چې گوارا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
رنستو رافائل گوارا دلاسرن

ارنستو رافائل گوارا دلاسرن (۱۴ جون ۱۹۲۸، روساريو، استان سانتا فه - ۹ اکتبر ۱۹۶۷) چې په چې گوارا مشهور وو يو انقلابي مارکسيست، طبي ډاکتر، ليکوال او سياستمدار وو.

زدکړې[سمول]

چې گوارا د ۱۹۲۸ م کال د جون په ۱۴ په ارجنټاين کې زېږېدلی و. گوارا په ۱۹۵۱ م کال د ارجنټاین په پلازمېنه بوینس ایرس کې د طب له پوهنځي سند ترلاسه کړ. د سند له ترلاسه کولو وروسته د لاتینې امریکا په هیوادونو کې سفر پیل کړ. دې سفر څو میاشتې دوام وکړ. ده د دې سیمې د هیوادونو د خلکو ستونزې او سختۍ په خپلو سترگو ولیدلې.[۱]

ارنستو گوارا په ۱۹۵۵ ع کال په مکسیکو سیټي ښار کې له فیډل کاسترو سره ولیدل. هغه له هغو دوه اتیا کسانو څخه وو چې په ۱۹۵۶ ع کال له فیدل کاسترو سره کیوبا ته لاړاو یوازې دولس تنه یې وتوانېدل چې بېرته ستانه شي.

له دې وروسته چې گوارا د کيوبا د ولسمشر فول خونسیو باتیستا د رژیم پرضد، چې د امریکا له ملاتړه برخمن وو، چریکي جنگ پیل کړ. دا جگړه بالاخره د باتیستا په ماته تمامه شوه. نوموړی مخکې تر دې چې کاسترو، چې گوارا او نور ملگري یې هاوانا ته ننوځي، وتښتېد او دومینکو جمهوریت ته یې پناه یووړه. خو چې گوارا په کیوبا اکتفا ونه کړه. له دې هیواده د خپلو عقایدو لپاره د مبارزې لپاره لومړی کانگو ته لاړ بیا بولوویا ته لاړ او هلته یې چریکي جگړه پیل کړه.

مړينه[سمول]

۴۴ کاله پخوا د ۱۹۶۷ میلادی کال د اکتوبر په اتمه په چې گوارا مشهورا رنستو رافایل دولاسرنا د بولویا پوځیانو ونیوه او یوه ورځ وروسته د اکتوبر په نهمه یې په بې رحمانه ډول وواژه.

سرچينې[سمول]