولو توان درلود، امنیتي ځواکونه رامنځته کړل، چې له لارې يې د دولت او وسله والو ځواکونو تر منځ نښتې په کلکه کنترول کړې. د ۱۹۷۰ز لسیزې په لومړیو کې، صدام د عراق د تېلو شرکت او خپلواک بانکونه ملي کړل او په پایله کې بانکي سیستم د انفلاسیون او ناسمو پورونو له امله مفلس پاتې شو. د ۱۹۷۰ لسیزې په بهیر کې، صدام د حکومت په جوړښت کې خپل واک ټینګ کړ، داسې چې د تېلو پیسو د عراق د اقتصاد په وده کې مرسته وکړه. د واک درېځونه، تر ډېره  سني عربو ډک کړي وو، یو اقلیت چې د ټول نفوس یوازې پنځه سلنه برخه یې جوړوله.   [۵][۶]

صدام په رسمي ډول په ۱۹۷۹ ز کال کې واک تر لاسه کړ، که څه هم تر دې مخکې، هغه د څو کلونو لپاره په عملي توګه د عراق مشر و. هغه د دولت تر نسکورولو وروسته، په ترتیب سره د دولت د نسکورولو په هڅه کې يا د خپلواکۍ په لټه کې څو غورځنګونه په ځانګړي ډول کوردي او شیعه غورځنګونه وځپل، هغه د عراق - ایران جګړې او د خلیج جګړې په بهیر کې واک وساته. هغه یوه ظالمانه دیکتاتوري چلوله چې په سخت ډول د انساني حقونو د تر پښو لاندې کولو له امله بدنام و. د نسل وژنې او بېلابېلو پاکولو له لارې د هغه د دولت د پولیسو له خوا د ټول وژل شویو عراقیانو شمېر په محافظه کار ډول ۲۵۰۰۰۰ کسان اټکل کېږي. پر کویټ او ايران د هغه بریدونو، سلګونه زره نور کسان ووژل.  [۷][۸][۹][۱۰]

په ۲۰۰۳ ز کال کې د متحده ایالاتو په مشرۍ یو ائتلاف د صدام د نسکورولو لپاره پر عراق برید وکړ. د متحده ایالاتو ولسمشر جورج ډبلیو بوش (George W. Bush)  او د بریتانیا لومړي وزیر ټوني بېلر (Tony Blair) په تېروتنې سره عراق د ټول وژنې د وسلو د لرلو او له القاعده شبکې سره د اړیکو په لرلو تورن کړ. د صدام د بعث ګوند منحل شو او په هېواد کې لومړۍ ديموکراتیکې ټاکنې ترسره شوې. د ۲۰۰۳ ز کال د ډېسمبر په ۱۳ مه د هغه تر نیولو وروسته، د عراق په لنډمهاله دولت کې د صدام حسین محکمه دایره شوه. د ۲۰۰۶ ز کال د نومبر په پنځمه، صدام د محکمې له خوا په ۱۹۸۲ ز کال کې د ۱۴۸عراقي شیعه وګړو په قتل او د بشریت ضد جنایاتو په تور مجرم وبلل شو او په اعدام محکوم شو. هغه د ۲۰۰۶ ز کال د ډېسمبر په ۳۰ مه نېټه اعدام شو. [۱۱]

لومړنی ژوند[سمول]

د صدام پلار او ورور د هغه له زېږېدلو څخه مخکې، د سرطان ناروغۍ له امله مړه شوي وو. دغو مړینو د صدام مور سبحا طلفه المسلات داسې خپه کړه، چې غوښتل یې د امیندوارۍ په سقط(لرې کولو) او ځان وژنې لاس پورې کړي. کله چې د هغې زوی نړۍ ته راغی ،سبحا له هغه سره څه کار نه درلود او صدام د خپل تره له خوا کور ته راوړل شو. [۱۲]

د هغه مور بیاځلي واده وکړ او له دغه واده څخه صدام درې ناسکه وروڼه ترلاسه کړل. د هغه ناسکه پلار ابراهیم الحسن، د هغه تر راګرځېدو وروسته له صدام سره تند چلند وکړ او د سي ای اې /CIA ( د مرکزي استخباراتو اداره) له خوا د رامنځته شویو ارواپوهنیزو ځانګړنو پر بنسټ ځینې وختونه، هغه د ويښولو پر مهال په منظم ډول له وهلو ټکولو سره مخامخ و. شاوخوا په لس کلنۍ کې صدام له کور څخه وتښتېده او په بغداد کې خپل تره خیرالله طلفاح ته چې د صدام په پلرني شخصیت بدل شو، وروګرځېده. د صدام د راتلونکې مېرمنې پلار طلفاح یو سني مذهبی مسلمان او په ۱۹۴۱ ز کال کې د عراقي ملي پالانو او انګلیس تر منځ د انګلو-عراقي جګړې یو تجربه کار ديپلومات و، چې په سیمه کې د یوه لوی استعماري ځواک په توګه پاتې شو. طلفاح وروسته د صدام د واکمنۍ پر مهال د بغداد ښاروال شو، تر هغه چې د نوموړي بدنام فساد صدام مجبور کړ چې له خپل موقف څخه يې لرې کړي.   [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د هغه د ژوند په وروستیو کې، د هغه له ټاټوبي تېکرېت څخه، د هغه خپلوان د هغه نږدې سلاکاران او ملاتړي شول. هغه د خپل تره له لارښوونې سره سم د ملي پالانو په عالي لېسه کې په بغداد کې زده‌کړې وکړې. صدام تر ثانویه ښوونځي وروسته په یوه عراقي حقوقي ښوونځي کې د درېیو کلونو لپاره زده‌کړې وکړې، په ۱۹۵۷ز کال کې یې، د شل کلنۍ په عمر زده‌کړې پرېښوې او له پان عرب بعث انقلابي ګوند سره چې تره یې ملاتړی و، یو ځای شو. د دې وخت په بهیر کې، صدام ظاهراً له خپل ځان څخه د ثانویه ښوونځي د ښوونکي په توګه ملاتړ وکړ. د بعث اېډیالوژۍ له سوریې څخه سرچینه اخیستې وه او هغه مهال يې په سوریه کې ګڼ شمېر پلویان لرل، خو په ۱۹۵۵ز کال کې په عراق کې د بعث ګوند غړي له ۳۰۰ کسانو څخه لږ وو او باور دا و، چې په عراق کې د مېشتو نورو ملي‌پاله ګوندونو پر خلاف له دې ګوند سره د صدام د یو ځای کېدلو اصلي لامل، د هغه د تره له خوا د احمد حسن البکر او نورو بعثي مشرانو سره د هغه کورنۍ اړیکه وه.    [۱۷]

انقلابي جذبه د منځني ختيځ او عراق په دوران کې یوه ځانګړنه وه. په عراق کې پرمختګپالو او سوسیالیستانو پر دودیزو سیاسي اشرافو (د استعمار د دورې بیروکراتان او د ځمکې خاوندان، شتمن سوداګر او قومي مشران او  سلطنت غوښتونکي) برید وکړ. پر دې سربېره، په مصر کې د جمال ناصر د پان عرب ملت‌پالنې د صدام په څېر پر بعثي ځوانانو اغېزه وکړه. د ناصر راپورته کېدلو په ټول منځي ختیځ کې د انقلابونو څپه خوره کړه، چې د ۱۹۵۰مې او ۱۹۶۰مې ز لسیزې تر منځ یې، د عراق، مصر او لیبیا پاچهۍ نسکورې کړې. ناصر په ۱۹۵۶ ز کال کې د سوئز کړکېچ په بهر کې له بریتانیې او فرانسې سره د جګړې له لارې د مصر په مدرن کولو او له سیاسي پلوه د عربي نړۍ له یووالي سره په ټول منځني ختيځ کې د ملت پالو الهام بښونکی شو. ویل کېږي چې، د هغه خسر خیرالله طلفاح د عراق د ۱۹۴۱ ز کال په کودتا کې له لویې بریتانیا سره په جګړه کې او د عراق او انګلیس په جګړه کې ،د هغه د رول له امله پنځه کاله په زندان کې تېر کړي او په غالب ګمان یې، د خپلو کارونو په اړه ځوان حسین ته ځینې کیسې او لاښوونې کولې. [۱۸][۱۹]

له بعث ګوند سره د صدام تر یو ځای کېدلو یو کال وروسته، په ۱۹۵۸ ز کال کې د جنرال عبدالکریم قاسم په مشرۍ د پوځ افسرانو د جولای د ۱۴مې په انقلاب کې د عراق دویم فیصل نسکور کړ.

واک ته رسېدل[سمول]

د قاسم د کابینې له ۱۶ غړو څخه ۱۲ کسان د بعث ګوند غړي وو. دا چې هغه د جمال ناصر له متحده عربي جمهوریت (UAR) سره یو ځای کېدل رد کړل، ګوند د هغه پر ضد شو. قاسم په حکومت کې د خپل درېځ د پياوړي کولو لپاره له عراقي کمونیست ګوند سره یو اتحاد رامنځته کړ، چې د پان عربیزم له هرې نظریې سره مخالف و. په هم‌ هغه کال کې د بعث ګوند مشرتابه هوډ درلود، چې قاسم ترور کړي. صدام د عملیاتو اصلي غړی و. هغه مهال د بعث ګوند د دولت خلاف د جګړې د ماشین په پرتله تر ډېره یو اېډیالوژیک ازمېيښت و. ډېری غړي يې ښه روزل شوي متخصصین یا ښه روزل شوي زده‌کوونکي وو او صدام له دې لایحې سره برابر و. د خبریال کان کولېن (Con Coughlin) په وینا: د صدام ټاکنه«په کلک ډول د حیرانتیا وړ وه،» د قاسم د وژلو مفکوره، ښايي د ناصر وه او د اټکل له مخې هغو کسانو چې په عملیاتو کې برخه لرله، په دمشق کې يې زده‌کړې کړې وې، چې وروسته د UAR برخه وه. د کان کولېن له مخې :« لا تر اوسه هېڅ داسې شواهد نه دي خپاره شوي ،چې په دې طرحه کې د ناصر مستقیم لاس لرل په ګوته کړي.» صدام په خپله په دې باوري نه دی، چې له عراق څخه بهر یې دې ترېنېګ(روزنه) لېدلې وي. ځکه هغه وروسته د ترور له ټیم سره یو ځای شو.   [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

په کویټ حمله[سمول]

په ۲۰ میلادي پیړۍ کې د نورې نړۍ په څیر په منځني ختیځ او ځانګړې توګه عراق په سیاست کې د پخوانۍ لوی بریتانیا لوی لاس وو، همدا یې لامل لکه د ډیورنډ لاین د هانګ کانک پرسر د چین سره تړون له عراق څخه په ۱۹۲۳م کال کې کویټ بیل کړ، د عراق او ایران له جنګ وروسته صدام چې له کویټ نه میلیاردونه قرضه ترلاسه کړې وه غوښتل چې کویټ له عراق سره د نورې قرضې ترڅنګ یاد هیواد ته خپل زاړه پورونه وروبښي آما کویټ له یادو غوښتونو کلک انکار وکړ، په کویټ د صدام د حملې دویم لوی لامل دا وو چې صدام د ایران سره د جنګ پر مهال د خپل شوی تاوان د پوره کولو لپاره غوښتل په نړیوال بازار کې د تیلو بیي لوړې کړي او یاده غوښتنه یې له کویټ هیواد څخه هم کړې وه ځکه چې د کویټ د تیلو ډیره یي برخه امریکا او نورو لویدیځو هیوادونو ته په آرزانه توګه تله. له دې ور هاخوا کویټ د امریکا په غوښتنه د عراق د پولو ترڅنګ د تیلو د راویستلو چارې پیل کړې چې لدې کار سره غوښتل د عراق د تیلو زیر مې هم راوباسي یاد کار د صدام غوسه راوپاروله او بلاخره یې په ۱۹۹۰م کال کې برید وکړ. که هم د برید په لومړی سرکې امریکا خپل بی طرفی توب اعلان وکړ آما وروسته یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پریکړه په کویټ کې د عراق پر ضد عملیات پیل کړل چې په پای کې یې عراقي ځواکونه د کویټ پریښودو ته اړکړل، ویل کیږي د امریکا د مداحلې لوی لامل په کویټ د صدام له حملې وروسته د تیلو د بیو لوړ والی وو.

د عراق او ایران جنګ[سمول]

له دې وړاندی چې په ایران د امام خمیني په مشرې اسلامي انقلاب بریالی شي خمیني د عراق په نجف ښار کې میشت وو، چې د ایران هغه وخت شاه (محمد رضاشاه) په غوښتنه د ولسمشر صدام حسین لخوا له یاد ښار څخه ویستل شو، خمیني له نجف وروسته د لویدیځ په ملاتړ فرانسې ته لاړ او له هغه ځایه یې د ایران انقلاب بریالی کړ، له همدې پیښې وروسته د ایران او عراق اړیکې ښې نوې. د دواړو هیوادونو په سرحدي پوله کې د یو شمیر ستونزو له راپیداکیدو وروسته په ۱۹۸۰م کال کې صدام د ایران په خوزستان ولایت پوځي حمله وکړه، چې یاد جنګ ۸ کاله دوام وکړ. ویل کیږي چې په یاده جګړه کې د دواړه هیوادونو ۱،۷ میلیونه پوځي او ملکي وګړو ژوند له لاسه ورکړ، په ۱۹۸۸م کال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۵۹۸ نمبر پریکړه لیک پر آساس دواړه هیوادونو جنګ پای ته ورسوه. ویل کیږي چې د د عراق لپاره د یاد جنګ تاوان کابو ۷۵ میلیارده ډالر وو، د صدام په وینا یاد جنګ نوموړی د لویدیځو هیوادو په لمسونې او ملاتړ په ځانګړې توګه د امریکا په پلاتړ د ایران د انقلابي حکومت پر زد شروع کړ، د امریکا لپاره د یاد جنګ د ایران له انقلاب وروسته د ایران او امریکا ترینګلې اړیکې وې.

د دوجیل پیښه[سمول]

په ولسمشر حسین د عراق دوجیل سیمې ته د سفر نه د راستنیدو پرمهال وسوال برید وشو چې په ترڅ کې یې د نوموړی څو ساتونکي ووژل شول، له دې پیښې وروسته د عراق مرکزي حکومت په یاده سیمه کې درانه عملیات ترسره کړل چې د یو شمیر نړیوالو رسنیو پر باور پکې ۱۴۸ ملکیان ووژل شول، چې د لویدیځو بشري حقونو د سازمانونو لخوا یې تور د هغه وخت د په ولسمشر (صدام حسین) ولګیده.

ماشومتوب[سمول]

صدام حسین د عراق د تکریب ښار په الغوجه کلی کې په ۱۹۳۷م کال کې زیږیدلی وو، د نوموړی د زوکړی وړاندی پری پلار (عبدالمجید) او مور صدام حسین نوم ویښی وو آما د زوکړې پنځه میاشتې وړاندی یې پلار او له هغې وروسته یې مشر ۱۲ کلن ورور د سرطان ناروغې له امله ومړ. د صدام مور د کور د سرپرست د نشتوالی له امله دویم واده وکړ، له نوموړی دری کاله خپل ماما ساتنه کوله له هغې وروسته د خپلې مور څنګ ته لاړ آما د خپل پلندر د کلونو ناوړه چلند وروسته په لس کلنې کې بغداد ته د خپل تره (احمد حسن البکر) کره میشت شو، د صدام په وینا چې تره یې د ښې ساتنې ترڅنک نومړی ته په ژوند کې ډیرڅه زده کړل.

زده کړې[سمول]

صدام په ۱۹۵۰ لسیزه کې چې نوموړی د عراق د بعث ګوند غړی وو په عراق کې د سیاسي ناقراریو پرمهال د عراق د هغه وخت د لومړی وزیر پر وژنه تورن شو نوموړی له هغې وروسته مصر وتښتید هلته یې د حقوقو په برخه کې زده کړې وکړې.

سیاسي ژوند[سمول]

حسین په ۱۹۵۷م کال کې هغه مهال چې ۲۰ کاله عمر یې درلود د خپل تره په مرسته د عراق بعث ګوند غړی شو، نوموړی د بعث ګوند په سیاسي ناستو او لاریونونو کې د خپل ښار تکریب نه ښه ونډه لرله چې لدې سره یې د خلکو ترمنځ ځان ته ځای پیداکړ. په ۱۹۵۷م کال کال کې په عراق کې د سیاسي ناقراریو په ترڅ کې د یاد هیواد د وخت لومړی وزیر جنرال عبدالکریم قاسم ووژل شو، د نوموړی د وژنې تور په هغه وخت په صدام حسین ولګید له هغې وروسته صدام مصر ته وتښتید هلته یې د حقوقو په برخه کې زده کړې وکړې د هغه وخت حکومت د صدام په نه شتون کې نوموړی ته د اعدام غیابي سزا واوروله، په ۱۹۶۳م کال کې د بعث ګوند غړو چې ده یې غړیتوب لره د یوې کودتا په ترڅ کې د عراق د حکومت چارې په لاس کې واخیستې، آما د بعث ګوند د خپلمنځي شخړو له امله د یاد ګوند حکومت له ۸ میاشتو وروسته ونړید، له دی وروسته صدام حسین عراق ته راستون شو او د بعث ګوند د سیاسي ستونزو په هوارولو یې پیل وکړ. په ورته وخت کې د حکومت چارې د بعث ګوند د محالف عبدالرحمان عارف په لاس کې وې ، نوموړی صدام حسین بند ته ولیږه چې له ۳ کلونو بند تیرولو وروسته نومړی له بنده وتښتیده، په ۱۹۶۷م کال کې د بعث ګوند د دویم ځل لپاره د یوې کودتا په ترڅ کې چې جنرال احمد حسن البکریي یې مشري کوله د حکومت جارې په لاس کېوا خیستې. نوموړی په ۱۹۷۶م کال کې د عراقي ځواکونو د عمومي قمندان په توګه وټاکل شو. حسین له څه مودې وروسته د احمد حسن البکر د حکومت چارې د یوې کودتا په ترڅ کې په خپل لاس کې واخیستې چې کابو ۳ لسیزې یې په عراق حکومت وکړ.

اعدام[سمول]

صدام حسین په ۳۰ د ډسمبر د ۲۰۰۶م کال سهار ۶:۷ د بغداد په شمال کې په یوې پوځي هډه کې دده د مخالیفینو په شتون او مسولیت اعدام شو، ویل کیږي چې نوموړی د اعدام پروخت د شهادت کلمه تکراروله او مخالیفینو لکه مقتدی الصدر او محمد باقر الصدر نوموړی ته د جهنم آرزو کوله.

امریکایي ځانګړي سرتیري د امریکایي ځانګړو سره د صدام د نیونې پر وخت

واکمني[سمول]

نومړی په عراق کې د خپلې واکمنې پرمهال ګڼ شمیر اصلاحات را وستل چې له هغې ډلې یې د سنی شیعه کرد او نورو لګکیو ترمنځ د شخړو پای وو، د صدام د واکمنې پرمهال یو خت په عراق کې په یوه وخت کابو ۲ میلیونه اروپایي او آسیایي کارګرو کار کاوه، د اقتصاد ترڅنګ عراق په پوځي برخه کې هم زیات پرمختګ کړی وو.

کورنې[سمول]

نوموړی په خپل کورني ژوند کې درې ځله وادونه کړي وو چې لومړی میرمن یې د ماما لور ساجده طلفاح وه. د نوموړی ډیره ماشومان هم له همدې میرمن وو چې له هغې ډلې یې دوه زامن عدی حسین او قصی حسین وو، د نوموړی دواړه زامن د عراق د حکومت پروړاندې د امریکا د حملې پرمهال چې د امریکا د هغه وخت ولسمشر جورج بوش لخوا پیل شوه شوه په عراق کې د امریکایي ځواکونو سره د مقاومت پرمهال ووژل شول د نوموړو جسدونه درې ورځې په بغداد کې د عامو خلکو نندارې ته ایښودل شوي وو. د عدی او قصی ترڅنګ درې لوڼې رعنا حسین، رغد حسین او حلا حسین له یادې میرمنې څخه لرلې.

  1. پیوستون : 118835300  — د نشر نېټه: ۲۴ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119080808 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. "Hussein". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  4. "Online NewsHour Update: Coalition Says Iraqi Regime Has Lost Control of Baghdad — 9 April 2003". Pbs.org. 9 April 2003. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ ډيسمبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 24 June 2004 باندې). Banking in Iraq – A tricky operation.
  6. Karsh, Efraim; Rautsi, Inari (2002). Saddam Hussein: A Political Biography. Grove Press. د کتاب پاڼې 38. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8021-3978-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "U.S. Relations With Anti-Saddam Groups" (PDF). Congressional Research Service. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Blaydes, Lisa (2018). State of Repression : Iraq under Saddam Hussein. Princeton University Press. OCLC 1104855351. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4008-9032-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "War in Iraq: Not a Humanitarian Intervention". Human Rights Watch. 25 January 2004. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مې ۲۰۱۷. Having devoted extensive time and effort to documenting [Saddam's] atrocities, we estimate that in the last twenty-five years of Ba'ath Party rule the Iraqi government murdered or 'disappeared' some quarter of a million Iraqis, if not more. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Burns, John F. (2003-01-26). "How Many People Has Hussein Killed?". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ فبروري ۲۰۲۲. The largest number of deaths attributable to Mr. Hussein's regime resulted from the war between Iraq and Iran between 1980 and 1988, which was launched by Mr. Hussein. Iraq says its own toll was 500,000, and Iran's reckoning ranges upward of 300,000. Then there are the casualties in the wake of Iraq's 1990 occupation of Kuwait. Iraq's official toll from American bombing in that war is 100,000—surely a gross exaggeration—but nobody contests that thousands of Iraqi soldiers and civilians were killed in the American campaign to oust Mr. Hussein's forces from Kuwait. In addition, 1,000 Kuwaitis died during the fighting and occupation in their country. Casualties from Iraq's gulag are harder to estimate. Accounts collected by Western human rights groups from Iraqi émigrés and defectors have suggested that the number of those who have 'disappeared' into the hands of the secret police, never to be heard from again, could be 200,000. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 30 December 2006 باندې). Saddam Hussein executed in Iraq. BBC News.
  12. (په 15 May 2004 باندې). Was a Tyrant Prefigured by Baby Saddam?. The New York Times.
  13. . Saddam's Roots an Abusive Childhood.
  14. Post, Jerrold. "Saddam is Iraq: Iraq is Saddam" (PDF). Maxwell Airforce Base. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Karsh, Efraim; Rautsi, Inari (2002). Saddam Hussein: A Political Biography. Grove Press. د کتاب پاڼي 13–15. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8021-3978-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Eric Davis, Memories of State: Politics, History, and Collective Identity in Modern Iraq, University of California Press, 2005.
  17. Batatu, Hanna (1979). The Old Social Classes & The Revolutionary Movement in Iraq. Princeton University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-691-05241-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. R. Stephen Humphreys, Between Memory and Desire: The Middle East in a Troubled Age, University of California Press, 1999, p. 68.
  19. Humphreys, 68
  20. Coughlin, Con (2005). Saddam: His Rise and Fall. Harper Perennial. د کتاب پاڼي 24–25. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-06-050543-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Coughlin, Con (2005). Saddam: His Rise and Fall. Harper Perennial. د کتاب پاڼي 25–26. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-06-050543-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Coughlin, Con (2005). Saddam: His Rise and Fall. Harper Perennial. د کتاب پاڼې 26. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-06-050543-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Coughlin, Con (2005). Saddam: His Rise and Fall. Harper Perennial. د کتاب پاڼې 27. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-06-050543-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Osgood, Kenneth (2009). "Eisenhower and regime change in Iraq: the United States and the Iraqi Revolution of 1958". America and Iraq: Policy-making, Intervention and Regional Politics. Routledge. د کتاب پاڼې 22. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781134036721. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)