مارکسیستي فیمینېزم
له دې امله چې د مارکسیستي فیمینېزم ریښه له تاریخي ماتریالیزم څخه اخیستل شوې، سوسیالیستي فیمینېزم او په لوړه کچه ماتریالیستي فیمینېزم ته ورته دی. وروستي دوه موارد د مارکسیستي تیوري په «کم کوونکو محدودیتونو» (reductionist limitations) کلک ټینګار لري، خو لکه څه ډول چې مارتا اي. ګیمینز د مارکسیستي او ماتریالیستي فیمینېزم د توپیرونو اړوند خپله څېړنه کې څرګندوي چې «د دغه دوه چترۍ ډوله اصطلاحاتو ترمنځ او دننه ځانګړې فکري کرښې شتون لري چې موندل یې لږ ستونزمن دي».[۱][۲] په مارکسېزم کې یې نظري مخینه[سمول]مارکسېزم د انساني ټولنې په وده کې د بې عدالتۍ او طبقاتي ویش پراختیا د تولید او سرمایې د مدیریت او ودې له مخې تعقیبوي او دا پایله وړاندې کوي چې د ټولنې د ظالمانه جوړښت وده د کورنیو د ظالمانه جوړښتونو ودې ته اړوند ده، د بېلګې په توګه: په ښځینه جنس باندې د ظلم عادي کېدل په ټولیز ډول د ظالمانه ټولنې له زیږون سره هم مهاله دی او د هغې څرګندويي کوي. فریدریش انګلز؛ د کورنۍ، خصوصي مالکیت او سرمایې د اصل (The Origin of the Family, Private Property, and the State) تر نامه لاندې خپل کتاب کې (۱۸۸۴ زکال) د کورنیو د جوړښت، ټولنیزو سلسله مراتبو او د سرمایې/ثروت د مفاهیمو اړوند لیکلي چې ریښه یې په دواړو لرغونو او معاصرو څېړنو کې شتون لري. هغه څرګندوي چې په اصل کې ښځې لوړ ټولنیز ځایګی او د کار په برخه کې مساوي ونډه لري؛ په ځانګړي ډول ښځې ډېر په ډاډ خپل کورنی نوم شریک کوي، په داسې حال چې لرغونو نارینه و به خپل کورنی نوم نه یادوه. انګلز وايي چې یقینا دوی نه پوهېدل چې د دوی ماشومان څوک دي یا څوک د دوی له میراث برخمن دي. کله چې د لومړي ځل لپاره کرنې پراختیا ومونده او له دې امله چې دغه زیاتوالی د نارنیه وو کاري چاپېریال ته اړوند و نو د نارینه وو شتمني وګڼل شوه، همدا وه چې په کلکه توګه ارث او نسب ته د نارینه و هیله پیدا شوه. د دې لپاره چې خپله دغه هیله پوره کړي، نه یوازې دا چې د ښځو لپاره یې د اوږد مهالی یو واده موضوع خوندي کړه بلکه هغوی یې اړ کړې چې په کور کې د غلامې په توګه واوسي په داسې حال کې چې نارینه وو د «هاترئیسم» له خاموشانه کلتور کار اخیست. انګلز دغه حالت د ټولنې د غالبې ځانګړنې په توګه د اجباري غلامۍ له پیل سره مل بولي؛ چې په پایله کې د طبقاتي بې عدالتي په اروپايي کلتور واوښت، هغه کلتور چې له مخې یې بې وزله ماشومان اړ و د بډایه کسانو غلامي وکړي. تولیدي، غیرتولیدي او د نسلي تولید کار[سمول]مارکس کار په دوه ډولو ویشي: تولیدي او غیر تولیدي
د ۱۹۷۰ مې لسیزې فیمینېست لیکوالانو لکه مارګریت بنستون او پګي مورتون د دې موخې لپاره په کلکه سره د تولیدي او غیر تولیدي کار په تحلیلونو تکیه لرلې څو د وخت دغه درک ته تغیر ورکړي چې د کورنیو موخه لګښت دی او د کورنۍ خوندي کوونکو ته د دولتي معاش د ورکړې اړوند استدلالونو په وړاندې کولو دا کلتوري درک رامنځته کړي چې کورنۍ یو تولیدي بنسټ دی. په کپیټلېزم کې بیا د کورنۍ خوندیتوب ډېر لږ مادي ارزښت لري ځکه هېڅ د پلور وړ توکی نه تولیدوي. په مارکسېزم کې بیا د کورنۍ خوندیتوب تولیدي کار دی، ځکه خدماتي ارزښت لري او د توکو سره په ورته معنا کارول کېږي. د کورني کار لپار معاش[سمول]یو شمېر مارکسیست فیمینېستان په دې تمرکز لري چې له تولیدي کار څخه د ښځو جلاوالی په هغوی د ظلم تر ټولو مهمه سرچینه برابروي او له همدې امله په معاش ورکوونکي کپیټلېسټي اقتصاد کې د کور د چارو له پرځای کولو دفاع کوي. د نسل زیاتولو د کار د جبران کولو نظریه د یو شمېر سوسیالیستانو لکه د شارلوت پرکینز ګیلمن (۱۸۹۸ زکال) په لیکنو کې شتون درلود، هغې استدلال کاوه چې په ښځو ظلم خصوصي چاپېریال ته د هغوی له اړ کېدو سرچینه اخلي. ګیلمن استدلال کاوه چې د ښځو لپاره شرایط هغه مهال وده کولای شي کله چې په عامه چاپېریال کې د هغوی کار ځانګړی شي، ونډه یې په رسمیت وپېژندل شي او د کار ارزښت یې وټاکل شي. کېدای شي د نسل د تولید د کار لپاره تر ټولو جبران کوونکې هڅه د کور د چارو لپاره د معاش ورکولو نړیوال کمپاین (International Wages for Housework Campaign) وي، هغه بنسټ چې په ۱۹۷۲ زکال کې د فیمینېستانو د نړیوالې ډلې د غړو له خوا په ایټالیا کې رامنځته شو. ډېری ښځینه فعالینو لکه سلما جیمز، ماریاروسا دالا کوستا، بریژیت ګالتیر او سیلویا فدریچی په علمي او عمومي چاپېریالو کې دخپل دغه پیغام د تبلیغ لپاره ګڼ شمېرمنابع وړاندې کړل. په ایټالیا کې د ښځو د یوې کوچنۍ ډلې په توګه د کور د چارو لپاره د معاش ورکړې کمپاین په نړیواله کچه د تحرک په رامنځته کولو کې بریالی و. د فدریچي په مرستې د نیویارک په بروکلین کې د کور د چارو لپاره د معاش ورکړې ډله جوړه شوه. هغه ډول چی هایدی هرتمن ادعا کوي (۱۹۸۱ زکال)، په داسې حال کې چې د دغو خوځښتونو هڅې په پای کې ناکامه شوې، خو د کور د چارو د ارزښت او له اقتصاد سره یې د هغو د اړیکو اړوند مهم بحث رامنځته کړ. اغېزمن او عاطفي کار[سمول]یو شمېر ټولن پوهانو او څېړونکو لکه مایکل هارت، آنتونیو نګري، آرلي راسل هوکسچیلډ او شیلو ویتني د کار داسې نوی ډول تر بحث لاندې ونیو چې د کار له سنتي چاپېریال هاخوا و او کوم تولید یې نه رامنځته کوه او یا هم یو جانبي محصول و. عاطفي کار د شخصي ژوند او اقتصادي ژوند ترمنځ په پټو اړیکو تمرکز لري. ویتني څرګندوي، « د بې کاره کسانو ورځنۍ ستونزې او د کور د مېرمنو کورنۍ چارۍ د معاش اخیستونکي کارګر له کار کمې نه دي؛ دا د نسل د تولید او ټولنیز ژوند د تولید برخه او د شتمنۍ/ثروت د سیاسي ژوند وده ده چې د اطلاعاتو او زهنیتونو ارزښت ټاکي». د مساوي کار لپاره مساوي معاش[سمول]په ۱۹۷۷ زکال کې بریتانوۍ فیمنیستې ټولن پوهې ویرونیکا بیچي د ښځو د معاش لرونکي کار اړوند څو یاددښتونه خپاره کړل چې په کې یې استدلال کړی و چې ښځې باید د کارګري ناپېژندل شوي مټ په توګه وپېژندل شي. په غبرګون کې فلویا انتایس د ویروینیکا بیچي د کار په نقد کولو سره د ښځو د کاریګري ریزرف ځواک ترنامه لاندې نقد خپور کړ، خو دا یې هم ومنله چې د بیچي کار «د مارکس د شتمنۍ اړوند کټګوریو په کارولو او یوځای کولو سره د ښځو د معاش لرونکي کار د تجزیې او تحلیل په موخه خوارا اغېزمنه او پیچلې هڅه وه». په ۱۹۸۷ زکال کې ورسو په کاري ډګر کې د ښځو د ونډې اړوند د بیچي د مقالاتو ټولګه د نابرابر کار (Unequal Work) تر نامه لاندې خپره کړه. [۳][۴] سرچينې[سمول]
<ref> tag with name "eisenstein" defined in <references> is not used in prior text. |