کارل مارکس

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کارل مارکس
(الماني: Karl Marx د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کارل مارکس
کارل مارکس

د شخص معلومات
زیږون نوم (الماني: Karl Heinrich Marx د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۵ مې ۱۸۱۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
مړینه 14 مارچ 1883 (65 کاله)[۲۲][۲][۴][۵][۶][۷][۸][۲۳][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۹][۲۰][۲۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لندن[۲۴][۲۵][۸][۲۶][۱۰]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای لندن (۱۸۴۹–۱۴ مارچ ۱۸۸۳)[۲۷][۲۸][۲۹]
برلين
پاريس (۳۰ سپټمبر ۱۸۴۳–)[۳][۳۰][۳۱]  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب اتيزم[۳۲]  د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیمی اسناد د فلسفې ډاکتر[۳۳][۳۴][۳۵]  د (P512) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دنده خبريال[۳۶][۳۷]
فیلسوف[۲۰][۲۱]
شاعر[۳]
سياستوال[۳۸]
ليکوال[۳۹]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه آلماني ژبه  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) آلماني ژبه[۴۰][۴۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياسي وټه
ټولنپوهنه
فلسفه  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ځانګړي کړنې د ۱۸۴۴کال اقتصادي او فلسفي لاسوندونه
پانګه (کتاب)  د (P800) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر گيورگ ويلهېلم فرېدرېش هېگل[۳][۴۲][۴۳]
ماکس شتیرنر  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
کارل مارکس
کارل مارکس

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کارل هينريچ مارکس Karl Heinrich Marx (۱۸۸۳ مارچ ۱۴ – ۱۸۱۸ ز کال د می ۵) يو الماني فيلسوف، د سياسي اقتصاد کره کتونکی، اقتصادپوه، تاريخپوه، ټولنپوه، د سياسي نظرياتو پوه، ژورنالېست او سوسياليست انقلابي و. د نوموړي تر ټولو زيات پېژندل شوي سرليکونه «د کمونيست څرګندونې» تر سرليک لاندې د ۱۸۴۸ ز کال رساله او د Das Kapital په سرليک درې ټوکه رساله ده، چې له ۱۸۶۷ څخه تر ۱۸۸۳ ز کال پورې يې ليکلې ده. د مارکس سياسي او فلسفي فکر پر راتلونکي فکري، اقتصادي او سياسي تاريخ باندې ستر اغېز درلود. د نوموړي نوم د يوه صفت، اسم او د ټولنيزې نظريې د ښوونځي په توګه کارول شوی دی.
کارل مارکس

د المان په Trier کې زېږېدلي مارکس د بن او برلين پوهنتونونو کې حقوق او فلسفه ولوستل. نوموړې په ۱۸۴۳ ز کال کې د ډرامې له کره کتونکې او سياسي فعالې المانۍ Jenny von Westphalen سره واده وکړ. مارکس د خپلو سياسي خپرونو له امله له هېواده وشړل شو او د څو لسيزو لپاره يې له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره لندن کې ژوند وکړ. هغه په لندن کې له جرمني متفکر Fredrich Engels سره په همغږۍ د خپل فکر ودې او د خپلو هغو ليکنو خپرولو ته دوام ورکړ، چې د بریتانوي موزيم د لوست خونه (British Museum Reading Room) کې يې څېړلې. د ټولنې، اقتصاد او سياست په اړه د مارکس نيوکه نيزې نظريې، چې په ټوليز ډول د مارکس اصالت (مارکسيزم) په توګه درک کېږي، په دې باور دي چې انساني ټولنې د ټولګي يا صنفي جګړې له لارې پرمختګ کوي. د توليد په پانګه وال سبک يا دود کې دا شخړې په خپله د واکمنو ټولګيو (چې د بورژوا ورته وايي) چې د توليد اسباب اداره کوي او کارکوونکي ټولګيو (چې د مزدورانو ډله ورته وايي) تر منځ څرګندېږي، چې د مزدوۍ په بدل کې د خپل کاري ځواک په پلورلو سره ياد توکي فعالوي. د مادې د تاريخي اصالت په نامه د يوې انتقادي تګلارې څخه په ګټنې مارکس اټکل وکړ، چې پانګه وال اقتصادي نظام (Capitalism) لکه د پخونيو ټولنيز اقتصادي نظامونو غوندې؛ کورني کړکيچونه رامنځته کړي دي او ياد کړکېچونه به په خپل د دې نظام د له منځه تلنې او پر ځای يې د توليد د سوسياليستي دود يا سبک په نوم د يو نوي نظام د راتګ سبب شي. د مارکس له نظره د پانګه وال نظام له مخې به د ټولګي مخالفتونه د خپلې بې ثباتۍ او د کړکېچ پر وړاندې د طبيعت له امله، د کار ټولګي د ټولګی شعور د پرمختګ سبب شي، چې دا په خپل وار د دوی د سياسي واک بري او په پای کې د بې ټولګيتوب (Classless) په نوم د توليدونکو د خپلواکې ټولنې له لورې د کمونيستي ټولنې رامنځته کېدنې ته لاره هواره کړي. مارکس يې د پلي کولو په موخه په فعال ډول فشار راوړ. نوموړي استدلال کاوه، چې کارګر ټولګی بايد د پانګه والۍ د نسکورولو او پر ټولنيزې اقتصادي خپلواکۍ رامنځته کولو په موخه، د مزد اخيستونکي يو منظم اوښتوني عمل وکړي. [۴۴]

کارل مارکس په انساني تاريخ کې د تر ټولو اغېزناکو څېرو په توګه ياد شوی دی او کار يې ستايل شوی هم دی او نيوکه هم پرې شوې ده. په اقتصاد کې د کارکوونکي او له شتمنۍ سره يې د اړيکې په اړه د نوموړي کار د ځينو اوسنيو نظرياتو لپاره بنسټ کېښود. په ټوله نړۍ کې زيات روښانفکران، کارګرې اتحاديې، هنرمندان او سياسي ډلې د مارکس له کار څخه اغېزمن شوي دي، چې زياتو يې يا د نوموړي نظريو کې سمون راوړی او يا يې خپله ورسره سمون کړی دی. مارکس په نمونه يي ډول د معاصرې ټولنيزې پوهې د اصلي معمارانو په توګه ياد شوی دی. [۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹]

ژوند ليک

ماشومتوب او لومړنۍ زده کړې : ۱۸۳۶-۱۸۱۸ز کلونه

کارل هينرېچ مارکس (Karl Heinrich Marx) د ۱۸۱۸ می پر ۵ نېټه وزېږېد. پلار يې Heinrich Marx (۱۸۳۸ – ۱۷۷۷ز کلونه) او مور يې Henriette Pressburg (۱۸۶۳ – ۱۷۸۸) نومېده. نوموړی د Trier په Brukengasse 664 کې وزېږېد، چې يو لرغونی ښار دی او هغه وخت د پروس د ښکته راين ولايت (Province of Lower Rhine) يوه برخه و. د نوموړي کورنۍ په اصل کې نامذهبي يهودۍ وه، مګر د هغه له زوکړې څخه مخکې په رسمي ډول عيسويت ته اوښتې وه. د کارل مارکس مورنی نيکه يو هالنډي ښاغلی يا ښوونکی  [rabbi: په يهودانو کې د نمانځنې لقب دی؛ مشر، ښاغلي يا استاد ته کارول کېږي] و، په داسې حال کې چې پلرني اړخ يې له ۱۷۲۳ ز کال راهيسې د Trier مشران يا ښاغلي سمبال کړي دي، چې دا يې د پلرني نيکه Meire Halevi Marx له لورې اخيستل شوې ونډه وه. پلار يې چې له کوچنیوالي څخه د Herschel په نوم پېژندل شوی، په خپله ليکه [نسب يا کورنۍ] کې لومړنی شخص و چې د بې دينۍ (سيکولر) زده کړې يې تر لاسه کړې. نوموړي د يو څه لوړ منځني ټولګي په مناسب عايد درلودلو سره يو وکيل شو او د وکيل په توګه د عايد تر څنګ يادې کورنۍ د Moselle يو شمېر د انګورو باغونه هم درلودل. هرشيل (Herschel) د خپل زوی له زوکړې څخه مخکې او په Rhineland کې د يهودي خپلواکۍ له منځه وړنې څخه وروسته د پروشيا د پروتستانت دولتي کليسا سره د يو ځای کېدلو لپاره له يهود پالنې څخه واوښت او د Yiddish Herchel پر سر يې د Heinrich مخکينی ذکر شوی الماني نوم تر لاسه کړ. [۵۰][۵۱][۵۲][۵۳]

په لويه کچه نامذهبي Heinrich د روښانفکرۍ شخص و، چې د ايمانوېل کېنټ (Immanuel Kant) او والټېر (Voltaire) فيلسوفانو د نظرياتو لېوال و. د يو لرغوني ليبرال په توګه يې په پروس کې د اساسي قانون او سمونونو په پارونه کې برخه واخيسته، چې هغه وخت بشپړه يا مطلقه پاچاهي وه. هنرېچ مارکس (Heinrich Marx) په ۱۸۱۵ ز کال کې د وکيل په توګه کار پيل کړ او په ۱۸۱۹ ز کال کې يې خپله کورنۍ Porta Nigra ته نږدې د لس خونو ملکيت [کور] ته ولېږدوله. د نوموړي ښځه Henrietter Pressburg يوه هالنډۍ يهوده وه. نوموړې د يوې نېکمرغه سوداګرې کورنۍ غړې وه، چې وروسته يې د Philips Electronics په نوم د برېښنايي توکو شرکت رامنځته کړ. د Henrietter خور Sophie Pressburg (۱۸۵۴ – ۱۷۹۷ز کال کې له لاين فيليپس “Lion Philips” (۱۸۶۶ – ۱۷۹۴) سره واده وکړ او د ګيرارد (Gerard) او انتون فيليپس (Anton Philips) دوی مور او د فريټس فيليپس (Frits Philips) مشره نيا وه. Lion Phililps د تمباکو يو بډايه هالنډي توليدونکی او صنعت کار و. کارل (Karl) او جيني مارکس (Jenny Marx) له هېواده د شړنې (تبعيد) پر مهال د پورونو لپاره زياتره پر همدې [لاين فيليپس] باندې تکيه وکړه. [۵۴][۵۵][۵۶]

د مارکس د ماشومتوب په اړه ډېر معلومات نه شته. د نهه کوچنيانو درېيم (مارکس) هغه وخت تر ټولو مشر زوی شو، چې ورور يې Moritz په ۱۸۱۹ ز کال کې مړ شو. مارکس او ژونديو خويندو او وروڼو Sophie, Hermann, Henriette, Louise, Emilie او Caroline ته د ۱۸۲۴ ز کال اګسټ کې په Lutheran کليسا کې د تعميد غسل ورکړل شو او مور ته يې د ۱۸۲۵ ز کال په نومبر کې ياد مراسم تر سره شول. نوموړی د ۱۸۳۰ ز کال کال تر هغې مودې پورې له خپل پلار څخه خصوصي زده کړې تر لاسه کړې، چې د Trier عالي ښوونځي (Gymnasium zu Trier ) کې شامل شو. د ياد ښوونځي سرمعلم هيوګو وايټټينبېچ (Hugo Wyttenbach) د کارل مارکس د پلار ملګری و. د ښوونکو په توګه د زياتو ليبرالي انسان پالو د ګومارنې له امله Wyttenbach د سيمه یيز محافظه کار حکومت د غوصې سبب شو. په پای کې پوليسو په ۱۹۳۲ ز کال کې ښوونځی باندې بريد وکړ او ويې موندله، چې د زده کوونکو په منځ کې د سياسي ليبراليزم پلوي ادبيات خپرېدل. د پارونکي عمل په توګه د دې ډول موادو وېش ته په پام سره چارواکو د مارکس د شتون پر مهال سمونونه رامنځته کړل او يو څو کارکوونکي يې بدل کړل. [۵۷][۵۸][۵۹][۶۰]

مارکس د ۱۸۳۵ز کال په اکتوبر کې د ۱۷ کلنۍ په عمر د فلسفې او ادبياتو د لوستنې په هيله د بن پوهنتون (University of Bonn) ته يون وکړ، مګر پلار يې د يو څه زيات عملي ډګر په توګه پر حقوقو ټينګار وکړ. د کمزورې سينې “weak chest” په نوم حالت [ناروغۍ] له امله مارکس په ۱۸ کلنۍ کې له فوځي دندې څخه وبخښل شو. په بون کې د پوهنتون دورې پر مهال نوموړی د شاعرانو کلب سره يو ځای شو. ياد کلب د سياسي بنسټپالو لرونکې ډله وه، چې د پوليسو له لورې څارل کېده. هغه د Tavern Club په نوم د څښاک ټولنې سره هم يو ځای شو (جرمني: )، چې زياتې نظريط په کې بحث شوې او يو وخت يې د کلب د مرستيال رئيس په توګه خدمت وکړ. د دې تر څنګ مارکس په ځينو شخړو کې هم لاس درلود، چې ځينې يې د پام وړ يا سختې شوې. لکه: د ۱۸۳۶ ز کال په اګسټ مياشت کې نوموړي د پوهنتون د (Borussian Korps) له يو غړي سره په دوه اړخيز [دوه په دوه] جګړه کې برخه واخيسته. که څه هم په لومړۍ دوره کې يې نمرې ښې وې، مګر ژر خرابې شوې چې له امله يې پلار اړ شو، چې نوموړی د برلين يو څه سخت او علمي پوهنتون ته ولېږدوي. [۶۱][۶۲][۶۳][۶۴][۶۵][۶۶][۶۷]

دا هم وگورﺉ

سرچينې

  1. http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2007/01/070114_im-history-political-thouths.shtml
  1. پیوستون : 118578537  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11914934t — د نشر نېټه: ۲۶ جون ۲۰۲۰ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11914934t — دوتنه: Heinrich Gemkow — سرليک: Carlos Marx. Biografía completa
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Karl-Marx — subject named as: Karl Marx — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6fr00h5 — subject named as: Karl Marx — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Itaú Cultural ID: https://enciclopedia.itaucultural.org.br/pessoa486813/karl-marx — subject named as: Karl Marx — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Itaú Cultural — خپرونکی: Itaú Cultural — ISBN 978-85-7979-060-7
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/680 — subject named as: Karl Heinrich Marx — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/680 — subject named as: Karl Heinrich Marx — سرليک: Marx, Karl — پاڼه: 331
  9. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/680 — subject named as: Karl Heinrich Marx — سرليک: Marx, Karl (Heinrich) — نشرونه لخوا د: Volume 7 — ارزښت: "b. May 5, 1818"
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/680 — subject named as: Karl Heinrich Marx — سرليک: Marx — پاڼه: 767
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ subject named as: Karl Marx — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/b3674625fdb940859425e2689aa6e35b — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3539 — subject named as: Karl Marx — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ BD Gest' author ID: https://www.bedetheque.com/auteur-12987-BD-.html — subject named as: Karl Marx — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ https://brockhaus.de/ecs/julex/article/marx-karl-heinrich — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0040875.xml — subject named as: Karl Marx — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=marx — subject named as: Karl Marx
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=karl;n=marx — subject named as: Karl Marx
  18. Diamond Catalogue ID for persons and organisations: https://opac.diamond-ils.org/agent/21826 — subject named as: Karl Heinrich Marx
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/9108 — subject named as: Karl Marx
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ ۲۰٫۲ BeWeb person ID: https://www.beweb.chiesacattolica.it/persone/persona/1370/ — د نشر نېټه: ۱۴ فبروري ۲۰۲۱
  21. ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ ۲۱٫۲ https://cs.isabart.org/person/14572 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  22. د ټولټال کار کتنه په: https://trove.nla.gov.au/newspaper/article/18443456 — سرليک: Secret Re-burial of Karl Marx In London — پاڼه: 1 — اعداد: 36485 (late edition) — نشرونه لخوا د: The Sydney Morning Herald
  23. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/680 — subject named as: Karl Heinrich Marx — سرليک: Marx, Karl (Heinrich) — نشرونه لخوا د: Volume 7 — ارزښت: "d. March 14, 1883"
  24. GND ID: https://d-nb.info/gnd/118578537 — د نشر نېټه: ۱۳ اگسټ ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  25. GND ID: https://d-nb.info/gnd/118578537 — د نشر نېټه: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Маркс Карл — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  26. GND ID: https://d-nb.info/gnd/118578537 — سرليک: Marx, Karl (Heinrich) — نشرونه لخوا د: Volume 7 — ارزښت: "d. [...] London"
  27. سرليک: Marx, Karl (Heinrich) — نشرونه لخوا د: Volume 7 — ارزښت: "in 1849 he was expelled. He then settled in London, where he spent most of the remainder of his life, studying in the British Museum."
  28. سرليک: Marxismus — پاڼه: 768 — ارزښت: "ging er nach London ins Exil, wo er bis zu seinem Tode lebte und arbeitete."
  29. سرليک: Marx, Karl (Heinrich) — نشرونه لخوا د: Volume 7
  30. سرليک: Marx, Karl (Heinrich) — نشرونه لخوا د: Volume 7 — ارزښت: "In 1843 Marx married [...]. Shortly after his marriage, Marx's newspaper was suppressed and he emigrated to Paris with his wife."
  31. سرليک: Marx — پاڼه: 768 — ارزښت: "ging M. im Herbst 1843 nach Paris"
  32. https://en.wikipedia.org/wiki/Marxism_and_religion
  33. سرليک: Marx — پاڼه: 768 — ارزښت: "wurde M. 1871 in Jena (in absentia) promoviert"
  34. سرليک: Marx, Karl — پاڼه: 331 — ارزښت: "M' promovierte im April 1841 a[n] d[er] phil[osophischen] Fakultät in Jena"
  35. سرليک: Marx, Karl (Heinrich) — نشرونه لخوا د: Volume 7 — ارزښت: "In 1841 he received a doctor's degree from the University of Jena."
  36. سرليک: Marx, Karl (Heinrich) — نشرونه لخوا د: Volume 7 — ارزښت: "His liberal political views led him to consider journalism as career and in 1842 he became an editor of the Rheinische Zeitung in Cologne, [...]."
  37. سرليک: Marx — پاڼه: 767, 768 — ارزښت: "Privatgelehrter und Journalist" / "war er auf den Ertrag journalist[ischer] Arbeiten für versch[iedene] Zeitungen [...] angewiesen."
  38. https://cs.isabart.org/person/14572 — د نشر نېټه: ۱۴ جون ۲۰۱۹
  39. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  40. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11914934t — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  41. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/9185123
  42. سرليک: Marx, Karl (Heinrich) — نشرونه لخوا د: Volume 7 — ارزښت: "During his student days [...], Marx [...] was strongly influenced by the works of Georg Wilhelm Friedrich Hegel"
  43. دوتنه: Lewis Samuel Feuer، David McLellan او Ed. — پاڼه: 531 — نشرونه لخوا د: Volume 23 — ارزښت: "Marx' crucial experience at Berlin was his introduction to Hegel's philosophy,regnant there, and this adherence to the Young Hegelians."
  44. Karl Marx: Critique of the Gotha Program Archived 27 October 2007 at the Wayback Machine..
  45. Roberto Mangabeira Unger. Free Trade Reimagined: The World Division of Labor and the Method of Economics. Princeton: Princeton University Press, 2007.
  46. John Hicks, "Capital Controversies: Ancient and Modern." The American Economic Review 64.2 (May 1974) p. 307: "The greatest economists, Smith or Marx or Keynes, have changed the course of history ..."
  47. Joseph Schumpeter Ten Great Economists: From Marx to Keynes. Volume 26 of Unwin University books. Edition 4, Taylor & Francis Group, 1952 کينډۍ:ISBN
  48. Little, Daniel. "Marxism and Method". مؤرشف من الأصل في ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. Kim, Sung Ho (2017). "Max Weber". In Zalta, Edward N. (المحرر). Stanford Encyclopaedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. مؤرشف من الأصل في ۱۸ مارچ ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۷. Max Weber is known as a principal architect of modern social science along with Karl Marx and Emil Durkheim. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. Nicolaievsky & Maenchen-Helfen 1976, p. 7; Wheen 2001, pp. 8, 12; McLellan 2006, p. 1.
  51. Carroll, James (2002). Constantine's Sword: The Church and the Jews – A History (په انګلیسي ژبه کي). Houghton Mifflin Harcourt. د کتاب پاڼې 419. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-547-34888-9. مؤرشف من الأصل في ۲۴ سپټمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  52. Nicolaievsky & Maenchen-Helfen 1976, pp. 4–6; McLellan 2006, pp. 2–4.
  53. Nicolaievsky & Maenchen-Helfen 1976, pp. 4–5; Wheen 2001, pp. 7–9, 12; McLellan 2006, pp. 2–3.
  54. Nicolaievsky & Maenchen-Helfen 1976, pp. 5, 8–12; Wheen 2001, p. 11; McLellan 2006, pp. 5–6.
  55. Nicolaievsky & Maenchen-Helfen 1976, p. 7; Wheen 2001, p. 10; McLellan 2006, p. 7.
  56. Wheen 2001, chpt. 6
  57. Nicolaievsky & Maenchen-Helfen 1976, p. 12; Wheen 2001, p. 13.
  58. McLellan 2006, p. 7.
  59. Karl Marx: Dictionary of National Biography. Volume 37. Oxford University Press. 2004. د کتاب پاڼي 57–58. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-861387-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  60. Nicolaievsky & Maenchen-Helfen 1976, pp. 12–15; Wheen 2001, p. 13; McLellan 2006, pp. 7–11.
  61. Nicolaievsky & Maenchen-Helfen 1976, pp. 15–16; Wheen 2001, p. 14; McLellan 2006, p. 13.
  62. Wheen 2001, p. 15.
  63. Nicolaievsky & Maenchen-Helfen 1976, p. 20; McLellan 2006, p. 14.
  64. Wheen 2001, p. 16; McLellan 2006, p. 14
  65. (په 14 October 2017 باندې). Karl Marx: the drinking years.کينډۍ:Cbignoreکينډۍ:Subscription required
  66. Nicolaievsky & Maenchen-Helfen 1976, pp. 21–22; McLellan 2006, p. 14.
  67. Nicolaievsky & Maenchen-Helfen 1976, p. 22; Wheen 2001, pp. 16–17; McLellan 2006, p. 14.