د فیمینیزم درېيمه څپه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د فیمینیزم درېيمه څپه په سیاسي او ټولنیزو حقونو کې د ښځو او نارینه وو د مساواتو پلوي غورځنګ بهیر دی. په متحده ایالاتو کې د ۱۹۹۰ کلونو په لومړیو کې پيل او د څلورمې څپې تر راپورته کېدو یانې ۲۰۱۰ کلونو پورې يې دوام وکړ. په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ کلونو کې د ښځينه نسل د غړو په توګه وزیږېده او د دویمې څپې د مدني حقونو په پرمختګ کې د لومړنیو اصولو په توګه یاده شوه. د فیمینیزم درېيمې څپې په ښځو کې انفرادیت او اختلاف راونغاړه او ويې غوښتل چې بیا یې تعریف کړي فیمینسټ اوسېدل څه معنی. درېيمې څپې د نوي فیمینیزم پلویو د بهیرونو او نظریو راپورته کېدل ولېدل. لکه قاطعیت، جنسي اثبات یا په عقیدوي لحاظ سبزي خوړونکو (Vegetarian) د چاپېریال اړوند فیمینیزم، انتقالي يا (Trans feminism) او له عصري وروسته فيمينيزم (Post Modern Feminism). د فیمینیسټ عالمې اليزابت ايوانس ( Elisabeth Evans) په اند په دې اړه تشویش راپورته کېږي چې په کومو اساسي قوانینو سره د فیمینیزم درېيمه څپه په ځينو ښېګڼو يا اړيکو کې د دې تعریف شوې بڼه ده.[۱][۲][۳][۴][۵] درېيمه څپه د واشنګټن په المپیا کې د ۱۹۹۰ کلونو په لومړیو کې د غږ پورته کوونکې فیمینیسټ نجلۍ په راڅرګندېدو سره ترسيم شوه. همدارنګه انيتا هيلس( Anitta Hills) په ۱۹۹۱ کې ټولو نارینه وو او د سنا د قضائيه کمېټې ټولو سپين پوستو نارینه وو ته شاهدي څرګنده کړه چې افریقايي الاصل امریکايي قاضي کليرنس توماس (Clarence Thomas) د متحده ایالاتو سترې محکمې ته نوماند او بالاخره تائيد کړه چې هغه يې جنسي ځورولې ده. د درېيمې  څپې امتیاز د روبيکا واکر (Robecca Walker) دی چې سترې محکمې ته يې په ۱۹۹۲ کې د MS. مجلې له لارې په یوه مقاله کې توماس ( Thomas) ته د لېدنې وخت ورکړ. د مقالې عنوان يې (( درېيمه څپه جوړېدل) و چې په لاندې ډول يې په کې لیکلي وو:[۶][۷][۸]

زه دا د ټولو ښځو په استازولۍ لیکم په ځانګړي ډول زما د نسل ښځو. د توماس (Thomas) اعتراف ته اجازه ورکړئ چې لکه زه تاسې هم بېرته راوګرځوي. مبارزه  له ډېر لرې ځایه ده. د ښځې د  تجربې عزل ته اجازه وکړئ، چې  تاسې په قهر کړي. دا سپکاوی او تېری په سیاسي ځواک بدل شي، هغوی ته رای مه ورکوئ، که څه هم زموږ لپاره کار کوي. له هغوی سره جنسي اړیکې مه پالئ يانې مه جوړوئ. له هغوی سره ډوډۍ مه ماتوئ. د هغوی پالنه مه کوئ. که چېرې هغوی زموږ د ځان او ژوند خپلواکۍ ته لومړیتوب نه ورکوي. زه د پخواني فیمینیزم پلوې نه یم. زه درېيمه څپه یم. [۹][۷]

واکر (Walker) ثابته کړه چې درېيمه څپه فیمینیزم یوازې یو غبرګون نه و؛ بلکې په خپله یو غورځنګ و؛ ځکه چې د فیمینیزم پلوۍ سبب مخې ته نور کار درلود. د تقاطع اصطلاح د هغه نظريې تشرېح کوله، چې د ښځو تجربه د «فشار طبقي» د دې سبب شوې. د بېلګې په ډول: ذکر شوې اصطلاح د جنسیت، نژاد او ډلې له مخې په ۱۹۸۹ ز کال کې دکېمبرلي ويليم کرينشا(Kimberlee Williams Crenshaw) له خوا ورپېژندل شوې ده او دا د درېيمې څپې په ترڅ کې وو چې ذکر شوي ذهنیت وده وکړه. څرنګه چې د ۱۹۹۶ ز کال په وروستيو او ۲۰۰۰ کلونو په لومړیو کې فیمینیزم پلوې ښځې پرلیکه راغلې او په بلاګونو او برېښنايي زين (e-zines) په کارولو نړۍ وال مخاطب ته ورسېدل. [زين د اصلي يا ځانګړو انځورونو او متنونو ي، کوچنی دوران دی، په خودکار ډول کار کوي او معمولاً د کاپي ماشين له لارې توليدېږي]. دوی خپلو موخو ته پراختیا ورکړه. د جنسیت له مخې د کلیشه يي رول په له منځه وړلو تمرکز وکړ او د بېلابېل توکم او کلتور ته د مېرمنو په شاملو سره يې فیمینیزم ته پراختیا ورکړه.[۱۰][۱۱][۱۲]

تاریخچه[سمول]

د دویمې څپې فيمينيسټانو له خوا ترلاسه کړي حقونه او خپرونې د درېيمې څپې د بنسټ په توګه وکارول شوې. زده کړو ته د مساوي لاسرسي، د ښځو د بې عزتۍ او ورڅخه د ناوړه ګټې اخېستنې او جنسي تيري عام بحثونه کول، د اميندوارۍ مخنيوی او د سقط جنین د رسمي کولو په ګډون د زيږون اړوند نور خدمتونه، په کار ځایونو کې د ښځو لپاره د جنسي ځورونې اړوند تګلارو جوړول او پياوړي کول، د ماشومانو او ښځو لپاره د ناوړه جنسي ګټې اخېستنې پناه ځایونو جوړول، د کوچنیانو د پاملرنې خدمتونه، ځوانو ښځو ته د تعليمي پروګرامونو تمويلول او د ښځو د مطالعاتو پروګرامونه د بېلګې په توګه د دویمې څپې د لاسته راوړنو په توګه یادولی شو.

فیمینیزم پلویو مشرانو لکه: مګزين هانګ کينګسټن (Maxine Hong Kingston)، اوډري لورډ (Audre Lorde)، چيرري مورګا (Cherríe Moraga)، بيل هووکس (bell hooks)، ګلوريا انزالډوا (Gloria Anzaldúa) او نورو په دویمه څپه کې رېښې وغځولې. د رنګ له مخې نورو فیمینیزم پلوو مېرمنو په اثبات ورسوله چې د نژاد د پاملرنې له پاره د فیمینیزم پلویو نظر یا فکر په دننه کې د یوې فضا د رامنځته کېدو خبرې وکړي. ګلوريا انزالډوا (Gloria Anzaldúa) او چيرري مورګا (Cherríe Moraga) یو غورچاڼ خپور کړ. «دې پُل ته زما ملا ويل کېږي» نوم ورکړ. په ۱۹۸۱ کې چې که څه هم ټولې ښځې سپين پوستې دي، ټول تور پوستي نارینه دي؛ مګر زموږ له ډلې ځينې ښځې زړه ورې دي. ۱۹۸۲ غورچاڼ د اکاشا ګلوريا ټي هل (Akasha (Gloria T.) Hull)، پټريکا بيل سکاټ (Patricia Bell-Scott) او باربارا سميت (Barbara Smith)  په واسطه اېډېټ(اصلاح) شو او په دې يې بحث وکړ چې د فیمینیزم دویمې څپې یوازې د سپین پوستو ښځو په ستونزو تمرکز کولو. د توکم او جنسیت ترمنځ د وصل په ټکي باندې ټینګار په زیاتېدونکې توګه څرګند شو. [۱۳][۱۴]

د ۱۹۷۰ کلونو په وروستیو او د ۱۹۸۰ کلونو په لومړیو کې د فیمینیزم پلویو جنسيت جنګونه د دویمې څپې د بنسټيز فیمینیزم پر وړاندې د یو غبرګون په توګه راپورته شول. جنسي تمایلاتو د «جنسي – مثبتيت» مفکورې پر وړاندې مبارزه او د درېیمې څپې وړاندوینه وکړه.[۱۵]

لومړني کلونه[سمول]

بلواګره نجلۍ/ غږ پورته کوونکې نجلۍ[سمول]

د واشنګټن په المپیا کې د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې د بلواګرې نجلۍ راڅرګندېدل فیمینیزم د درېيمې څپې د پيل په توګه یادیږي. د (Grrrl) په لغات کې درې د (r) توري له کارونې موخه دا وه چې د (girl) لغات د ښځو لپاره بیا ادعا وکړي. الېسن پيپمير (Alison Piepmeir) لیکي چې نوموړې نجلۍ او د سارا (Sarah) غورځنګ خبرنامه د زينس نجلۍ (grrrl Zines) لپاره یوه سلیقه، بلاغت او فصاحت او انځورګري (Iconography جوړه کړه چې همدې درېيمه څپه فیمینیزم راوپېژانده او د بالغو نجونو په لیدلوري يې تمرکز وکړ. د سوځېدونکې تيږې د کلک پوسټ يا قشر پر بنسټ غورځنګ د زينس (Zines) او هنر (رسم) رامنځ ته کړ او د جنسي تجاوز، زور منلو سړي او د مېرمنو د پياوړي کولو په اړه يې څپرکي پيل کړل او د موسیقۍ په برخه کې يې ښځې تنظیم او د هغوی ملاتړ یې وکړ. په نامعلومه نېټه ؛ مګر (معلومات په ۲۰۱۳ کال کې راټول شوي). (Bikiri Kill) وپوښتل چې بلواګره نجلۍ (Riot grrl) څه شی ده؟  [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د رسنیو په هر ډول کې زه خپل ځان په څپېړه وهل شوې، سرپرې شوې، مسخره شوې، جنسي ځورېدلې، انتقاد کړای شوې، بې ارزښته ګڼلو، څنډې ته کولو، په جهالت تېرايستلو، کلیشه یې شویو، په لغته وهل شوې، ملنډې وهل شوې، ورباندې تیري کولو، خاموشه شوې، باطلې، په چاقوګانو وهل شوې، ویشتل شوې، خفه کړای شوې او وژل شوې وینم. له همدې له امله د نجونو لپاره یوې خوندي فضا ته اړتیا ده، چې موږ په کې خپلې سترګې پرانېستلی شو او بې له تهدیدونو څخه یو بل ته ورسېږو. ځکه چې موږ نجونې غواړو هغه وسیلې جوړې کړو چې متحده ایالاتو ته خبرې کوي. د هلکانو په ډلو پسې ډلې، زين(Zine) هلک پسې بل (Zine) هلک. په هلک پسې هلک موږ له دې ټولو ستړي شوي یو. زه له دې شیانو ستړې یم، چې راسره واقع کېږي. زه د لوبو وسیله نه یم. زه د سوري کوونکې وسیلې(Punch ) زیرمتون نه یم.زه مسخره نه یم.[۲۰]

بلواګره نجلۍ د (Punk) ارزښتونو په (Do it Yourself “DIY”) يا «دا په خپله وکړئ» فلسفه کې ځای پر ځای شوي وو. د همکارۍ ضد دريځ، په ځان باور او بساينه يې ومنله. د مېرمنو په طبیعي پېژندنې او بېلوالي باندې د دې ټينګار ډېری وختونه د فیمینیزم د دویمې څپې سره ډېر نږدې ښکاره شو. له غورځنګ سره تړلې ډلې شاملې وې: د براټموبايل (Bratmobile)، جيک اف جيل (Jack Off Jill)، فري کېټټن (Free Kitten)، هيونس ټو بيسټي (Heavens to Betsy)، هګګي بير (Huggy Bear)، ال۷ (L7)، پينځم ستون (Fifth Column) او ټيم ډرش (Team Dresch) ته. [۲۱][۲۲][۲۳] د بلواګرې نجلۍ کلتور خلکو ته ځای ورکړ چې په کوچنیو، لویو او (meso) کچو بدلون راولي. لکه څرنګه چې کيون ډن (Kevin Dunn) وايي:

د انفرادي پياوړتیا له پاره  د پنک (punk) «دا په خپله وکړئ» ته سرچينې برابرولو لپاره بلواګرې نجلۍ ښځې وهڅولې چې د مقاومت په بېلابېلو برخو کې ښکېل شي. په لویه کچه بلواګرې نجلۍ (Riot Grrrls) د ټولنې د ښځو د واکمنۍ جوړښتونو سره مقاومت کوي. د (Meso) په کچه، دوی په پا نک کې د جنسيتي رولونو سره مقاومت کوي. په کوچنیو کچو، دوی په خپلو کورنیو او د خپلو همکارانو په منځ کې د جنډر جوړښت ننګوي.[۲۴]

سرچینې[سمول]

  1. (په 10 December 2013 باندې). The Fourth Wave of Feminism: Meet the Rebel Women.
  2. "The Third Wave of Feminism" Archived 2019-05-28 at the Wayback Machine., Encyclopaedia Britannica.
  3. Baumgardner & Richards 2000, p. 77
  4. Evans 2015، 49.
  5. Evans 2015، 22.
  6. "Becoming the Third Wave" by Rebecca Walker
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Walker, Rebecca (January 1992). "Becoming the Third Wave" (PDF). Ms.: 39–41. ISSN 0047-8318. OCLC 194419734. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۵ جنوري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Baumgardner & Richards 2000, p. 77
  9. "Becoming the Third Wave" by Rebecca Walker
  10. Brunell, Laura (2008). "Feminism Re-Imagined: The Third Wave" Archived 2018-09-22 at the Wayback Machine.. Encyclopædia Britannica Book of the Year. Chicago: Encyclopædia Britannica, Inc.
  11. Tong, Rosemarie (2009). Feminist Thought: A More Comprehensive Introduction (الطبعة Third). Boulder, CO: Westview Press. د کتاب پاڼي 284–285, 289. OCLC 156811918. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8133-4375-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Evans 2015، 19.
  13. Gillis, Howie & Munford 2007
  14. Heywood, Leslie; Drake, Jennifer, المحررون (1997). Third Wave Agenda: Being Feminist, Doing Feminism. Minneapolis: University of Minnesota Press. OCLC 36876149. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8166-3005-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. As noted in:
  16. Rowe-Finkbeiner, Kristin (2004). The F Word: Feminism in Jeopardy. Emeryville, CA: Seal Press. د کتاب پاڼې 85. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-58005-114-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Starr, Chelsea (2000). "Adolescent girls and feminism", in Code, Lorraine (ed.). Encyclopedia of Feminist Theories. London and New York: Routledge, p. 3. کينډۍ:ISBN.
  18. Piepmeier, Alison (2009). Girl Zines: Making Media, Doing Feminism. New York: New York University Press. د کتاب پاڼې 45. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Schilt, Kristen (2003). "'A Little Too Ironic': The Appropriation and Packaging of Riot Grrrl Politics by Mainstream Female Musicians", in Popular Music and Society, 26.
  20. Darms, Lisa, المحرر (2013). The Riot Grrrl Collection. The Feminist Press at the City University of New York. 168. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1558618220. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Rowe-Finkbeiner, Kristin (2004). The F Word: Feminism in Jeopardy. Emeryville, CA: Seal Press. د کتاب پاڼې 85. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-58005-114-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Rosenberg, Jessica and Gitana, Garofalo (Spring 1998). "Riot Grrrl: Revolutions from within", Signs, 23(3). کينډۍ:Jstor
  23. Schilt, Kristen (2003). "'A Little Too Ironic': The Appropriation and Packaging of Riot Grrrl Politics by Mainstream Female Musicians", in Popular Music and Society, 26.
  24. Dunn, Kevin C. (2014-04-03). "Pussy Rioting". International Feminist Journal of Politics (په انګلیسي ژبه کي). 16 (2): 317–334. doi:10.1080/14616742.2014.919103. ISSN 1461-6742. S2CID 146989637. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)