Jump to content

په ایران کې د ښځو حقونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د شلمې پېړۍ په پای او د یوویشتمې پېړۍ په پیل کې په ایران کې، د ښځو حقونه له نورو پر مخ تللو هېوادونو سره په پرتله تر ډېره حده تر محدودیتونو لاندې وو. په ۲۰۱۷ کال کې د نړۍ د اقتصادي مجمع له خوا په نړۍ کې د جنسیتي فاصلې د راپور له مخې ایران د جنسیتي برابري له مخې د ۱۴۴ هېوادونو ترمنځ ۱۴۰ ځایګی خپل کړ. په ۲۰۱۷ کال کې، په ایران کې د حقوقو لرونکې کاري بشري سرچینې ۱۹ سلنه ښځینه وو جوړوله چې د ۱۹۹۰ کال په پرتله اووه سلنه وده ښيي. په ۲۰۱۷ کال کې، د ښځو، سولې او امنیت لپاره د جورج ټاون د انسیتیوت د نوملړ له مخې ایران د ۱۵۳ هېوادونو په لاندنی برخه کې ځایګی خپل کړی. د سویلي اسیا له نور هېوادونو سره په پرتله په ایران کې ښځې په غوره بڼه مالي حسابونو، زده کړو او ګرځنده تلیفونونو ته لاسرسی لري. ایران د ښځو پر وړاندې د قانوني تبعیض له مخې د ۱۵۳ هېوادونو ترمنځ ۱۱۶ ځایګی لري.[۱][۲][۳][۴]

د ایراني ښځو حقونو او وضعیت د ۲۰ مې پېړۍ په پیل، په ځانګړې توګه په دریو دولتي رژیمونو کې بدلون موندلی. د قاجاریانو د واکمنۍ پر مهال چې د ۱۸۰۰ مې لسیزې له پای څخه یې د شلمې پېړۍ تر پیل واکمني کړې، مېرمنې منزوي شوې وې. دوی په سیاست کې ونډه نلرله او په اقتصادي ډګر کې یې ګډون د کور تر کار محدود وو. دغه حالاتو د پهلوي واکمنۍ پر مهال کوم چې له ۱۹۲۵ نه ۱۹۷۹ واکمن وو تغیر وموند؛ مېرمنو زیاته آزادي ترلاسه کړه. د ښځو حقونه او آزادۍ د ایران د رهبر د لیوالتیا پر اساس چې غوښتل یې ایران په نوي ډول له اروپایي سبک سره برابر کړي وټاکل شول، له دې سره چې دغه چاره د ایران د مخکښو مېرمنو پر وړاندې پرته له دې چې اکثریت ته پکې پام وشي د اجرا وړ وه. دغه آزادۍ په ۱۹۷۹ کال کې له ایراني انقلاب وروسته بېرته واخیستل شوې. په ۲۰۱۵ کې د بشر د حقونو د څار ډلې په وینا،"د مېرمنو حقونه په کلکه سره په ایران کې محدود شوي".[۵][۶][۷]

ایراني انقلاب او مېرمنې

[سمول]

کله چې په ۱۹۷۷ کال کې ایراني انقلاب پیل شو، ډېری مېرمنو په لویو ښارونو کې په لاریونونو لاس پورې کړ او ټکری(چادر) یې پر سر کړ. مېرمنو د انقلاب په بریا کې مهمه ونډه لرله. د انقلاب رهبر روح الله خمینی ددوی ونډه وستایله، نوموړي په خپله یوه وینا کې وویل: "موږ باید هغه چارې چې مېرمنو ترسره کړې له یاده وه نه باسو، په ځانګړې توګه ددوی مبارزه. ایراني مېرمنې وتوانېدې د خپل آګاهانه ایمان له مخې ځان د باخبره انقلابي او سیاسي عناصرو په توګه وښيي... په رښتیا مېرمنې په هیڅ برخه او هیڅ جګړییز ډګر کې شاته ندي پاتې شوې".[۸]

له دې امله چې پهلوي پاچا د حجاب کارول منع کړل، ګڼ شمېر مېرمنو پرېکړه وکړه چې د ټکري(چادر) په اغوستلو له خمیني سره لیوالتیا وښيي، ځکه دوی فکر کاوه چې د غږ له لوړولو پرته د خپل حمایت څرګندولو په موخه دا ترټولو ښه لار وه. مېرمنو په لاریونونو کې په ګډون سره د ایران په انقلاب کې برخه واخیسته. د ایراني انقلاب ملاتړو سازمانونو لکه مجاهدینو، په خپلو سازمانونو کې مېرمنو ته ښه راغلاست ووایه او مهم مسئولیتونه یې دوی ته وسپارل. خمیني هم مېرمنې د شاه پر ضد لاریونونو ته وهڅولې.[۹]

د قانوني حقونو تاریخچه

[سمول]

د رایې ورکولو حق

[سمول]

د مېرمنو د حقونو په برخه کې ډېری ابتکارات په پهلوي دوران کې د ۱۹۶۲ کال له سپین انقلاب سره رامخ ته شول، کوم چې د لومړي وزیر اسدالله عالم له خوا د مېرمنو د آزادیو د ورکړې لامل شول. هغه قانون چې مېرمنو ته یې د رایې کارولو محدود حقوق ورکول، دوی ته یې اجازه ورکوله چې یوازې په سیمه ییزو ټاکنو کې رایه وکاروي، تصویب شو. خمیني په دې باور وو چې دا د حق ورکړه یوازې دولتي تبلیغات دي څو خپل فاشیستي او دیکتاتوریک ماهیت په دیموکراسي او لیبرالیزم پټ کړي. د خمیني په وینا، دغه قانون"یوازې د هغو ناخبره ډلو او ددوی د جنایاتو د پټولو لپاره وو". خمیني باور درلود چې د مېرمنو لپاره د دا ډول حق ورکړه له فحشا سره د پرتلې وړ ده. خمیني مېرمنو ته د رایو د حق ورکړې پر ضد د لاریونونو رهبري وکړه چې په پایله کې ددغه قانون د لغو کېدو لامل شو.[۱۰][۱۱]

له هغې وروسته چې د مېرمنو لپاره د رایې کارولو یاد قانون لغو شو، مېرمنې د سپین انقلاب پر مهال له ټول پوښتنې منع شوې. ورته مهال د کرنې وزیر د مېرمنو د خوځښتونو مشرانو ته وړاندیز وکړ چې د خپلو وړاندیزونو د څرګندولو په موخه د رایو ورکولو یو صندق کېږدي. له دې سره چې رایې یې حساب نشوې، خو ګڼ شمېر رای ورکوونکو مېرمنو محمد رضا شاه دې ته اړ کړ څو له ټول پوښتنې وروسته بې له ځنډه دوی ته د رایې کارولو حق ورکړي. د ۱۹۶۳ کال د سپتمبر میاشتې په پارلماني ټاکنو کې ۶ میرمنې د پارلمان د غړو په توګه وټاکل شوې او ورسره په خوا کې شاه هم دوه مېرمنې د سناتورانو په توګه وګمارلې.[۱۲]

د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب وروسته، خمیني وویل، "مېرمنې حق لري چې په سیاست کې برخه ولري، دا ددوی دنده ده، اسلام یو سیاسي دین دی".[۱۳]

حجاب

[سمول]

حجاب هغه ډول جامې دي چې مسلمانې مېرمنې یې د خپلې کورنۍ له نارینه وو پرته له نورو سره د تعامل پر مهال کاروي. د جمهوري اسلامي له تاسیس وړاندې، مېرمنې مکلفې نه وې څو حجاب واغوندي. په ۱۹۳۵ کې رضا شاه امر وکړ چې مېرمنې نه باید په عامه ځایونو کې حجاب ولري؛ له همدې امله ګڼ شمېر محافظه کارې مېرمنې په کور پاتې شوې ځکه دوی فکر کاوه چې له کوره بهر له حجاب پرته د لوڅ والي سره برابر دی. په همدغه مهال کې د محافظه کارو مېرمنو تړاو زیات شو ځکه دوی اړ وې څو د خپلو کارونو لپاره په نورو تکیه وکړي.[۱۴][۱۵]

د ۱۹۷۹ کال له انقلاب وروسته د دولتي ادارو په ښځینه کارکوونکو د حجاب اغوستل اجباري شول؛ چې ورپسې په ۱۹۸۳ کال کې قانون جوړ شو چې له مخې یې په عامه چاپېریال کې هم د حجاب رعایت کول لازمي کړل.

د طلاق قانون

[سمول]

په ایران کې د طلاق قانون له هماغه پیله د شرعي قانون د کلیاتو له مخې دی کوم چې نارینه وو ته هر مهال دا حق ورکوي چې واده ته پای ټکی کېږي. د ۱۹۲۸ کال د مدني قانون د ۱۱۳۳ مادې پر بنسټ:  "نارینه کولای شي هر مهال چې وغواړي خپلې مېرمنې ته طلاق ورکړي".  دغه قانون په ۱۹۶۷ کال کې د کورنیو څخه د ساتنې د قانون له مخې اصلاح شو چې مېرمنو ته یې د طلاق په برخه کې ډېر حقونه ورکړل او همدارنګه یې خصوصي طلاق غیرقانوني کړ. د ۱۹۶۷ قانون د طلاق د غوښتنې لپاره یو شمېر شرایط وټاکل. د مدني قانون ۱۱۳۰ مې مادې محکمو ته زیات واک ورکړ چې د مېرمنو د غوښتنې په صورت کې او پدې صورت کې چې مېرمنه د ځان د وکالت حد ته رسېدلې وي د طلاق ورکولو بهیر چټک او قضایي طلاق صادر کړي.[۱۶]

اوس مهال په ایران کې، نارینه او ښځینه دواړه کولای شي طلاق واخلي، د ماشومانو سرپرستي هم د هغه والدینو پرغاړه ده کوم چې قاضي به یې په اړه پرېکړه کوي.

د مېرمنو پر وړاندې تاوتریخوالی (جرمونه)

[سمول]

د یو شمېر راپورونو پر بنسټ، هر کال په سلګونه ایرانۍ مېرمنې د ناموسي وژنو ښکار کېږي. په ۲۰۱۹ کال کې یو رپوټ ښيي چې "په ایران کې د وژنو له پېښو نږدې دېرش سلنه یې د مېرمنو او نجونو د ناموسي وژنو پېښې دي".[۱۷][۱۸]

سرچينې او ياداښتونه

[سمول]
  1. "World Economic Forum". 2018-04-17. خوندي شوی له اصلي څخه په April 18, 2018.
  2. Osanloo, Arzoo (2009). The Politics of Women's Rights in Iran. Princeton: Princeton University Press. p. 20. ISBN 978-1-4008-3316-0. JSTOR j.ctt7sqth.
  3. Camara, Andrea (April 22, 2018). "Women's Rights in Iran during the Years of Shah, Ayatollah Khomeini, and Khamenei". Stars: 5–60.کينډۍ:Better source
  4. Klugman, Jeni (October 2017). Women, Peace and Security Index 2017–18 report (PDF) (Report). p. 84. ISBN 978-0-692-94090-7. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په December 9, 2018. بياځلي په December 8, 2018. Creative Commons Attribution Non-Commercial 3.0
  5. Women’s Rights in Iran
  6. Osanloo, Arzoo (2009). The Politics of Women's Rights in Iran. Princeton: Princeton University Press. p. 21. ISBN 978-1-4008-3316-0.
  7. Camara, Andrea (April 22, 2018). "Women's Rights in Iran during the Years of Shah, Ayatollah Khomeini, and Khamenei". Stars: 5–60.کينډۍ:Better source
  8. Khaz Ali, Anisa (July 2010). "Iranian Women After the Islamic Revolution" (PDF). A Conflicts Forum Monograph: 4–20. خوندي شوی له the original (PDF) on 2019-08-19. بياځلي په 2021-10-24.
  9. Kurzman, Charles (2008). "A feminist generation in Iran". Iranian Studies. 41 (3): 297–321. doi:10.1080/00210860801981260. S2CID 161071108.
  10. Shoaee, Rokhsareh S (1987). "The Mujahid Women of Iran". The Middle East Journal: 519–537.
  11. Sedghi, Hamideh (July 9, 2007). Women and Politics in Iran: Veiling, Unveiling, and Reveiling. Cambridge University Press. p. 157. ISBN 9781139463720.
  12. Esfandiari, Haleh (1997). "Women and Iran's Islamic Revolution". Reconstructed Lives.
  13. Kian, Azadeh (1997). "Women and Politics in Post-Islamist Iran: The Gender Conscious Drive to Change". British Journal of Middle Eastern Studies. 24 (1). Taylor & Francis, Ltd: 75–96. doi:10.1080/13530199708705639. JSTOR 195669.
  14. Tafreshi, Poupak (January 2010). "The Struggle for Freedom, Justice, and Equality: The History of the Journey of Iraninan Women in the Last Century". Washington University Open Scholarship: 1–98. خوندي شوی له اصلي څخه په February 23, 2017. بياځلي په December 9, 2019.
  15. "Iranian women - before and after the Islamic Revolution". BBC.
  16. "Gender Inequality and Discrimination: The Case of Iranian Women". Iran Human Rights Documentation Center. March 5, 2013. بياځلي په December 12, 2019.
  17. Muaddi Darraj, Susan (March 2002). "Understanding the Other Sister: The Case of Arab Feminism". monthlyreview. خوندي شوی له اصلي څخه په August 15, 2019. بياځلي په December 9, 2019.
  18. Fathi, Asghar. "Communities in Place and Communities in Space: Globalization and Feminism in Iran." Women, Religion and Culture in Iran. Ed. Sarah Ansari and Vanessa Martin. Surrey, UK: Curzon, 2002. 215–224.