ولادمیر لینین

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ولادمير ايليچ لېنين (ولادمیر لینین) په روسي Владимир Ильич Ленин) زوکړه ۲۲ افریل ۱۸۷۰-مړینه ۲۱ جنوري ۱۹۲۴م کال) د روسيې د کمونست ګوند مشر او د روسيې د انقلابي شورا لارښود و، نوموړی د پخوانی شوروي اتحاد لومړی واکمن وو. نوموړی یو مارکسیزم پلوی او کمونست انقلابي وو.

ولادمیر یلیچ لینین
(روسي: Владимир Ильич Ленин د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لینین په جولای۱۹۲۰.تصویر د Pavel Zhukov.
لینین په جولای۱۹۲۰.تصویر د Pavel Zhukov.
لینین په جولای۱۹۲۰.تصویر د Pavel Zhukov.

Chairman of the Council of People's Commissars of the Soviet Union
د واکمنۍ دوران
30 December 1922 – 21 January 1924
Office established
Alexei Rykov
Chairman of the Council of People's Commissars of the Russian SFSR
د واکمنۍ دوران
8 November 1917 – 21 January 1924
Office established
Alexei Rykov
د شخص معلومات
زیږون نوم Vladimir Ilyich Ulyanov
اصلي نوم Влади́мир Ильи́ч Ленин
پيدايښت ۲۲ اپریل ۱۸۷۰(1870-04-22)
Simbirsk, Russian Empire
مړینه ۲۱ جنوري ۱۹۲۴ (۵۳ کال کلنۍ کي)
Gorki, Moscow Governorate, Russian SFSR, Soviet Union
هديره Lenin's Mausoleum, Moscow, Russian Federation
استوګنځای سینټ پیټرزبورګ
مسکو
لندن (۳۱ مارچ ۱۹۰۲–۳۰ اپرېل ۱۹۰۳)  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت P27
قد 165 سانتي متره  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب اتيزم (۱۸۸۶–)[۱]  د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند
مور او پلار
خپلوان
عملي ژوند
تعلیم Saint Petersburg Imperial University
کار/مسلک سياستوال[۲][۳][۴]
ليکوال
خبريال
فیلسوف[۴][۵]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه روسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) روسي[۶][۷][۸]
فرانسوي
انگليسي
آلماني ژبه  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه لینینیزم
سياست[۹]
کمونيزم[۹]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر کارل مارکس
فردریش انګلس
الکساندر هرتسن
گيورگ ويلهېلم فرېدرېش هېگل  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک League of Struggle for the Emancipation of the Working Class (1895–1898)
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د روسیې انقلاب
د اکتوبر انقلاب
د روسیې کورنۍ جګړه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ولادمیر لینین
ولادمیر لینین

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
یادښتونه


ولادیمیر ایلیچ ایلیانوف (۲۲ اپرېل ۱۸۷۰ ز کال – ۲۱ جنوري ۱۹۲۴ ز کال) چې تر ډېره په لینن مشهور دی، روسي سیاستوال، سیاسي نظر ورکوونکی او انقلابي و. هغه له ۱۹۱۷ ز کال څخه تر ۱۹۲۴ ز کال پورې د شوروي روسیې او له ۱۹۲۲ زکال څخه تر ۱۹۲۴ زکال پورې د شوروي اتحاد د بنسټ اېښودونکي او لومړني ولسمشر په توګه خدمت وکړ. د هغه تر مشرۍ لاندې روسیه او وروسته بیا شوروي اتحاد په یو ګوندیز سیوسیالیت دولت واوښت چې د شوروي کمونیست ګوند له خوا اداره کېده. له ایډیالوژیکي پلوه مارکسېسټ لینن خپل د مارکسیزم  اړوند خپل فرعي نظریات د لینیزم تر نوم لاندې راغونډ کړل.

لینن چې د سیمبیرسک ښار د منځنۍ طبقې په لوړه کچه کورنۍ کې زېږېدلی و، وروسته له هغه چې ورور یې په ۱۸۷۸ زکال کې اعدام شو انقلابي سوسیالیستي سیاست ته یې مخه کړه. نوموړي د دې له امله چې د روسي سترواکۍ د تزاري دولت پر وړاندې یې په لاریون کې ونډه اخیستې وه د کازان سترواکۍ له پوهنتون وویستل شو او په راتلونکو کلونو کې یې د حقوقو د دیپلوم د ترلاسه کولو په برخه کې زیاتې هڅې وکړې. هغه په ۱۸۹۳ زکال کې سن پترزبرګ ته کډه وکړه او په مخکښ مارکسیسټ فعال واوښت. په ۱۸۹۷ زکال کې هغه د فتنې د رامنځته کولو په تور ونیول شول او د دریو کلونو لپاره شوشنسکویه ته تبعید شو، چېرې چې هغه له ناداژدا کوپسکایا سره واده وکړ. له تبعید وروسته هغه لویدیځې اروپا ته وکوچېد او هلته په روسي سوسیال دیموکرات کارګر ګوند (RSDLP) کې په مخکښ نظریه ورکوونکي بدل شو. په ۱۹۰۳ زکال کې، نوموړي د یاد ګوند د ژولیوس مارتوف تر مشرۍ لاندې د منشویکي ډلې پر وړاندې د دغه ګوند د بلشویکي انشعاب په برخه کې کلیدي رول ولوباوه. په ۱۹۰۵ زکال له ناکام روسي انقلاب وروسته هغه په پرولتري انقلاب باندې د لومړۍ نړیوالۍ جګړې د بدلولو په موخه مبارزه وکړه؛ ځکه د یو مارکسیسټ په توګه یې باور درلود چې دغه چاره به د کپیټلېزم د نسکورېدو او سوسیالیزم د واکمنېدو لامل وګرځي. وروسته له هغه چې په ۱۹۱۷ زکال د فبروري په انقلاب سره روسي تزاري دولت ونړېد او او نوی لنډ مهاله دولت رامنځته شو، نوموړی روسیې ته راستون شو او د اکتوبر د انقلاب مشري یې وکړه؛ هغه انقلاب چې په مرسته یې بلشویکانو وکولای شول نوی رژیم له واکه لرې کړي.

د لینن بلشویک دولت په پیل کې واک له کیڼ اړخو سوسیال انقلابیونو، منتخب شوروي کانګرس او د اساسي قانون د جوړونکې څو ګوندي شورا سره ووېشه، په داسې حال کې چې تر ۱۹۱۸ زکال پورې یې ټول واک په نوي کمونیست ګوند کې راغونډ کړ. د لینن دولت ځمکې په بزګرانو ووېشلې او بانکونه او لوی صنعتونه یې ملي کړل. دغه هېواد د یوې هوکړې په لاسلیکولو چې له مخې یې یو شمېر ځمکې مرکزي ځواکونو ته ورکړې له لومړۍ نړیوالې جګړې ووت او د نړیوال کمونیزم (د نړیوالو کمونیستي ګوندونو اتحادیه) په مټ یې نړیوال انقلاب ته مخه کړه. مخالفان د سور ترور تر نامه لاندې د هغه خونړیو عملیاتو په ترڅ کې چې د د دولتي استخباراتو له خوا اداره کېدل ځپل کېدل؛ په لسګونو زره کسان ووژل شول او یا هم د جبري کار کولو ځایونو ته تبعید کړای شول. د هغه دولت له ۱۹۱۷ ز کال څخه تر ۱۹۲۲ زکال پورې د روسیې په کورنۍ جګړه کې د بلشویکانو مخالف کیڼ او ښي اړخي ځواکونه مات کړل او له ۱۹۱۹ زکال څخه تر ۱۹۲۱ ز کال پورې د پولنډ او شوري پر جګړې یې پام درلود. لینن په ۱۹۲۱ زکال کې د جګړې له امله د رامنځته شوو ویجاړیو، قحطيو او وګړیزو اعتراضاتو په غبرګون کې د نویو اقتصادي سیاستونو له مخې اقتصادي ودې ته لار برابره کړه. یو شمېر غیر روسي هېوادونو له ۱۹۱۷ ز کال وروسته له روسي سترواکۍ خپله خپلواکي ترلاسه کړه، خو په ۱۹۲۲ ز کال کې له دغو درې یې بېرته له نوي شوروي اتحاد سره یوځای شول. لینن د ناوړه روغتیايي حالت له امله په ګورکي کې ومړ؛ ژوزف ستالین چې په شوروي دولت کې تر هغه وروسته مخکښ و د هغه ځای ناستی شو.

لینن د شلمې پېړۍ یو له مخکښو او اغېزمنو څېرو څخه و، چې په شوروي اتحاد کې تر ۱۹۹۱ زکال پورې د شوروي اتحاد تر پاشل کېدو د ملي اتل او ملي شخصیت په توګه پېژندل کېده. هغه د مارکسیزم- لینېزم تر شاه په مخکښې ایډیالوژیکې څېرې واوښت چې له امله یې په نړیوال کمونیستي خوځښت تل پاتې اغېز وکړ. لینن چې یوه ډېره بحث پاروونکې تاریخي څېره ده د پلویانو له خوا یې د سوسیالیستي آرمانونو د اتل او د کارګري طبقې د دفاع کوونکي په توګه پېژندل کېږي چې د هغوی ګټې یې د اشرافو او بډایه کسانو د نفوذ پر وړاندې خوندي ساتلې. په داسې حال کې چې منتقدین یې بیا هغه د توتالیتر دیکتاتورۍ (زور واکي) په رامنځته کولو تورنوي چې په عام وژنې او سیاسي ځپلو به یې لاس پورې کاوه.

انقلابي چارې

لومړنۍ چارې او بندي کېدل: ۱۸۹۳-۱۹۰۰ ز کال

د ۱۸۹۳ زکال په وروستیو کې، لینین سن پترزبرګ ته وکوچېد. هلته یې د وکیل د مرستیال په توګه کار وکړ او په مارکسیستي انقلابي کړۍ کې یې چې ځان یې د جرمني د مارکسیسټ سوسیال دیموکراتیک ګوند څخه په الهام اخیستو سوسیال دیموکراتیکه ډله بلله؛ ډېره وده وکړه. هغه په سوسیالیستي خوځښت کې په ښکاره ډول له مارکسیزم څخه په ملاتړ کولو سره د روسیې په صنعتي مرکزونو کې د انقلابي هستو رامنځته کېدل هڅول. د ۱۸۹۴ زکال په وروستیو کې، هغه د مارکسیستي کاریګرانو د یوې کړۍ مشري کوله، نوموړي په دې باندې د پوهېدو له امله چې د پولیسو جاسوسان یې په لټه کې دي هېڅ نښه یې پر ځای نه پرېښوده. هغه د مارکسیستي ښوونځي له ښوونکې ناداژدا «نادیا» کوپسکایا سره رومانتیکه اړیکه پیدا کړه. هغه همدارنګه یوه سیاسي رساله د «خلکو دوستان څوک دي او څه ډول دوی له سوسیال دیموکراتانو سره مبارزه کوي» تر نامه لاندې ولیکله چې تر ډېره په سامارا کې د هغه د تجربو له مخې وه او په نارودنیک سوسیالیست بزرګرانو یې په کې نیوکه کړې وه؛ د دغې رسالې نږدې ۲۰۰ ګڼې په ۱۸۹۴ زکال کې په غیر قانوني توګه له چاپه راووتې.

لینن تمه لرله چې هغه د خپلو سوسیال دیموکراتانو او په سویس کې د روسي مارکسیسټي کډوالو د ډلې «Emancipation of Labour» ترمنځ اړیکې پیاوړې کړي؛ په همدې موخه هغه دغه هېواد ته سفر وکړ څو د دغې ډلې غړي پلخانوف او پاول اکسلرود سره وویني. هغه پاریس ته سفر وکړ څو د مارکس له زوم پاول لافارګ سره وویني او په ۱۸۷۱ زکال کې په پاریس کې د لنډ مهالي کمونیستي دولت په اړه چې د پرولتاریا حکومت له لومړنیو بڼو څخه و؛ څېړنه وکړي،. د خپلې مور په مالي مرسته وړاندې له دې چې برلین ته لاړ شي هغه د سویس په یوه روغتیايي مرکز کې پاتې شو او د شپږو اونیو لپاره یې د برلین په دولتي کتابتون کې څېړنه وکړه چېړۍ چې هغه له مارکسیستي فعال ویلهلم لیبنکشت سره هم ولیدل. هغه روسیې ته له ګڼ شمېر انقلابي رسالو سره راستون شو او ګڼ شمېر ښارونو ته یې سفر وکړ څو دغه آثار په اعتصاب کوونکو کارګرانو وویشي. په داسې حال کې چې هغه له ۴۰ نورو فعالینو سره د Rabochee delo (د کارګرانو ادعا) تر نامه لاندې خبرپاڼې په جوړولو بوخت و، په سن پترز برګ کې ونیول شو او د فتنې په ترسره کولو تورن شو.

د ۱۸۹۷ زکال په فبروري میاشت کې لینن له محاکمې پرته ختیځې سربیا ته په تبعید محکوم شو. هغه په سن پترزبورګ کې د خپلو چارو د لږ مدیریت په موخه یو څو ورځې وخت وموند او له دغې مودې څخه یې د سوسیال دیموکراتانو له ډلې سره د لیدو په موخه ګټنه وکړه، هغه ډله چې خپل نوم یې د کارګري طبقې د آزادۍ په موخه د مبارزې ډله اېښې و. ختیځې سایبریا ته د هغه سفر ۱۱ اونۍ وخت ونیو، چې ډېر مهال ورسره د هغه مور او خویندو ملتیا کوله. هغه چې د دولت پر وړاندې ډېر کوچنی ګواښ بلل کېده، د مینونسکي سیمې په شوشنسکیه کې د بزګرو کلي ته تبعید شو او هلته د پولیسو تر څار لاندې و. له دې سره هغه کولای شول له نورو انقلابیونو سره د خط لېږلو له لارې اړیکه ټینګه کړي، ګڼ شمېر هغو له ده سره ولیدل او هغه ته یې د دې اجازه واخیسته څو په ینسي سیند کې د لامبو وهلو او مرغاویو د ښکار په موخه سفر وکړي.

د ۱۸۹۸ ز کال په مۍ میاشت کې نادیا له هغه سره په تبعید کې مل شوه، له دې وړاندې هغه د ۱۸۹۶ زکال په اګست میاشت کې د اعتصاب د مدیریت کولو په تور ونیول شوه او اوفا ته ولېږدول شوه، خو وروسته یې دولتي مسئولین دې ته متقاعد کړل چې هغه شوشنسکویه ته ولېږدوي او ادعا یې وکړه چې هغه او لینین له یو بل سره نامزاد دي؛ دوی د ۱۸۹۸ زکال د جولای په ۱۰ مه په یوه کلیسا کې واده وکړ او په شوشنسکویه کې یې خپل کورنی ژوند د نادیا له مور الیزواتا واسیلیونا سره پیل کړ او انګلیسي سوسیالیستي ادبیات یې روسي ته وژباړل.

سیاسي ژوند

شخصیت

  1. دوتنه: ولادمير ايليچ لېنين — سرليک: Соціализмъ и религія — نشرونه لخوا د: Novaya Zhizn
  2. پیوستون : 118640402  — د نشر نېټه: ۲۵ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. BeWeb person ID: https://www.beweb.chiesacattolica.it/persone/persona/1624/ — د نشر نېټه: ۱۳ فبروري ۲۰۲۱
  4. https://cs.isabart.org/person/16229 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  5. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Vladimir-Lenin — سرليک: Encyclopædia Britannica
  6. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11912439p — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  7. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19981001737 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  8. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/7049571
  9. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19981001737 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲

سرچينې