مارکسیزم – لینینیزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

مارکسیزم – لینینیزم یوه کمونیستي نظریه ده چې د شلمې پېړۍ په اوږدو کې د کمونیستي غورځنګ اصلي تحرک بلل کیږي. دا د دولتي ایډیالوژۍ رسمي نوم و چې د شوروي اتحاد له خوا تصویب شو. اوس مهال مارکسیزم-لینینیزم د څو کمونیستو ګوندونو نظریه ده او د چین، کیوبا، لاوس او ویتنام د واکمنو ګوندونو رسمي نظریه پاتې ده چې د یو ګوند سوسیالیستي جمهوریتونو په توګه او په نیپال کې په څو ګوندي ډیموکراسۍ کې دا نظریه پاتې ده. مارکسیزم – لینینیزم په دې نظر دی، چې د کپیټالیزم له منځه وړلو لپاره دوه پړاوه کمونیستي انقلاب ته اړتیا ده. یو مخکښ ګوند چې د «دموکراتیک مرکزیت» له لارې تنظیم شوی، د «پرولتاریا په استازیتوب» به واک په لاس کې واخلي او یو واحد سوسیالیستي دولت به رامنځته کړي، چې دوی یې د «پرولتاریا ډیکتاتوري» بولي. دولت، اقتصاد او د تولید وسیلې کنټرولوي، اپوزیسیون خپل ضد انقلاب او بورژوازي تر فشار لاندي راولي او اجتماعیت ته وده ورکوي، ترڅو د یوې داسې کمونیستي ټولنې لپاره لاره هواره کړي چې طبقاتي او د دولت انحصار نظام په کې شتون ونه لري. په عموم کې مارکسیستي – لیننیسټان د پرولتاریا نړیوالتوب او سوسیالیستي ډیموکراسۍ ملاتړ کوي او د انارکیزم، فاشیزم، امپریالیزم او لیبرال ډیموکراسۍ مخالفت کوي. مارکسيستي – ليننيستي دولتونه په عام ډول د لوېدیځو پوهانو له خوا د کمونستي دولتونو په نوم ياد شوي دي.[۱][۲][۳][۴][۵]

دا په  ۱۹۲۰لسیزه کې د جوزف سټالین له خوا د ارتودوکس مارکسیزم او لینینیزم د پوهاوي او ترکیب پراساس رامنځته شوی ده. په ۱۹۲۴ز کال کې د ولادیمیر لینین له مړینې وروسته مارکسیزم – لینینیزم په شوروي اتحاد کې یو جلا خوځښت شو، کله چې سټالین او د هغه ملاتړو د ګوند کنټرول ترلاسه کړ. ده د نړۍ د انقلاب په اړه د غربي مارکسیستانو ترمنځ مشترکه مفکوره رد کړه. د هغې د پلویانو په وینا: له کپیټالیزم نه سوسیالیزم ته تدریجي لېږد د لومړي پنځه کلن پلان او د شوروي د ۱۹۳۶ز کال اساسي قانون په معرفي کولو سره لاسلیک شو. د ۱۹۲۰ لسیزې په وروستیو کې سټالین د روسیې کمونست ګوند چې بلشویک نومیږي، شوروي اتحاد او کمونیسټ انټرنیشنل کې ایډیالوژیکه ارتودوکسي رامنځته کړه، ترڅو نړیوال مارکسیستي – لیننیسټ عمل سر ته ورسوي. په ۱۹۳۸ز کال کې د سټالین رسمي درسي کتاب د شوروي اتحاد د کمونست ګوند تاریخ چې بلشویک نومیږي، د مارکسیزم – لینینیزم اصطلاح مشهوره کړه.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د مارکسیزم– لینینیزم نړیوالتوب په نورو هېواادونو کې د انقلابونو په ملاتړ کې څرګند شو، په پیل کې د کمونیسټ انټرنیشنل له لارې او بیا د سټالینیزیشن وروسته د سوسیالیستي هېوادونو د مفکورې له لارې. د دویمې نړیوالې جګړې وروسته نور جوړ شوي کمونیستي دولتونه شوروي کېدلو ته چمتو شول او دغو دولتونو د شوروي مارکسیستي – لیننیسټ ماډل پنځه کلن پلان او چټک صنعتي کېدل، سیاسي مرکزي کېدل او جبر تعقیب کولو ته لیوالتیا درلوده. د سړې جګړې په لړ کې مارکسیزم-لینینیزم په نړیوالو اړیکو کې یو محرک ځواک و. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

پېژاند، تیوري او اصطلاحات[سمول]

کمونیستي ایډیالوژیو او افکارو د روسیې له انقلاب وروسته نوې معنا ترلاسه کړه، ځکه چې دوی د مارکسیزم – لینینیزم له نظریو سره برابر شول،  یعنې د ولادیمیر لینن او د هغه د ځایناستو له خوا د مارکسیزم تفسیر  د وروستۍ موخې تاییدول و. د ټولنې د مالکیت د تولید وسیله رامنځته کول او د هغې هر ګډونوال ته د « دوی اړتیاوو سره سم» مصرف چمتو کول، مارکسیزم – لینینیزم  ټولنیز بدلون د غالب اصل په توګه د طبقاتي مبارزې پېژندنه  او پراختیا وړاندې کوي. سربېره پر دي کارګران یا پرولتاریه باید د ټولنې د بیارغونې ماموریت ترسره کړي. د سوسیالیستي انقلاب ترسره کول، د هغه څه په واسطه رهبري کېږي، چې پلویان یې د «پرولتاریا مخکښ» بولي، د کمونیست ګوند په توګه تعریف شوی چې د ډیموکراټیک مرکزیت له لارې په ترتیب سره تنظیم شوي او د مارکسیسټ – لیننیسټانو له خوا یو تاریخي اړتیا وګڼل شوه. سربیره پر دي د پرولتاریا ډیکتاتورۍ د معرفي کولو غوښتنه وشوه او هغه ټولګي چې دښمنان ګڼل کېږي، باید د هغوی فعالیتونه ودرول شي. په ۱۹۲۰ مه ز لسیزه کې د لومړي ځل لپاره د جوزف سټالین له خوا د هغه د پوهاوي پر بنسټ د ارتودوکس مارکسیزم او لینینیزم تعریف وشو.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

په ۱۹۵۳ز کال کې د جوزف سټالین تر مړینې پورې د شوروي کمونیست ګوند خپله ایډیالوژي د مارکسیزم – لینینیزم – سټالینزم په نوم یادوله. مارکسيزم – ليننيزم – ماویزم د چېن د کمونست ګوند او نورو کمونستو ګوندونو د ايډيالوژۍ نوم وګرځېد، چې د چېن – شوروي له بېلېدو وروسته د ملي کمونست ګوندونو نه جلا شو، په تېره بيا کله چې په ۱۹۶۳ز کال کې بېلتون حتمي شو. د ايټاليا کمونست ګوند په عمده توګه د انتونیو ګرامسي له خوا اغېزمن شوی و، چا چې د لینین په پرتله ډېر ډیموکراتیک اغېز ورکړ، چې ولې کارګران غیر فعال پاتې دي. د ماویزم او د مارکسیزم – لینینیزم د نورو ډولونو تر منځ یو اړین توپیر دا دی چې بزګران باید د انقلابي انرژی بنسټ وي، چې د کارګرې طبقې له خوا مشري کېږي. د ماویزم درې مشترک ارزښتونه انقلابي پاپولیزم، پراګماتزم او دیالکتیک دي.[۳۴][۳۵][۳۶]

مارکسیزم – لینینیزم تشه اصطلاح ده چې د واکمن کمونیسټ ګوندونو په چلند او اساس پوري اړه لري، دا متحرک یا د تغییر وړ او د بیا تعریفولو لپاره امکانات شته، دواړه ثابت خو په معنا کې ثابت نه دي. د یوي اصطلاح په توګه، مارکسیزم – لینینزم ګمراه کوونکي دي، ځکه چې مارکس او لینن هیڅکله د دوی وروسته د -ایزم رامنځته کولو تصویب یا ملاتړ نه دی کړی او دا په ډاګه کوي چې، د سټالین له خوا د لینن له مړینې وروسته مشهوره شوی اصطلاح ده، دا دري روښانه نظریاتي او بنسټیز اصول لري چې یو یې د لینن په نوم وګرځاوه. د پخواني شوروي ډوله رژیمونو لپاره ماډل، د هغې نړیوال نفوذ چې په خپل وسعت کې یې د نړۍ لږ تر لږه یو پر درې برخه نفوس تر پوښښ لاندې راوستی، مارکسیستي –لینینستي د یوه متحرک ایډیالوژیک نظم په توګه د کمونیستي بلاک لپاره یو مناسب شهرت یا پیژندنه جوړه کړې ده.[۳۷][۳۸][۳۹][۳۸]

سرچينې[سمول]

  1. (په 21 February 2018 باندې). The (Re)Birth of the Nepal Communist Party. The Diplomat.
  2. Hanson, S. E. (2001). "Marxism/Leninism". International Encyclopedia of the Social & Behavioral Sciences (الطبعة 1st). د کتاب پاڼي 9298–9302. doi:10.1016/B0-08-043076-7/01174-8. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780080430768. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Evans, Alfred B. (1993). Soviet Marxism-Leninism: The Decline of an Ideology. Santa Barbara: ABC-CLIO. د کتاب پاڼي 1–2. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780275947637. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Lansford, Thomas (2007). Communism. New York: Cavendish Square Publishing. د کتاب پاڼي 9–24, 36–44. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0761426288. By 1985, one-third of the world's population lived under a Marxist–Leninist system of government in one form or another. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Bottomore 1991، ص. 54.
  6. Cooke, Chris, المحرر (1998). Dictionary of Historical Terms (الطبعة 2nd). Palgrave Macmillan. د کتاب پاڼي 221–222. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-333-67347-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Morgan 2015, pp. 657, 659: "Lenin argued that power could be secured on behalf of the proletariat through the so-called vanguard leadership of a disciplined and revolutionary communist party, organized according to what was effectively the military principle of democratic centralism. ... The basics of Marxism-Leninism were in place by the time of Lenin's death in 1924. ... The revolution was to be accomplished in two stages. First, a 'dictatorship of the proletariat,' managed by the élite 'vanguard' communist party, would suppress counterrevolution, and ensure that natural economic resources and the means of production and distribution were in common ownership. Finally, communism would be achieved in a classless society in which Party and State would have 'withered away'."
  8. Busky, Donald F. (2002). Communism in History and Theory: From Utopian Socialism to the Fall of the Soviet Union. Greenwood Publishing. د کتاب پاڼي 163–165. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0275977481. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Albert, Michael; Hahnel, Robin (1981). Socialism Today and Tomorrow. Boston, Massachusetts: South End Press. د کتاب پاڼي 24–26. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0896080775. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Andrain, Charles F. (1994). Comparative Political Systems: Policy Performance and Social Change. Armonk, New York: M. E. Sharpe. د کتاب پاڼې 140. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1563242809. The communist party-states collapsed because they no longer fulfilled the essence of a Leninist model: a strong commitment to Marxist-Leninist ideology, rule by the vanguard communist party, and the operation of a centrally planned state socialist economy. Before the mid-1980s, the communist party controlled the military, police, mass media, and state enterprises. Government coercive agencies employed physical sanctions against political dissidents who denounced Marxism-Leninism. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Evans, Alfred (1993). Soviet Marxism-Leninism: The Decline of an Ideology. ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 24. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0275947637. Lenin defended the dictatorial organization of the workers' state. Several years before the revolution, he had bluntly characterized dictatorship as 'unlimited power based on force, and not on law', leaving no doubt that those terms were intended to apply to the dictatorship of the proletariat. ... To socialists who accused the Bolshevik state of violating the principles of democracy by forcibly suppressing opposition, he replied: you are taking a formal, abstract view of democracy. ... The proletarian dictatorship was described by Lenin as a single-party state. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Wilczynski, J. (2008). The Economics of Socialism after World War Two: 1945-1990. Aldine Transaction. د کتاب پاڼې 21. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0202362281. Contrary to Western usage, these countries describe themselves as 'Socialist' (not 'Communist'). The second stage (Marx's 'higher phase'), or 'Communism' is to be marked by an age of plenty, distribution according to needs (not work), the absence of money and the market mechanism, the disappearance of the last vestiges of capitalism and the ultimate 'whithering away' of the State. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Steele, David Ramsay (September 1999). From Marx to Mises: Post Capitalist Society and the Challenge of Economic Calculation. Open Court. د کتاب پاڼې 45. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0875484495. Among Western journalists the term 'Communist' came to refer exclusively to regimes and movements associated with the Communist International and its offspring: regimes which insisted that they were not communist but socialist, and movements which were barely communist in any sense at all. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Rosser, Mariana V.; Barkley Jr., J. (23 July 2003). Comparative Economics in a Transforming World Economy. MIT Press. د کتاب پاڼې 14. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0262182348. Ironically, the ideological father of communism, Karl Marx, claimed that communism entailed the withering away of the state. The dictatorship of the proletariat was to be a strictly temporary phenomenon. Well aware of this, the Soviet Communists never claimed to have achieved communism, always labeling their own system socialist rather than communist and viewing their system as in transition to communism. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Williams, Raymond (1983). "Socialism". Keywords: A vocabulary of culture and society, revised edition. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 289. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-520469-8. The decisive distinction between socialist and communist, as in one sense these terms are now ordinarily used, came with the renaming, in 1918, of the Russian Social-Democratic Labour Party (Bolsheviks) as the All-Russian Communist Party (Bolsheviks). From that time on, a distinction of socialist from communist, often with supporting definitions such as social democrat or democratic socialist, became widely current, although it is significant that all communist parties, in line with earlier usage, continued to describe themselves as socialist and dedicated to socialism. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. کينډۍ:Cite magazine
  17. Lansford, Thomas (2007). Communism. New York: Cavendish Square Publishing. د کتاب پاڼې 17. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0761426288. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Smith, S. A. (2014). The Oxford Handbook of the History of Communism. Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 126. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780191667527. The 1936 Constitution described the Soviet Union for the first time as a 'socialist society', rhetorically fulfilling the aim of building socialism in one country, as Stalin had promised. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Bullock, Allan; Trombley, Stephen, المحررون (1999). The New Fontana Dictionary of Modern Thought (الطبعة 3rd). Harper Collins. د کتاب پاڼې 506. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0006863830. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. کينډۍ:Cite magazine
  21. Evans, Alfred B. (1993). Soviet Marxism-Leninism: The Decline of an Ideology. Santa Barbara: ABC-CLIO. د کتاب پاڼي 52–53. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780275947637. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Marxism". Soviet Encyclopedic Dictionary. 00. 
  23. "Communism". The Columbia Encyclopedia (6th). (2007). 
  24. "Marxism-Leninism: The Ideology of Twentieth-Century Communism". International Encyclopedia of the Social & Behavioral Sciences (2nd). (2001). Oxford: Elsevier. 661. ISBN 978-0-08-097087-5. 
  25. Andrain, Charles F. (1994). "Bureaucratic-Authoritarian Systems". Comparative Political Systems: Policy Performance and Social Change. Armonk, New York: M. E. Sharpe. د کتاب پاڼي 24–42. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1563242809. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Sandle, Mark (1999). A Short History of Soviet Socialism. London: UCL Press. د کتاب پاڼي 265–266. doi:10.4324/9780203500279. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781857283556. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. International Encyclopedia of the Social & Behavioral Sciences (2nd). (2015). Oxford: Elsevier. ISBN 978-0-08-097087-5. 
  28. Busky, Donald F. (2000). Democratic Socialism: A Global Survey. Praeger. د کتاب پاڼي 6–8. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-275-96886-1. In a modern sense of the word, communism refers to the ideology of Marxism-Leninism. ... [T]he adjective democratic is added by democratic socialists to attempt to distinguish themselves from Communists who also call themselves socialists. All but communists, or more accurately, Marxist-Leninists, believe that modern-day communism is highly undemocratic and totalitarian in practice, and democratic socialists wish to emphasise by their name that they disagree strongly with the Marxist-Leninist brand of socialism. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. کينډۍ:Cite magazine
  30. Lansford, Thomas (2007). Communism. New York: Cavendish Square Publishing. د کتاب پاڼې 17. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0761426288. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. International Encyclopedia of the Social & Behavioral Sciences (2nd). (2015). Oxford: Elsevier. ISBN 978-0-08-097087-5. 
  32. Albert, Michael; Hahnel, Robin (1981). Socialism Today and Tomorrow. Boston, Massachusetts: South End Press. د کتاب پاڼي 24–26. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0896080775. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. International Encyclopedia of the Social & Behavioral Sciences (2nd). (2015). Oxford: Elsevier. ISBN 978-0-08-097087-5. 
  34. "Maoism". International Encyclopedia of the Social & Behavioral Sciences (1st) 20. (2001). Elsevier. 9191–9193. DOI:10.1016/B0-08-043076-7/01173-6. ISBN 9780080430768. 
  35. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Leninism and Maoism: Some Populist Perspectives on Marxism-Leninism in China"]. The China Quarterly 45 (45): 2–36. January–March 1971. doi:10.1017/S0305741000010407. 
  36. "Marxism–Leninism: The Ideology of Twentieth-Century Communism". International Encyclopedia of the Social & Behavioral Sciences (1st) 20. (2001). Elsevier. ISBN 9780080430768. 
  37. "Marxism–Leninism: The Ideology of Twentieth-Century Communism". International Encyclopedia of the Social & Behavioral Sciences (1st) 20. (2001). Elsevier. 2332, 3355. ISBN 9780080430768. 
  38. ۳۸٫۰ ۳۸٫۱ Morgan 2015، ص. کينډۍ:Pn.
  39. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Marxism–Leninism as Discourse: The Politics of the Empty Signifier and the Double Bind"]. British Journal of Political Science (Cambridge University Press) 19 (2): 161–189. April 1989. doi:10.1017/S0007123400005421.