فیمینزم په هند کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فیمینزم په هند کې د هغو خوځښتونو ټولګه ده څو هغه موخې تعریف او جوړې کړي کوم چې په هند کې د ښځو لپاره له برابرو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو فرصتونو دفاع کوي. دا په هندي ټولنه کې د ښځو حقونو لپاره هڅې دي. فیمینستان په هند کې په نوره ټوله نړۍ کې د خپلو سیالانو په څېر، د جنسیتي مساواتو په لټه کې دي. د کار په بدل کې له نارینه وو سره د یو شان معاش لرل، روغتیا او زده کړو ته په مساوي توګه لاس رسی او همدارنګه برابر سیاسي حقونه. هندي فیمینېستانوهمدارنګه د میراث قانون پروړاندې کوم چې د هند  مرد سالاره ټولنې په کلتور کې شته، مبارزه کړې.[۱]

په هند کې د فیمینېسم تاریخ کولای شو په درېیو پړاوونو ووېشو: لومړی پړاو د ۱۹ مې پېړۍ له نیمایي څخه، کله چې اصلاح غوښتونکو د ښځو د حقونو اړوند مواردو په ګټه لکه د زده کړو په برخه کې او د ښځو پر وړاندې د ادابو او رواجونو د اصلاح په اړه نظر څرګند کړ. دویم پړاو په ۱۹۱۵ کال کې کله چې هند خپلواکي واخیسته، هغه مهال ګاندي د ښځو خوځښتونه د هند د وتو په خوځښت کې د ننه کړل چې له امله یې د ښځو خوځښتونه را پورته شول. درېیم پړاو له خپلواکۍ وروسته کله چې د ښځو پر وړاندې په کور کې له واده وروسته د کاري قوې په ډګر او د سیاسي برابرۍ په برخو کې په منصفانه چلند متمرکز وو.[۲][۳][۴]

د هندي فیمینېسم اړوند خوځښتونو له ودې سره، اوس هم په نوي یا مدرن هند کې ښځې د تبعیض له ګڼ شمېر مواردو سره مخ دي. د هند مرد سالاره کلتور تراوسه هم د ځمکې د مالکیت او زده کړو د حقونو ته لاسرسی په برخه کې له خنډ سره مخ کړی. په وروستیو دوو لسیزو کې په انتخابي ډول د نطفې یا جنین د سقط کولو موضوع هم رامخته شوې ده. د هندي فیمنیستانو له نظره، دا هغه بې عدالتۍ دي چې پر وړاندې یې مبارزه ارزښت لري کوم چې له امله یې فیمینېسم د یو شمېر هندیانو له خوا د ښځو د حقونو د مساواتو په معنی نه، بلکې د برترۍ په معنی تعبیر کېږي. [۵][۶][۷]

د لویدیځ په څېر په هند کې هم فیمینېست خوځښتونه تر نیوکو لاندې دي. دوی په ځانګړي ډول له دې امله تر نیوکې لاندې دي چې دوی په مخکښو ښځو ډېر تمرکز لري نه د ټیټې طبقې په غریبو ښځو باندې. چې دغه چاره خپله په فیمینېستي سازمانونو کې د یو لړ طبقه بندي شویو سازمانونو د رامنځته کېدو لامل شوې.[۸]

تاریخچه[سمول]

د میترا چوهدري په وینا، د لویدیځ فیمینستي سازمانونو پر خلاف دغه سازمانونه په هند کې لومړی د نارینه وو له خوا تاسیس شوي وو او وروسته بیا ښځې هم پکې شاملې شوې. خو د یو خلاقیت په بڼه فیمینېسم له لږ ځنډ وروسته د زده کړو او نورو حقونو په برخه کې د ښځو د فعالینو له خوا په مهاراشترا کې پیل شو. ساویتریبای پهول، هغې چې په هند کې یې د لومړي ځل لپاره د نجونو ښوونځی پرانیست(۱۸۴۸)؛ ترابای شیندی، هغې چې په هند کې یې د فیمینیسم لومړنۍ مقاله د نارینه وو او ښځینه وو ترمنځ د پرتلې (Stri Purush Tulana) په نوم په  ۱۸۸۲ زدیز کال کې ولیکله؛ پاندیتا رامبی، کومې چې د هند په مرد سالاره ټولنه کې یې د ۱۸۸۰ مې لسیزې پر مهال په هندوییزم کې پر طبقاتي وېش نیوکه وکړه، له خپلې طبقې بهر یې واده کړ او عیسویت ته وواښته. د بنګالي اصلاح غوښتوونکو د هڅو له ډلې د ساتي دود له منځه وړل، کوم چې کونډه ښځه به د خپل مړه شوي مېړه د مړي د سوځولو پر مهال د هغه لپاره په بل شوي اور کېناسته او ځان به یې هم قرباني کړ، د ماشومانو د ودونو د مراسمو لغو کول، د کونډو ښځو د څېرې له اړولو مخنیوی، بیاځلي واده ته د لوړې کچې هندي کونډو معرفي کول، د ښځو زده کړو ته پراختیا ورکول، ښځو ته د مالکیت حق ورکول او همدارنګه د ښځو د وضعیت د درک کولو په موخه د قانون غوښتل وو، څو د هغوی اساسي حقونه لکه د اولاد اخیستل هم تضمین کړي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

نولسمه پېړۍ هغه مهال وه چې د ښځو اړوند ډېری مواردو ته پکې پام وشو او سمونونه (اصلاحات) په کې پیل شول. له دې سره چې د هندي ښځو لپاره ډېری لومړني اصلاحات د نارینه وو له خوا ترسره شول. خو د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د دغو فعاله ښځو، خویندې، لوڼې، ساتونکي او نور هغه کسان چې په فردي ډول د دغو کمپاینونو په ځانګړې توګه د ښځو لپاره د زده کړو کمپاین تر اغېز لاندې راغلي وو له دوی سره مل شول. د شلمې پېړۍ په وروستیو کې د ښځو له خوا د ښځو سازمانونو په جوړېدو دوی ډېره خپلواکي ترلاسه کړه. [۱۳]

د نولسمې پېړۍ په پیل کې اصلاح غوښتونکو دا استدلال وړاندې کاوه چې د ښځو او نارینه وو ترمنځ توپیر هېڅکله په ټولنه کې د ښځو د تسلیمۍ یا له نارینه وو د هغوی د پېروۍ لامل نه شي کېدلای. په داسې حال کې چې، وروستي اصلاح غوښتوونکي په دې اند وو چې دا یو ځانګړۍ توپیر دی کوم چې ښځې په ټولنه کې د خپلې ونډې ترسره کولو پر مهال تر پیروي لاندې راولي؛ د بېلګې په توګه، لکه یوه مور. له همدې امله د ښځو د حقونو په برخه کې ځانګړي پام ته اړتیا ده. د ښځو د سازمانونو په رامنځته کېدو او په کمپاینونو کې د ښځو خپل ګډون، یو ځل بیا د مور په توګه د دوی پرونډې ټینګار وکړ، خو بل پلو، دغه موضوع د ښځو لپاره د بیان او زده کړود ازادۍ موضوع وه.[۱۳]

مسلې[سمول]

واده[سمول]

د ډېری هندي ښځو ژوند په واده کې تېرېږي؛ ډېری نجونې د ۱۸ کلنۍ قانوني عمر له پوره کولو مخکې واده کوي، همدارنګه په هند کې د نه واده شویونجونو کچه ډېره کمه ده. د ماشوم لرل او د هغو روزنه د هندي ښځو د ځوانۍ د پیل له لومړنیو دندو څخه دي. له همدې امله که چېرې دوی کاري چاپېریال ته ننوځي، نو دا له هندي نارینه وو ډېرې وروسته دي. ښاري هندي نارینه له ۲۵ کلنۍ تر ۲۹ کلنۍ د کاري قوې اډانې ته ننوځي په داسې حال کې چې ښځې د ۴۰ کلنۍ نه تر ۴۴ کلنۍ پورې دغه چاره ترسره کوي. له همدې امله ښځې د مهارتونو ترلاسه کولو او د غوره کاري وضعیت لپاره لږ فرصتونه لري.[۱۴][۱۵]

ښځې په هندي کاري قوه کې کمزورې بڼه لري. له منځنیو او ابتداییه ښوونځیو څخه د نجونو د وتلو کچه د نارینه وو په پرتله ۱۰ سلنه ډېره ده. همدا لامل دی چې د نارینه وو په پرتله یې د سواد کچه هم ټیټه ده. دا چې په هند کې د بېکارۍ کچه ډېره زیاته ده، نو کارورکوونکو یا کارفرمایانو ته دا ډېره اسانه ده چې له قانون څخه په خپله ګټه کار واخلي په ځانګړې توګه هغه چې ښځو ته اړوند وي، ځکه دا د هندي کلتور برخه ده چې ښځې له نارینه وو سره بحث او جنجال نه کوي. د دې سربېره کارګري ټولنې هم د ښځو د اړتیاوو په اړه ډېرې حساسې نه دي. همدا ده چې ښځې باید په داسې چارو لاس پورې کړي چې د ښځې، مور او کور جوړونکې په توګه د هغوی له ژمنو سره همغږې وي.[۱۶]

اغیزه[سمول]

زده کړې[سمول]

هغه لاملونه چې نجونې تر ډېرې کمې کچې کولای شي د پام وړ زده کړې وکړي؛ د کور په کار کې له خپلې مور سره مرسته ده، همدارنګه دوی باور لري چې د کورني ژوند چارې د دوې لپاره لومړیتوب دی. د نالوستو میندو لرل کوم چې نشي کولای خپل ماشومان وروزي، په نارینه وو اقتصادي تکیه او ځینې وختونه هم په ماشومتوب کې واده کول دي. ډېری غریبې کورنۍ ژر خپلې لوڼې واده کوي دوی پردې باور دي څومره چې دوی په کور کې پاتې شي، دوی مکلف دي چې نور لګښت هم ورباندې وکړي. همدارنګه دا په دوی کې یو باور دی چې باید ژر واده وکړي او د خپل ژوندانه په لومړیو کې اولاد راوړي.

په ۱۹۸۶ کال کې په هند کې د زده کړو ملي پالیسي جوړه شوه. د همدې پالیسۍ له مخې دولت د مهیلا سماخیا په نوم پروګرام پیل کړ، کوم چې د ښځو په پیاوړي کولو متمرکز وو. د دغه پروګرام موخې د ښځو لپاره د روزنیز چاپېریال جوړول وو څو دوی خپلې وړتیاوې درک کړي او زده کړي چې څه ډول اطلاعات ترلاسه او له مخې یې خپل ژوند مدیریت کړي.[۱۷]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Ray, Raka. Fields of Protest: Women's Movements in India Archived 7 July 2014 at the Wayback Machine.. University of Minnesota Press; Minneapolis, MN. 1999. Page 13.
  2. Chaudhuri, Maitrayee. Feminism in India (Issues in Contemporary Indian Feminism) New York: Zed, 2005.
  3. Gangoli (2007), page 16.
  4. Kumar, Radha. The History of Doing Archived 10 January 2016 at the Wayback Machine., Kali for Women, New Delhi, 1998.
  5. Ray (1999), pages 25–28.
  6. Sen, Amartya. "The Many Faces of Gender Inequality." The New Republic, 17 September 2001; page 39.
  7. Gangoli (2007), page 2.
  8. Gangoli, Geetanjali. Indian Feminisms – Law, Patriarchies and Violence in India Archived 1 May 2013 at the Wayback Machine.. Hampshire: Ashgate Publishing Limited, 2007. Print; pages 10–12.
  9. "Who is Savitribai Phule? What did she do for women's rights in India?". India Today. مؤرشف من الأصل في 15 نومبر 2016. د لاسرسي‌نېټه 24 اګست 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Savitribai, The Mother Of Modern Girls' Education In India". The Better Indian. 15 اکتوبر 2013. مؤرشف من الأصل في 26 اګست 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Gangoli (2007), page 16.
  12. Jewels of Authority: Women and Textual Tradition in Hindu India. New York: Oxford UP, 2002.
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Kumar, Radha. The History of Doing Archived 10 January 2016 at the Wayback Machine., Kali for Women, New Delhi, 1998.
  14. Ray (1999), pages 25–28.
  15. Chaudhuri, Maitrayee. Feminism in India (Issues in Contemporary Indian Feminism) New York: Zed, 2005.
  16. (په 2018-09-27 باندې). Adultery no longer a crime in India.
  17. Raman, Sita Anantha. Women in India: A Social and Cultural History, pg 236. Praeger, 2009.