د روسیې انقلاب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د روسیې انقلاب د یوه سیاسي او ټولنیز انقلاب دوره وه او په پخوانۍ روسي سترواکۍ کې را منځ ته شو، چې د لومړۍ نړیوالې جګړې په اوږدو کې پیل شو. په دې دوره کې روسیه د شاهي نظام د له منځه تلو شاهده وه چې پر ځای یې سوسیالیستي دولت را منځ ته شو او ورپسې دووپرله پسې انقلابونو او خونړۍ کورنۍ جګړه پېښ شول. د روسیې انقلاب د نورو اروپایی انقلابونو، لکه: د ۱۹۱۸ ز کال د جرمني انقلاب د مخکښ په توګه هم انګېرل کېږي چې د لومړۍ نړوالې جګړې په اوږدو کې یا وروسته له هغه را منځ ته شول.

د روسیې انقلاب د ۱۹۱۷ ز کال د فبرورۍ د انقلاب په را منځته کېدو سره پیل شو، چې لومړی پاڅون د هغه وخت د پلازمینې پیټروګراد (اوس سینت پیټرزبورګ) کې را پورته شو. د جګړې په ترڅ کې له پراخو پوځي تلفاتو وروسته، د روسیې پوځ شورش پیل کړ. د پوځ مشران او حکومتي چارواکي په دې راضي شول چې که تزار دوهم نیکولاس له واکه ګوښه شي، کورنی کړکېچ به کم شي. نیکولاس هوکړه وکړه او له واکه ګوښه شو او روسیې د دوما (پارلمان) په مشرۍ نوي حکومت معرفي شو چې د روسیې د لنډمهاله حکومت په توګه یې واک په لاس کې واخیست. دا حکومت د برلاسو سرمایه دارانو او همدارنګه د روسیې د نجباوو او اشرافو د ګټو پر مټ ولاړ و.  

د دې پرمختګونو د غبرګون کې په ځواب کې، د ټولنې د عامه وګړو غونډې (چې د شورویانو په نوم یادېدې) را منځ ته شوې. شورويان د سرتېرو او ښاري صنعتي کارګرو او زیارکښو ډلو (پرولتاریا) او همدارنګه د بزګرانو تر مشرۍ لاندې وو. په لومړي سر کې شورويانو نوي لنډمهاله حکومت ته د واکمنۍ اجازه ورکړه، خو هغوي په عین حال کې د امتیاز په درلودلو ټنیګار کاوه ترڅو په حکومت نفوذ ولري او د اربکیو بېلابېلې ډلې تر کنترل لاندې ولري نو له دې له امله، روسیه په دوه ګوني ځواک کې وتړل شوه چې له دې دوو هېڅ یو یې د بل په حکومت باور نه درلود. لنډمهاله حکومت پوځي او نړیوالې چارې په لاس کې واخیستې، په داسې حال کې چې شورويانو د کورنیو چارو واک تر کنترول لاندې راوست. شورویانو په بنسټیزه توګه د کارګر طبقې او همدارنګه د مخ پر ودې ښاري منځنۍ طبقې ملاتړ له ځانه سره درلود.

په پرله پسې ډول پاڅونونه، لاريونونه او کاربندیزونه د کړکېچ په اوږدو کې را منځ ته شول. زیاتره سوسیالیست او نور کیڼ اړخو سیاسي سازمانونه په ورځنیو مبارزو کې ښکېل وو او په دوما او شوري ټولنه یې د نفوذ لپاره سیالي کوله. له دې ډلو څخه یوه د بلشویکانو ډله ("چې له اکثریت ډلو وه ") وه او ولادیمیر لینن تر مشرۍ لاندې وه. لینن د سولې، ځمکې او ډوډۍ تر شعار لاندې هلې ځلې کولې چې ژمنه یې وکړه چې د جرمني سره به جګړه دروي، بزګرانو ته به ځمکه ورکړي او په لومړۍ نړوالې جګره کې  د روسیې د ښکېلتیا له امله را پورته شوې قحطي به پای ته ورسوي. د بلشویکانو په زیاتیدونکي شهرت دې شعارونو مستقیم اغیز درلود. خو لنډمهاله حکومت د جګړې د هڅو په وړاندې د نړیوالې بالقوه کرکې سربېره، د جګړې دوام غوره کړ او بلشویکانو او نورو سوسیالیستي ډلو ته یې د انقلاب د لا پرمختګ توجیه وړاندې کړه. بلشویکانو د کارګرانو خپلې وفاداره ملیشې په سور ګارډ کې (چې وروسته سور پوځ شو) یوځای کړې چې د انقلاب وړتیا ترلاسه کړي.  [۱][۲]

په روسیه کې ناکراره وضعیت د اکتوبر په انقلاب سره خپل اوج ته ورسېد، چې د کارګرانو او سرتېرو له خوا په پیټروګراد کې د بلشویک وسله والو شورش و چې لنډمهاله حکومت یې په بریالیتوب سره ړنګ کړ او خپل ټول واکونه یې بلشویکانو ته وسپارل. بلشویکانو د جرمني د پوځي عملیاتو د فشار له امله ژر تر ژره ملي پلازمینه مسکو ته ولېږدوه. بلشویکانو د شورويانو په منځ کې د ملاتړ قوي بنسټ ترلاسه کړ او د ستر واکمن ګوند په توګه یې د روسیې فدرالي سوسیالیستي جمهوریت (RSFSR) بنسټ کېښود چې د نړي د لومړي سوسیالیستي دولت په چوکاټ کې یې د پخوانۍ سترواکۍ د بیا رغولو لپاره خپلې هڅې وقف کړې تر څو په ولسي او نړیواله کچه ډیموکراسي عملي کړي. په لومړۍ نړیواله جګړه کې د روسیې د ګډون د پای ژمنه هغه وخت پوره شوه چې د ۱۹۱۸ کال د مارچ په میاشت کې د بلشویک مشرانو له جرمني سره د بریست لیتوفسک تړون لاسلیک کړ. بلشویکانو د نوي دولت د لا خونديتوب په موخه د چیکا تر نوم لاندې پټ پولیس را منځ ته کړل چې د انقلابي استخباراتي چوپړتیاوو په توګه یې دنده ترسره کوله  ترڅو هغه کسان محوه، اعدام، یا په سزا ورسوي چې چې د "خلکو دښمنان" ګڼل کېدل او په خپلو هلوځلو کې یې په قصدي توګه د فرانسې د انقلاب بڼه کاروله.  

بلشویکانو په ښاري سیمو کې د پراخ ملاتړ ترڅنګ ډېر دښمنان درلودل چې د دوی د حکومت له رسمیت پېژندلو یې ډډه کوله. په پایله کې د "سرو" (بلشویکانو)، "سپینو" (د انقلاب مخالیفونو)، د خپلواکۍ خوځښتونو، شاهي غوښتونکو او نورو سوسیالیستي ډلو ترمنځ چې د بلشویکانو مخالف وو، خونړۍ کورنۍ جګړه پیل شوه. جګړې څو کاله دوام وکړ، چې په ترڅ کې یې بلشویکانو سپین او ټول مخالف سوسیالیستان له ماتې سره مخ کړل. بریالیو بلشویکیانو ځانونه د کمونست ګوند په توګه تنظیم کړل. له کورنۍ جګړې وروسته، د روسیې فدرالي سوسیالیستي جمهوریت یا RSFSR د ارمنستان، آذربایجان، بیلاروس، ګرجستان او اوکراین په نویو خپلواکو جمهوریتونو کې د شوروي ځواک بنسټ کېښود. د روسیې فدرالي سوسیالیستي جمهوریت یا RSFSR هڅه وکړه چې دا ملتونه تر یو بیرغ لاندې متحد کړي چې په پایله کې یې په ۱۹۲۲ کال کې د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو اتحاد (USSR) رامنځ ته شو. کله چې په مسکو او پیټروګراد کې د پام وړ ډېرې تاریخي پیښې را منځ ته شوې، په ښارونو او په ټوله سترواکۍ او په کلیوالو سیمو کې د ولسي لږکیو تر منځ،  چې د بزګرانو تر ولاک لاندې وې، هم لوی بدلونونه راغلل او ځمکې له سره ووېشل شوې.  

سرچینې[سمول]

  1. "Food and Nutrition (Russian Empire) | International Encyclopedia of the First World War (WW1)". encyclopedia.1914-1918-online.net. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Orlando Figes, A Peoples Tragedy, p. 370