ماکس شتیرنر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
ماکس شتیرنر
(الماني: Max Stirner د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ماکس شتیرنر

د شخص معلومات
زیږون نوم (الماني: Johann Caspar Schmidt د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۵ اکتوبر ۱۸۰۶[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
مړینه 26 جون 1856 (50 کاله)[۲][۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
برلين[۷]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره برلين  د (P119) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
استاد گيورگ ويلهېلم فرېدرېش هېگل  د (P1066) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دنده فیلسوف
خبريال
ليکوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه آلماني ژبه  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) آلماني ژبه[۸]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر گيورگ ويلهېلم فرېدرېش هېگل
ادم سمېت  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک ځانګړواله  د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
ماکس شتیرنر

یوهان کاسپار شمیت (۲۵ اکتوبر ۱۸۰۶ – ۲۶ جون ۱۸۵۶ زکال) چې تر ډېره د ماکس شتیرنر په نوم پېژندل کېږي، له هیګل وروسته جرمنی فیلسوف و چې تر ډېره یې له ځانه د ټولنیز پردي توب (social alienation) او ځان پېژندنې (self-consciousness) له هیګلي مفاهیمو سره سروکار درلود. شتیرنر تر ډېره د نیهلېزم (nihilism) (هېڅ پالنې)، اګزیستانسیالېزم (existentialism)، رواني زیان پوهنې د تیوري (psychoanalytic theory)، پوسټ مډرنېزم (postmodernism) او فرد پالونکي انارشېزم (individualist anarchism) د مخکښانو په توګه پېژندل کېږي.[۹][۱۰][۱۱]

د شتیرنر مهم اثر زه  او هغه څه چې زما دي (په جرمني ژبه: Der Einzige und sein Eigentum) دی چې د لومړي ځل لپاره په ۱۸۴۴ زکال کې په لایپزیګ کې چاپ شو او له هغو وروسته څو ځله په څو ژباړو چاپ شوی. [۱۲][۱۳]

ژوند لیک[سمول]

شتیرنر د بایرن په بایرویت کې وزېږېد. هغه لږ معلومات چې د هغه د ژوند په اړه د لاسرسي وړ دي تر دېره په سکاټلنډ کې د زېږېدلي لیکوال جان هنري مک کي له خوا دي چې د هغه ژوندلیک/بیوګرافي یې د «ماکس شتیرنر – ژوند او د هغه اثر» (په جرمني ژبه: Max Stirner – sein Leben und sein Werk) په نامه لیکلی چې په ۱۸۹۸ زکال کې په جرمني کې چاپ شو (په ۱۹۱۰، ۱۹۱۴ زکلونو کې پراختیا ورکړل شوه) او په ۲۰۰۵ زکال کې په انګلیسي ژبه وژباړل شو. شتیرنر د آلبرت کریسټین هاینریش شمیت (۱۷۶۹ – ۱۸۰۷ زکال) او سوفیا راینلاین (۱۷۷۸ – ۱۸۳۹ زکال) یوازنی ماشوم و، هغوی دواړه لوتریان و. د هغه پلار د ۱۸۰۷ زکال د اپرېل په ۱۹ مه د ۳۷ کلونو په عمر د تبرکلوز ناروغی له امله ومړ. د هغه مور په ۱۸۰۹ زکال کې د هاینریش بالرشتت په نامه درمل جوړونکي سره واده وکړ او د لویدیځ پروس په کولم (اوس مهال د پولنډ، خلمنو) کې استوګن شول. هغه مهال چې شتیرنر ۲۰ کلن شو، د برلین په پوهنتون کې شامل او هلته یې لغت پوهنه ولوستله. هغه د جورج ویلهلم فریدریش هیګل په لکچرونو کې برخه واخیسته او هغه د نوموړي د تفکر د الهام په سرچینې واوښت. هغه د هېګل د فلسفې د تاریخ، د مذهب د فلسفې، او موضوعي ارواح په لکچرونو کې ګډون وکړ. وروسته له هغه شتیرنر ارلانګن پوهنتون ته لاړ او همالته یې له لودویګ فویر باخ سره هم مهاله په زده کړو پیل وکړ.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

شتیرنر برلین ته راوګرځېد او د تدریس په موخه یې خپله تصدیق پاڼه ترلاسه کړه، خو وه یې نشو کولای د پروس له دولت څخه د بشپړ مهالي ښوونکي څوکۍ ترلاسه کړي. په ۱۸۴۱ زکال کې هغه مهال چې نوموړی په برلین کې و، هغه د ازادو/خپلواکو (Die Freien) په نامه د ځوانو فیلسوفانو د ډلې چې وروسته بیا تاریخ لیکونکو هغوی ځوان هیګلیان بلل په ډله ئیزو بحثونو کې ونډه واخیسته. د نوولسمې پېړۍ د ادبیاتو او فلسفې یو شمېر پیژندل شوو څېرو لکه کارل مارکس، فریدریش انګلز، برونو بائر او آرنولډ رګه د دغې ډلې غړیتوب درلود. په داسې حال کې چې یو شمېر ځوان هګلیانو د دیالکتیکي میتود سره لیوالتیا لرله او هڅه یې کوله د هیګل له نتایجو څخه دیالکتیکي پایلې ومومي، د دغې ډلې کیڼ اړخو غړو له هګل سره خپله اړیکه له منځه یووړه چې له دغو څو لومړني کسان فویر باخ او بائور وو.[۱۸]

ډېری مهال به دغه بحثونه په فریدریش شتراسه سیمه کې د هیپل په نامه میخانه کې کېدل چې مارکس او انګلز به په کې ګډون درلود او دواړه هم دغه مهال د فویرباخ پلویان و. شتیرنر څو ځله له انګلز سره ناسته لرله آن تر دې کچې چې انګلز به ویل، هغوی «ښه ملګري» و، خو دا نامالومه ده چې مارکس او شتیرنر کله سره کښېناستلي او که نه. داسې ښکاري چې شتیرنر په بحثونو کې ډېر ګډون نه کاوه خو د دغې ډلې له وفاداره غړو او غوره اورېدونکو څخه و. هغه نقاشي چې تر ډېره د شتیرنر په نوم یادېږي، هغه کاریکتور دی چې د شترینر له مړینې وروسته د هغه د ژوند لیک لیکونکي مک کي په غوښتنه د انګلز له خاطراتو څخه ویستل شوی. په ډېر احتمال سره دا او په هیپل کې د Die Freien  ډله ئیزه طرحه د شتیرنر لومړی لاس انځورونه دي. شتیرنر، مېرمن ګرویپوس ته په اړوند ښوونځي کې د ځوانو نجونو د ښوونکي په توګه کار کاوه. هغه مهال چې هغه خپل مهم اثر زه او هغه څه چې زما دي (The Ego and Its Own) لیکه، ده د ښوونکي په توګه له خپلې دندې څخه استعفا ورکړې وه؛ ځکه په دغه کتاب کې یې تر یوه بریده د فویرباخ او بائر، همدارنګه د یو شمېر کمونېستانو لکه ویلهلم وایټلنګ او انارشېست پیر – ژوزف پرودون په ضد لیکنه کړې وه او له همدې امله د هغو جنجالونو په تمه و، کوم چې د ۱۸۴۴ زکال په اکتوبر میاشت کې د دغه کتاب په چاپېدو رامنځته شول. [۱۹][۲۰][۲۱]

شتیرنر دوه ځله واده وکړ. د هغه لومړۍ مېرمن د هغه د کور د څښتن لور اګنتس بورتس (۱۸۱۵- ۱۸۳۸ زکال) وه چې د ۱۸۳۷ زکال د ډسمبر په ۱۲ مه یې ورسره واده وکړ. هغه په ۱۸۳۸ زکال کې د امېدوارۍ د یو لړ ستونزو له امله مړه شوه. په ۱۸۴۳ زکال کې هغه ماري دنهارت (Marie Dähnhardt) سره چې د آزادو د ډلې یو له روڼ آندو څخه وه واده وکړ. هغې ترې په ۱۸۴۶ زکال کې طلاق واخیست. د هغوی لنډ مهالی واده د شتیرنر په اپارتمان کې ترسره شو، چې ګډون کوونکو معمولي جامې اغوستې وې، دوی له مسي ګوتمیو ګټنه وکړه ځکه له یاده یې وتلي و چې د واده ګوتمۍ وپېري همدارنګه یې ټول خپل ګاونډ د بایبل د موندلو په موخه وکوت ځکه دوی خپل هغه نه درلود. شتیرنر د ماري له میراث څخه په ګټنې د لبنیاتو هټۍ جوړه کړه او له هغو څخه یې په ښار کې د فارم لرونکو شیدې وېشلې، خو وه نه توانېد خپل کار ته د دوام په موخه په پام وړ توګه پېردونکي جلب کړي. د ده دغه کاروبار ډېر ژر سقوط وکړ او دغې چارې د ده او ماري ترمنځ اختلاف جوړ کړ چې په ۱۸۴۷ زکال کې د هغوی د طلاق لامل وګرځېد. هغه خپل اثر  زه او هغه څه چې زما دي خپلې مېرمن ته ډالۍ کړ او وه یې لیکل «زما معشوقې ماري دانهارت ته ډالۍ شو». ماري وروسته کاتولیک مذهب ته واوښته او په ۱۹۰۲ زکال کې په لندن کې مړه شوه. [۲۲]

شتیرنر له زه او هغه څه چې زما دي کتاب وروسته د شتیرنر نقد ولیکه او د آدم سمیت د ملتونو شتمني (The Wealth of Nations ) او د ژان باتیست سي Traite d'Economie Politique اثر یې جرمني ژبې ته وژباړه چې د هغه لپاره یې لږ ګټه له ځان سره لرله. هغه همدارنګه د تاریخ د غبرګون په نامه د متونو ټولګه په ۱۸۵۲ زکال کې ولیکه. شتیرنر په ۱۸۵۶ زکال کې په برلین کې د یوې وژونکې حشرې د چیچلو له امله ومړ. ویل کېږي چې برنو بائر یوازنی ځوان هګلي و چې د هغه د جنارې په مراسمو کې یې ګډون کړی و.[۲۳][۲۴]

آثار[سمول]

زه او هغه څه چې زما دي (The Ego and Its Own)[سمول]

د شتیرنر مهم اثر زه او هغه څه چې زما دي (Der Einzige und sein Eigentum) د ۱۸۴۴ زکال په اکتوبر میاشت کې په لایپزیګ کې چاپ شو او د خپرېدو نېټه یې هم ۱۸۴۵ زکال وښوول شوه. په دغه کتاب کې شتیرنر د پروس په معاصره ټولنه او معاصره لویدیځه ټولنه کې په راډیکال اقتدار ضد او فرد پالونکي لیدلوري نقد وکړ. هغه د انسان د هستۍ لپاره د یوې کړنلارې وړاندېز کوي چې په کې ځان «یوازنی کس» یو «د هېڅ شي نه جوړونکی» چې ژبه یې په بشپړ بیان کې ناتوانه ده، معرفي کوي او وايي چې «که چېرې زه، په دغه یوازني کس ځان مشغول کړم؛ هغه مهال به زما اندېښنه د دغه له منځه تلونکي او فاني خالق اړوند وي چې خپل ځان خوري او کولای شم ووایم: هر شي د ما لپاره هېڅ شی دي».[۲۵]

شتیرنر په خپل دغه کتاب کې ادعا کوي چې ټول مذاهب او ایډیالوژۍ په پوچو مفاهیمو استواردي. دغه ادعا د ټولنې د بنسټونو اړوند چې په فرد باندې د قدرت د پلي کولو وړتیا لري لکه حکومت، کلیسا، قانوني او روزنیز سیسټم لکه په پوهنتونونو کې هم صدق کوي. د شتیرنر استدلال د نقد محدودیتونه هم ارزوي او هغو ته پراختیا ورکوي؛ چې دغه نقد هغه په ځانګړې توګه په خپلو معاصرینو لکه په لودویګ فویرباخ او برونو بائر او همدارنګه د هغه مهال په مطرحو ایډیالوژیو لکه کمونېزم، لیبرالېزم، هیومنېزم او نشنلېزم باندې نقد ته معطوف کوي.

سرچينې[سمول]

  1. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb124296680 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Max-Stirner — subject named as: Max Stirner — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/stirner-max — subject named as: Max Stirner — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3958 — subject named as: Max Stirner — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/12233 — subject named as: Max Stirner
  6. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=58142 — subject named as: Max Stirner — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  7. سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Штирнер Макс — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  8. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb124296680 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  9. Stepelevich, Lawrence (1985). "Max Stirner as Hegelian". Journal of the History of Ideas 46 (4): 597–614. doi:10.2307/2709548. https://consciousegoism.6te.net/pdfs/academia/StirnerAsHegelian.pdf. Retrieved 2 October 2020. 
  10. کينډۍ:Cite SEP
  11. Goodway, David. Anarchist Seeds Beneath the Snow. Liverpool University Press, 2006, p. 99.
  12. A Ready Reference to Philosophy East and West Archived 30 December 2019 at the Wayback Machine..
  13. Anarchism: A Criticism and History of the Anarchist Theory Archived 29 December 2019 at the Wayback Machine..
  14. Leopold, David (1995). Stirner: The Ego and Its Own, 1995. Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1316583654. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "John Henry Mackay: Max Stirner – Sein Leben und sein Werk" Archived 9 November 2016 at the Wayback Machine.. p. 28.
  16. The Encyclopedia of Philosophy, volume 8, The Macmillan Company and The Free Press, New York 1967.
  17. Stepelevich 1985، ص. 602.
  18. Marshall, Peter (1992). Demanding the Impossible. Harper Collins. د کتاب پاڼې 221. د کتاب نړيواله کره شمېره 0002178559. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Lawrence L Stepelevich. The Revival of Max Stirner.
  20. Gide, Charles and Rist, Charles. A History of Economic Doctrines from the Time of the Physiocrats to the Present Day. Harrap 1956, p. 612.
  21. The Encyclopedia of Philosophy, vol. 8, The Macmillan Company and The Free Press, New York 1967.
  22. Carlson, Andrew R. (1972). "II: Max Stirner (1806-1856)". Anarchism in Germany. Volume I: The Early Movement. Metuchen, New Jersey: Scarecrow Press. د کتاب پاڼي 55–56. OCLC 490643062. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8108-0484-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Stepelevich, Lawrence S. (1978). "Max Stirner and Ludwig Feuerbach". Journal of the History of Ideas 39 (3): 452. doi:10.2307/2709388. ISSN 0022-5037. http://www.jstor.com/stable/2709388. Retrieved 1 July 2021. "Only Bruno Bauer and Ludwig Buhl represented the Young Hegelians at his funeral.". 
  24. کينډۍ:Cite SEP
  25. The Ego and Its Own, p. 324.