د کمونېزم تاریخچه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د کمونېزم تاریخ ګڼې هغه ایډیالوژۍ او سیاسي خوځښتونه رانغاړي چې د شتمنۍ، اقتصادي پانګونې او جایدادونو د اشتراکي مالکیت اصلي تیوریکي ارزښتونه په کې مشترک دي. د معاصر کمونېزم ډېری بڼې پر مارکسېزم ولاړې دي. مارکسېزم هغه تیوري ده چې «کارل مارکس» په اتلسمه پېړۍ کې وړاندې کړه. دغې تیورۍ د اروپا په ډېرو برخو کې ګڼ پلویان وموندل او مبارزو ملاتړو یې د ۱۸۰۰مې لسیزې په وروستیو کې د دې لویې وچې په یو شمېر ماتو شویو انقلابونو کې مهم رول درلود. هماغه مهال کمونېستي ګوندونه هم زیات شول چې وسله‌وال انقلاب یې رد کړ، خو د ټولییز مالکیت او بې طبقې ټولنې مارکسېستي ارمان یې وپاله.[۱][۲]

که څه هم مارکسېستي تیورۍ له سوله‌ييزو او وسله‌والو دواړو لارو څخه د ټولنیز انقلاب لپاره تر ټولو مناسب ځایونه صنعتي ټولنې بللې، خو کمونېزم تر ډېره د روسیې د سترواکۍ او جمهوري چین په څېر په هغو هېوادونو کې بریالی و چې وده یې نه وه کړې او ځايي بېوزلي په کې وه. په ۱۹۱۷ کال کې «بلشویک ګوند» د روسیې د انقلاب په جریان کې واک ته ورسېد او په ۱۹۲۲ ز کال کې یې شوروي اتحاد رامنځته کړ چې په نړۍ کې لومړنی سوسیالستي دولت و. بلشویکیانو د پرولټري انټرنېشنلېزم او نړیوال انقلاب مفهوم په بشپړ ډول ومانه او خپلې مبارزې ته یې د سیمه‌ييز نه، بلکې د یوه نړیوال ارمان په سترګه کتل. فکر کېده چې دغه کار به په شلمه پېړۍ کې د کمونېزم پر پراختیا لویه اغېزه وکړي، ځکه چې شوروي اتحاد تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته په مرکزي او ختیځه اروپا کې نوي مارکسېست-لېننېست دولتونه رامنځته کړل او د امریکا، اسیا او افریقا په لویو وچو کې یې د نورو غیر مستقیم ملاتړ وکړ. د دې پالیسۍ اصلي محور «کمونېست انټرنېشنل» چې په «کمینټرن» هم پېژندل کېږي، په ټوله نړۍ کې له کمونېستي ګوندونو سره د مرستې او د نړیوال انقلاب د دودولو په موخه را جوړ شو. د سړې جګړې په جریان کې د فشارونو یو اصلي دلیل هم دا و، ځکه چې متحدو ایالتونو او د هغوی پوځي متحدانو د کمونېزم نړیواله پراختیا د نیابت له لارې د شوروي اتحاد له پراختیا غوښتنې یا توسعه طلبۍ سره برابره بلله.[۳][۴]

تر ۱۹۸۵ ز کال پورې د نړۍ د ټول نفوس درېیمې برخې په یوه ډول نه یوه ډول تر مارکسېستي-لېنېنستي حکومتي سیستم لاندې ژوند کاوه. له دې سره سره د کمونېستو او مارکسېستو ایډیولوژېستانو تر منځ په دې اړه تاوده بحثونه کېدل چې ایا په دې کې ډېری هېوادونه مارکسېستي بلل کېدای شي که نه، ځکه چې د مارکسېستي سیستم ډېری بنسټیزې برخې دغه ډول هېوادونو بدلې کړې یا اصلاح کړې وې. د کمونېستي ټولنې ارمان ته په رسېدو کې د دغو دولتونو ناکامي او د زورواکۍ د زیاتېدو پر خوا د دوی ټولییز مزل د شلمې پېړۍ په وروستیو کلونو کې د کمونېزم له زوال سره اړه لري. کله چې په ۱۹۹۱ ز کال کې شوروي اتحاد له منځه لاړ، ګڼو مارکسېستو-لېنېنستو دولتونو دغه ایډیالوژي په ټولییز ډول رد یا لغوه کړه. له یوویشتمې پېړۍ راهیسې یوازې څو مارکسېست-لېنېنست دولتونه یعنې چین، کیوبا، لاووس او ویتنام پاتې دي.[۵][۴][۱][۶]

د کمونېزم سرچینې[سمول]

د لرغونې دورې کمونېزم[سمول]

ډېری تاریخي ډلې د کمونېزم پیروې ګڼل شوې دي. کارل مارکس او نور لومړني کمونېستي تیورېستان په دې باور وو چې هغه ښکاري-راټولوونکې ټولنې چې د ډبرو په لرغونې دوره کې موجودې وې، د بڼوالۍ د ټولنو تر مهال پورې چې د مسو په دوره کې وې، په بنسټیز ډول برابري غوښتونکې وې او دوی له همدې امله د هغوی ایډیالوژي کوچیاني کمونېزم ونوموله. یو لومړنی لیکوال چې پر کوچیاني کمونېزم یې باور درلود، رومي فیلسوف «سنکا» و چې ویې ویل: "کوچیاني دوران څومره نېکمرغ و چې طبیعي نعمتونه په کې ګډ وو... ټول طبیعت د هغوی لپاره مشترک یا ګډ و چې د عمومي شتمنۍ د خوندي مالکیت شونتیا یې ورته برابروله." په همدې دلیل، دی په دې باور و چې دغه ډول لومړنۍ ټولنې تر ټولو شتمنې ټولنې دي، ځکه چې بېوزلي په کې نه‌شته. په نورو هغو یوناني-رومي لیکوالانو کې چې د مخکی له تاریخه بشریت پر کمونېزم یې باور درلود، د «ډیوډور سیسیلي»، «ویرجیل» او «اوویډ» نومونه یادولی شو. په همدې توګه د کلیسا لومړني پلرونه د خپلو بت‌پرستو نیکونو په څېر په دې باور وو چې انساني ټولنه له یوه داسې ټولنیز نظم څخه اوسني حالت ته را رسېدلې ده چې دا مهال بایلل شوی دی.[۷][۸][۹]

کمونېزم د روښانوالې په دوره کې[سمول]

په ۱۸مه پېړۍ کې د فرانسې د روښانوالې په دوره کې ځینو لېبرالو لیکوالانو د خصوصي مالکیت پر اصل نیوکې پيل کړې او حتا د دغه اصل د لغوه کولو غوښتنه یې وکړه. د یوې کمونېستي ټولنې لپاره لومړنی سیکولر لیدلوری د فرانسوي «جان ملیه» په «وصیت‌نامه» کې تر سترګو کېږي چې د ده تر مړینې وروسته خپره شوه. په همدې ډول بل فرانسوي فیلسوف «ډو مبلي» ولیکل چې د ځمکې فردي مالکیت د ټولو بدمرغیو سرچینه ده او د شتمنۍ نابرابري د ټولنیزې ویجاړۍ لامل کېږي چې پر ټولیز مالکیت ولاړه ټولنه یې یوازنۍ حل‌لاره ده. ده خپل نظرونه په دې ډول بدل کړل چې ګواکي د رښتینې برابرۍ او اشتراکي مالکیت د رامنځته کولو لپاره هر ډول هڅه تر حد ډېر لګښتونه او زیانونه لري تر څو اجرايي ارزښت پیدا کړي. بل فرانسوي متفکر «اټین ګبریل مورلي» هم وویل چې خصوصي مالکیت په ټولنه کې د ټولو بدمرغیو سرچینه ده او د دې تر څنګ یې د یوې کمونېستي ټولنې بنسټیز اصول وکښل، یعنې باید مالکیت لغوه شي، ټول خلک د ژوند او کار حق ولري او ټول خلک باید د عامه ګټو لپاره هڅه خپله دنده وګڼي. بل فرانسوي فیلسوف «ژان ژاک روسو» په خپل ډېر اغېزناک کتاب «ټولنیز تړون» کې د پاچاهانو د حاکمیت پر ځای د ولسي حاکمیت پر بنسټ ولاړ سیاسي نظم مطرح کړ او د نابرابرۍ په اړه یې د خصوصي مالکیت پر ناوړه اغېزو بحث وکړ او ویې ویل چې خصوصي مالکیت د "جنایت، جګړې، وژنو او کړاو" لامل کېږي چې تمدن ویجاړوي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

اوسنی کمونېزم (۱۹۹۳ – تر اوسه)[سمول]

په شوروي اتحاد او ختیځ بلاک کې د کمونېستي دولتونو له پرځېدو سره په نړۍ کې پر دولت ولاړې مارکسېستي-لېنېنستي ایډيولوژۍ کمزورې شوې، خو لا هم په نړۍ کې ګڼ کمونېستي خوځښتونه موجود دي چې په بېلابېلو بڼو او کچو کې دي. درېیو کمونېستي هېوادونو په ځانګړي ډول په ختيځه اسیا کې د چین خلق جمهوریت، ویتنام او لاووس د مارکېټ اقتصاد پر لوري حرکت وکړ، خو د ۱۹۸۰یمې او ۱۹۹۰یمې لسیزې په جریان کې یې دولتي برخه تر ډېره خصوصي نه‌کړه. اسپانیا، فرانسه، پرتګال او یونان ډېر پیاوړي کمونېستي خوځښتونه لري چې په کارګري اعتصابونو او د اقتصادي سخت‌دريځۍ پر ضد اعتراضاتو کې فعال او څرګند رول لري. د کارګرو پر نړیواله ورځ سراسري لاریونونه کله ناکله په ځانګړي ډول په اروپا کې د اوسنيو کمونېستي خوځښتونو د اندازې او اغېزې په اړه لا ډېر څرګند تصویر راکوي.

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Lansford, Thomas (2007). Communism. New York: Cavendish Square Publishing. د کتاب پاڼي 9–24, 36–44. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0761426288. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Leopold, David (2015). Freeden, Michael; Stears, Marc; Sargent, Lyman Tower (المحررون). The Oxford Handbook of Political Ideologies. Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 20–38. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0198744337. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Schwarzmantle, John (2017). Breuilly, John (المحرر). The Oxford Handbook of the History of Nationalism. Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 643–651. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0198768203. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ MacFarlane, S. Neil (1990). Katz, Mark (المحرر). The USSR and Marxist Revolutions in the Third World. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 6–11. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0812216202. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Dunn, Dennis (2016). A History of Orthodox, Islamic, and Western Christian Political Values. Basingstoke: Palgrave-Macmillan. د کتاب پاڼي 126–131. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3319325668. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Shaoguang, Wang. "Political change and democracy in China" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۹ سپټمبر ۲۰۱۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Felluga, Dino (1 January 2011). "Introductory Guide to Critical Theory - Modules on Marx: On the Stages of Economic Development". Purdue University. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Laidler, Harry W. (4 July 2013). History of Socialism: An Historical Comparative Study of Socialism, Communism, Utopia. Routledge. د کتاب پاڼې 17. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-136-23143-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. van Ree 2015، ص. 17.
  10. American University (Washington, D.C.). Foreign Area Studies (1978). Iran, a Country Study. Department of Defense, Department of the Army. د کتاب پاڼې 114. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Plato (2001). Plato's Republic, Books 1-10. Agora Publications, Inc. د کتاب پاڼي 192–193. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-887250-25-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Dawson, Doyne (9 July 1992). Cities of the Gods: Communist Utopias in Greek Thought. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 37–43. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-536150-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Plato 2001، صص. 189–191.
  14. Laidler 2013، صص. 12–13.