ادم سمېت
د هنرونو د سلطنتي ټولنې همکار ادم سمیت (۱۶ جون ۱۷۲۳ زکال تعمید غسل ورکړل شوی – ۱۷ جولای ۱۷۹۰ زکال) سکاټلنډي اقتصاد پوه او فیلسوف او د سکاټلنډ د روڼ آندۍ د دورې یو له مهمو څېرو څخه و. نوموړی چې «د اقتصاد پلار» او «د کپټلېزم پلار» په توګه پېژندل کېږي، د اخلاقي عواطفو د نظریې (۱۷۵۹ زکال) او د ملتونو د سرمایې د ماهیت او علتونو (۱۷۷۶ زکال) په نومونو یې دوه کلاسیک آثار لیکلي. یاد دویم اثر یې چې د ملتونو د سرمایې په اختصار یادول کېږي، د هغه تر ټولو لوی او د معاصر اقتصاد لومړی اثر ګڼل کېږي. هغه په خپل دغه اثر کې د مطلقې ګټې تیوري مطرح کړې ده. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸] سمیت په ګلاسکو پوهنتون او د اکسفورډ په بالیول کالج کې د ټولنیزې فلسفې په څانګه کې زده کړې وکړې، هغه لومړنی محصل و چې د سکاټ جان سنیل د فیلوشف سکالرشیپ څخه په ګټنې یې په اکسفورډ زده کړې وکړې. له فراغت وروسته هغه په بریالي توب سره وکولای شول، په ادینبورګ پوهنتون کې یو لړ عمومي ویناوې وکړي، هغه ویناوې چې لامل وګرځېدې، د سکاټلنډ د روڼ آندۍ په دوره کې هغه د ډېوېډ هوم همکار کړي. سمیت په ګلاسکو پوهنتون کې د اخلاقو د فلسفې په تدریس سره د ښوونکي ځایګي ته ورسېد او دغه مهال یې د اخلاقي عواطفو د نظریې په نوم خپل اثر ولیکه. د ژوند په وروستیو کې هغه د لارښود ځایګي ته ورسېد او دغې چارې زمینه برابره کړه چې ټولې اروپا ته سفر وکړي او هلته یې د خپل مهال له نورو فکري رهبرانو سره ولیدل.[۱۹] سمیت د کلاسیک آزاد بازار د اقتصاد بنسټ جوړ کړ. د ملتونو د سرمایې په نوم د هغه اثر د اقتصاد په برخه کې د معاصرو اکاډمیکو زده کړو مخکښ و. په دغه اثر او نورو آثارو کې هغه د کار د وېش مفهوم ته پراختیا ورکړه او څرګنده یې کړه چې څه ډول شخصي ګټې او منطقي سیالي د اقتصادي ودې لامل ګرځي. سمیت د خپل ژوند پر مهال یوه بحث جوړوونکې څېره وه او د لیکنو د سبک په اړه یې تر ډېره نورو لیکوالونو، لکه: هوراس والپول مبالغه کوله.[۲۰] ژوندلیکلومړنی ژوندسیمت د سکاټلنډ د فایف سیمي په کیرکالدي ښار کې وزېږېد. پلار یې چې هغه هم ادم سمیت نومېده، د سکاټلنډي حقوقي ټولنې غړی (لوړ پوړی حقوق پوه)، وکیل او څارنوال و چې د کیرکالدي په ګمرک کې یې خدمت کاوه. مور یې مارګاریت دوګلاس د فایف له ستراتندري څخه د رابرت دوګلاس لور وه چې په ۱۷۲۰ زکال کې یې د سمیت له پلار سره واده کړی و. د سمیت له زیږون دوه میاشتې وړاندې، د هغه پلار مړ شو او مور یې کونډه شوه. د ۱۷۲۳ زکال د جون په ۵ نېټه د کیرکالدي په سکاټلنډي کلیسا کې سمیت ته د تعمید غسل ورکړل شو، دغه نېټه تر ډېره د هغه د زېږون د نېټې په توګه چې نامعلومه ده؛ هم یادېږي.[۲۱][۲۲][۲۳] له دې سره چې د سمیت د ماشومتوب د دورې ډېرې کمې پېښې معلومې دي، خو د هغه ژوند لیک لیکونکی سکاټلنډي خبریال جان رای لیکلي چې: هغه د رومانیايي وګړو له خوا په درې کلنۍ کې تښتول شوی و او هغه مهال چې نورو د هغه د ژغورنې هڅه پیل کړه، دی یې خوشی کړ. سمیت له خپلې مور سره ډېر نږدې و او په ډېر احتمال سره، هغې علمي موخو ته هڅولی دی. هغه د کیرکالدي په برګ ښوونځي کې شامل شو – چې رای هغه «د هماغه مهال یو له تر ټولو غورو متوسطه ښوونځیو بللی» - له ۱۷۲۹ زکال څخه تر ۱۷۳۷ زکال پورې هغه لاتین، ریاضي، تاریخ او لیکل زده کړل. [۲۴][۲۵][۲۶] رسمي زده کړېسمیت هغه مهال چې ۱۴ کلن و، ګلاسکو پوهنتون ته لاړ او د فرانسیس هاچسون تر نظر لاندې یې د اخلاقو فلسفه ولوسته. همدغه ځای و چې هغه له آزادۍ، عقل او د بیان له آزادۍ سره لېوالتیا پیدا کړه. په ۱۷۴۰ زکال کې هغه فارغ شوی تحصیل یافته و چې د اکسفورډ په بالیول کالج کې یې د ماسټرۍ زده کړو لپاره د سنل په نندارتون کې سکالرشیپ ترلاسه کړ. [۲۷] سمیت په ګلاسکو پوهنتون کې تدریس په اکسفورډ کې له زده کړو ډېر غوره باله، ځکه په نظر یې هغه له فکري پلوه له منځه وړونکی و. هغه د ملتونو د سرمایې کتاب په پنځم فصل کې لیکي:«په اکسفورډ پوهنتون کې د عامه ښوونکو لویې برخې د دغو کلونو په اوږدو په ټولیز ډول د درس ورکولو تظاهرکول پرېښي و». سمیت څرګنده کړې چې: یو ځل یې خپلو ملګرو ته شکایت کړی و چې د اکسفورډ چارواکو یوځل هغه د انسان د طبیعت په نامه د ډیویډ هوم د اثر په لوستلو له لیدلو وروسته د هغه کتاب مصادره کړی و او څو ځله یې د هغو د لوستلو له امله ورته سخته سزا ورکړې وه. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱] د رابرت سکاټ په خبره:«د [سمیت] د مهال اکسفورډ له هغه سره د هغه څه په برخه کې چې په پام کې و، د هغه کاري ژوند وي؛ چندان مرسته نه ده کړې». له دې سره هغه مهال چې نوموړی په اکسفورډ کې و، له دغې موکې څخه یې ګټنه وکړه او د بودلیان د لوی کتابتون د ګڼ شمېر کتابونو په لوستلو یې ډېر موضوعات زده کړل. هغه مهال به چې سمیت په اکسفورډ کې په یوازې توګه مطالعه نه کوله، د هغه د لیکنو پر بنسټ به ده ته د خوشحالی محال نه و. هلته د ده د وروستیو ورځو پر مهال هغه په ډېر احتمال سره د عصبي شاک د علایمو په توګه د لړزېدو له درد نه رنځېده. هغه په ۱۷۴۶ زکال کې وړاندې له دې چې د هغه سکالرشیپ پای ته ورسېږي، اکسفورډ پوهنتون پرېښود. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶] سیمت د ملتونو د سرمایې په ۵ ټوک کې په انګلیسي پوهنتونونو کې له هغو د سکاټلنډي سیالانو سره په پرتله د ټیټ روزنیز کیفیت او لږ فکري فعالیت په اړه نظر ورکړی. هغه دغه چاره د اکسفورډ او کامبرېج دواړو پوهنتونو له خوا د پراخه سکالرشیپونو ورکړې ته؛ چې له مخې یې د پروفیسرانو عواید د زده کوونکو له جلبولو څخه په بشپړ ډول مستقل کېږي او دغه واقعیت ته یې اړوند بولي چې د دغو پوهنتونونو مخکښو فکري کسانو کولای شوی، د انګلستان د کلیسا د مخکښو وزیرانو په توګه هوسا ژوند ولري. [۳۷] په اکسفورډ کې د سمیت ناخوښي تر ډېره کېدای شي، په ګلاسکو کې د هغه د خوښې وړ ښوونکي فرانسیس هاچسون د غیابت له امله وي چې په خپل مهال کې د ګلاسکو پوهنتون یو له مخکښو ښوونکو څخه و او د هغه د ګڼ شمېر محصلینو او همکارانو د تايید وړ ښوونکی و. آن ځینې مهال به عادي وګړو په شور او جدیت سره د هغه ویناوې (چې ځینې وختونه به عامه وګړو ورته لاسرسی موند) تایید کولې.[۳۸] د تدریس مسلکسمیت په ۱۷۸ زکال کې د ایډینبورګ په پوهنتون کې د ایډنبورګ د فلسفي ټولنې له خوا د لارډ کامز په ملاتړ په عمومي ویناوو کولو پیل وکړ. د هغه د ویناوو په موضوعاتو کې د بلاغت او ښکلو هنرونو او وروسته، د «سرمایې د ودې» موضوعات شاملېدل. د سرمایې د ودې په موضوع کې هغه لومړی د «طبیعي ازادۍ د ښکاره او ساده نظام» په اړه خپله اقتصادي فلسفه توضیح کړه. په داسې حال کې چې سیمت د عامه ویناوو په برخه کې مهارت نه درلود، خو بیا یې هم ویناوې بریالۍ وې.[۳۹][۴۰][۴۱][۴۲] په ۱۷۵۰ زکال کې سمیت د ډیویډ هوم په نامه فیلسوف سره چې له هغه څه باندې یوه لسیزه مشر و، ولیدل. سمیت او هیوم د تاریخ، سیاست، فلسفې، اقتصاد او مذهب په برخو کې خپلو لیکونو کې د سکاټلنډ د نورو روڼ آندو شخصیتونو په پرتله نږدې فکري او شخصي اړیکې لرلې.[۴۳] په ۱۷۵۱ زکال کې سمیت د ګلاسکو په پوهنتون کې د منطق د زده کړو په تدریس لاس پورې کړ او په ۱۷۵۲ زکال کې د ادنبورګ د فلسفي ټولنې غړیتوب یې ترلاسه کړ؛ نوموړی دغې ټولنې ته د لرد کامز له خوا ور معرفي شو. هغه مهال چې د ګلاسکو پوهنتون د اخلاقو د فلسفې مشر مړ شو، سمیت دغه ځایګی ترلاسه کړ. [۴۴] سرچينې
|
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- ليکنې په کومو کې چي د انګلیسي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د کروشیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د روسي ژبې توري موجود دي
- Pages containing cite templates with deprecated parameters
- ليکنې په کومو کي چي د انګلیسي (en) ژبې سرچينې موجودې دي
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره
- د خاصيت کارولو پاڼې P1559
- 1790م وفاتونه
- 17 جولای وفاتونه
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- د خاصيت کارولو پاڼې P570
- د خاصيت کارولو پاڼې P20
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P101
- دستخط ویکی ڈیٹا سے ماخوذ
- د خاصيت کارولو پاڼې P935
- وټپوهان