د ښځو د سياسي او ټولنيزو حقونو د برابرۍ پلوی (فيمينيسټ) خوځښت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ښځو د سياسي او ټولنيزو حقونو د برابرۍ پلوی (فيمينيسټ) خوځښت چې د ښځو خوځښت يا فيمينيزم په نامه هم يادېږي، د ښځو اړوند مسئلو د سمونونو لپاره د ټوليزو خوځښتونو او سياسي هلو ځلو يوې لړۍ ته ويل کېږي، چې د نارينه او ښځو تر منځ د نابرابرۍ له امله د رامنځته شوې ده. دا مسئلې د ښځو خپلواکي، د بيا زيږېدنې حقونه، کورنی تاوتريخوالی، د مورولۍ رخصت، برابره اداینه، د ښځو د رايې حق، جنسيتي ځورونه او جنسيتي تاوتريخوالی دي. د خوځښتونو لومړيتوبونه په ۱۸۰۰ پېړۍ کې د خپل پيل راهيسې پراختيا موندلې ده او د ملتونو او ټولنو تر منځ توپير لري. لومړيتوبونه په يو هېواد کې د ښځينه تناسلي الې د پرې کولو له مخالفت څخه په يو بل هېواد کې د ښيښه يي چت (glass ceiling) مخالفت پورې تنظيم يا لړۍ کېږي. [۱]

د لويديځې نړۍ په ځينو برخو کې فيمينيزم ان د پېړۍ له اوښتلو راهيسې هم يو دوام لرونکی خوځښت دی. فيمينيزم د خپل پيل پر مهال د څپو په نوم د څلورو سترو شېبو له يوې لړۍ څخه تېر شوی دی. لومړۍ څپه فيمينيزم د منځني يا پورته ټولګي سپين پوستو ښځو د تم ځای شاوخوا تر سره شوی و او د رايې حق او سياسي برابري، زده کړې، د شتمنۍ حق، سازماني مشري او مدني خپلواکۍ يې راونغاړلې. دويمه څپه فيمينيزم د ټولنيزو او کلتوري نابرابريو د يو څه زياتې مبارزې هڅه وکړه. که څه هم د فيمينيزم لومړۍ څپې زياتره د منځني ټولګي سپين پوستې ښځې راونغاړلې، مګر دويمې څپې فيمينيزم د بېلابېلو ټولنيزو ټولګيو ښځې، د رنګ ښځې او له نورو مخ پر وده ټولنو څخه ښځې راوړلې، چې د يووالي په لټه کې وې. درېيمه څپه فيمينيزم په سوداګرۍ او کورني ژوند کې د ښخو د مالي، ټولنيز او کلتوري نابرابريو په ګوته کولو ته ادامه ورکړه او په سياست او رسنيو کې يې د ښځو ستر اغېز لپاره نوې مبارزه په پام کې ونيوله. د فيمينيزم پلويانو د سياسي فعاليت په غبرګون کې د ښځو د بيا زيږېدنې حقونو لکه د جنين له منځه وړلو حق باندې تمرکز کړی دی. څلورمه څپه فيمينيزم د ځواک هغه يو ځای کېدونکي نظامونه پلټي، چې په دوديز ډول څنډې ته شويو ډلو ټولنيزې ډلبندۍ او د دوی شاوخوا نړۍ سره مرسته کوي. [۲][۳][۴][۵]

تاريخچه[سمول]

د ښځو د خوځښت بنسټ له خپل پيل راهيسې د نارينه او ښځو تر منځ د نابرابرۍ په ناکرارۍ کې کېښودل شوی دی. ښځو د سياسي او ټولنيزو ناندريو يا نښتو په واسطه د برابرۍ درز له منځه وړلو په موخه کار کړی دی. د تاريخ په موده کې د نارينه وو او ښځو تر منځ ونډه يو له پلارواکه ټولنې څخه ده، چې د پر حق ثابتونې په توګه د طبيعت قانون يادونه کوي چې ښځې د نارينه وو په پرتلنې د ټېټې رتبې په معنا ژباړل شوی و. Allan Johnson چې يو ټولنپوه دی او نارينتوب څېړي، د پلارواکۍ په اړه ليکي: «پلارواکي نارينه هڅوي چې د وارک له لارې د خونديتوب، مقام او نورو انعامونو غوښتنه وکړي، د نورو نارينه وو د اداره کولو او ورته د زيان رسولو په موخه يې وړتيا ډاروي او د له لاسه ورکوونې او ټيټوالي او هغه يقيني يونلور (هغه چې ورته اړتيا او هيله يې لري) پر وړاندې د خپل تر ټولو غوره دفاع په توګه په واک کې اوسېدل مشخص کوي». له فيمينيزم څخه د مخکې دورې پر مهال ښځې د کور مناسبې، حساسې او احساساتي پالونکې اوسېدلو په معنا وې. دوی په داسې يوه دود کې راپورته شوې وې، چې د مېړه غوره کول (چې دوی بايد پرې پام وکړي) او د کورنۍ پالل د دوی وروستی لومړيتوب و. ليکوالې Marry Wollstonecraft د خپل ۱۷۹۲ ز کال په ناولونو «د ښځو د حقونو يو سپيناوی يا ملاتړ او د نارينه وو د حقونو يو سپيناوی» کې د ټيټ جنسيت په اړه وليکل: «... لکه د ګلانو غوندې چې ډېر ژور کرل شوي دي، خاوره، پياوړتيا او ګټورتوب له ښکلا قرباني شوی دي او پورته کېدونکې پاڼې له شېبې خوښۍ وروسته مخکې له دې چې په خپل موسم کې ځوانۍ ته ورسېږي، مړاوې او پر ساقه باندې بې اهميته کېږي». [۶][۷]

له فيمينيزم څخه وړاندې ټولنه[سمول]

د فيمينيزم پلوی خوځښت، د تاريخ په اوږدو کې يو مداوم ځواک دی. د ښځو د سياسي او ټولنيزو حقونو د برابري پلوي خوځښت د لومړي فکر او پيل په اړه کره معلومات ځکه نه شته، چې نارينه او ښځې دواړه د زرګونو کلونو راهيسې په دې اړه ليکل کوي. د بېلګې په ډول: د لرغوني يونان ښځينه شاعرهSappho  چې له ميلاد څخه نږدې ۶۱۵ کلونه مخکې زېږېدلې ده، څپې د هغه وخت پر مهال د يوې خورا ستاينې شعر په توګه جوړې کړې، چې ليکنيز ويی په لومړۍ درجه کې د نارينه وو له لوري ښودل شوی و. نوموړې د نورو شيانو تر منځ د جنسيتي تمايل په اړه شعروليکه. [۸]

په لويديځه ټولنه کې د فيمينيزم پلوي خوځښت د پيل له راهيسې څلور اصلي څپې دي، چې هرې يوې يې د ښځو د حقونو لپاره خپله مبارزه کړېده. لومړۍ څپه په ۱۸۴۰ ز لسيزه کې وه، چې د زده کړو، شتمنې حق، سازماني مشرۍ، رايې کارولو حق او مدني خپلواکيو پر بنسټ وه. دويمه څپه په ۱۹۶۰ لسيزه کې وه، چې د جنسيتي مسئلو، د ښځو جنسيتي خپلواکۍ، د بيازېږولو حقونو، ښځو لپاره د دندو د موکو، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي او د خونديتوب او طلاق قوانينو کې د بدلونونو پر بنسټ وه. درېيمه څپه په ۱۹۹۰ ز لسيزه کې وه. دا څپه د انفراديت او توپير يا اختلاف پر بنسټ وه، چې يو فيمينيزم پلوی، جنسيتي اثبات، ترانس فيمينيزم او له معاصر وروسته فيمينيزم اوسېدلو مطلب يې بيا راوپېژنده. په پای کې څلورمه څپه په ۲۰۰۰ کال کې پيل شوه او لا تر اوسه ادامه لري. څلورمه څپه د ښځو په ځواکمنولو، بدني سپکونې، جنسي ځورونې، معنوي او ذهني اندېښنو، انساني حقونو او د سيارې [ځمکې] په اړه اندېښنو باندې راڅرخي. د فيمينيزم پلوي خوځښت د څپو تر منځ وختونو پرمهال د څلورو سترو حرکتونو سره په ناورته ډول ادامه وکړه.

د عامې موخې په لرلو سره د خوځښت جوړولو په موخه د ښځو لومړنۍ مستنده راغونډېدنه د فرانسې اوښتون پر مهال د ۱۷۸۹ زاکتوبر پر ۵ مه نېټه وه. ياده پېښه وروسته پر ورسای باندې د ښځو لاريون په توګه ياده شوه. ياده راغونډېدنه د خوړو کمښت، لوړو بیو او په فرانسه کې د يوې وچکالۍ پېښېدنې څخه د وېرې پر بنسټ وه. په همغه ورځ ښځو د انقلابيانو سره يو ځای په بازار کې د راغونډېدلو پلان جوړ کړی و. همدا چې سره يو ځای شول، پر Hotel de Ville (د پاريس ښار سالون) باندې يې بريد وکړ، چې ټوپکونه په کې زېرمه شوي وو. له دې څخه وروسته وسله واله ګڼه ګوڼه [لاريون کوونکي] لوړو بيو او د خوړ کمښت ته د پاچا Louis XVI د پام راګرځولو په موخه د وارسای ماڼۍ پر لور رهي شول. King Louis XVI د تسليمېدلو په اړه د پاتې وخت لپاره له اوښتون کوونکو سره جنګ بس کړ. لاريون په دې ښودلو سره د ځواک يو لړ بدلون ته اشاره وکړه، چې په خلکو کې ځواک شته او دا ادراک يې کمرنګه کړ، چې پاچا ماته نه خوړونکی دی. [۹]

د فرانسې اوښتون، د فرانسوي وګړو له لوري په حس شوې نابرابرۍ سره پيل شو او «د نارينه او اتباعو د حقونو اعلاميې» پر وړاندې د يوه غبرګون په توګه رامنځته شو، چې د ۱۷۸۹ ز اګسټ کې لاسليک شوې وه. اعلاميې هغو نارينه وو ته حقونه ورکړل، چې فعال اتباع نومول شوي وو. فعال تابعيت ۲۵ کلنو يا له دې څخه زيات عمر لرونکو نارينه فرانسویانو ته ورکول کېده، چې کار به يې کاوه او ماليه يې ورکوله او مزدور يا نوکر نه نومول کېدل. يادې اعلاميې د غير فعال اتباعو په توګه ښځې، بانديني وګړي، کوچنيان او مزدوران له پامه وغورځول. غير فعال اتباعو په ځانګړي ډول ښځو خپله مبارزه د تابعيت ترلاسه کولو او برابرو حقونو باندې متمرکز کړه. [۱۰]

سرچینې[سمول]

  1. Young, Stacey (2 January 2014). Changing the Wor(l)d. doi:10.4324/9781315022079. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781136664076. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "First Wave Feminism", The Routledge Companion to Feminism and Postfeminism, Routledge, د کتاب پاڼي 26–35, 23 November 2004, doi:10.4324/9780203011010-10, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-203-01101-0, د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جولای ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Mambrol, Nasrullah (28 October 2017). "Second Wave Feminism". Literary Theory and Criticism (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Mambrol, Nasrullah (29 October 2017). "Third Wave Feminism". Literary Theory and Criticism (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Four Waves of Feminism". Pacific University (په انګلیسي ژبه کي). 25 October 2015. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Bach, Rebecca; Johnson, Allan G. (1998–2005). "The Gender Knot: Unraveling Our Patriarchal Legacy". Contemporary Sociology. 27 (3): 241. doi:10.2307/2655166. ISSN 0094-3061. JSTOR 2655166. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Wollstonecraft, Mary (1995), Tomaselli, Sylvana (المحرر), "Bibliographical note", Mary Wollstonecraft, Cambridge: Cambridge University Press, د کتاب پاڼي xxxiii–xxxvii, doi:10.1017/cbo9780511841231.004, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-511-84123-1, د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جولای ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Bradbrook, M. C.; Travitsky, Betty (1982). "The Paradise of Women: Writings by English Women of the Renaissance". Tulsa Studies in Women's Literature. 1 (1): 89. doi:10.2307/464097. ISSN 0732-7730. JSTOR 464097. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Rose, R. B. (1995). "Feminism, Women and the French Revolution". Historical Reflections / Réflexions Historiques. 21 (1): 187–205. ISSN 0315-7997. JSTOR 41299020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Hunt, Lynn (2015), "The Declaration of the Rights of Man and of the Citizen, August 1789: A Revolutionary Document", Revolutionary Moments : Reading Revolutionary Texts, Bloomsbury Academic, د کتاب پاڼي 77–84, doi:10.5040/9781474252669.0016, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4725-1720-3, د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جولای ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)