Jump to content

اسلامي فیمینیزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مارګوټ بادران په ۲۰۰۲ ز کال کې د اسلام او فیمینیزم د ترکیب نه په دې ډول ملاتړ وکړ: «هغه فیمینیسټی مباحثه او عمل چې په یوه اسلامي بېلګه کې تصرېح شوې وي». اسلامي فیمینیسټان د خپلو استدلالونو بنسټ، اسلام او د هغه تعالیم بولي او په شخصي او عامه ژوند کې د نارینه او ښځینه وو د بشپړې برابري په لټه کې دي او کولای شي، په خپله دې مباحثه او مناظره کې غیرمسلمان هم ور ګډ کړي. اسلامي فیمینیزم، د اسلامي عالمانو له خوا تر سیکولار فیمینیزم زیات راډیکال تعریف شوی او دا هم وايي چې: په دې اړه په قرآن کریم کې هم ډېر زیات آيتونه راغلي دي. اسلامي فیمینیزم ته د یوه «فکري مکتب» په توګه کولای شو، د دې برخې مخکښو غړو هرې یوې مراکشي ټولنپېژندونکې فاطمې میرنیسي، آمنه ودود او لیلا احمد ته اشاره وکړو.  [۱][۲][۳][۴][۵]

د دې برخې مدافعان هغو مشاهداتو ته اشاره کوي چې د ډېری مسلمان لرونکو هېوادونو زیات شمېر د دولت مشرانې، لومړۍ وزیرانې او د بهرنیو چارو وزیرانې لرلې دي، لکه: د اذربایجان لاله شوکت، د پاکستان بینظیر بوټو، د سینیګال مامه مدیور بویي، د ترکیې تانسو چیلر، د کوسوو کاکوشا جاشاري او د اندونیزیا میګاواتي سوکارنوپوتري. په بنګلادېش کې خالده ضیا په ۱۹۹۱ ز کال کې د لومړي ځل لپاره د لومړنۍ ښځینه لومړۍ وزیرې په توګه وټاکل شوه او تر ۲۰۰۹ ز کال پورې یې د لومړۍ وزیرې په توګه خدمت وکړ، تر څو چې ځای یې شیخ حسینه ونیوه او د لومړي وزیر چوکۍ یې لا تر اوسه پورې ساتلې ده او په دې سره بنګلادېش په نړیواله کچه یوازینی هېواد دی چې مشري يې د زیات وخت لپاره ښځو کړې ده. [۶]

تعریفونه

[سمول]

اسلامي فیمینیستان

[سمول]

اسلامي فیمینیستان مذهبي متنونه د فیمینیسټ لیدلوري له مخې تعبیروي. هغوی ته د هغو مفسرینو په سترګه کتل کېږي چې خپل استدلالونه د اسلام او د هغه په روزنو کې رانغاړي، د جنسیتي عدالت په لټه کې دي او په شخصی او عمومي ژوند کې د ښځو او نارینه وو لپاره بشپړه برابري غواړي او په خپله دې مباحثه کې نامسلمانان هم ورګډوی. [۷]

اسلامي فیمینیزم د اسلامي علماوو له خوا تعریف شوی، چې د سیکولار فیمینیزم په پرتله ډېر راډیکال دی، چې خپله ټوله تکیه یې د اسلام او قرآن کریم پر ارشاداتو باندې تکیه لري. په دې وروستیو وختونو کې، د اسلامي فیمینیزم مفهوم لا زیات پراخ شوی، ځکه چې اسلامي ډلې په دې لټه کې دي چې د ټولنې له هر اړخ نه ملاتړ ځان ته را جلب کړي. سربېره پر دې، لوستې مسلمانې ښځې هڅه کوي چې خپله ونډه په ټولنه کې په ډاګه کړي. [۸][۹][۱۰]

د مسلمان لږه کیو او اسلامي مرکز نه ام یاسمین وايي چې: فیمینیزم زیاتره وختونه د یوه لویدیځوال خوځښت په توګه غلط انګېرل کېږي، په داسې حال کې چې مسلمانې فیمینیستانې د نوولسمې پېړۍ له پیل نه په دې ډګر کې فعالې دي. د مسلمانو فیمینیستانو دندې دا نه دي چې د اسلام په دین کې اصلاحات راولي، بلکې دا دي چې: «په یوه سیکولار ټولنه کې د جنسیت برابري ته وده ورکړي». یاسمین زیاتوي چې: مسلمانو فیمینیسټانو خپل لیدلوري داسې عیار کړی چې اسلام یې په بطن کې پروت دی او د نر او ښځې له برابري نه د ملاتړ په موخه یې هغه د خپل ایمان له موازینو سره «اقتباس» کړی دی، ځکه چې اسلام د ښځو پر وړاندې زورزیاتی نه مني. له نوولسمې پېړۍ راهیسې، ښځو او هم سړو پر ښځو باندې د شرعي قوانینو د اغېز له امله حقوقي سیستمونه، لکه: د حجاب موضوع، زده کړې، د هغوی ګوښه والی(محرومیت)، د مېړه له خوا د څو ښځو سره واده کول او صیغه تر پوښتنې لاندې نیولي دي. د همدې ټولنیزو مسایلو په اصلاح کې، مسلمانو ښځو له قانوني بدلونونو نه په ملاتړ کې، د نجونو لپاره د ښوونځیو پر جوړولو او له حجاب او د زوجونو له شمېر سره پر مخالفت پیل وکړ. د یاسمین د استدلال په ملاتړ کې، فاطمه مرنیسي د یوې مسلمانې ښځې په اړه د «ساکتې او مطیع» ښځې په توګه د هغې انځور وړاندې کول، تر کلکې نیوکې لاندې نیسي او وايي چې: دا د اسلام له اصلي پیغام سره هېڅ اړیکه نه لري. د هغې په نظر: مسلمانو نارینه محافظه کارانو، د قرآن کریم دیني متون د خپل مردسالارانه نظام د ساتنې په موخه منحرف کړي، څو وکولای شي چې ښځې له جنسي آزادي نه پرې را وګرځوي؛ له همدې امله یې د حجاب او د هغوی د حقونو لپاره سخت  بندیزونه(قیودات) ټاکلي دي.[۱۱][۱۲][۱۳]

مارګوټ بادران وايي چې

[سمول]

مارګوټ بادران وايي چې: «اسلامي فیمینیزم خپل درک او اختیار له قرآن کریم نه را اخیستی او د ښځو او سړو لپاره د هغوی د شتون په کلیت کې حقونه او عدالت غواړي». نوموړې په خپلو لیکنو کې زیاتوي چې: راډیکال اسلام پالانو (سیاسي اسلام) اسلام د پلارسالاري او پر ښځو د ظلم د تصویر له مخې منحرف کړی دی. همدا تصویر دی چې نوره نړۍ هم اسلام ته په دې سترګه ګوري. آسما برلاس د بادرون نظریات شریکوي او په هغو هېوادونو کې چې ۹۸ سلنه وګړي یې مسلمانان دي، هلته د سیکولار فیمینیسټانو او اسلامي فیمینیزم تر منځ توپیر باندې بحث کوي، ځکه دا شونې نه ده چې د هغوی په «بنسټیزو بارونو کې» له ښکېلېدو نه مخنیوی وکړو.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

شلمه پېړۍ

[سمول]

عایشه عبدالرحمن چې د بنت الشاطي (د سیند د غاړې لور) په مستعار نامه یې لیکنې کولې، هغه دویمه عصري ښځه ده چې قرآن یې تفسیر کړ، که څه هم هغې خپل ځان فیمینیسټه نه بلله، خو د هغې د آثارو موضوعګانې فیمینیسټي وي. نوموړې خپل مشهور کتابونه په ۱۹۵۹ ز کال کې خپاره کړل، په همدې کال کې نجیب محفوظ د محمد (ص) د ژوند یوه تمثیلي او فیمینیسټي ګڼه خپره کړه. نوموړې د حضرت محمد (ص) د مور، ښځو او لورانو په ګډون د اسلام د لومړیو کلونو د مشهورو ښځو ژوندلیکونه ولیکل او همداشان ادبي نقد یې ولیکه.  فاطمه مرنیسي استدلال کوي چې:  په اسلامي ټولنو کې د ښځو د حقونو زیاتره ځپل، د سیاسي انګېرنو او د هغو لاس خوړلو تفاسیرو پایله ده چې د حضرت محمد (ص) له خوا د اټکل شوې داسې اسلامي ټولنې سره په تضاد کې دي، چې هغه په کې ټولو نارینه وو او ښځینه وو ته د برابري غوښتنه کوله.[۲۰][۲۱][۲۲]

د افغان ښځو انقلابي ټولنه

[سمول]

د افغان ښځو انقلابي ټولنه (RAWA) د پاکستان په کوټه ښار کې د ښځو هغه مؤسسه ده چې د ښځو د حقونو او سیکولار دیموکراسي لپاره هڅه کوي. د دغې مؤسسې موخه دا ده چې، افغان ښځې په دواړو سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو کې ښکېلې واوسي او وکولای شي ، خپل بشري حقونه تر لاسه او د افغانستان د حکومت پر وړاندې د دیموکراتیکو او سیکولار اصولو له مخې، نه د بنسټپالنې له پلوه، تر هغه وخته پورې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي ، چې ښځې وکولای شي، د ژوند په ټولو ډګرونو کې په بشپړه توګه ګډون وکړای شي.[۲۳]

دغه مؤسسه په ۱۹۷۷ ز کال کې د مینه (Meena) په مشرۍ د یو شمېر روڼ اندو ښځو په مټ جوړه شوه. هغوی دا مؤسسه د ښځو لپاره د برابري او زده کړې د ودې په خاطر جوړه کړه او افغان محرومو او خاموشه شوو ښځو ته یې د غږ پورته کولو لپاره خپل کار ته ادامه ورکړه. له ۱۹۷۸ ز کال وړاندې، RAWA یوازې د ښځو پر حقونو او دیموکراسۍ باندې تمرکز درلود، خو د مسکو په لارښوونې د ۱۹۷۸ ز کال له کودتا وروسته او بیا په ۱۹۷۹ ز کال کې د شوروي له خوا د افغانستان په اشغال سره، RAWA په مستقیمه توګه د مقاومت په جګړه کې ښکېله شوه او له بهر نه به یې د دیموکراسۍ او سیکولاریزم لپاره هلې ځلې کولې. په ۱۹۷۹ ز کال کې، RAWA د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت په وړاندې کمپاینونه تر سره کړل او په ښوونځیو کې یې ناستې وکړي، چې د هغو پر وړاندې ملاتړ تر لاسه کړي. په ۱۹۸۱ ز کال کې دې سازمان د( پیام زن) په نامه په دوو ژبو باندې یوه فیمینسټي مجله خپره کړه. RAWA همداشان، د کډوالو له ماشومانو او د هغوی له مېندو سره د مرستې په خاطریې، د وطن په نامه ښوونځي جوړ کړل، چې هلته به یې له هغوی سره مرستې کولې او عملي مهارتونه به یې ور زده کول. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

سرچینې

[سمول]
  1. "Al-Ahram Weekly | Culture | Islamic feminism: what's in a name?". خوندي شوی له the original on 2015-03-20. بياځلي په 2005-06-24.
  2. "Women In Islam". milligazette.com. 22 November 2010. خوندي شوی له اصلي څخه په 2015-10-22. بياځلي په 9 December 2015.
  3. "Islamic feminism: what's in a name?" Archived 2015-03-20 at the Wayback Machine. by Margot Badran, Al-Ahram, January 17–23, 2002
  4. "Exploring Islamic Feminism" Archived 2005-04-16 at the Wayback Machine. by Margot Badran, Center for Muslim-Christian Understanding, Georgetown University, November 30, 2000
  5. Lindsey, Ursula (11 April 2018). "Can Muslim Feminism Find a Third Way?". New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په 2018-04-12. بياځلي په 11 April 2018.
  6. "Prime Minister of Bangladesh - PM Office Email Address." MediaBangladeshnet about Bangladesh Print Electronic Internet More. N.p., 15 Nov. 2015. Web. 1 Oct. 2016.
  7. "Women In Islam". milligazette.com. 22 November 2010. خوندي شوی له اصلي څخه په 2015-10-22. بياځلي په 9 December 2015.
  8. "Islamic feminism: what's in a name?" Archived 2015-03-20 at the Wayback Machine. by Margot Badran, Al-Ahram, January 17–23, 2002
  9. "Exploring Islamic Feminism" Archived 2005-04-16 at the Wayback Machine. by Margot Badran, Center for Muslim-Christian Understanding, Georgetown University, November 30, 2000
  10. [۱] Archived 2011-04-10 at the Wayback Machine. Rob L. Wagner: "Saudi-Islamic Feminist Movement: A Struggle for Male Allies and the Right Female Voice", University for Peace (Peace and Conflict Monitor), March 29, 2011
  11. "Independent Lens . SHADYA . Muslim Feminism | PBS". www.pbs.org. خوندي شوی له اصلي څخه په 2018-06-22. بياځلي په 2019-10-21.
  12. "Women and Islam - Oxford Islamic Studies Online". www.oxfordislamicstudies.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 2019-04-30. بياځلي په 2019-10-21.
  13. Rassam, Amal. "Mernissi, Fatima". Oxford Islamic Studies. خوندي شوی له اصلي څخه په January 8, 2019. بياځلي په October 24, 2019.
  14. Badran, Margot. Feminism in Islam : Secular and Religious Convergences. Oxford : Oneworld, 2009., 2009.
  15. Badran, Margot (9 November 2008). "Margot Badran: What does Islamic feminism have to offer? Where does it come from? Where is it going?". the Guardian. خوندي شوی له اصلي څخه په 2017-12-01. بياځلي په 2017-12-01.
  16. [۲] Archived 2017-12-01 at the Wayback Machine.
  17. Seedat, Fatima (2016). "Beyond the Text: Between Islam and Feminism". Journal of Feminist Studies in Religion. 32 (2): 138. doi:10.2979/jfemistudreli.32.2.23. S2CID 151549625.
  18. Islamic Clips (13 July 2014). "Are Men and Women Equal in Islam by Dr Zakir Naik". خوندي شوی له اصلي څخه په 2016-11-08. بياځلي په 2017-12-01 – via YouTube.
  19. Mernissi, Fatema (1975). Beyond the Veil: Male-Female Dynamics in a Muslim Society. Schenkman Publishing Company. ISBN 978-0253204233.
  20. Mernissi, Fatima (1992). The Veil and the Male Elite: A Feminist Interpretation of Islam. New York: Basic Books. ISBN 978-0201-63221-7.
  21. Arab Women Novelists: The Formative Years and Beyond by Joseph T. Zeidan, State University of New York Press, 1995
  22. Roded, Ruth (May 2006), "Bint al-Shati's Wives of the Prophet: Feminist or Feminine?", British Journal of Middle Eastern Studies, 33 (1): 51–66, doi:10.1080/13530190600603915, S2CID 159905564
  23. "RAWA testimony to the Congressional Human Rights Caucus Briefing". U.S. Congressional Human Rights Caucus. December 18, 2001. خوندي شوی له the original on June 28, 2007.
  24. Mehta, Sunita. Women for Afghan Women: Shattering Myths and Claiming the Future. New York: Palgrave Macmillan, 2002. Print.
  25. Melody Ermachild Chavis (30 September 2011). Meena: Heroine Of Afghanistan. Transworld. pp. 1–. ISBN 978-1-4464-8846-1. خوندي شوی له اصلي څخه په 29 April 2016. بياځلي په 30 March 2016.
  26. Gioseffi, Daniela (2003). Women on War: An International Anthology of Women's Writings from Antiquity to the Present. Feminist Press at CUNY. p. 283. ISBN 978-1-55861-409-3. بياځلي په 2016-03-30.
  27. Brave Women in a War-Torn World: RAWA and Afghanistan[مړه لينکونه]