د خلیج جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د خلیج جګړه هغه جګړه وه، چې د امریکا په مشرۍ د ۳۵ هېوادونو د ائتلافي ځواکونو له خوا د عراق پر وړاندې، د عراق د یرغل او د کویټ د یوځای کېدو په ځواب کې رامنځته شوه، دا جګړه د تېلو په بیو او تولید کې د مخالفت له امله وه.

د ۱۹۹۰ز کال د اګسټ په دویمه، عراقي پوځ پر کویټ برید وکړ او دغه هېواد یې ونیو، چې د نړیوالو له خوا وغندل شو، له دې سره سم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر عراق سملاسي اقتصادي بندیزونه ولګول. د بریتانیې لومړۍ وزیرې مارګرېټ تاچر او د امریکا ولسمشر جورج ایچ ډبلیو بوش په سعودي عربستان کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړل او له نورو هېوادونو یې هم وغوښتل، چې خپل ځواکونه دې د پېښې ځای ته واستوي. زیاتره هېوادونه له دغه ائتلاف سره یو ځای شول او له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې یې تر ټولو ستر پوځي اتحاد جوړ کړ. په ائتلاف کې زیاتره امریکایي ځواکونه وو. سعودي عربستان، انګلستان او مصر یې اصلي برخه وال وو. کویټ او سعودي عربستان له ۶۰ میلیارد امریکايي ډالرو نه شاوخوا ۳۲ میلیارد امریکایي ډالره لګښت ورکړ.[۱][۲]

له کویټ نه د عراقي ځواکونو د اېستلو لومړنۍ جګړه، د ۱۹۹۱ز کال د جنورۍ په ۱۷مه له هوايي او سمندري بمباریو سره پیل شوه، چې پینځه اونۍ یې دوام وکړ. په دې موده کې، عراق د سعودي عربستان او اسرائیلو د ائتلافي موخو پر وړاندې، پر دغو هېوادونو د سکاډ توغندي وکارول او هڅه یې وکړه، چې د اسرائیلو ګواښوونکی ځواب له خطر سره مخامخ کړي، چې په عملي کولو کې یې پاتې راغی. تر دې وروسته، د فبرورۍ په ۲۴مه د ائتلافي ځواکونو له خوا یو ځمکنی برید وشو، دا د ائتلافي ځواکونو لپاره برخلیک ټاکونکې سوبه وه، چې کویټ یې ازاد کړ او د عراق خاورې ته یې پرمختګ وکړ. ائتلاف خپل پرمختګ ودراوه او له ځمکني عملیات نه یې سل ساعته وروسته اوربند اعلان کړ. هوايي او ځمکنۍ جګړه په عراق، کویټ او د سعودي عربستان تر پولو پورې محدوده وه. د جګړې د لومړۍ کرښې خبرونه په ژوندۍ بڼه له امریکایي شبکې CNN نه خپرېدل. [۳][۴][۵][۶][۷]

نومونه[سمول]

د دې جګړې نور نومونه دا دي: د فارس خلیج جګړه، د خلیج لومړۍ جګړه، د کویټ جګړه، د عراق لومړۍ جګړه یا د عراق جګړه. مخکې له دې، چې د «عراق جګړې» اصطلاح په ۲۰۰۳ز کال کې د عراق جګړې په نامه وپېژندل شي (چې په امریکا کې «د عراق د ازادۍ عملیات» په نامه یادېږي)، دې جګړې ته د عراقي چارواکو له خوا «د ټولو جګړو مور یا ام المعارک» نوم ورکړل شو.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

مخینه(شالید)[سمول]

د سړې جګړې په اوږدو کې، عراق د شوري اتحاد ملاتړی و او د عراق او امریکا ترمنځ د ټکر تاریخ هم و. امریکا د اسرائیل – فلسطین د سیاست په تړاو د عراق له درېځ نه اندېښنه درلوده. عراق د ډېرو فلسطیني او عربي وسله والو، لکه:: ابو نضال ملاتړی و، چې د امریکا کرکه یې راوپاروله، همدا و چې د ۱۹۷۹ز کال د د سمبر په ۲۹مه عراق د امریکا په هغه لست کې شامل شو، چې د تروریزم ملاتړي هېوادونه په کې وو.

امریکا په ۱۹۸۰ز کال کې پر ایران د عراق تر برید وروسته، چې د دوی ترمنځ د جګړې لامل شو، په رسمي ډول ناپېيلي پاتې شوه، که څه هم امریکا عراق ته سرچینې، سیاسي ملاتړ او ځینې «نانظامي» الوتکې برابرې کړې وې. د ۱۹۸۲ز کال په مارچ کې ایران یو بریالی ځواب ورکوونکی برید (د نه منلو وړ عملیات) پیل کړل، له دې سره امریکا له عراقه خپل ملاتړ زیات کړ، ترڅو ایران ته یې له تسلیمېدو مخنیوی وکړي. [۱۳][۱۴]

پر کویټ یرغل[سمول]

په جده کې د خبرو اترو پایله، په رومیلا کې د عوایدو له منځه تلل وو، چې عراق یې د پوښښ لپاره د ۱۰ میليارده ډالرو غوښتنه وکړه. کویټ ورته د ۵۰۰ میلیونه ډالرو وړاندیز وکړ. د عراق ځواب دا و، چې سملاسي دې د برید امر وکړي. له دې سره سم د ۱۹۹۰ز کال د اګسټ په دویمه د کویټ په پلازمېنه، کویټ ښار کې بمبارۍ پیل شوې.[۱۵][۱۶]

د جګړې پر لور[سمول]

د ۱۹۸۴ز کال په لومړیو کې د امریکا د اقتصادي پلان جوړونې اړین عنصر رامنځته شو، چې سیاسي، پوځي او د انرژۍ برخې په کې شاملې وې. تر دې وخته له پینځو کلونو راهیسې د ایران او عراق جګړه روانه وه او دواړو خواوو ته د پام وړ مرګ ژوبله واوښته، چې سلګونو زرو ته رسېدله. د ملي امنیت په شورا کې د ولسمشر رونالډ ریګن اندېښنه زیاته شوه، چې ښایي جګړه به د دواړو ښکېلو هېوادونو تر پولو هاوخوا واوړي. د ملي امنیت د پلان جوړونې ډلې یوه غونډه جوړه کړه، چې مشري یې د هغه وخت مرستیال ولسمشر جورج ایچ ډبلیو بوش کوله، ترڅو د امریکا د غوراوي لپاره بیاکتنه وکړي. ټاکل شوې وه، چې جګړه به سعودي عربستان او د فارس خلیج نورو هېوادونو ته هم وغځېږي، خو امریکا د سیمې د دفاع توان نه درلود. سربېره پر دې، ټاکل شوې وه، چې په سیمه کې به اوږد مهاله جګړه د تېلو بیې ډېرې لوړې کړې او د نړیوال اقتصاد نازک پرمختګ به له ګواښ سره مخامخ کړي، په داسې حال کې، چې نړیوال اقتصاد نوی پرمختګ کړی و. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

لومړنۍ جګړې[سمول]

هوایي عملیات[سمول]

د خلیج جګړه د ۱۹۹۱ز کال د جنورۍ په ۱۶مه له پراخو هوایي بمباریو سره پیل شوه. عراق د ائتلافي ځواکونو په لاس د ۴۲ پرله پسې ورځو او شپو لپاره، له ډېرو سختو بمباریو سره مخامخ شو، چې په پوځي تاریخ کې یې ساری نه و. دغه ائتلاف له ۱۰۰۰۰۰ نه ډېرې الوتنې وکړې او ۸۸۵۰۰ ټنه بمونه یې وغورځول، چې ډېرې پوځي او ملکي زېربناوې یې ویجاړې کړې. د هوایي عملیاتو مشري د USAF جنرال چک هورنر په غاړه درلوده، چې د لنډ وخت لپاره د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د قوماندان په توګه پاتی شوی و، په داسې حال کې چې جنرال شوارزکوف هم په امریکا کې و.[۲۳][۲۴]

د فعالو جګړو پای[سمول]

د ائتلاف ترولکې لاندې عراق کې د سولې کنفرانس جوړ شو، چې په کې د دواړو هېوادونو له خوا د اوربند په اړه خبرې وشوې. په کنفرانس کې عراق ته اجازه ورکړل شوه، چې د لنډمهالو پولو په اوږدو کې دې الوتنې وکړي، ځکه ملکي زېربناوو ته زیان رسېدلی و او دغه الوتنې د حکومتي ټرانزیټ لپاره وې. ډېر ژر دغه چورلکې او د عراق ډېری پوځونه په سویل کې د پاڅون پر وړاندې د مبارزې لپاره وکارول شول. دغه بغاوتونه د ۱۹۹۱ز کال د فبرورۍ په دویمه د «آزاد عراق غږ» د خپرونې له لارې وهڅول شول، چې په سعودي عربستان کې د سي آی اې تر ادارې لاندې راډیو نه خپرېدله. د امریکا غږ عربي څانګې له دغه پاڅون نه ملاتړ وکړ او ویې ویل: دوی به ډېر ژر له صدام نه وژغورل شي.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

لګښت[سمول]

د ۱۹۹۲ز کال په اپریل کې د امریکا لپاره د جګړې لګښت ۶۱.۱ میليارده ډالر وو، چې د امریکا د کانګریس له خوا محاسبه شوي وو. (په ۲۰۱۹ز کال کې د ۱۰۲ میلیاردو ډالرو معادل دی). د دې پیسو شاوخوا ۵۲ میلیارده ډالر د نورو هېوادونو له خوا ورکړل شوي وو، چې ۳۶ میلیارده ډالر د کویټ، سعودي عربستان او د فارس خلیج هېوادونو له خوا، ۱۶ میلیارده ډالر د المان او جاپان له خوا وو (چې د اساسي قانون له مخې یې هېڅ جنګي ځواکونه ور ونه لېږل). د سعودي عربستان له مرستو نه شاوخوا ۲۵سلنه یې پوځیانو ته د خوراکي توکو او ټرانسپورټ لپاره وې. امریکایي سرتیرو د ګډ ځواک ۷۴سلنه برخه  جوړوله، چې له همدې امله نړیوال لګښت هم لوړ و.[۲۹]کينډۍ:Inflation-fn

د رسنیو راپور[سمول]

جګړه، په کلکه سره  له ټلویزیون نه خپرېدله. په ټوله نړۍ کې په لومړي ځل خلکو په ژوندۍ بڼه د توغندیو انځورونه ولیدل، چې نښې یې ویشتلې او د جنګیالیو وتل یې له الوتکو نه ننداره کول. ګډ ځواکونه لېواله وو، چې د خپلو وسلو دقت وښیي.

په امریکا کې د «درې لویو» شبکو خبریالانو د جګړې په اړه خبرونه خپرول: پیټر جینینګز له ABC نه، ډان رادر له CBS  نه او ټام بروکاو له NBC نه. دوی د ماښام خبرونه خپرول، چې د ۱۹۹۱ز کال د جنورۍ په ۱۶مه هوايي بریدونه پیل شول. [۳۰]

سرچینې[سمول]

  1. "George Bush (Sr) Library – Margaret Thatcher Foundation". www.margaretthatcher.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Peters, John E; Deshong, Howard (1995). Out of Area or Out of Reach? European Military Support for Operations in Southwest Asia (PDF). RAND Corporation. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8330-2329-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Memória Globo". Archived from the original on ۲۵ جولای ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: BOT: original-url status unknown (link), access on 29 March 2011.
  4. "Livraria da Folha[[:کينډۍ:Snd]]Livro conta como Guerra do Golfo colocou a CNN no foco internacional[[:کينډۍ:Snd]]08/09/2010". .folha.uol.com.br. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة)
  5. A Guerra do Golfo, accessed on 29 March 2011
  6. Guerra/Terrorismo – O maior bombardeio da história Archived 26 April 2012 at the Wayback Machine., access on 27 November 2011.
  7. Logan Nye (2021-04-16). "These were the 6 most massive tank battles in US history". We Are The Mighty. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Frontline Chronology". Public Broadcasting Service. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مارچ ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 16 January 2001 باندې). Tenth anniversary of the Gulf War: A look back. CNN.
  10. Kenneth Estes. "ISN: The Second Gulf War (1990–1991)[[:کينډۍ:Snd]]Council on Foreign Relations". Cfr.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ جنوري ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة)
  11. https://conflictrecords.files.wordpress.com/2013/06/sh-aadf-d-000-396_tf.pdf کينډۍ:Bare URL inline
  12. Operation Iraqi Freedom: Strategies, Approaches, Results, and Issues for Congress. (PDF) . Retrieved on 2014-05-24.
  13. Stork, Joe; Lesch, Ann M. (1990). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Background to the Crisis: Why War?"]. Middle East Report (Middle East Research and Information Project (MERIP)) (167, November–December 1990): 11–18. doi:10.2307/3012998.  کينډۍ:Subscription required
  14. Douglas A. Borer (2003). "Inverse Engagement: Lessons from U.S.-Iraq Relations, 1982–1990". U.S. Army Professional Writing Collection. US Army. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ اکتوبر ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اکتوبر ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "The Operation Desert Shield/Desert Storm Timeline". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ مې ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Finlan (2003). p. 26.
  17. "Presentation on Gulf Oil Disruption" (PDF). wpainc.com. 22 May 1984. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Finlan (2003). p. 29.
  19. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Report of the Security Council: 16 June 1990کينډۍ:Snd15 June 1991"]. Report of the Security Council (New York: United Nations): 30. 1993. ISSN 0082-8238. 
  20. "Myths & Factsکينډۍ:SndThe Gulf Wars". Jewish Virtual Library. 
  21. Deese, David A. "Persian Gulf War, Desert Stormکينډۍ:SndWar with Iraqi". The History Professor (Concord Learning Systems). Archived from the original on 2004-01-22. https://web.archive.org/web/20040122111532/http://www.laughtergenealogy.com/bin/histprof/misc/desertstorm.html. Retrieved 2022-02-04. 
  22. Ziad Swaidan; Mihai Nica (June 2002). "The 1991 Gulf War And Jordan's Economy". Middle East Review of International Affairs 6 (2). Archived from the original on 2002-08-04. https://web.archive.org/web/20020804061624/http://meria.idc.ac.il/journal/2002/issue2/jv6n2a7.html. Retrieved 2022-02-04. 
  23. Edwin E. Moïse. "Limited War : The Stereotypes". Clemson University. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جولای ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Operation Desert Storm globalsecurity.com
  25. Fisk, Robert. The Great War for Civilisation, Vintage (2007 reprint), at p. 646.
  26. (په 2007-08-21 باندې). Flashback: the 1991 Iraqi revolt.
  27. "ENDLESS TORMENT, The 1991 Uprising in Iraq And Its Aftermath". Hrw.org. مؤرشف من الأصل في June 15, 2010. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. United Nations High Commissioner for Refugees. "Refworld | Human Rights Watch World Report 1992 – Iraq and Occupied Kuwait". UNHCR. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "How much did the Gulf War cost the US?". People.psych.cornell.edu. 20 May 1997. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ اگسټ ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Peter Ruff (په 31 July 2006 باندې). Obituary : Bob Simpson.