الکساندر هرتسن
| الکساندر هرتسن | |
|---|---|
|
|
| د شخص مالومات | |
| زېږون نوم |
|
| پيدايښت | ۲۵ مارچ ۱۸۱۲[۱][۲][۳] مسکو [۴][۵][۶][۷] |
| مړینه | 9 جنوري 1870 (58 کاله)[۸][۹][۱۰][۳] پاريس [۵][۱۱][۱۲][۷] |
| د مړینې لامل | سینه بغل |
| تابعیت | |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | فیلسوف [۱۳]، ليکوال [۱۳][۱۴][۱۲][۷]، خبريال ، سياستوال ، ښوونکی |
| مورنۍ ژبه | روسي ژبه |
| کاروونکې ژبه | روسي ژبه [۱۵][۱۶][۱۷] |
| د کړنې څانګه | فلسفه [۱۸][۱۹]، سياست [۱۸][۱۹]، ادبيات [۱۸][۱۹] |
| لاسليک | |
| وېبپاڼه | |
| مخ پر IMDB باندې | |
| سمول |
|
الکساندر ایوانوویچ هرتسن (په روسي ژبه: Алекса́ндр Ива́нович Ге́рцен، الکساندر ایوانویچ ګرتس؛ ۶ اپرېل ۱۸۱۲ – ۲۱ جنوري ۱۸۷۰ زکال) روسي لیکوال او متفکر و چې د «روسي سیوسیالیزم پلار» په توګه پېژندل کېږي؛ همدارنګه د کرنیز پوپولېزم له اصلي پلارانو شمېرل کېږي (د نارودنیکانو، انقلابي سوسیالېستانو، ترودویکانو او د امریکايي کرنیز پوپولیست ګوند له ایډیالوژیکو اجدادو څخه و). هغه په خپلو لیکنو کې چې ډېری یې په لندن کې د تبعید پر مهال لیکلې، هڅه یې کړې، څو د روسیې په حالت اغېز وکړي چې له امله یې په ۱۸۶۱ زکال کې په روسیه کې د تر ټولو مهمو لیبرال اصلاحاتو لپاره سیاسي فضا رامنځته شوه. هغه خپل مهم ټولنیز رمان څوک ملامت دي؟ (۱۸۴۵- ۴۶ زکال) کې خپور کړ. د هغه خپل ژوند لیک، زما تېر مهال او افکار (۱۸۵۲ – ۱۸۷۰ زکال کې لیکل شوی) د روسيې په ادبیاتو کې د اوټوبیوګرافي ژانر یو له پام وړ بېلګو ګڼل کېږي.[۲۰]
ژوند
[سمول]هرتسن (یا ګرتسن) د ایوان یاکولف په نامه د یوه بډایه روسي ځمکې لرونکې او له شتوګارت څخه د یوې ځوانې یهودي الاصلې پروتستانت نجلۍ هنریت ویلهمینا لوئیزا هاګ زوی و؛ دوی دواړو واده نه و کړی. یاکولف هغه ته هرزن (په جرمني ژبه هرز) تخلص وټاکه ځکه هغه د ده «د زړه ماشوم و». [۲۱][۲۲]
هغه د سرګئی لوویچ لوویتسکي لومړنی د تره زوی و، چې د روسیې د انځور اخیستنې پلار او د اروپا د انځور اخیستنې له پام وړ مخکښانو، مخترعینو او مبتکرینو بلل کېږي. په ۱۸۶۰ زکال کې لوویتسکي؛ هرزن د یوه مشهور انځور په مرسته هغه تلپاتی کړ.
هرزن په روسیه باندې د ناپیلیون له برید او د مسکو له لنډ مهالي اشغال څخه ډېر لږ وړاندې وزېږېد. پلار یې له ناپیلیون سره له شخصي مرکې وروسته په سن پترزبورګ کې روسي سترواک ته د فرانسویانو د لیک د لېږدولو په منلو سره له مسکو څخه د وتو اجازه ومونده. کورنۍ یې تر روسي کرښو د هغه ملتیا وکړه. [۲۳]
یو کال وروسته، کورنۍ یې بېرته مسکو ته راوګرځېده او تر هغه مهاله چې هرزن د مسکو په پوهنتون کې خپلې زده کړې پای ته ورسولې، همالته پاتې شول. په ۱۸۳۴ زکال کې، هرزن او د هغه نږدې ملګری نیکولای اوګارف په هغو مراسمو کې د ګډون له امله چې تزار ته په کې د سوکولوفسکي ادبیات لوستل کېدل ونیول شو او محاکمه شو. هغه مجرم و پېژندل شو او په ۱۸۳۵ زکال کې د ختیځې اروپا په شمال کې ویاتکا یا اوسنی کیروف ته تبعید شو. نوموړی تر ۱۸۳۷ زکال پورې همالته پاتې شو، تر هغه مهاله چې د تزار زوی لوی دوک الکساندر ( هغه چې وروسته تزار دویم الکساندر شو) له شاعر ژوکوفسکي سره له دغه ښاره لیدنه وکړه او د هغه له طرفه یې مداخله وکړه. هرزن اجازه ترلاسه کړه، څو ویاتکا د ولادیمیر په قصد پرېږدي او هلته د ښار د رسمي مجلې مدیر مسئول وټاکل شو. په ۱۸۳۷ زکال کې هغه د خپلې عمه لور نتالیا زاخرینا سره په پټه واده وکړ. [۲۴][۲۵]
په ۱۸۳۹ زکال کې هغه آزاد شو او په ۱۸۴۰ زکال کې مسکو ته وګرځېد او هلته یې له ادبي منتقد ویساریون بلینسکي سره ولیدل، هغه چې په کلکه ترې اغېزمن و. له رارسېدو سره سم، نوموړی په سن پترزبوګ کې د کورنیو چارو د وزارت د وزیر الکساندر ستروګانف د منشي په توګه وټاکل شو، خو وروسته له هغه چې د یو پولیس افسر د مړینې له امله یې شکایت وکړ نووګرد ته ولېږل شو او تر ۱۸۴۲ زکال پورې هلته ایالتي سلاکار و. په ۱۸۴۶ زکال کې یې پلار ومړ او په زیاته کچه ارث ورته پاتې شو.
په ۱۸۴۷ زکال کې، هرزن له خپلې مېرمنې، مور او بچیانو سره ایټالیا ته کډوال شول، څو بیا روسیې ته را وه نه ګرځي. په ایټالیا کې د ۱۸۴۸ زکال د انقلاب څخه په خبرېدو پاریس او بیا سویس ته لاړ. هغه د ۱۸۴۸ زکال له انقلابونو ملاتړ وکړ، خو داروپا د سوسیالیستي خوځښتونو له ماتې وروسته په شدت سره ناخوښه شو. هرزن د سیاسي لیکوال په توګه شهرت وموند. د کډوالۍ له امله یې په روسیه کې شمتنۍ کنګل شوې، خو بارون روچلید چې کورنۍ یې ورسره سوداګریزې اړیکې لرلې د دغې پانګې د آزادولو په برخه کې ورسره مرسته او یوازې تش په نامه هغه روچلید ته انتقال شوه. [۲۵]
هرزن له خپلې مېرمنې نتالیا څلور ماشومان لرل. د هرزن مور او یو زوی یې په ۱۸۵۱ زکال کې د بېړۍ د ډوبېدو په پېښه کې له منځه لاړل. د هغه ښځې له جرمني شاعر ګئورګ هرویګ سره نامشروع اړیکه پیدا کړه او په ۱۸۵۲ زکال کې د تبرکلوز د ناروغۍ له امله مړه شوه. همدغه کال هرزن جینیوا د لندن په مقصد پرېښود او هلته د ګڼو کلونو لپاره پاتې شو. هغه د خپلې لوڼو د د روزنې په موخه Malwida von Meysenbug استخدام کړه. هغه د آزدې روسیې له مطبوعاتو سره چې په ۱۸۵۳ زکال کې یې بنسټ کېښودل شو، هڅه وکړه د روسیې په اوضاع اغېز وکړي او د روسي بزګرانو وضعیت ښه شي، هغه موضوع چې د ده اصلي آیډیال وه.[۲۶][۲۵][۲۷]
په ۱۸۵۶ زکال د هغه پخوانی ملګری نیکولای اوګارف له ده سره په لندن کې یوځای شو. دوی په ګډه سره په روسي اخبار کولکول (زنګ) کې کار وکړ. ډېر ژر هرزن د اوګارف له مېرمنې، ناتالیا توچکووا له مېرمنې سره چې د جګړې د اتل جنرال توچکوف لور وه عاشقانه اړیکه پیدا کړه. توچوکوا د هرزن درې نور ماشومان هم دنیا ته راوړل. اوګارف ځانته نوې مېرمن پیدا کړه او د هرزن او اوګارف ملګرتیا هماغسې له یوبل سره پاتې شوه.[۲۸]
هرزن د یو څه مودې لپاره په لندن کې د کارګرانو نړیواله ټولنه مدیریت کړه او انقلابي کړیو په ځانګړې توګه له باکونین او مارکس سره یې ښه وپېژندل. په لندن کې د اوسېدنې پر مهال د هرزن نوم د «افشا کولو» له امله د ټولو په خوله و، هغه مهال چې باکونین په تازګۍ لندن ته له سایبریا څخه له تبعیده را تښتېدلی و، وویل چې مارکس هغه د یو روسی عامل په توګه تورونوي؛ په حقیقت کې دوی دواړه په ډېرو ښو شرایطو کې و.[۲۹][۳۰]
په ۱۸۶۴ زکال کې، هرزن جنیوا ته راوګرځېد او له یوه مهاله وروسته پاریس ته لاړ او هلته د تبرکلور ناروغۍ له امله په ۱۸۷۰ زکال کې مړ شو. په پیل کې په پاریس کې خاورو ته وسپارل شو خو یوه میاشت وروسته یې مړی نایسي ته ولېږدول شو.[۳۱]
سیاسي ځایګی
[سمول]هرزن په ۱۸۴۸ زکال کې د ویساریون بلینسکي له مړینې وروسته لویدیځ پلوه نظریات ترویج کړل. هغه د ولټر، شیلر، سن سیمون، پرودون او په ځانګړې توګه د هیګل او فویرباخ تر اغېز لاندې و. هرزن د یو لیبرال په توګه په کار پیل وکړ خو وروسته په مخ پر زیاتېدوني ډول یې سوسیالېزم ومانه. هغه په ۱۸۴۷ زکال کې د تل لپاره روسیه پرېښوده، خو په لندن کې له ۱۸۵۷ زکال څخه تر ۱۸۶۷ زکال پورې د هغه خپرېدونکی اخبار کولوکول په پراخه کچه لوستونکي لرل. هرزن د فرانسې د انقلاب او جرمني آیډیالېزم نظریات سره ترکیب کړل. هغه د بورژوایي او منځنۍ طبقې له ارزښتونو څخه بېزاري څرګندوله او د کروندګرو ترمنځ د اصالت په لټه کې و. هغه د روسي وګړو د ازادېدو په موخه مبارزه وکړه او له ۱۸۶۱ زکال وروسته یې د اساسي حقونو، د ځمکې د ګډ مشترک او د خلکو له خوا د حکومت لپاره غوښتنې زیاتې کړې.[۳۲]
سرچينې
[سمول]- ↑ سرليک: Герцен, Александр Иванович — خپور کړی: Russian Biographical Dictionary, Volume 5
- ↑ ليکوال: Konstantin Ivanovich Arabazhin — سرليک: Герцен-Искандер, Александр Иванович — خپور کړی: Brockhaus and Efron Encyclopedic Dictionary. Volume VIIIа, 1893
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ د ټولټال کار کتنه په: https://chuvenc.ru/ — سرليک: Чувашская энциклопедия — خپروونکی: Chuvash publishing company — ISBN 978-5-7670-1471-2
- ↑ پیوستون : 118639218 — خپرېدونېټه: ۱۱ ډېسمبر ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ پیوستون : 118639218 — خپرېدونېټه: ۲۸ سېپتمبر ۲۰۱۵ — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Герцен Александр Иванович — خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia Invalid
<ref>tag; name "2bd2017b26630238ebeb778acac8c29ab7c8b864" defined multiple times with different content - ↑ پیوستون : 118639218 — سرليک: Герцен, Александр Иванович — خپور کړی: Russian Biographical Dictionary, Volume 5
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ ۷٫۳ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118639218 — خپرېدونېټه: ۱۱ جون ۲۰۲۵
- ↑ ليکوال: Konstantin Ivanovich Arabazhin — سرليک: Герцен-Искандер, Александр Иванович — خپور کړی: Brockhaus and Efron Encyclopedic Dictionary. Volume VIIIа, 1893 — وينا: 9 (21) января 1870 г. † от воспаления легких в Париже, куда незадолго перед тем прибыл по своим семейным делам.
- ↑ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb119047551 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ، ashıq maǵlıwmatlar platforması او ачык мәгълүмат платформасы
- ↑ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb119047551 — ليکوال: William Ralston Shedden-Ralston — سرليک: Hertzen, Alexander — خپور کړی: Encyclopædia Britannica 11th edition — وينا: In 1864 he returned to Geneva, and after some time went to Paris, where he died on the 21st of January 1870.
- ↑ ليکوال: William Ralston Shedden-Ralston — سرليک: Hertzen, Alexander — خپور کړی: Encyclopædia Britannica 11th edition
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ https://tritius.kmol.cz/authority/777641 — خپرېدونېټه: ۲۶ سېپتمبر ۲۰۲۴
- ↑ https://cs.isabart.org/person/35589 — خپرېدونېټه: ۱ اپريل ۲۰۲۱
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119047551 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France
- ↑ NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=uk20201077049 — خپرېدونېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
- ↑ NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000601764 — خپرېدونېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
- ↑ NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=uk20201077049 — خپرېدونېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
- ↑ NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000601764 — خپرېدونېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
- ↑ Grimes, William (2007-02-25). "Rediscovering Alexander Herzen". The New York Times.
- ↑ 1911 Encyclopædia Britannica, Volume 13 Hertzen, Alexander
- ↑ Constance Garnett, note in Alexander Herzen, My Past and Thoughts (Berkeley: University of California Press, 1982), 3, n1.
- ↑ Shedden-Ralston 1911، م. 402.
- ↑ Letters from France and Italy, 1847–1851
- ↑ ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ ۲۵٫۲ Shedden-Ralston 1911، م. 403.
- ↑ E.H. Carr, The Romantic Exiles (Harmondsworth, Penguin Books, 1949) p. 91.
- ↑ Grimes, William (2007-02-25). "Rediscovering Alexander Herzen". The New York Times.
- ↑ Moss, Walter G. (2002-03-01). Russia in the Age of Alexander II, Tolstoy and Dostoevsky (in انګليسي). Anthem Press. p. 63. ISBN 9780857287632.
- ↑ Leier, Mark (2006). Bakunin: The Creative Passion. Seven Stories Press. p. 180. ISBN 978-1-58322-894-4.
- ↑ "Franz Mehring: Karl Marx (Chap.13a)". www.marxists.org.
- ↑ Carr, 1933
- ↑ Vladimir K. Kantor, "The tragedy of Herzen, or seduction by radicalism." Russian Studies in Philosophy 51.3 (2012): 40-57.
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P19
- 1870ز مړينې
- 9 جنوري مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P20
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- مخونه د غبرګونيزي تيروتنې سره
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په تاتاري
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره

