Jump to content

نوی کین اړخه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
نوي کین اړخه< یو پراخ سیاسي غورځنګ و، چې په عمومي توګه په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ ز لسیزو په وخت کې لوېدیځه نړۍ کې له مدني فعالینو نه جوړ شوی و. دې فعالینو د پراخو ټولنیزو مسائلو، لکه د مدني او سیاسي حقونو، چاپېریالیزم، فېمینیزم، د همجنس ګرایانو حقونو، د جنینو د سقط کولو حقونو، د جنسیتونو ونډو او د نشه یي توکو په تګلاره کې د اصلاحا‎تو لپاره مبارزه کوله. ځینې خلک د ټولنیز عدالت په برخه کې د نوي چپي غورځنګ فعالیتونه د پخوانیو مارکسیستي غورځنګونو او کارګرانو اړوند اتحادیو د فعالیتونو په وړاندې مخالف غبرګون بولي، چې هغه په ډیالکتیکي ماټریالیزم او ټولنیزو طبقو متمرکزه و. حال دا چې ځینې نورو له دې اصطلاح نه ګټه اخیستې او دا غورځنګ یې د کیڼ اړخي دودیز غورځنګ د موخو دوام او بیا ژوندي کولو په توګه بولي. [۱][۲][۳][۴]

ځینې خلک چې ځان یې د «نوي کین اړخي» په توګه معرفي کاوه، د کارګرانو په غورځنګ او د مارکسیزم طبقاتي مبارزې اړوند تاریخي تیورۍ په برخه کې ښکېلتیا او لاسوهنه یې رد کړه. که څه هم ځینې نورو د مارکسیزم او د مارکسیزم – لینینیزم د ثابتو او څرګند شوو شکلونو، لکه په متحده ایالاتو کې د نوي کمونیست غورځنګ (چې له مائویزم نه ورته پاملرنه وشوه) یا هم په الماني ژبې لرونکې نړۍ کې (K-Gruppen) ته لېوالتیا پیدا کړه. په متحده ایالاتو کې دا غورځنګ د پوهنتون د جګړې ضد اعتراضي غورځنګونو، لکه: د بیان د ازادۍ غورځنګ سره مل و. [۵][۶][۷]

اصلیت\ رېښه

[سمول]

د نوي کیڼ اړخي غورځنګ یا ایدیولوژۍ رېښه په بېلابېلو لاملونو کې موندل شوې. په ښکاره ډول ۱۹۵۶په  ز کال کې د هنګري انقلاب ته د متحده ایالاتو د کمونست ګوند او د لویې بریټانیا د ټولنې ګوند مغشوش غبرګون د دې لامل شو، چې یو شمېر مارکسیستي روڼ اندي د سیاست لپاره ډېر ډیموکرټیک چلند رامنځته کړي یعنې د هغه څه مخالف، چې دوی د متمرکزه او استبدادي سیاست په توګه بلل. له جګړې نه مخکې کیڼ اړخي ګوندونه یعنې هغه کمونیستان، چې د خپل استبدادي شخصیت له امله له کمونیستي ګوندونو نه ناراضه شول، په پای کې «نوی کیڼ اړخ» ډلې جوړې کړې، چې لومړی يې په بریټانیا کې د کمونست ګوند روڼ اندو او د مخالفو پوهنتوني ډلو ترمنځ او وروسته بیا په متحده ایالاتو او لوېدیځ بلاک کې له پوهنتوني رادیکالیسم سره یو ځای یې نوې کین اړخې ډلې جوړې کړې. د «نوویل ګاوش» اصطلاح لا تر دې دمخه په ۱۹۵۰ لسیزه په فرانسه کې مروجه وه، چې له (France Observateur) او د دې له مدیر کلاد بوردیت سره ډېره دود شوې وه، هغه هڅه کوله د کین اړخي استالینیستي او سوسیال ډموکراټيک واکمنو تمایلاتو او دوه سړو ډلو تر منځ یوه درېیمه لاره او دریځ رامنځته کړي. د جګړې بلاکونه له همدې فرانسوي «نوي کین اړخ» نه و، چې د بریتانیا «لومړني کین اړخ» هم دا اصطلاح په پور واخیسته.[۸][۹]

الماني ـ یهودي منتقد تیوریسن هربرت مارکوزه د «نوي کیڼ پلار»په نوم یادیږي. هغه د طبقاتي مبارزې نظریه او دغه راز کار ته د مارکسیستي پاملرنې اړوند نظریه رد کړه. د لژیک کولاکوفسکي په وینا مارکوزه داسې استدلال وکړ؛ لکه څنګه چې «د مادي وجود ټولې ستونزې حل شوې دي، نو اخلاقي لارښودونه او ممانعتونه موضوعیت نه لري». هغه د انسان د عصبي طبیعت احساس یا ایروس د انسانیت د ریښتینې ازادۍ په توګه وګڼله، چې د جیري روبین او نورو د ارمانښارونو هڅونکي و. په دې توګه مارکوزه په دې باوري و، چې د لوګوس مفهوم چې د انسان په عقل کې شامل دی، د وخت په تېرېدو سره ایروس هم جذبوي. بل نامتو کین اړخی مفکر ارنسټ بلوخ په دې باور و، چې سوسیالیزم به د ټولو انسانانو د تلپاتې کېدو لپاره وسیله او په پای کې د خدای رامنځته کول ثابت کړي. نامتو ټولنپوه سي رایت ملز، چې په ۱۹۶۰ ز کال کې یې په یوه پرانیستي لیک کې د نوي کیڼ اړخ اصطلاح مشهوره کړه د هغه لیکنې هم دغه غورځنګ ته سترې او الهام ورکونکې لیکنې وې. دانیل ګیري د ملز ژوند لیکونکی لیکي؛ چې د هغه لیکنو «په ۱۹۶۰ لسیزه کې په نوي کیڼ اړخو ټولنیزو خوځښتونو باندې ځانګړی اغېز درلود».[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

لاتیني امریکا

[سمول]

په لاتیني امریکا کې نوې کین اړخه ایدیولوژي په اسانۍ سره د سیاسي ګوندونو د ټولګې راټولولو په توګه تعریفولای شو، چې د خلکو رادیکاله ټولنیز خوځښتونه (لکه بومي خوځښتونه، د زده کونکو خوځښتونه، د بېوزلو کلیوالو کارګرانو بسیج کول، افریقایي توکم لرونکي سازمانونه او فیمینستي خوځښتونه)، چریکي سازمانونه (لکه د کیوبا او نیکاراګوا انقلابونه) او نور سازمانونه (لکه د سوداګرۍ اتحادیې، د کیمپسینو لیګونه او د بشري حقونو اړوند سازمانونه)، چې د ۱۹۵۹ (د کیوبا انقلاب له پیل سره) او ۱۹۹۰ ز کلونو (د برلین دیوال له ړنګېدو سره) کین اړخي فعالین په کې شامل وو.  [۱۵]

د لاتیني امریکا نفوذ لرونکي مفکرین لکه فرانسیسکو د اولیویرا داسې استدلال وکړ، چې متحده ایالات د لاتینې امریکا له هېوادونو نه د «هر اړخیزو اقتصادونو» په توګه کار اخلي، چې د لاتیني امریکا اړوند ټولنې او اقتصادي پراختیا په زیان ده، زیاترو هغه د نوي استعمار او نوي امپریالیزم دوام ګڼلو. په فکري برخه کې دا بدلون د دې په اړه د خبرو اترو د زیاتوالي لامل شو، چې څنګه لاتینې امریکا کولای شي له متحده ایالاتو نه خپله ټولنیزه او اقتصادي خپلواکي تامین کړي. زیاتره پوهانو استدلال وکړ، چې سوسیالیزم ته بدلون کولای شي له دې جګړې نه د خلاصون په برخه کې له لاتیني امریکا سره مرسته وکړي.[۱۶]

نوې کیڼ اړخه ایدیولوژي په لاتینې امریکا کې راڅرګنده شوه، هغه ډله چې د اقتصادي برابرۍ او ډیموکراسۍ ترلاسه کولو لپاره یې د مارکسیستي ـ لینینیستي هڅو نه د مخته تلو په لټه کې وه ټولنیز اصلاحات یې له ځانه سره لرل او د لاتیني امریکا ځانګړي مسائل لکه قومي او توکمیزې برابرۍ، د بومیانو حقوق، د خلکو حقوق، د چاپېریال حقوق، د رادیکال دیموکراسۍ غوښتنې، نړیوال پیوستون، د استعمار ضد، د امپریالیزم ضد موخې او داسې نورې موخې یې وغوښتې. [۱۷]

متحده ایالات

[سمول]

په متحده ایالاتو کې «نوی کین اړخ» هغه نوم و چې د لیبرال، رادیکال او مارکسیستي سیاسي خوځښتونو سره تړلی و، چې د ۱۹۶۰ ز لسیزې په اوږدو کې په عمومي توګه د محصلینو په منځ کې پیدا شو. د دې لارې اصلي هسته د ډیموکراتیکې ټولنې لپاره زده کونکي و. د «ستالینیزم» په وسیله د «زړو کین اړخو» د انحراف په پام کې نیولو سره، د دوی د ۱۹۶۲ ز کال د پورت هورون په بیانه کې «فارمولونه» او «تړل شوي نظریات» پریښودل او پرځای یې د «په مشوره، صداقت او صبر ولاړ یو نوي کین اړخ» غوښتونکي و. نوی کیڼ اړخ چې په راتلونکو کلونو کې یې وده وکړه.«تر ډېره د سپین پوستو محصلینو یو خوځښت و، چې د ډیموکراسۍ، مدني حقونو او د پوهنتون د بېلابېلو اصلاحاتو دفاع یې کوله او د ویتنام د جګړې په وړاندې یې لاریون کاوه».[۱۸][۱۹][۲۰]

په نړیواله کچه

[سمول]

په جاپان کې نوې کین اړخه ایدیولوژي په ۱۹۶۰ ز لسیزه کې د څو کلونو لپاره د پوهنتوني برخو په نیولو سره پیل شوه، چې د ۱۹۶۸ تر ۱۹۶۹ ز کلونو کې د جاپان بېلابېلو پوهنتونونو په لاریونونو سره خپل اوج ته ورسېده. له ۱۹۷۰ ز کال نه وروسته دا چپیان په څو بېلابېلو ډلو لکه متحد سور پوځ او د جاپان سور پوځ په ډلو ووېشل شول. همدارنګه دې چپیانو د جاپان ضد سیاسي ایدیولوژي هم پراخه کړه.[۲۱][۲۲][۲۳]

د کارګرانو ګوند (Partido dos Trabalhadores – PT) په برازیل کې د نوي کیڼ اړخ نه راپورته شوی اصلي سازمان ګڼل کېږي. د مانویل لارابور په وینا :«د دې پر ځای چې د پخوانۍ لاتیني امریکا چپه لاره د چریکي غورځنګ یا د ستالینیست ګوند په اډانه کې ووهي»، نو د کارګرانو ګوند (PT)  پرېکړه وکړه سره له دې چې د CUT او نورو ټولنیزو خوځښتونو له خوا ورسره مرسته کېدله، باید یو نوي څه وازمایي. د دې ګوند ننګونه دا وه چې:«د ټولنو او بېلابېلو خوځښتونو له ټولنیز مشارکت سره د لیبرال دیموکراسۍ اړوند بنسټونه یوځای کړي». په دې توګه د کارګرانو ګوند (PT) له ښي اړخ سره د خپل «ستراتیژیک اتحاد» له امله وروسته له هغې تر نیوکې لاندې راغی، چې لوئیز ایناسیولولا داسیلوا د برازیل ولسمشر وټاکل شو. دې ګوند ځان له ټولنیزو خوځښتونو او د ځوانانو له سازمانونو نه لرې کړی او د ډېرو لپاره داسې ښکاري، چې د نوي کیڼ اړخ لپاره د کارګرانو ګوند (PT) اړوند ماډل خپل حد ته رسېدلی دی.[۲۴]

په استرالیا کې نوی کین اړخ د لوړو زده‌ کړو په برخه کې د هیټرودوکس اقتصاد او سیاسي اقتصاد د مشروعیت اړوند بحثونو کې ښکېل وو، چې دا مورد د استرالیا په سیدني پوهنتون کې د سیاسي اقتصاد د یوې خپلواکې څانګې په جوړولو سره پای ته ورسېد.  [۲۵][۲۶][۲۷]

سرچينې

[سمول]
  1. Kaufman, Cynthia (2003). Ideas for Action: Relevant Theory for Radical Change. South End Press. ISBN 978-0-89608-693-7.
  2. Gitlin, Todd (2001). "The Left's Lost Universalism". In Melzer, Arthur M.; Weinberger, Jerry; Zinman, M. Richard (eds.). Politics at the Turn of the Century. Lanham, MD: Rowman & Littlefield. pp. 3–26.
  3. Farred, Grant (2000). "Endgame Identity? Mapping the New Left Roots of Identity Politics". New Literary History. 31 (4): 627–648. doi:10.1353/nlh.2000.0045. JSTOR 20057628. S2CID 144650061.
  4. Carmines, Edward G.; Layman, Geoffrey C. (1997). "Issue Evolution in Postwar American Politics". In Shafer, Byron (ed.). Present Discontents. NJ: Chatham House Publishers.
  5. Coker, Jeffrey W. (2002). Confronting American Labor: The New Left Dilemma. University of Missouri Press.
  6. Thompson, Willie (1996). The Left in History: Revolution and Reform in Twentieth-Century Politics. Pluto Press. ISBN 978-0745308913.
  7. The K groups (de) originally referred to the mainly Maoist-oriented small parties and other associations that had emerged in the 1960s with the disintegration of the Socialist German Student Union (SDS) and the associated decline of the West German student movement. The term "K group" has been used primarily by competing left groups as well as in the media. It served as a collective name for the numerous, often violently divided groups and alluded to their common self-image as communist cadre organizations. The German term Kader denotes the civil servants or party functionaries in autocratic state systems, especially in socialist states (today, among others, People's Republic of China, Cuba). In the Soviet sphere of influence, cadres were a group of people in the party and ideology sector with political and technical knowledge and skills ("party cadres", "leadership cadres", "leadership cadres", "junior cadres", "cadre policy", "cadre management"). In particular, they included the functionaries of the parties and mass organizations (executives) and university and technical college graduates (experts), but not normal working people. The personnel department of a company was called "Kaderabteilung" in the GDR, the head of this department was called "Kaderleiter".
  8. Hall, Stuart (January–February 2010). "Life and times of the first New Left". New Left Review. II (61). New Left Review.
  9. Kenny, Michael. The First New Left: British Intellectuals After Stalin. London: Lawrence & Wishart.
  10. Kołakowski, Leszek (1981). Main Currents Of Marxism: Volume III, The Breakdown. Oxford University Press. pp. 436–440. ISBN 0-19-285109-8., quoting Dans Prinzip Hoffnung pp. 1380–1628.
  11. Marcuse, Herbert (1955). Eros and Civilization. Beacon Press. pp. 125–126. ISBN 978-1-135-86371-5. بياځلي په 28 August 2018.
  12. Kołakowski, Leszek (1981). Main Currents Of Marxism: Volume III, The Breakdown. Oxford University Press. p. 416. ISBN 0-19-285109-8.
  13. Radical Ambition: C. Wright Mills, the Left, and American Social Thought By Daniel Geary, p. 1.
  14. Wright, C. Wright (1960). "Letter to the New Left". marxists.org.
  15. Barrett, Patrick; Chavez, Daniel; Rodríguez-Garavito, César (2008). The New Latin American Left: Utopia Reborn. Pluto Press.
  16. Cardoso, F.H.; Faletto, E. (1969). Dependency and development in Latin America. University of California Press.
  17. Barrett, Patrick; Chavez, Daniel; Rodríguez-Garavito, César (2008). The New Latin American Left: Utopia Reborn. Pluto Press.
  18. David Burner, Making Peace with the 60s, (Princeton: Princeton University Press, 1996), 151.
  19. The Port Huron Statement. http://www2.iath.virginia.edu/sixties/HTML_docs/Resources/Primary/Manifestos/SDS_Port_Huron.html
  20. Edited by John McMillian & Paul Buhle, The New Left Revisited, (Philadelphia: Temple University Press, 2003), 5.
  21. David Burner, Making Peace with the 60s, (Princeton University Press, 1996), 155
  22. Daniel Geary, "'Becoming International Again': C. Wright Mills and the Emergence of a Global New Left, 1956–1962," Journal of American History, Dec 2008, Vol. 95 Issue 3, pp. 710–736
  23. Wright Mills, C. (1960). "Letter to the New Left". New Left Review (5).
  24. Larrabure, Manuel. "'Não nos representam!' A left beyond the Workers Party?" Archived 2017-08-27 at the Wayback Machine.. The Bullet. 18 July 2013. Retrieved 30 March 2014.
  25. G Butler, E Jones, FJB Stilwell (2009) Political economy now!: The struggle for alternative economics at the University of Sydney Darlington Press
  26. Williams-Brooks, Llewellyn (2016) "Radical Theories of Capitalism in Australia: Towards a Historiography of the Australian New Left", Honours Thesis, University of Sydney, viewed 20 April 2017, کينډۍ:Hdl
  27. http://sydney.edu.au/arts/political_economy/ viewed 3 May 2017