د ایران او عراق جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ایران او عراق جګړه ۱۹۸۰ ز کال د سپټمبر په ۲۲ تهران

د ایران او عراق جګړه (په پارسي کې: جنګ ایران و عراق؛ او په عربي کې: الحرب الإيرانية العراقية) د ایران او عراق تر منځ یوه اوږدمهاله وسله واله جګړه وه چې د ۱۹۸۰ ز کال د سپټمبر په ۲۲مه پرعراق باندې د ایران له یرغل سره پیل شوه. یادې جګړې اته کاله دوام وکړ او ۱۹۸۸ز کال د اګسټ په ۲۰مه هغه مهال پای ته ورسېده کله چې دواړو خواوو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۵۹۸ پریکړه لیک تصویب کړ. دغه راز پر ایران د عراق د برید اصلي لامل د روح الله خمیني له خوا عراق ته د نوې ایراني ایډیالوژۍ د خپریدو مخه نیول و چا چې په ۱۹۷۹ز کال کې یې د ایران د اسلامي انقلاب مشري پر غاړه درلوده. همدارنګه په عراق کې د صدام حسین مشرتابه منځ کې اندیښنه وه، چې ایران یو مذهبي دولت دې او ډېري خلک یې هم شیعه مذهبه دي چې په دې ډول به ایران د عراق اکثریت شیعه مذهبه خلک د رسمي سیکولر او سني واکمن بعثي (Baʽathist) حکومت په وړاندې راټول کړي او په عراق کې به له فرقه یي تاوتریخوالی څخه ګټه پورته کړي. دغه راز عراق غوښتل په فارس خلیج کې د ایران پر ځای د یوه ځواکمن لوبغاړي په توګه راڅرګند شي، ځکه پهلوي ایران پراخه اقتصادي او پوځي ځواک درلود او همدارنګه له امریکا او اسراییلو سره یې هم نږدې اړیکې درلودې.[۱][۲][۳]

د ایران او عراق جګړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځمکنۍ سرحدي لانجو اوږد تاریخ له امله و، ځکه عراق غوښتل د شط العرب ختیځ څنډه له ایران نه بېرته ونیسي کوم چې د ۱۹۷۵ز کال کې د الجزایر په تړون کې ایران ته سپارل شوی وه. همدارنګه په عراق کې د جګړې له پیل وروسته په ایران کې له عربو نه د بېلتون غوښتونکو ملاتړ زیات شو. په داسې حال کې چې داسې ادعاوې موجودې وې چې عراق غواړي د خوزستان ولایت له ایران سره یوځای کړي، خو صدام حسین د ۱۹۸۰ز کال په نومبر کې په ښکاره ډول وویل چې عراق نه غواړي کومه سیمه له ایران سره یوځای کړي او داسې انګېرل کېده چې عراق هڅه کوله پر خوزستان خپل حاکمیت ټینګ کړي. په داسې حال کې چې عراقي مشرتابه د ایران له انقلاب وروسته ګډوډۍ نه د ګټې اخیستلو هیله درلوده او د سخت کمزوري شوي ایران په مقابل کې یې د پرېکنده بریا تمه درلوده، خو عراقي پوځ یوازې درې میاشتې ایران کې پرمختګ وکړ او د ۱۹۸۰ز کال د ډسمبر میاشت کې د عراق یرغل ودرېد، ځکه د دواړو خواوو تر منځ سخته جګړه پیل شوه او د ایران پوځ د عراقیانو په وړاندې پرمختګ وکړ چې د ۱۹۸۲ز کال تر جون میاشتې پورې یې نږدې ټولې له لاسه وتلې سیمې بېرته ونیولې. دغه راز وروسته له هغه چې عراقي ځواکونه یې له جګړې نه مخکې سرحدي کرښو ته شاتګ ته اړ کړل ایران د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۵۱۴ پریکړه لیک رد کړ او پر عراق یې یرغل پیل کړ، چې د عراق په خاوره کې د ایران یرغل پنځه کاله دوام وکړ که څه هم عراق د ۱۹۸۸ز کال په نیمایي کې لاسه په کار شو او د لویو ضد عملیاتو لړۍ یې پیل کړه چې په پای کې د عراق جګړه پای ته ورسېده. [۴][۵][۶][۷][۸]

د اته کلنې جګړې ستړیا، اقتصادي ستونزي، د مورال ټیټوالی، پوځي کړکېچ، د ایراني پوځیانو او ولسي وګړو پر وړاندې د عراقي ځواکونو له خوا د ډله ییزې ویجاړونکو وسلو د کارولو په اړه د نړیوالې ټولنې بې غوري او همدارنګه د ایران او امریکا ترمنځ د پوځي تاو تریخوالي زیاتېدل د دې لامل شو چې د ایران له خوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په منځګړیتوب د اوربند غوښتنه اوج ته ورسیږي. په ټولیز ډول د ایران او عراق په جګړه کې شاوخوا ۵۰۰۰۰۰ کسان ووژل شول ( چې د تلفاتو لویه برخه ایران کې وه ) خو د جګړې پای د جبران او سرحدي بدلونونو پایله نه وه او د دواړو جنګیالیو له خوا ټول مالي زیانونه د یو ټریلیون ډالرو نه ډېر اټکل کېده. دغه راز یو شمېر ګوډاګي ځواکونو د دواړو هېوادونو لپاره فعالیت کاوو، چې په ایران کې د عراق پلوه عرب بیلتون غوښتونکو ملیشې د ایران د مقاومت ملي شورا له خوا ملاتړ کېده. په داسې حال کې چې ایران بیا له عراقي کردانو سره خپل اتحاد جوړ کړۍ وو، چې زیاتره یې د کردستان ډیموکراټیک ګوند او د کردستان د وطنپالو اتحادیې له خوا یې ملاتړ کېده. دغه راز عراق د جګړې په ترڅ کې له امریکا متحده ایالاتو، بریتانیې، شوروي اتحاد، فرانسې، ایټالیا، یوګوسلاویا او ډېرو عربي هېوادونو نه ډېرې مالي، سیاسي او لوژیستیکي مرستې ترلاسه کړې. په داسې حال کې چې ایران په نسبي ډول منزوي شوی و او د سوریې، لیبیا، چین، شمالي کوریا، اسراییل، پاکستان او جنوبي یمن نه یې د پام وړ مرستې ترلاسه کړې.[۹][۱۰][۱۱]

اقتصادي حالت[سمول]

په هغه وخت کې اقتصادي زیانونه په هر هېواد کې د ۵۰۰ میلیارده ډالرو نه ډېر (په ټولیز ډول ۱.۲ ټریلیون ډالر) اټکل کیده. سربیره پردې د دواړوهېوادونو اقتصادي چارې په ټپه ولاړې وې او د تیلو صادراتو کې هم ستونزي پیدا شوې وې. دغه راز عراق له سود پرته ۱۳۰ میلیارده ډالرو نه ډېر نړیوال پور اخیستی و، چې په دې توګه یې د ناخالصو تولیداتو وده کمېدو سره مخ شو. همدارنګه د عراق د پورونو ډیره برخه چې اندازه یې ۱۳۰ میلیارده ډالره وه له خپلو پخوانیو عربي ملاتړکونکو څخه و. دغه راز له جګړې وروسته عراق پر کویټ د تېلو د غلا تور ولګاو او په دې ډول یې پر کویټ برید وکړ، چې په پایله کې یې د عراق مالي وضعیت نورهم خراب کړ: همدارنګه د ملګرو ملتونو د جبران کمیسیون عراق ته امر وکړ چې د کویټ او متحده ایالاتو په ګډون د یرغل قربانیانو ته د ۲۰۰ میلیارد ډالرو نه ډیر تاوان ورکړي. د تادیاتو د پلي کولو لپاره، عراق د هر اړخیز نړیوال بندیز لاندې و چې د عراق اقتصاد یې نور هم کړکیچن کړ او د صدام د واکمنۍ تر پایه پورې یې د خصوصي او عامه سکتورونو بهرني پورونه ۵۰۰ میلیارد ډالرو نه ډېر کړل. د اوږدې مودې نړیوالو بندیزونو وروسته د عراق د منفي اقتصادي ودې سره یوځای، عراق په نړۍ کې ترټولو ستر پورورکونکی هېواد شو. دغه راز بې ثباته اقتصادي وضعیت د عراق نوی حکومت دې ته اړ کړ چې د ایران-عراق جګړې له امله د پورونو یوه مهمه برخه معاف کړي، همدارنګه په هوايي بریدونو کې د دواړو هېوادونو د تیلو د صنعت یوه لویه برخه هم زیانمنه شوې ده.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د عراق او ایران بهرنی ملاتړکونکي [سمول]

ډونالډ رمزفیلډ د ۱۹۸۳ز کال په ډسمبر کې د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه له صدام حسین سره وکتل، چې وروسته رمزفیلډ د ۲۰۰۳ز کال کې د عراق جګړې په لړ کې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر په توګه دنده ترسره کړه، چې صدام یې له واکه لرې کړ او بالاخره اعدام شو. دغه راز شوروي اتحاد چې د جګړې پر مهال د عراق د وسلو اصلي عرضه کوونکی و، له عراق سره یې د خپل اتحاد د پای ته رسېدو هیله نه درلوده او د صدام له ګواښونو نه یې وېره درلوده ځکه که چیرې کرملین هغوی ته هغه وسلې چمتو نه کړي چې هغوی غوښتلې نو په لوېدیځ او چین کې به د وسلو نوي عرضه کوونکي ومومي. دغه راز شوروي اتحاد هیله درلوده چې عراق ته د وسلو د کمولو ګواښ نه به د شوروي-ایران اتحاد د جوړولو لپاره د ګټې په توګه وکاروي.[۱۹]

د جګړې په لومړیو کلونو کې امریکا له ایران او عراق سره ښې اړیکې نه درلودې، چې له ایران سره یې د ایران د انقلاب لامله او له عراق سره یې له شوروي اتحاد سره د ملګرتیا او له اسرائیلو سره د دښمنۍ له امله و . دغه راز د عراق یرغل له منځه وړلو کې د ایران بریالیتوب او په ۱۹۸۲ز کال کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خمیني له انکار وروسته متحده ایالاتو په ۱۹۸۴ز کال کې ایران سره د ډیپلوماټیکو اړیکو په بیا پیلولو سره پر عراق برید وکړ، ځکه متحده ایالاتوغوښتل چې ایران د شوروي له نفوذ نه لرې وساتي او د فارس خلیج نور هیوادونه د ایران د پرمختګ له هر ډول ګواښ نه خوندي کړئ، چې په پایله کې یې له عراق سره محدودې مرستې پیل کړې.[۲۰]

له ۳۰ نه زیاتو هېوادونو د عراق، ایران یا د دواړو ملاتړ وکړ، چې د مرستو ډېره برخه عراق سره وه، خو ایران د مهماتو او حیاتي موادو د ترلاسه کولو لپاره یوه پیچلې پټه شبکه درلوده. هاخوا بیا عراق هم د خپلو وسلو د پیرودلو په اړه د ابهام د ساتلو او د «رسمي محدودیتونو» د مخنیوي لپاره د ۱۰-۱۲ متحد هېوادونو په ګډون د پېرودلو یوه لویه شبکه درلوده. دغه راز د مصر او اردن نه عرب اجیرانو او رضاکارانو د یرموک لوا جوړه کړه او د عراقیانو تر څنګ یې په جګړه کې برخه واخیسته.[۲۱][۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  2. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  3. (په 2010-11-01 باندې). Iraqi Christians' long history. BBC News.
  4. Murray, Williamson; Woods, Kevin M. (2014). "A context of 'bitterness and anger'". The Iran–Iraq War, A Military and Strategic History. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 61–62 (e-book, page numbers approximate). د کتاب نړيواله کره شمېره 9781107062290. Certainly Saddam believed that the oil-rich areas of Arabistan (Khuzestan) were within his reach, a goal his intelligence services seemed delighted to further. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  5. Ariane M. Tabatabai, No Conquest, No Defeat: Iran's National Security Strategy, Oxford University Press, 2020, p198.
  6. "Iran-Iraq War". Encyclopædia Britannica. 
  7. Molavi, Afshin (2005). The Soul of Iran: A Nation's Journey to Freedom (چاپ Revised). England: W. W. Norton & Company. د کتاب پاڼې 152. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-393-32597-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  8. Segal, David (28 January 2009). "The Iran-Iraq War: A Military Analysis". Foreign Affairs – عبر www.foreignaffairs.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  9. Riedel, Bruce (2012). "Foreward". Becoming Enemies: U.S.-Iran Relations and the Iran-Iraq War, 1979-1988. Rowman & Littlefield Publishers. د کتاب پاڼې ix. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4422-0830-8. The Iran–Iraq War was devastating—one of the largest and longest conventional interstate wars since the Korean conflict ended in 1953. A half million lives were lost, perhaps another million were injured, and the economic cost was over a trillion dollars. ... the battle lines at the end of the war were almost exactly where they were at the beginning of hostilities. It was also the only war in modern times in which chemical weapons were used on a massive scale. ... The Iranians call the war the 'imposed war' because they believe the United States imposed it on them and orchestrated the global 'tilt' toward Iraq in the war. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  10. "Iran-Iraq War". Encyclopædia Britannica. 
  11. Gölz, "Martyrdom and Masculinity in Warring Iran. The Karbala Paradigm, the Heroic, and the Personal Dimensions of War." Archived 17 May 2019 at the Wayback Machine., Behemoth 12, no. 1 (2019): 35–51, 35.
  12. Riedel, Bruce (2012). "Foreward". Becoming Enemies: U.S.-Iran Relations and the Iran-Iraq War, 1979-1988. Rowman & Littlefield Publishers. د کتاب پاڼې ix. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4422-0830-8. The Iran–Iraq War was devastating—one of the largest and longest conventional interstate wars since the Korean conflict ended in 1953. A half million lives were lost, perhaps another million were injured, and the economic cost was over a trillion dollars. ... the battle lines at the end of the war were almost exactly where they were at the beginning of hostilities. It was also the only war in modern times in which chemical weapons were used on a massive scale. ... The Iranians call the war the 'imposed war' because they believe the United States imposed it on them and orchestrated the global 'tilt' toward Iraq in the war. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  13. "Iran–Iraq War". Encarta. (20 August 1988). MSN.  Archived 7 February 2006 at the Wayback Machine.
  14. Pike, John (سمونګر). "Iraq debt: Non-Paris Club Creditors". خونديځ د اصلي څخه ۱۲ اکتوبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  15. کينډۍ:Cite report
  16. Truman, Edwin M. (په 28 April 2003 باندې). Op-ed: The Right Way to Ease Iraq's Debt Burden. Re-published by Peterson Institute for International Economics
  17. (په 6 July 2008 باندې). UAE waives billions of Iraqi debt. BBC News.
  18. (په 4 August 2009 باندې). Iraq war reparations to Kuwait could be reduced: UK. Reuters.
  19. Bulloch, John; Morris, Harvey (1989). The Gulf War: Its Origins, History and Consequences (چاپ 1st published). London: Methuen. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-413-61370-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  20. Bulloch, John; Morris, Harvey (1989). The Gulf War: Its Origins, History and Consequences (چاپ 1st published). London: Methuen. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-413-61370-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  21. Rajaee, Farhang, سمونګر (1997). Iranian perspectives on the Iran–Iraq War. Gainesville: University Press of Florida. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8130-1476-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  22. Jessup, John E. (1998). An encyclopedic dictionary of conflict and conflict resolution, 1945–1996. Greenwood Publishing Group. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-313-28112-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)